سیاست څه ته وايي؟ څېړنیزه لیکنه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز

د سیاست علم رول او ارزښت
دویمه برخه
د سیاست علم ، د ټولنیزو ځلېدیزو «پدیدو »هر اړخيزه څېړنه او ارزونه کوي. سیاسي ارزونه له انسان سره مرسته کوي څو هغه نړۍ چې په کې ژوند کوي په سمه توګه وپېژني او د راز راز څانګو ترمنځ هغه څانګه غوره کړي

چې تر ټولو ښه ده او په پای کې پرهغه لویو او کوچنيو بدلونونه  اغېزه وکړاي شي چې هره یو ه يې د ژوندانه نه بېليدونکي برخه جوړوي . د سیاست اصلي او غوره مرکز دولت دی. ځنې نور داسی نظر لري چې د سیاست علم له حکومت سره تړاو لري. دریمه ډله دا دواړه نظريې سره یوځای کوي لکه فرانسوي څېړونکی او متفکر  پل ژانت وايي : د سیاست علم د ټولنیزو علومو هغه برخه ده چې د دولت د بنسټونو او د حکومت د اصولو په اړوند خبرې او څېړنې کوي.
په دودیز ډول ، ډیر کله ویل کېږي چې د دولت په ارزونه کې حکومت هم په پام کې نیول کېږي، ځکه دولت د عملي مقصدونه له مخې د حکومتي ارګانونو له لارې عمل کوي. هارولد لاسکي وايې.«  د چارو د عملي اداره کولو دپاره دولت هماغه حکومت دی» خو د ځنې اړخونو له پلوه ، د حکومت کلمه ډیره پراخه ده. که «حکومت» په پراخ مفهوم سره وکارول شي، د کنترول او اطاعت په بنسټيز اند ولاړ دی، دغې ځلېدنې (پدیدې) د انساني ټولنې له پرمختیا سره پرمختیا کړې ده. د سجویک په عقیده ، د سیاست علم « هغه ټولنې څېړي چې حکومت لرې، یانې هغه ټولنې چې د هغې غړيو، لږ تر لږه په ټاکلو مسایلو کې، د ځنې کسانو  یا د یو شمیر کسانو چې د ټولنې يوه برخه جوړوي ،له دستورونو څخه  په اطاعت کولو عادت کړی وي» دغه تعریف د سیاست د علم ډګرونه پراخوي او هغې ته له دولت څخه هم پراخ مفهوم ورکوي.
د سیاست د علم دودیز مفهوم، د دولت یا حکومت د څېړنې د علم په توګه نور مناسب نه ګڼل کېږي. دغه مفهوم پر هغې بڼې تاکید کوي اوپه ظاهره قانون خوښونې ته له حده زیاته پاملرنه ددې سبب کېږي څو قوانین پلي شي. بې له دې چې تکاملي بهیر او پایلې په پام کې و نیسي. اوس په عمومي ډول دا منل شوې ده چې د سیاست علم باید په ټولنه کې غیر رسمي سازمانونه  او هغه سیاسي چلندونه  چې د حکومت رسمي جوړښت ټاکي او همدارنګه هغه ځواکونه چې پر حکومت اغېزه لري، په دربر کې ونیسي.
د نوي حکومت له څېړنې او مطالعې سره د سیاست د علم یو شان ګڼل هم له اعتراض سره مخامخ شوی دی. له پنځه لسمې پېړې څخه دمخه د «دولت» کلمه د سیاسې پلوه نه کارول کېده، او کله چې ددې مقصد دپاره و کارول شوه  نو د «نوي»  صفت ورکړای شو.  د اعتراض  کوونکو په ګومان کله چې دولت ته په ځانګړي نظر کتل کېږي نود سیاست علم د تعریف په برخه کې یوې داسې پايلې ته رسېږي چې نوی دولت د سیاسي سازمان وروستۍ «نه لنډمهاله» بڼه ده او یوازنی سیاسي جوړښت دی چې د بشر هوساینه رامنځ ته کوي.
