سیاست څه ته وايې؟ څېړنیزه ليکنه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهېز

لومړۍ برخه
کله چې موږ د خپل هیواد ۳۰ کلن تاریخ ته نظر اچوو وینو چې زموږ هیواد په تیرو دیرشو کلونو کې له عذابه ډکه لار وهلې ده او د وخت په تېریدو سره دغه غملړلې لاره نور هم پېچلې او غم لړلې کېږي ، په هیواد کې دومره ستونزې نه حل کېږي چې هره ورځ پر زړو ستونزو نوې ستونزې ور زیاتېږي .

دیرش کاله کېږي چې افغانستان د نړیوالو زبرځواکونو د سیالۍ په ډګر آوښتی او ددې سیالۍ زیان یوازې افغانانو ته رسېږي په دغه دیرش کلنه غمیزه کې افغانانو خپله مادي او معنوي پانګه له لاسه ورکړه او هیواد په مادي او معنوي کنډواله اوښتی خو په تاسف سره نن هم د ویجاړۍ دغه بهیر لا تر ناڅرګنده وخت روان دی او هيڅوک نه پوهېږي دغه ناورين کله پای ته رسيږي. نو زموږ دنده څه ده او څه باید وکړو؟ څو خپل هیواد د نیمې پېړۍ له بحرانه وباسو؟ دا هغه پوښتنه ده چې ټول هڅه کوي ځواب يې پيداکړي خو لا تر اوسه دغې پوښتنې ته چا  یو کوټلی او سم ځواب نه دی پيداکړی. او داچې ولی داسې يو ځواب چې ټولو ته د منلو وړ وي نه دی پېداشوی علتونه ډیر دي خو یو علت دا هم دي چې موږ د سیاست په اړوند  اړینه علمي پوهه نه لرو او نه شو کولی د پېښو بهیر سم وارزوو، نو له همدې امله زموږ یوشمیر سیاستمداران د ستونزمنو پېښو په تړاو ناسم او ناسنجول شوی کړنې او پرېکړې کوي چې دا کار په پرله پسې ډول هيواد په کړکېچ کې ډوبوي او دا کارله بلې خوا سیاست مداران یو پربل هم بې باوره او بدګومانه کوي او په پایله د سم سیاسي چلند پر ځای د دسیسو او توطئو لاره غوره کوي او په دې ډول خلک هم پرسیاستمداران خپل اعتبار له لاسه ورکوي.
نن ټوله نړۍ زموږ په هیواد کې ده ، نړیوال هم یو له بل سره جوړ نه دي آن د یو هیواد د سیاست مدارانو ترمنځ هم زموږ د هیواد په اړوند د نظر یووالی نه تر سترګو کېږي، د افغاني دولت د چارواکو او بهرنیانو تر منځ هم اختلافونه ډیر ژور دي، د سیمي هیوادونه هم زموږ په هیواد کې د خپلو ګټو د تر لاسه کولو په هڅه او هاند دي. دا یو پېچلی او ډیر ستونزمن حالت دی، دا حالت له سیاستمدارانو څخه د زیاتې پوهې، ځيرتیا او مسوولیت غوښتنه کوي.
نن په هیواد کې د بې کفایتۍ او بې تدبېرۍ نښې په هر ځای او په هر څه کې ليدل کېږي.  هر څه د ویجاړۍ په لورې درومي؟ نو ځکه له هر چا سره دا پوښتنه شته چې حالات په کومه خوا روان دي او څه باید وشي؟ دا او دې ته ورته پوښتنې یوازې د دقیق سیاسي ارزونې له لارې ځواب تر لاسه کولی شي.
د سیاست په اړوند د خلکو نظريي سره توپیر لري، هر څوک د خپلې پوهې ، ټولنيز دريخ او ګټو پر بنسټ هغې ته یو تعریف ورکوي. د کور ښځه چې نا لوستې ده د سیاست په اړوند یو ډول تصور لري، یو بزګر او کارګر بل ډول تصور لري، د پوهنتون استاد یا د سیاسي ګوندونو مشران له هغې څخه بل ډول تصور لري. څوک سیاست ناوړه، کرغېړن او بد بولي او له سیاست څخه ډډه  کوي، څوک د سیاست اډانه ټاکي او هر چا ته په سیاست کې د ګډون حق نه ورکوي لکه ښځو ته یا د ښوونځيو او پوهنتونونو زده کوونکو او محصلینو ته