عبدالملک پرهېز
د سیاست بنسټ
څلورمه برخه
په دموکرتیکو سیستومونو کې دولتي سیاست په ټاکلو موسسو لکه ګوندونو، د خلکو له خوا په غوره شویو ادارو لکه پارلمان او حکومت کې تنظیمېږي ، خو دا هم مهمه ده څو پوه شو چې ارزښتونه هم په نورو مفهومونو کې تعریف، درجه بندي او وېشل کېږي.
د سیاست بنسټ داسې دی چې د موادو او شیانو اړتیا ارزول کېږي ، خو د ارزښتونو په تړاو تل د اختلاف شتون ممکن دی. ټول ټولنیز سیستمونه که څه هم مختلف دي له دغه ستونزو سره مخامخ کېدی شي، نو له دې کبله هغوی یو سیاست غوره کوي. سیاست جوړېږي، که څه هم هلته هغه ټاکلي ارګانونه نه وي په نښه شوي چې کولی شي په ځانګړي ډول په ټولنه کې د ارزښتونو د ټاکلو او ویشلو دنده په غاړه واخلي. په دې تړاو به داسې یوه ټولنه یا حالت ډیر په زړه پورې وی چېرې چې په دغه برخه کې څرګند اختلافونه شتون ونه لري. د اختلاف د نشتوالی علت کېدی شي دا وي چې په هغوی کې بشپړ یووالی شتون لري یا داچې د موادو او ارزښتونو ویش د ټولو رضایت برابرکړی دی. او کله داسې هم کېدی شي چې اختلافونه پټ ساتل شوي وي.
او داچې ولې په دې اړوند بحث او خبرې اترې نه کېږي او د ورځې په اجندا کې نه نیول کېږي کېدی شي د اوږدې مودې د ډله ایزو اختلافونو پایله وي چيرې چې د اختلاف یو اړخ ته دا امکان په لاس ورغلی وي څو خپل پروګرام په داسې بڼه پلی کړي څو جوړښتونه او پټ شته د یادو شویو ډلو له خوا منل شوی وي – او یا هم اختلافونه پټ ساتل شوي وي.
یوه مهمه پوښتنه داده چې څه ډول شرطونه باید ولګول شي څو یو رژیم خپلې پریکړې پلي کړی شي. هره ټولنه یو لړ اصول لري چې پر بنسټ يې اختلافونه حلولی شي، کېدی شي دغه اصول رسمي او یا رسمي نه وي. اصول باید داسې وي چې په یوه شخړه کې د هغه بایلونکي حقوق هم وساتي او په پام کې ونیسي کوم چې وروستۍ پایلې مني او سر ورته ټيټوي. تر هغه وخته چې داکار ترسره کېږي اداره مشروع ده. دا واک دی. خو مشروعیت تل تر تاریخي شرایطو لاندې وي چې کېدی شي له منځه لاړشي او یا وخت يې پای ته ورسېږي ، په تېره بیا کله چې خلک د خپلو علاقه مندیو تر شا او خوا راټول شي کوم چې اداره ورسره د مخامخ کېدو هيله نه لري او یا نه غواړي وروستۍ پریکړه ومني.
سیاست د یو بهیر په توګه
د سیاست په اړوند زموږ ورځنی تصور ډیر تنګ او تر یوه بریده ډیر خړ دی. سیاست په یو داسې بهیر کې منځ ته راځي چې ډیر پړاونه لري .سیاسي موسسې او د هغوی پریکړې د کنګلې له غره سره پرتله کېدی شي، چېرې چې یوازې لوړه څوکه يې ليدل کېږي : د یوې ستونزې په اړوند رامنځ ته شوې پوهه د بهیر داسې یو پړاو دی لکه سړی په تیاره کې لټون کوي. له دې پړاو وروسته له ستونزې سره د کار پړاو پيل کېږي او په دې پسې د ستونزې د حلولو له ټاکلو لارو سره د کار پړاو پيل کېږي. په عادي ډول داکار د سازمان ورکولو له لارې ترسره کېږي چيرې چې د ګډو علاقه مندیو لرونکي کسان سره په ګډه کار کوي څو غوښتنې او ستراتېژي و ټاکي. او له دې وروسته د پریکړو پړاو رارسېږي ، چې د مختلفو پرنسیپونو پر بنسټ په دې پړاو کې د یو بل تر وړاندې الترناتیفونه وړاندې کوي. او په پای کې پریکړې د عمل ډګر ته وړاندې کېږي، که هدف هرڅومره ښه وي د ناسمو هدفونو په پرتله هيڅ ډول نوي ستونزې او تصور نه رامنځ ته کوي.
