رحمت اله روان
طالبانو د حکومت د وخت د ختیځو ولایتونو د تنظیمه رئیس مولوی عبدالکبیر چه مخکی په ځینو رسنیو کی ویل شوي ول چه نوموړي دطالبانو دکوټی شورا په نماینده ګی دافغانستان له دولت سره دمذاکراتو په منظور کابل ته تللی ؤ
پوښتنه : په دې ورستيوکې دکابل ادارې دمشرکرزي له لوري دسولې دعالي شوراپه نامه د٦٩تنوداسې يوترکيب اعلان شوچې دهيوادپخوانيويوشميرتنظيمي مشرانو اونورو مشهوروڅيروسربيره ، څوتنه دافغانستان اسلامي امارت ته منسوب پخواني چارواکي هم پکې شامل ښکاري ، تاسې ددغې شورا، اهميت ، دغړوموثريت اودسولې په برخه کې ددوى رول ته په کومه سترګه ګورى ؟
ځواب : جرګې اومرکې دافغانانويوه منل شوې عنعنه اودخپل منځي شخړواوستونزودله منځه وړلو يوبنسټ شميرل کيږي ، خونه ، دغه اوسنى اعلان شوې شورايا جرګه ، ځکه چې دايوطرفه اويوه جانب دخپلوګټواوموخولپاره جوړه کړې اوترډيره ځايه يې غړي هغه خلک دى چې مخامخ دامريکايانو ملاتړکوي ، که څه هم ځانونه جهادي څيرې اورهبران بولي ،خوداچې دوى دامريکايي يرغل په خواکې دريدلى اوس هيڅکله په افغانانوکې هغه حيثيت نلري کوم يې چې دروسانوپرخلاف په جهادکې درلود، په همدې ډول هغه څوتنه چې اسلامي امارت ته منسوب بلل کيږي اوپه اصطلاح دسولې په شوراکې يې غړيتوب ورکړى ، هغوى هيڅکله داسلامي امارت استاځي توب نشي کولاى ، بلکې هغوى خپله دامريکايانوترنظارت اواسارت لاندې دي
پوښتنه : داچې تاسې دسولې هرابتکارته منفي ځواب وايي اوټول زورپه پوځي اړخ لګوى ، فکرنکوى چې داکاربه ستاسې په سياسي کمزورتياڅه ناڅه دلالت وکړي ؟
ځواب : په افغانستان کې په اوسنيوشرايطوکې سوله اوروغه هلته ممکنه ده چې د سولې په نتيجه کې دخارجي يرغلګروقواوو، وتل يقيني کړي اوپه هيوادکې ديوه اسلامي نظام ټيګښت ته زمينه برابرکړي ، دغه موخې دخارجي قواوپه موجوديت کې ناشوني اوناممکنه بريښي
پوښتنه : په دې خبره کې شک نشته چې دافغانستان اسلامي امارت دواکمنى په دورکې ، دکابل په شمالي برخواوهم دهيوادپه شمال کې په ګڼوولايتونوکې ، سخت جنګونه ترسره اوديواوبل لوري نه په زرګونوافرادوژلي شوي ، اسيران شوي اوياځورول شويدي چې طبعابه اوس هم ستاسې اودشمال دخلکوترمنځ داعتمادفضاډيره غښتلي نه وي اونه به هم دجګړوله امله رامنځته شوو پخوانيوخوابديوته دپاى ټکۍ ايښودل شوى وي ،تاسې دهغومشکلاتوحل اوداعتماد دفضاقايمولو لپاره څه ګامونه اخيستي اويايې اوس اخيستوته څه تکل لرى ؟
