عبدالملک پرهیز
د سیاست د علم ډګرونه
دریمه برخه
د سیاست د علم تر تعریفولو وروسته، دادی د هغې ډګرونه باید وټاکو. د امریکا د سیاسي او ټولنیزو علومو کلتوري ټولنې ، د ۱۹۶۵ کال د دسمبر د میاشتې په ۲۸ او ۲۹ نېټه په فلاددلفیا کې د سیاست د علم د هدفونو او چلندونو د ډګرونو په اړوند یو کنفرانس جوړ کړی ؤ.
آلفرد دوګرازیا ، دیوید ایستون، ایکشتن، هانس مورګنتا ، پالمر او یو شمیرنور پوهان په دغه کنفرانس کې د بحث او ګډون دپاره رابلل شوي ول.
په دغه کنفرانس کې وویل شول چې د سیاست د علم پولې او بریدونه په آسانۍ سره ټاکلي نه شو. د ټولنیز ژوند هيڅ داسې ډګر نه شته چې له سیاست سره اړیکې ونه لري، او یا د سیاست د علم د څېړنو په اډانه کې را نه شي. د سیاست علم د ټولنیزو څېړنو ډېرې برخې په دربر کې نیسي او یا له علمي څانګو لکه تاریخ، اقتصاد، ټولنپېژاندنې، ټولنیز روح پېژاندنې، اخلاقو ، شمیرنې ، جغرافې ، او نورو څانګو سره پيوند لري. خو لکه چې و به وینو، د سیاست علم ، د « پاملرنې یو مرکز» لري چې خپلې څېړنې د هغې پر بنسټ ترسره کوي. همدارنګه خپل ځانګړي مواد او ورکړنې هم لري.
ـ د سیاست علم، تکامل کوي: د سیاست علم په ټولنه کې د واک او قتدار طبعیت، ستنې ، بهیرونه ، ډګرونه او پایلې څېړي. ددغه مانا له مخې «قدرت» باید جبر و نه ګڼل شي. د واک اخلاقي بنسټ یا ستن او پر انسان باندې د اندونو اغېزه په غوره توګه په فلسفه او د سیاست په روح پېژاندنه کې څرګندېږي . د قدرت د رامنځ ته کېدو او هدفونو په اړوند خبرې اوبحث، د هغې د کړنو د څېړنې په اندازه اهمیت لري. سربېره پر دې ، د قدرت او حکومت د ارګانونو څېړنه ، سیاست پېژاندونکي د کارګري اتحادیو، ديني بنسټونو ، د سوداګرۍ شرکتونو او دې ته ورته نورو بنسټوټونو، ارزونې ته رابولي. په واقعیت کې د ټولو هغه ټولنواو غونډو څېړنه چې د واک د تر لاسه کولواو یا داغېز ښندلو په هڅه کې دي د سیاست په علم پورې تړاو لري.
په دې ډول ، د سیاست د علم موضوع ټول هغه اندونه او بنسټونه په در برکې نیسي چې په ټولنه کې د قدرت او اقتدار سره سر او کار لري . دغه علم همدارنګه د ډلو ، سازمانونو او همدارنګه دهغه سیاسی بنستونوچلند چې له دولت څخه د لږ او زیات خپلواکه دي او غواړي د ټولنيزو بدلونونو په بهیر کې پرعمومي سیاست اغېزه وکړي ، هم ترڅېړنې لاندې نیسي، دغه څېړنه په هېڅ ځانګړي تاریخي دورې او همدارنګه د بشري ټولنې په هيڅ ټاکلي برخې پورې اړه نه لري، خو د تاریخي څېړنو د پلټنې د آسانتیاوو او همدارنګه په ټولنه کې د شتو بهیرونو د پلټنې د لارې د سیاست د علم د اړتیا وړ تجربي پایلې تر لاسه کېدی شي.