نو له دې کبله د پوهې هغه ډګر چې د سیاست علم يې په بر کې نیسي ، له دولته هم وړاندې ځي. کاتلین عقیده لري چې «سیاست» د سامان لرونکې انساني ټولنې څېړنه ده او تر هر څه دمخه د ټولنې سیاسي اړخونه څېړي. نو له دې کبله د برترن دوژوونال په نظر: «سیاست» هغه سیاسي اړیکې څېړي چې د خلکو په را غونډېدو سره  په یو وخت کې منځ ته راغلي دي، دا ډول نظرونه د سیاست د علم د څېړنو ډګر دومره پراخوي چې ټول هغه څه په بر کې نیسي چې د ټولنیز ژوند په سیاسي اړخونو او یا د خلکو تر منځ  په سیاسي اړیکو پورې اړه لري. خو  د زده کړې په بهیرکې د سیاست علم  او د هغې نوي وړتیاوې له ټولو هغه شیانو سره چې په  یوې سازمان لرونکې ټولنه کې د انسان په ژوند پورې اړه لري له سیاست سره باید یوځای او ګډ نه کړای شي او ددې وسوسې تر وړاندې باید ټينګار وشي.  
هارولد لاسول، چارلزمریام، برتراند راسل، واتکینس او هانس مور کنتا، د سیاست په تکاملي برخه لیک تاکيد کړی دی، او عقیده لري چې واک، د سیاست اساسي مفهوم دی او د سیاست ټولې څانګې سره یو ځای کوي.  لاسول د سیاست د علم د تعریف په اړوند ویلي دي: « د سیاست علم د یو تجربي نظام په توګه د واک یا قدرت د رامنځ  کېدو د څرنګوالي او په هغې کې د شریکېدو له څېړنې څخه عبارت دی.» او « سیاسي کړنه ، هغه  کړنه ده چې د واک پر بنسټ تر سره کېږي.» سیاست او  سیاسي علم  د ماهیت، بنسټ، ډګر او پایلو  له پلوه په ټولنه کې د شته واک سره تړاو لري.   د سیاست د علم اړوند یو پوه « د پاملرنې مرکز» څرګند او روښانه دی او له هغې مبارزې څخه عبارت دی چې د واک د تر لاسه کولو یا ساتلو، د واک د پلي کولو یا پر نورو باندې د اغېز، یا د هغوی د کړنو څخه د مخنیوي دپاره کېږي.  همدارنګه ویل شوي دي چې : « سیاست د واک په اړوند يوه ( مقوله ) ده، یانې د ټولنیز یا مادي چاپېریال دساتلو یا بدلون  د کارمندانو ، د کاري موسسو او د ټولنیزو بنسټونو په وړتیاو پورې اړه لري. د هغه زیرمو په اړوند یوه مقوله ده چې ددغه وړتیا بنسټ جوړوي ، اوهغه ځواک دی چې هغه پلي کوي  او پرې اغېزه کوي.
واک ته پاملرنې او  پر واک تاکيد، د شکل پالنې دودیز نظر نه مني چې دا کار د سیاسي بهیر د واقعي ارزونې سبب ګېږي. د سیاست له علم څخه یو داسې تعریف ته اړتیا ده چې واک ته يې پام اړول وي او په همدې ډول دغه واقعیت ته  پاملرنه کوي چې د دولت د شکل او کړنې کنترولونکي ځواکونه  داسې ځواکونو ته ورته دي چې په نورو سازمان لرونکو ډلو لکه کورنۍ، کارګري او تعاوني اتحاديو کې ( چې ډیر يې سیاسي فعالیت نه کوي) فعالیت کوي.
