سیاست څه ته وايې - څېړنیزه لیکنه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهېز
ښځه او سیاست
پنځمه برخه
د ښځو نوی غورځنګ د سیاست په هکله پراخ ليد لري. شعار داسې دی « د شخصي ژوند سیاسي کول» او « شخصي سیاسي دي» ، ویل کېږي چې سیاست نه یوازې په نرینه  او « بهرنې چاپېریال» پورې اړه لري،

بلکې هغه نېغ په نېغه ورځني ژوند ته ننوزي. مخکې له دې چې ښځې – او نرينه ـ د هغه څه په اړوند چې په کور کې پېښېږي: لکه د ښځې او مېړه  خپل منځي اړیکواو د اولادونو سره د اړیکو په اړوند، یو له  بله څخه پوښتنه و نه کړي، پرښځې ظلم له منځه نه ځي.
په جملو کې ددغه سیاسي مفهوم تنظیم دسیاست په اړوند د پېړیو راپاتې پخوانۍ جنسیتي تصوراتو ته یو ځواب دی. دا یوه هڅه ده څو دغه اند چې د ښځې نړۍ شخصي  او غیر سیاسي ده، له منځه یوسي. دا په هغه اندونو یو ګوزار دی چې وايي ښخه او واک سره نه جوړېږي. او دا د هغه زیاتو ستراتېژیو څخه یوه ده  کومه چې غواړي وښيي، شخصي هرومرو فردي نه  بلکې تر ډیره ګډ دی او دا د ډله ایزه او ګډو سازماني چلندونو دپاره یو بنسټ دی.
د ورځنی ژوند سیاسي مفهوم په  بېلابېلو ډولونو کې پر ښځو ظلم دی.کله چې سیاستونه د قدرت  او جګړې او همدارنګه  د نرینه د تيري چې د اړونده  ټولنيز پوهاوي سره اړیکه لري ، بیان دی، نو په دې حالت کې د سیاسي رول او د ښځې د رول په اړوند  دوه ګونی حالت منځ ته راځي. په رسمیاتو کې ښځينه سیاست مدارانې کولی شي خان ته غوره کړي چې به دوديز ډول ښځينه رول یانې ددویمې درجې سیاستمدار رول ولوبوي او هغه سیاسي رول ته ورګډې شي کوم چې نرینه جوړ کړی دی او په دې ډول ځان له خطر سره ځان مخامخ کوی چې په دې کار خپل ښځينه توب له بدګومانۍ سره مخامخوي . د سیاست فوري مانا  په تېره بیا چې د کور لاس لاندې رول دي -  په حجاب کې دی. کله چې سیاست په دودیزه بڼه درک شي او ښځه لکه د پخوا په شان په رسمیاتو کې دویم او تر لاس لاندې رول ولري ددې سبب کېږي څو ښځه ددواړه جنسونو له نظره ، په سیاسي ژوند کې د پاملرنې وړ رول ونه شي لوبولی. او دا سبب کېږي چې ان فعاله ښځې هم هېرې شي، چې دا په خپل وار سره ددې سبب کېږي څو ښځې په سیاست او سیاسي ژوند کې له پامه ولويږي.
ترڅو چې سیاست  په غوره ډول په بهرنۍ نړۍ کې د اساسي شرایطو سره تړاو لري، او دا په عین حال کې د نرینه نړۍ ده،  د سیاست پرمخ بېول د ښځو دپاره ستونزمن کار دی. د سیاست فوري مانا په تېره بیا دکورنۍ نړۍ د تر لاس لاندې نظم په رول  کې پاتې کېږي. کله سیاست مدار په دوديز ډول پوهېږي او ښځه لا هماغسې په دولتي ارګانونو کې تر لاس لاندې دريځ لري نو ښځه د سیاسي لوبغاړي په توګه  ددواړه جنسونو په فکر کې له سترګو پټه پاتې کېږي. او کار دې ځای ته رسي چې ښځه د واقعي ګډون کوونکي په توګه رانه شي – او دا کارددې سبب کېږي څو ښځه په سیاست او سیاسي رول کې محدود امکانات تر لاسه کړي.
هغه مسایل چې په ښځو پورې اړه لري په دودیز ډول د مالي مسوولینو له خوا ورته لږ ارزښت ورکول کېږي . دا کار د ښځينه سیاست په برخه کې علاقه مندي او زړه ورتیا له منځه وړي ، په عین حال کې دا کار د نرينه سیاسي دريځ ټينګوي. ښځينه ستونزې ، اړتیاوې او علاقه مندۍ، شخصي او پټ ساتل کېږي. خو بې له دې چې پرې پوه شو د شخصي ستونزو او د ځانګړي حالت ترمنځ یو ډول اړیکې شته او ددې سبب کېږي څو په ټولنیزه اداره کې سم ډول ګډون ونه شي کړی.
دا ټول سره په ګډه یوه ناوړې کړۍ رامنځ ته کوي : ښځه کولی شي په ټولو بهیرونو او ادارو لکه په ټولنه کې د ارزښتونو ویش او ټاکنه او په ټولو مهمو پریکړو کې چې د ټولنې د پرمختیا اډانه ټاکي برخه واخلي .  د نارینه سالارۍ د سیاسي مفهوم نښې دادي چې یوازې نرینه په پام کې نیسي او د ښځو د سیاسي شتون مخه نیسي . هڅه کېږي ووايي چې ښځې له سیاست سره مینه نه لري او دوی ګنې په سیاست کې د نه  ګډون له لارې دا وښيي چې نه غواړي خپل حالت ته بدلون ورکړي.
په دې اړوند چې د سیاست مانا څه ده هيڅکله هو د نظر یووالي شتون نه درلود. د ښځو د غورځنګ سیاسي مفهوم هم د نېکې ارادې له مخې منل شوی نه دی. دا چې موږ سیاست وټاکو ، دا په خپل ذات کې سیاست دی.
دوام لري

 

تېره برخه دلته ولولۍ