ـ د سیاست علم ، د پریکړو کولو پوهه او فن دی چې واکمن يې (د مشروع یا غیر مشروع) متدونو او د لازمو حقوقي وسایلو نه په کار اخیستو سره خپلې پرېکړې پر خلکو ( تر واک لاندې خلکو) او پرخپل قلمرو کې (هغه ځمکه چې د حکومت تر واک لاندې ده) ، په حتمي ډول پلي کوي. دغه پریکړې کېدی شي د ټولنيزو چارو د ادارې دپاره ، د واکمن ، د ادارې د رييس، د شرکت د مدیر له خوا او یا امکان لري د اجرايي او حکومتي ډیرو لوړ پوړو چارواکو لکه د اولسمشر، صدراعظم، وزیر یا د وزیرانو د ډلې ، ښاروال او یا د خلکو د غوره شویو استازو له خوا د هغه واکونو پر بنسټ نیول شوی وي چې ورته ورکړ شوي دي، یا کېدی شي په نړیوال ډګر او یا سیمه کې د دولتونو د مشرانو او استازیو له خوا د ګډ او مرکب سازمان په جوړولو سره ، ګډو او ټاکلو هدفونو ته د رسېدلو دپاره نیول شوي وي. چې لاندې برخې په دربر کې نیسي:
۱. د موجودو واقعتونو پوهيدل (د څېړنې او پلټنې پر بنسټ)
۲. د کړنلارو جوړول او توپيرول.
۳. د هغه بهیرونو او لوریو څېړنه چې په ترڅ کې يې پریکړې نیول کېږي
۴ د وخت او فرستونو د لاسه وتلو څخه مخنیوی ( پانګه او انساني منابع)
۵. د تخصیصي اعتبارونو او بودجې بیا کنترولول ( د منابعو د ویش پر څرنګوالي د کنترول ټينګول)
۶. د غوښتنو تالیفول: د غوښتنو د ترسره کېدو او له چاپېریال سره د هغې د سمون د بهیر څېړنه.
۷. د رضایتمندۍ او ملاتړ تر لاسه کول او همدارنګه د عمومي نارضایتۍ او د ټولنيز بحران څخه دمخنیوي دپاره د مناسبو لارو چارو غوره کول .
۸. د واک پلي کول: د سیاسي پریکړو د پلي کولو یوه وسیله د واک پلي کول دي. بې له شکه په هيڅ حکومت او په هيڅ سیاست کې له حقوقي او سازماني وسایلو څخه له کار اخيستلو پرته، په هیواد او ان په یو توليدي شرکت ، یو اقتصادي سازمان، او یا یو نړیوال سازمان کې ثبات او اداري واک ټينګ نه شي.
۹. د قوانینو او حکومتي مقرارتو جوړول: د سیاست د کړنې یو بل ډګر باید د واکمنۍ د اړوندو قوانینو د جوړولو په برخه کې و لټوو. نن ان د یو ورزشي ټيم جوړول او لارښوونه د یو ډول سیاست جوړونې او د مقرراتو له جوړولو سره تړاو لري .
۱۰. د احتمالي کړکېچونو د کشف او د بحران د منځ ته راتګ څخه د مخنیوي ډګرونه کوم دي؟ بحران یوه پېښېدونکې ځلېدا ده ، او موږ کولی شو بحران په راتلونکي کې د ناببره او یوې ممکنې پېښې په توګه وپېژنو . ، یانې مخکې له دې چې بحران رامنځ ته شي ، یو هوښیار سیاست پوه باید دغه دوه صفتونه ولري، باید تر هرڅه دمخه بحران پېژاندونکې اوسي او خپل سیاست د همداسې احتمالاتو پربنسټ جوړ او اقدام وکړي. دویم ، کله چې بحران پېښېږي باید سمدلاسه په تدبیر او درایت سره د بحران رمز او غوټې خلاصې او بحران په سمه توګه له منځه یوسي.
دلته لازم برېښي د یو سیاست پوه ځنې ځانګړنې په نښه کړو، یو سیاست پوه باید:
۱. پر عدالت، تقوا، اخلاقي اونفساني ښېګڼو سمبال اوسي.
۲. لازمه زړه ورتیا او جرُات ولري
۳. په سیاسي چلند که مشهور او په خبرو کې صادق او چلند يې سم وي.
۴. په خپلو هدفونو کې رښتنی نیت او اراده ولري.
۵. د خبر لوڅو، چاپلوسه اوغوړه مالو، او نفاق اچوونکو کسانو څخه ځان ليرې وساتي.
۶. مسولیت منونکې اوسي نه ریاست غوښتونکی.
۷. په خپله ژمنه او قول ولاړ اوسي او اولسي خوښونکی اوسي.
۸. د علم او پوهې سره مينه ولري.
۹.ساده ژوند ولري.
۱۰. د پانګې او زر ټولولو فکر ورسره نه اوسي.