خو سره  ددې هم ، د سیاست د تعریف په اړوند نظريې د واک له مقولې سره د ځنېو اړخونو له پلوه د  رضایت وړ نه دي. لومړی داچې دغه نظريې د واک د سياسي او ټولنیزو اډانو  ترمنځ توپير نه وينې. د واک اړیکې او د وخت نفوذ « سیاسي» او تر یوه بریده سازمان لرونکی دی خو پکار ده د هغه سازمانونو اقدامونه وپېژاندل شي چې یو ډول مشروعیت لري او د خلکو د اطاعت او درناوي دعوه هم لري. دویم داچې د واک په لاره کې د مبارزې سیاست ، د هدف لرونکو انګېزو څخه واټن نه لري. خو د واک ، (د کوم پر بنسټ چې واک کارول کېږي) او د هغه هدفونو ترمنځ اختلاف چې واک ترې منځ ته راځي ، سیاست د ناڅرګندتوب سره مخامخوي. په واقعیت کې، د سیاست پای– د پخلاینې له لارې  د مخالفینو تر منځ د ګډو ګټو او ټاکلو ارزښتونو پربنسټ  یوې کړنلارې ته رسېدل دي. دیوید ایستون عقیده لري سیاست «  په ټولنه کې د ارزښتونو په ویش» پورې اړه لري.
سره له دې ټولو خبرو ، واک د سیاست د ترسره کولو ډير مهم عنصر دی او د سیاسي علم لومړنۍ دنده  داده څو هغه وپېژني. واک د سیاست د ثقل مرکز جوړوي او په سیاسي ژوند کې ټول کړکېچونه په واک پورې تړلي دي.
نولی، د سیاست په اړوند یو لړ تعریفونه لري چې په لاندې ډول دي:
ـ  سیاست « له امکاناتو څخه د ګټې اخيستلو هنر دی» ډیر کله سیاسي فعالان نه شي کولی خپلو هدفونو ته و رسېږي، له دې کبله باید له واک سره خپلې اوچت آلوتنې برابرې کړي. هيڅوک نه شي کولی له خپل قدرت څخه زیات په سیاست کې نفوذ او اغېزه  وکړي .
ـ سیاست « پر خلکو حکومت کول» دي، کایتانو موسکا، په واکمنه طبقه کې د اړیکو او آستين راني پر انسانانو د حکومت کولو اود هغه کسانو په اړوند چې حکومت کوي او د هغه کسانو  چې پرې حکومت کېږي، د هغه کسانو چې امر کوي او د هغه کسانو  چې  امر ترسره کوي، ترمنځ د اړیکو په اړوند بحث کوي او عقیده لري چې دا د سیاسي ژوند  مرکزي اړیکه ده.
ـ «سیاست د واک دپاره مبارزه ده» د لویديځ د متفکرانو تر منځ دا یو ډیر مهم تعریف دی چې سیاست د واک او په ټولنه کې د هغې د پلي کولو او نفوذ ورکولو دپاره مبارزه ده.
ـ سیاست یانې په دې پوهېدل چې: « څو ک ګټونکی دی، څه ګټي، کله يې ګټي، څنګه يې ګټي او ولې يې ګټي؟» د سیاست په اړوند د هارولدلاسکي دغه تعریف چې د شعار بڼه لري او په آسانۍ سره يې په یاد کې ساتلی شو. خو باید پوه شو چې دغه تعریف د «سیاست د علم » تعریف دی، ځکه له پوهې او له علم او خبرتیا څخه خبرې کوي.

ـ سیاست «د ارزښتونو آمرانه ویش دی» دغه تعریف په ایستون پورې اړه لري او دا د سیاست یو ډیر انتزاعي مفهوم دی. او په پای کې ، نولی هم د سیاست تعریف وړاندې کوي:« ټول هغه فعالیتونه چې نېغ په نېغه او یا په غيرمستقیم ډول د دولت د واک د تر لاسه کولو، د دولت دواک د ټينګولو، او ددولت له واک څخه د کټې اخيستلو سره مل دی.» د نولی تعریف هم نوی نه دی او په واقعیت کې ددې خبرې بل بیان دی چې سیاست د واک د نیولو، ساتلو، زیاتولو یا ښودلو د پاره مبارزه ده.
که وغواړو چې د سیاست په اړوند  یو پراخ او هر اړخیز تعریف ولرو، نو هغه داسې تعریفولی شو: سیاست په یو هیواد کې حکومتي کارونه او د خلکو، ډلو او ګوندونو (ټولنیزو ځواکونو) ترمنځ  او په نړیوال ډګر کې د دولتونو ترمنځ سوله ایزې او غيرسوله ایزې اړیکې  دي .
