سلام خان
د امريکاد متحده ايالاتوپه پارلماني انتخاباتو کښي دموکراټانو ددغه هيواد د په ولسي جرګه کښي سخته ماته خوړلې ده ، خو امکان لري په سنا کښي ډير لږاکثريت پلاس راوړي
د بارک اوباما د جمهوررييس کيدو راهيسي د ټول هيواد په سطح انتخاباتو کښي دموکراټانو د امريکا په ولسي جرګه کښي ډيري چوکياني دلاسه ورکړي دي .
د ټلويزنو د اټکلونو پراساس ، دوی د ولسي جرګې د ۴۳۵ چوکيانو څخه لږ تر لږه ۵۰ دلاسه ورکړي دي ، خو بيا يې دسنا د ۱۰۰ سناتورانو څخه ددغو اټکلونو پراساس اکثريت ساتلی دی .
په راتلونکي جنورۍ کښي چه نوی پارلمان جوړيږي ، بارک اوباما د قوانينو د تصويبولو په خاطر د جمهوري غوښتونکو وکيلانو رايو ته مجبوره دی : جمهوري غوښتونکو کولای سي ، د جمهوررييس د ابتکارو مخ ونيسي ، او برعکس جمهوررييس کولای سي ، د ولسي جرګې فيصلې وځنډوي ، او امضأ يې نکي
د انتظار سره سم نه يوازي د استازو د مجلس کنترول د جمهوريت غوښتونکو لاس ته ولويد، بلکي په سنا کي يې هم د ولسمشر د ډيموکراټ ګوند اکثريت کمزوری کړی
اوباما اوس بايد امريکان قانع کړي چي دی د هغوی انديښنې درک کولای سي او پوهيږي چي رښتيا هم اقتصادي ستونزي د هغوی د ټولو انديښنو په سر کي ځاي لري.
که چيري دا کار ونه سي کړای نو کيدای سي چي د 2012 کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کي دي له قدرت څخه راوپرځول سي.
نظرياتي پوښتنو آن څو مياشتي د مخه د کانګرس په ټاکنو کي د جمهوريت غوښتونکو د لاس برتوب وړاندويني کولې، هغوی وتوانيدل چي په امريکا کي د بيکارانو انديښنې درک کړي چي شمير يې اوس په سلو کي 9.6 ته لوړ سوی دی.
اوباما اوس له دوو سختو ننګونو سره مخامخ دی. يو دا چي هغه بايد د سنا په مجلس کي جمهوريت غوښتونکي قانع کړي چي له ده سره همکاري وکړي ترڅو پر اقتصادي ستونزو باندي بريالی سي او له بلي خوا هغه لاري چاري پيدا کړي چي څنګه د امريکا منځنۍ طبقه بيرته راخپله کړي.
د متحده ايالاتو د پرينستن په پوهننتون کي تاريخ پوه او پروفيسور، Fred Greensteinپه دې عقيده دی چي، اوباما اوس مجبوره دی پر خپلو پاليسو باندي له سره غور وکړي او پيداسوي ستونزي حل کړي، چی یوه له هغو دافغانستان دجنګ په باب دبارک اوباما ستراتیژی ده چی جمهوری خواهان په دغه ستراتیژی که دبدلون غوښتنه کوی
جمهوري غوښتونکو له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د پخواني ولسمشر جورج بوش په وخت ډیرې ښې اړیکي لرلې او اوس چې دغه ګوند په کانګرس کې غښتلی شوی دی، یو مهم مشر یې وایي چې د افغانستان په برخه کې باید د امریکا د ولسمشر په ستراتیژۍ کې بدلون راشي
د جمهوري غوښتونکو سناتور جان مککین چې دوه کاله مخکې د خپل ګوند له لورې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته له بارک اوباما سره دریدلی و، وایي ، د دوی د ګوند د ستر بریالیتوب له امله هیله لرې چې ولسمشر اوباما د افغانستان د جګړې تګلارې ته بیا کتنه وکړي
جان مککین په اریزونا کې خپله څوکۍ په ډير توپیر ګټلې ده او په دې ډول به د سنا په پوځي کمیټې کې د جمهوري غوښتونکو غښتلی استازیتوب وکړي
د امریکا ولسمشر راروانه میلادي میاشت د افغانستان لپاره خپلې ستراتیژۍ ته بیا کتنه کوي تیرکال بارک اوباما افغانستان ته د دیرش زره اضافي پوځیانو د استولو پریکړه وکړه څو طالبان وځپي، راروانه میاشت د دغو عسکرو فعالیت څیړل کیږي چې څومره موثره وو او دي، جان مککین وایي چې دی دې ته انتظار دی چې اوباما خپله ستراتیژۍ څرنګه څیړي
جان مککین چې ټاکل شوې ده په لنډ وخت کې به افغانستان ته ولاړ شي وویل، دی هیلمن دی چې د اوباما په دې ستراتیژۍ کې بدلون راشي چې راروان اوړی یو شمیر امریکایي عسکر له افغانستانه باسي. جان مککین وویل، زه له خپل لورې خبرې کوم، دغه نیټه چې د پوځیانو د ایستلو د پیل لپاره ټاکل شوې ده په دې پریکړې کې له پوځي سلاکارانو سره سلا مشورې نه دې شوې نو دا پریکړه به په افغانستان کې زموږ پر عملیاتو ژور اغیز وکړي، ځکه چې د همدې اعلان له امله زموږ دښمنان با جراته شوې او زموږ ملګري یو ډول دوه زړې شوې دي.پای سلام خان