له سیاست څخه د ډډې کولو لارښونه کوي ، ان د افغانستان اولسمشر هم د پوهنتون محصلینو ته لارښوونه کړې وه چې له سیاست څخه ډډه وکړي او سیاست يې د محصلینو په زیان بللی ؤ. ځنې د افغانستان ټولې بدمرغۍ په سیاست پورې تړي. ځنې کسان په سیاست کې د ټولنې د ټولو طبقاتو او قشرونو ګډون حتمي او اړین بولي. ددې خبرو په پام کې نیولو سره په کار دی څو ځان پوه کړو چې په پای کې سیاست څه ته وايې چې خلک په اړوند يې داسې مختلف اندونه لري. د سیاست مفهوم لکه د بل هر انساني علم په څير، هم د اډانې له پلوه او هم د موضوع له پلوه ډیر پېچلی دی. د لغت له پلوه  ځنې هغې ته د رعیت ساتلو، د ملکیت ساتلو، تدبیر، ریاست، قضاوت او داسې نورو مفهوم او مانا ورکوي. د سیاست انډول کلمه  پوليتیکس ده.
د پوليتکس یا سیاست کلمه له « پاليس۱» څخه رامنځ ته شوې – په لرغوني يونان کې ښاري ادارې ته ویل کېده.  په انګليسي ژبه کې له دریو کلمو سره سمون لري:
پاليتيPolity; پاليسي policy ,پولېتکس politics
دا دری واړه په ګډه د مفهوم د هر اړخيزې مانا په اړوند یو ټاکلی ليد وړاندې کوي: «پاليتي» په يو ټاکلي چاپیریال کې د ادارې یا مدیریت له ارګانونو سره د اساسي قانون په اډانه کې سر او کار لري – لکه حکومت، پارلمان او داسې نور. «پاليسي» په هغه سیاسي تک لارې پورې اړه لري  چې پر مخ وړل کېږي لکه صعنتي سیاست، دبهرنيو چارو سیاست، د ښځو سیاست او داسې نور. « پوليتکس» هغه موسسو ته اړوند کېږي چې هدف يې د اساسي قانون د ارګانونو پر سیاست اغېزه ده – دا اغېزه د ټاکنو  او په ټاکنو کې د ګوندي ګډون د لارې ترسره کېږي او داسې نور. په عمومي ډول سیاست هغه کړنې په برکې نيسي چې په یوه ټولنه کې د ارزښتونو د ټاکلو يا مشخصولو، لومړيتوب ورکولو او‍ د ویش چارې سرته رسوي او همدارنګه هغه جوړښتونه یا اډانې چې دغه کړنې په کې ترسره کېږي .
د لویدیز په ډیرو هیوادونو کې زیات خلک سیاست د سیاسي ګوندونو ترمنځ دانتخاب شوي پارلمان په عمومي غونډه کې ،د انتخاب شویو استازیو او د دولت ترمنځ د سیاسي کړنلارې د غوره کولو پر سر  او د حکومت د قانوني کار په اړوند مبارزه بولي، د ادارې او مدیریت د ارګانونو رسمی چارو ته د لاسرسي پيداکول د سیاست مرکزي ټکی دی.
د قاعدې له مخې دغه لاسرسی یوازې په څو کسانو پورې محدود دی. په همدې ډول په لرغوني زمانه کې ښاري اداره -  « د مستقيمې دموکراسۍ » د بېلګې په توګه پېژاندل شوې وه – هغه مهال ډېرکي (اکثریت) رسمي سیاسي حقوق نه لرل. کوچنیانو ، ښځو او غلامانو په سیاست کې د ګډون حق نه درلود. دوی د بشپړو انسانانو په توګه نه پېژاندل کېدل. د روم په امپراتورۍ کې، د ملي دولت د رامنځ ته کېدو په بهیر  او په اروپا کې د مطلقه شاهي  تر واک لاندې، دولتي سیاسي پریکړې د څو شتمنه او بډایه کسانو (ارستوکراتانو) له خوا نیول کېدې. کله  چې د لومړي ځل دپاره کپيتالېزم او صنعت په غوړېدو شو نو د پریکړو کړۍ پراخه شوه. ښاري انسان پر دغه کړۍ ور زیات شو او ورو ورو يې پر ارستوکراتانو کړۍ تنګه کړه او په پای کې يې سیاست د ارستوکراتانو له کنتروله وایست.

 

polis.1

 

نوربیا