ددې تعریف پربنسټ د یو سړي د سیاست، د یوې ډلې د سیاست، د یو ګوند دسیاست او د یو دولت له سیاست څخه یادونه کولی شو. او د نړیوالې ټولنې ترمنځ د خپل منځي سیاست له پلوه هم د دولت سیاست ټاکي. سیاست د یادو شویو ټولنیزو ځواکونو د هرې یوې ګټې په بر کې نیسي. د یادو شویو ځواکونو ترمنځ د اختلاف په حالت کې دغه ګټې یو له بل سره په ټکر کې راځي. د هغوی ترمنځ د یو کېدو او پيوستون په حالت کې د ټولنيزو ځواکونو د  اړیکو او ګټو تر منځ همغږي منځ ته راځي. په بله ژبه ټولنیز ځواکونه ، د ګټو د ټکر په حالت کې د یو او بل پر خلاف په شخړو لاس پورې کوي، خو د روغې جوړې او ګډو ګټو په حالت کې سره یوځای کېږي ، ددغه پیوستونونو او ټکرونو د لارښودنې اوهغې ته د لوري ورکولو څرنګوالی سیاست رامنځ ته کوي. سیاست د ټولنیزو ځواکونو د ګټو او اړیکو د ټکرونو او جوړښتونو ډګر دی.
په دغه تعریف کې د واک د پکارولو مسالې ته هم پاملرنه شوې ده. کوم سیاست چې له تضاد څخه رامنځ ته شوی وي، په هر حال له سیاست څخه رامنځ ته شوی، په دې توپير چې قدرت په غير سوله ایزه بڼه د زور ، جبر او تاوتریخوالي  له لارې کارول کېږي، خو د جوړ جاړي په حالت کې سیاست په سوله ایزه بڼه ، د ّهڅونې ، نازونې او داسې نورو له لارې کارول کېږي.
هدف ته د رسېدو دپاره د وګړو، ډلو ، ګوندونو، حکومتونو او دولتونو هدفونو او چلندونو ته هم سیاست وايي. د سیاست دغه مانا د پروګرامونو او مرامونو د جوړولو او د هغو د پرمخ بېولو سره اړیکه لري او البته تل دهغې له لومړۍ مانا سره مل دی.
سیاست په ټولنه کې د انسان د فعالیت ډیر حساس ډګر دی او ډیر زیات د هرې ټولنې د کولتور، د خلکو د اندونو، د ډله ایزو او شخصي ګټو او نظریو  او  د اقتصادي عواملو تر اغېزې لاندې دی او خپله هم پر هغو اغېزه لري.
له سیاست څخه ددې تعریف په رڼا کې ، کولی شو د «سیاست علم» داسې هم تعریف کړو: د سیاست علم  د ټولنيزې پوهې او خبرتیا یوه څانګه ده چې هدف يې په یو هیواد کې د ټولنیزو ځواکونو ترمنځ پرسیاسي اړیکو د واکمنو اصولو او قواعدو منظمه پېژاندنه او د دولتونو او د نړیوالې ټولنې په ډګر کې اړیکې دي.
د ټولنیزې پوهې او خبرتیا دغه څانګه ، د ټولنیزو ځواکونو ترمنځ په اړیکو کې د واکمنو  اصولو او قواعدو کړنې کشفوي او د هغو د کړنو څرنګوالی هم راښيي.  د سیاست علم ددغه اصولو او قواعدو د کشف او په عمومي ډول د حکومتونو ، سیاسي ګوندونو او نفوذ لرونکو ډلو ، ټولنیزو بنسټونو او سیاسي اندونو کړنې څېړي.  د نړیوالو اړیکو له پلوه هم  د نړیوالو موسسو او سازمانونو، په بېلابېلو هیوادونو کې د سیاست او حکومت، د عمومي دېپلوماسۍ، د هیوادونو ترمنځ د اړیکو ، او د هیوادونو  بهرني سیاست ته اړوند کېږي څو د هغو ترمنځ د اړیکو د بنسټونو په اړوند پېژندګلوي او خبرتیا تر لاسه شي.

دوام لري

تيره برخه