جواب : دايوه خبره لکه لمرغوندې روښانه ده چې اسلامي امارت دقوم ، ژبې اوسمت په نامه نه مبارزه کړې اونه يې له چاسره جګړه ، اسلامي امارت دخپلې تيرې واکمنى پرمهال هم دشمال په ګډون دهيواددټولواقشارونه غړيتوب اوحصه لرله ، اوس هم له شمال نه نيولې ، ترجنوب اوټولوبرخوپورې دهرولايت لپاره جهادي تشکيل ،جوړښت موجود اوټول پکې شرکت اوپوره ونډه لري ، داچې تاسې دامارت په تيره واکمنى کې په شمال کې دخوابدي خبره کړې ، بائيدپه واضحوټکوووايوچې اسلامي امارت دشمال له خلکوسره جګړه نده کړې اونه يې هم دسمت اوژبې په نامه له چاسره دښمني کړې ، بلکې جګړه له هغه چاسره شوې چې هغوى داسلامي امارت دپاکواهدافوپه وړاندې چې هغه په هيوادکې سرتاسري سوله اوديوه اسلامي نظام ټينګښت وو، خنډجوړيدل اومخه يې نيوله ، دغه خنډ اوستونزه که په جنوب کې هم چاجوړه کړې وه ، له هغوى سره همداسې جګړه اوبرخوردشوى ، اسلامي امارت دهيوادټولوپرګنوته په يوه سترګه ګوري اودشمال دمتدين ولس په ګډون ، دهيوادله ټولوولسونو هيله لري چې ديرغلګروپه وړاندې لدې نورهم دجهادسنګرونه تاوده اوددښمنانوپټ اوښکاره پلانونه شنډاوخنثى کړي
پوښتنه : دښاغلي ملامحمدعمرمجاهددوړوکي اختردمبارکى په پيغام کې په نوروپه زړه پوروټکو برسيره ، په هيوادکې دنظام جوړونې څرنګوالي اومشخصاتوته اشاره شوې وه ، چې يوله هغونه اهل کارخلکوته ددندوسپارل اوبل دشورايي سيستم فعالول وو ، که مهرباني وکړي لږ رڼاواچوى چې داهل کارمشخصات به دامارت په چوکاټ کې څه وي ، يانې داهليت دائره دطالبيت اوديني پوهانو نه علاوه په عصري پوهي اومسلکي وړتياکې هم ليدلاى اومنلاى شى ؟
جواب : داسلامي امات په تيره واکمني کې هم داسې نه وه چې مسلکي خلکوته ونډه په پام کې نه وه نيول شوې ، بلکې يواځې په ځینو لوړوپوستونوکې به علماى کرام اوياطالبان په دنده ګمارل شوي وو، پاتې نورټول پرسونل مسلکي خلک وو، چې خدمت يې کاوه اوشک نشته چې که اسلامي امارت دالله تعالى په نصرت بياواکمن شي دپخواپه نسبت به ډيره توجه کوي ترڅومسلکي خلک اوکدرونه په امارتي چوکاټ کې داخل اودندې پرمخ بوځي او د پوښتنې ددې جز په ځواب کې چې تاسې دامارت داهليت دائره تنهاپه طالبيت اودديني پوهې په وړتياکې ويني !!
