دطالبانو سره دخبرو په باب ضدونقیض ځرګندونی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
د افغانستان اوپاکستان لپاره دبارک اوباما ځانګړی استازی ریچارد هولبروک دتیری جمعی په ورځ په واشنګتن کی دخپلو خبرو په ترځ کی  دطالبانوسره هرنوع خبری دحقیقیت ځخه لیر ی وبللی
، نوموړی د حکومت د چارواکو او طالب قومندانانو ترمنځ د جدي خبرو په باب خپاره شوي راپورونه رد کړل او ویې ویل چې جدي خبرې څه چې سرسري خبرې هم نه دي شوي. او وایی د طالبانو مشران دجګړی دپای ته رسیدو په خاطر خبرو ته خاصه علاقه نه ښيی.دنوموړی دغه رنګه ځر ګندونی دطالبانو دټولو هغو ادعاو ثبوت په ګوته کوی چی ځوځله یی په تکراری توګه ویلی دی چه تر هغه وخته به خبرو ته حاضر نهشو تر ځو ټول خارجی فوځونه له افغانستان ځخه په مکمله ډول نه وی وتلي
هولبروک وویل ځیني کسان چې له طالبانو سره اوږه په اوږه جنګیدلی ، د طالبانو مشران نه دي،تماسونه یې د ټیلفون له لاری نیولی دی  یوه خبره یې کړې او ویلي یې دي چې له جګړې ستومانه شوي دي،غواړي خبرې وکړی. هولبروک د چا نوم وانخیست خو ویې ویل دا ډول کسان سیمه ییز مشران او ځینې قومندانان دي.دا کسان د ناټو دځواکونو له لوري د سختو شویوعملیاتو له کبله ځانونه ترفشار لاندې بولی
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي،چې کابل ته تر روانېدو مخکې له خبریالانو سره خبرې کولې،ټینګار وکاوه:«دا په هیڅ صورت په هغه ډول د لوړې کچې خبرې نه دي چې تاسو ټول یې په باره کې لیکنې کوئ اویا اټکل کوئ.څه چې تاسي په خپلو راپورونو کې لیکئ او وایاست دا یوازې د لوستونکو ذهنونه مغشوشوي.
د ښاغلي هولبروک په شمول امریکايي چارواکي وخت په وخت د طالبانو او افغان چارواکو ترمنځ د خبرو اوپخلاینې په باب ضدونقیض څرګندونې کوي خوهولبروک سره له دې چې بیا هم د افغانستان د دولت او وسله والو طالبانو د خبرو اوتماسونو مسله مطلقاً نه کړه رد ،هغه اوازې یې رد کړې چې په وروستیو ورځو کې د امریکايی چارواکو له لوري خپرې شوې وې.
د ناټو او امریکايی ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډیویډ پیتراییس د اکتوبر په شلمه وویل چې د ناټو ځواکونو په الوتکه کې د طالبانو مهم مشران د خبرو لپاره کابل ته بیولي دي.
نوموړی بیا داځل په یوه تازه مرکه کی وایی چی: زما په اند د افغانستان په زیاتو برخو کې د طالبانو د زور او قوت مخه نیول شویده او زیاتې سیمې هم د هغوي د کنترول نه وتلي دي. خو اوس هم داسې ځیني ځایونه شته دي چې هغوي په محلي کچه قدرت لري. خو که چیرته په مجموع په افغانستان کې حالاتو ته وکتل شي نو طالبانو ته سخته ضربه رسیدلې ده او سخت تر فشار لاندې دي. پیټریس همدارنګه وویل لا هم سخته جګړه پاتې ده او بله دا چې سږ کال د امریکایي قواوو مرګ ژوبله پدې خاطر زیاته شوې وه ځکه چې هغوي د افغانستان په جنوب کې د طالبانو په مرکزونو کې پوځي عملیات زیات کړل او همدارنګه د پوځیانو شمیر هم زیات شوی ؤ
جنرال پیټریس وایي د طالبانو د محلي قوماندانانو او جنګیالیو پر ضد د امریکا د خاصو قواوو عملیاتو هم زور اخیستی دی، او له بلې خوا د افغانستان حکومت او نړیوالو مرسته کوونکو هیوادونو د ملک په زیاتو برخو کې د امنیتي وضعې د ښې کیدو لپاره کوټلي ګامونه اخیتسي دي، د حکومت دارۍ او پرمختګ لپاره یې هم زیات کار کړیدی او همدا وجه ده چې د طالبانو ځینو جګپوړو مشرانو هم دیته غاړه ایښې ده چې غواړې د سولې په خبرو کې برخه واخلي.
" مونږ داسې فکر کوو چې د طالبانو د منځنې کچې مشرانو او حتی ځینو جګپوړه مشرانو دیته زړه ښه کړیدی چې غواړي بیرته افغانستان ته راشي. او دا ښکاره خبره ده هر څومره چې په افغانستان کې د هغوي په جنګیالیو باندې فشار زیاتيږي نو په هماغه اندازه هغوي هم دیته زړه ښه کوي چې بیرته خپل هیواد ته راستانه شي ځکه چې هغوي هم د همدې خاورې بچیان دي او د ځینو دلایلو په خاطر بې لارې شویدي
په افغانستان کې د ناټو ملکي مشرمارک سیډویل د اکتوبر په شلمه وویل :د افغانستان د دولت هغه مخالفان چې د کرزي له حکومت سره په خبرو بوخت دي د طالبانومهم مشران هم پکې شامل دي.ده دا هم ویلي وو چې خبرې لا په ابتدايي پړاو کې دي.
د یوه تازه راپور په اساس د اسلامي حزب غړي او د حکمتيار زوم غيرت بهير ډيلي ټلګراف خپرونې ته د سولې لپاره د طالبانو يو لړ شرطونه په ډاګه کړی دی. نوموړي ويلي، په لومړي ګام کې دې د طالبانو نومونه له تور نوملړ څخه و ايستل شي او زندانيان يې دې له بند څخه ازاد کړل شي. ترڅو دسولې د خبرو لپاره يوه ښه زمينه مساعده شي،اوټول بهرنی ځوکونه دی دی له افغانستان ځخه ووځی
ټلګراف دښاغلی بهیر  له قوله وايي چې په دې شرطونو به وسله وال طالبان خبرو اترو ته کيني او د يو ګډ حکومت په جوړولو به سلا وکړي . سرچینی ویلی دی چی دسولی په تولو خبرو کی باید دطالبانو دتنظیم مشر ملا محمد عمر هم ګډون ولری او دنوموړی په شتون کی دی دسولی خبری تر سره شی،غیرت بهیر دغه راز په ډاګه کړی ده چی حزب اسلامی له افغانستان دولت سره په دایمی او ابتدایی مرحلوکی اړیکی لری
همدا راز  یوې سرچینې ځو ور ځی وړاندی په کابل کې  وویل چې د حزب اسلامي یو پلاوی بیا کابل ته تللی چې د افغانستان له حکومت سره د سولې په باب خبرې وکړي،سرچینه وایی چی نوموړی پلاوی دقطب الدین هلال تر مشری لاندی کابل ته راغلی دی او اوس په کانتینتال هوټل کی استو ګن دی،حزب اسلامی ځومیاشتی پخوا هم کابل ته خپل یو اووه کسیزه پلاوی له یوی طرحی سره کابل ته لیږلی وو او دافغانستان دږولسمشر کرزی په شمول یی له جلا جلا دږلتی چارواکو سره خبری کړی دی.پای سلام خان