د سلیمان لایق په باره کی څو ترخی او خوږی خبری :

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
زرنګ
ګه چیری سلیمان لایق د یو شاعر په توګه و څیړو نو له ورایه ښکاري چه هغه یو وتلی نا زک خیاله پیاوړی شاعر دی. دده په شعرونوکی سر بیره پر محبت ، مینی ، عا شقي .
سولی او جنګ د ښکلا او ښایست دانځورونو او خیالونو نه پرته داولس او وګړو دردونه، نا خوالی،نفرت او کرکه هم یا ده شویده چه د ټولنی او خلکو آنځور په ښکاره ډول سره په خپل شعر کی بیا نوي او ټولو ته په شعر کی د الهام او پیغام انګیزه وربخشی.لایق د پښتو ژبی هغه نامتو شاعر دی چه د شعر انګازی یې سرحد نه پیژنی او شعرونه یې په افغانی ټولنی کی د هر چا لپار ه آشنا دی..

ولی ددی ټولو ښګیڼواو صفتو سره سره لایق ډیری نیمګړ تیاوی او کمزور تیاوی هم لری .
کوم وخت چه سلیمان لایق دسیاست ډګرته ور ودانګل او دوخت د رژیم یو لوړ پوړی چارواکی شو نو د حا کم ګوند په لیکو کی نوموړی د ګوتو په شمار دوهم اودریم شخص و ګڼل شو. نو دلته د لایق څخه هغه شعری احساس چه د پا کو احساساتو او ملی جذبو خو ځښت او نوښت پکی نغښتی وو با الکل هیره شوه. د لوړو قصرونو ،ضد مر می موټرونو او د بی شماره باډیګا ردانو خاوند شو. سلیمان لایق نه يواځی د وطن له پاره د خدمت جوګه نشو ،بلکه د پښتنو او پښتو ژبی له پاره یې هم هیڅ ونکړل.کوم وخت چه دی د علومو اکادمی ريس شو نو ددی اکادمی په تاریخ کی د سکوت په ټپه ولاړه مر حله او ګډوډی دوره پیل شوه. دپښتو د �
�دبی بهیر د څیړونوپر ځای د حاکم ګوند چه دی یې د بیرو سیاسی غړی وو تبلیغ اوترویج شروع شو.
دعلو مو په اکادمی کی مطلقه ګډوډی او ذهنی انارشیرم پیل شو. وروسته بیا د قبا یلواو سر حدونو چارو په وزارت کی سلیمان لایق خپل نفرت او کرکه د پښتنو د قبیلی سره هم په ډاګه اعلان ګړه.

دلر او بر پښتنو سره بی تفاوتی او بی احترامی خپل اعظمی حد ته ورسیده. ولی سلیمان لایق په خپلو چړچو او میلو کی ډوب وو. لایق نه یواځی د پښتون قوم سره جفا وکړه بلکه د خلق د د موکراتیک واکمند ګوند د غړو په بی اتفاقی او جلاوالی کی یې هم مهم رول لوبولی دی.
لمړی ده ددی ګوند ددو جنا حو (خلق او پر چم ) په تحریکولوکی پوره ونډه واخیسته ،وروسته بیا د پرچم حا کم ګوند دغړو په منځ کی یې د شک او تردید فضا را منځته کړه چه په اخیرکی دده په ملګر تیا د ډاکتر نجیب ګروپ د کار مل ګروپ څخه جلا شو، او دکارمل د ګروپ سر سخت مخا لف و ګڼل شو. لایق تر هغه وخته د پرچم حا کم ګوند لوی مشاور او ستر سپه سالار وو تر څو د داکتر نجیب دولت د مجا هید نو لخواه له پښو وغورځیدی.
ګرانو لوستونکو:
زه دسلیما ن لایق سره نه پیژنم ولی دده او دهغه وخت د ټولو چارواکو د خدمت او صداقت وړ تیا او کړونو ته ښه او بد ویلی شم. دا ځکه چه دا زمونږ وطن او زمونږ خاوره ده، او باید بیله غرضه دقضاوت حکم پر هغه چا وکړو چه ددی خاوری په خرابولوکی ددوی ګډون په ښکاره ډول نغښتی دی. نو ځکه ما ددی شاعر دواړی خواوی را وسپڼلی تر څو مونږ همیشه اوتل تر تله د هر انسان د کړنو او ا عمالو د ښه والی او بدوالی تله د وجدان قضا وت ته ور وسپارو. دا ځکه چه تر نن پوری زمونږ په ګران هیواد افغانستان کی د بی غوری او بی پروایې عملونه یواځی دهغو وګړو له خوا تر سره کیږی چه دقدرت پر واک ناست وی او �
�ه رڼو سترګو ددی هیواد ټولو نا خوالو ته په ړندو ستر ګو ګوری. ولی دوی باید یو وخت د وجدان د قضاوت حساب او کتاب ته غاړه کښیږدی.

زرنګ