ـ د سیاست علم، اوس یا حال تشریح کوي: د شتو سیاسي ځلېدیزو یا پدیدو او بهیرونو تجربي څېړنه د سیاست د علم د دندو ډیره مهمه برخه ده. دغه څېړنه جاري سیاسي مفهومونو او په ټولنه کې واک غوښتونکو او اغېز ښندونکو ډلو او سازمانونو ته پام اړوي. د سیاست علم ، په تېره بیا د دولت مفهوم ، ريښې، ځانګړتیاوې، بڼې او د هغې جوړښت ، د هغې دکړنو بهیر، هدفونه او د هغې ځانګړي کارونه، د اوسېدونکو او اتباعو اړيکې، او همدارنګه له نورو دولتونو او نړیوالو سازمانونو سره د هغې اړیکې څېړي. په واقعیت کې ، د هیوادونو او نړیوالو سازمانو ترمنځ دخپل منځي حقوقو ودې، د سیاست د علم څېړنو ته تازه اړخ ورکړی او په یوه مانا کې هغه يې د نړیوالې ټولنې په سیاسي علم اړولی دی.
ـ د سیاست علم د تېر زمانې پوهېدنه کوي: د واک او اقتدار څېړنه، او په تېر کې اغېزه د نن ورځې د بنسټونو، اندونو او بهيرونو له پوهېدو او پېژاندو سره ډیره مرسته کوي. د مطالعې دغه اړخ ، هغه هڅې په بر کې نیسي چې د لرغونې زمانې را په دیخوا ترسره شوي دي څو د دولت، حکومت، حقوقو، او سیاسي چلندونو په اړوند استنباطونه تر لاسه او د آزمايښت وړ پايلو ته ورسېږو. همدارنګه د لومړنیو سازمان لرونکو سیاسي پړاونو، له ساده څخه پېچلي سیاسي بڼو ته تکامل او د اساسي قوانینو د جوړیدو د تاريخ څېړنه په برکې نیسي. د سیاست علم د راز راز سیاسي اندونو او په ټولنه کې د واک او اغېز غوښتونکو ډلو او سازمانونو د رول د پوهېدو او پېژاندو ، د څېړنې ضمانت کوي.
ـ د سیاست علم د سیاست وړانديز کوي: د سیاست د علم د ټولو څېړنو وروستی هدف دادی چې سیاسي ځلېداوې يا پديدې داسې په پام کې ونیول شي څو د غوره کېدونکي سیاست په اړوند د عملي پریکړو د نیولو سبب شي. په دې برخه کې سیاست پېژاندونکی تجربي، تاریخي او قیاسي چلندونه سره ترکیبوي . ددې ترکيبې چلند لیوالتیا داده چې د احتمالي بدلون بهیر کشف کړي او موجوده سیاسي بهیرونه د هغه هدفونو له مخې چې ورته د رسیدو لېوالتیا لري ، وڅېړل شي. د موجوده سیاسي جوړښتونو او بهيرونو د سمون دپاره د طرحو او وړاندېزونو رامنځ ته کول د سیاست د علم منل شوې برخه ده.
ـ د سیاست علم په جنیني پړاو کې: ددې واقعیت سره سره چې سیاسي اند له ۲۵۰۰ کلونو زیات لرغونتوب لري ، د سیاست علم لا تر اوسه د ماشومتوب په پړاو کې دی. په کمبرج کې د سیاست د علم لومړنی استاد ارنست بارکر ، د سیاست په اړوند په خپله پرانستونکې وینا کې وویل: چې یو شمیر کسان هغه (سیاست) « بې مفهومه، شاید شکمن او یا هم بحث پارونکې » ګڼي . د سیاست علم ، د خپل پېچلي او له اټکله وتي تاریخ په بنسټ، د حقوقو ، اقتصاد او د پنځون (طبيعي) او د ژوند دعلومو په پرتله، د اند او منل شویو فني کلمو په برخه کې د چلند ټاکلې ځيرتیا او همدارنګه ټاکلې موضوع نه لري. خو که د سیاست علم له ټولن پېژاندنې سره پرتله شي ، ساده ، غونډ او يوموټی په نظر راځي. د سیاست علم ، که څه هم په روانه پېړۍ کې ډیر پرمختګ کړی ، خو لا اوس هم د پرله پسې بدلون او ودې په حال کې دی.
دوام لري