په دغه بهیر کې د یوې ستونزې د پېژاندو څخه د پریکړې تر نیولو او بیا د پریکړې تر پلي کولو پورې ګډون کوونکي جلا کسان او یا بېلابېل لوې اوکوچني سازمان ورکړ شوي ډلې وي، د بېلګې په توګه په مختلفو سیمو کې بېلابېلې ګوندي ډلې. د قضيي حالت کېدی شي د اډانو په شرطونو او یا د شتو جوړښتونو په منځ کې دکوچنیو جوړښتونو په رامنځ ته کولو پورې اړه ولري – د بېلګې په توګه د نرینه سالارۍ له منځه وړل او د کور میرمنو ته دتقاعد د حق ورکول او یا د عادي رایې ورکولو د حق د تر لاسه کولو دپاره مبارزه. دغه بهیر په یوه لنډمهاله اویا اوږدمهاله بهیر کې ترسره او غښتلي کېدی شي. دا کېدی شي ټول یا ځنې یاد شوي پړاونه په دربر کې ونيسي. ډیر وختونه دا کارد سیاسي سیستمونو په مختلفو سطحو کې تکراریدی شي. د یوې سیمه ایزې ټولنې له خوا یو ابتکار مخکې له دې چې د پورته مقامونو د کړنې دپاره واستول شي د سیمه ایزې ادارې تر څېړنې لاندې نیول کېږي او وروسته له هغې خپله لاره د پورته په لور وهي.
سیاست همداسې یو بهیر دی چې په ټولو ټولنيزو سیستمونو کې پېښېږي. نه یوازې په هغو کې چې موږ يې سیاسي بولو. دا هم مهمه ده ، کله چې په ټول هیواد کې خبره د ارزښتونو د تعریف، مشخصولو او ویش په اړوند ده خو دا وروسته یاد شوي تل مرکزي نه دي.
لومړی دا چې ټول اقتصادي سکتورونه خپل روښانه سیاسي لوری لري. د ارزښتونو د ویش، د کار دځایونو او معاش په اړوند روښانه بیان لري. پر دغه سکتور باندې کنترول د اکثریت له اډانې څخه بهر دی ،خو په عین حالت کې اقتصادي ژوند د حکومت او د خلکو د استازیو تر وړاندې یو لړ پوښتنې مخ ته ږدي .
بل په حکومت کې د ودې مساله ده، چې د ټولنيز ژوند په ډيرو برخو کې د دولت دسختې لاسونې پايله ده، دا کار نور هم چټکېږي کله چې د حکومت سیاسي رول د خلکو پر ټاکل شویو استازیو ټينګ شي .
د سیاست د علم موضوع ګانې
یونسکو په ۱۹۴۸ کال کې یوه کمېټه جوړه کړه څو د سیاست د علم د نړیوال انجمن بنسټ لیک (اساسنامه ) جوړه کړي، د سیاست د علم موضوع ګانې يې په لاندې ډول و ټاکلې:
۱) سیاسي نظریه
الف . سیاسي نظریه
ب . د سیاسي اندونو تاريخ
۲) حکومت
الف . اساسي قانون
ب . ملي حکومت
پ . سیمه ایز حکومت ( ایالتي او ولایتي)
ت . د عمومي چارو اداره
ث . د حکومت اقتصادي او ټولنيزې دندې
ج . سیاسی تطبيقي بنسټونه
۳) ګوندونه، عمومي ډلې او اندونه
الف . سیاسي ګوندونه
ب . ډلې او غونډې
پ . په حکومت او د چارو په عمومي اداره کې د خلکو ګډون
ت . عمومي اندونه
۴) نړیوالې اړیکې
الف . د هیوادونو ترمنځ خپل منځي اړیکې
ب . نړیوال سازمانونه
پ . نړیوال حقوق
دوام لري