، داسې نده بلکې مهم اصل دکاراهليت اوتقواده اوداکارکه په هرچاکې خوندي وي هغه اهل اودامارت د چوکاټ غوره انتخاب ده
پوښتنه : شک نشته چې په افغانستان کې که هرنظام راځي ،ددې په خاطرچې مستحکم پاتې شي نويوه داسې جامع تګلاره به ارومرو لري چې په نتيجه کې له ګاونډيوهيوادونوسره ښه اوبې خطره علايق قايم کړل شي اوګاونډيان ترې انديښنه ونلري ، دافغانستان اسلامي امارت دغه اصل ته په پام په عمل کې څه تيارى اوپلان لري اوګاونډيانوته ډاډورکولاى شي چې ددوى په خلاف به تحرکات نکوى اودمتقابل احترام په اصولوولاړه پاليسي به غوره کوى ؟
جواب : مونږ مسلمانان يواومسلمانان دګاونډيوحقوق داسلام په رڼاکې ښه پيژني ، اسلامي امارت په تيردورکې هم له ګاونډيوهيوادونوسره دښواړيکودقايمولوهڅه کړې اوڅوک نشي ثابتولاى چې په هغه مهال دې مونږ ګاونډيوته ستونزې اومشکلات راولاړکړې وي ، اوس هم چې زمونږ په وړاندې ډيرحساس شرايط موجوددي ،خو يوګاونډى هيوادهم دپاکستان ، ايران په ګډون داخبره نشي په ډاګه کولاى چې مونږ يې په کورنيوچاروکې لاسوهنه کړې وي اوستونزې موورته ولاړې کړې وي ، اودا موضوع عالقدر امیر المؤمنین وخت په وخت په خپلو پیغامونو کې خورا ښه رو ښانه کړي ده اوهغه زموږ رسمي پالیسي ده
پوښتنه : وخت ناوخت داسې اوازې راپورته کيږي چې دطالبانوقيادت له امريکايانواوياکابل ادارې سره په خبرولګيادى ، په فلاني هيوادکې ړومبنى خبري ترسره اوبله ناسته په فلاني هيوادکې ، بله مهمه خبره داچې ميډياستاسې مشخص نوم اورول ته اشاره کوي چې سولې اومذاکراتوته تمايل لرى
که څه هم ستاسې له لارې تردې دمه دغه ټول تماسونه اوخبرې په کلکه ردشوي ، اياتبصره کولاى شى چې دغه اوازې اوراپورونه څوک راپورته کوي اوځانګړى هدف يې ترې څه دى ؟
جواب : شک نشته چې امريکايانوپه نظامي ډګرکې ماتې خوړلې اوپه دې برخه کې يې هرډول حربې له کاره غورځول شوي ، اوس امريکايان اوملګري يې په دې لټه کې دي ، ترڅوپه سياسي ډګرکې دځان لپاره څه لاسته راوړنې ولري ، نوځکه دسولې اوروغې په نامه وخت ناوخت نمايشي هڅې اوهلې ځلې کوي ،چې دوى ددغوهڅودځلولواوښکاره کولولپاره زيارباسي چې څه مصنوعي مصداق هم ورته ولټوي اووخت په وخت دامارت دقيادت اومسئولينو يوشميرنومونه اخلي چې دوى ورسره تماس لري اوياهغوى سولې اومذاکراتوته تمايل لري ، په داسې حال کې چې دغه ټول ديرغلګروپوچ تبليغات دي چې غواړي دمسلمانانواومجاهدينوترمنځ خداى مکړه دبې اعتمادى فضارامنځته کړي تاسووینۍ چي ددښمن له دغو ټولو ګرمو تبلیغاتو سره سره یې تر او سه پوري یو وړوکی سند هم نده وړاندي کړی چي هغه دي له دوی سره داسلامي امارت دمسئو لینو په خبرو او مذا کراتو دلا لت وکړی او نه یې هم وړاندي کولای شي اودا خپله یو لوی دلیل دی چي مذاکرات نه شوي او نه هم داسلامي امارت مسئولینو ورته تمایل شودلی
د بله طرفه باخبره دولتي سرچینو له خولې پاکستان متحده ایالاتو ته خبر ورکړې دی ، چې موږ ملا برادر ځکه راخوشی کړ ، چې دسولې په خبرو کې ونډه واخلي او له ولسمشر حامد کرزي سره دسولې په موضوع کې یو ځای ته ورسیږي او په پای کې طالبانو کې ته دا لار پرانیزي ،چې په حکومت کې ونډه واخلي،داسی ویل کیږي چی پاکستان ملا برادر اخند داسی محال له بنده خوشی کړي دی چی ځو ورځی بعد دپاکستان او امریکایانو تر مینځ دستراتیژیکو مذاکراتو دریم دور شروع کیږي چی په دغو خبرو کی به دپاکستان دلوری دهغه هیواد دبهرنیو چارو وزیر او دفوځ لوی مشر جنرال اشفاق کیانی برخه اخلی .پای رحمت اله روان