قیوم
دسولۍ دعالۍ شورا غړي له مسلمانانو اوجهادي مشرانو څخه وټاکل سول. دحامد (کرزي) څخه په منني چي یوځل يې بیا دسپیڅلۍ جهاد مشرانو ته دامریکا اوناټو په مشوره داموقع برا بره کړل
چي زموږ په سرلوړي افغانستا ن کي ددوي په هلوځلو سره سوله راشي. اودهغو مخونه به تورکړي چي دا جهادي مشران يې داڅوکاله هره ورځ جګړه ماران ،وژونکي او دپردیو جاسوسان او نوکران بلل. اوحتي دابه ویل کیده چي دهمدي جهادي مشرانو دنفسي اوشیطانۍ خصوصیاتو په وجهه وو،چي موږ افغانان وجهانیانو ته دتریستانو او وحشانو په نوم وروپیژندسوو. ترکومه ځای چی ما دخبرونو او مطبوعاتو څخه واوریدل ،چي زموږ
جهادي مشران ددي عالۍ شورا دجوړیدولپاره دهربل افغان په شان سخت لیوال وه.حتي ددي شورا درهبري دپلاس راوړلو لپار ددوي تر منځ سیالۍ روانې وي.واقعاً زیات خوشحال سوم . اوموږ افغانان باید دداسي مجاهدو مشرانو په لرلو افتخار وکړي. خیر اوس هم سري وخت دي، له ډیرو ښو خلګومي واریدل چي (کرزي) ، له امریکا اوناټو څخه د همدي مشرانو دغوښتنې په اساس دیوځل بیا ازمأیلو موقع غوښتل .خداي تعالی (ج)رحم وکړي، ددوي خواست يې قبول کړي. امریکا اودناټو غړي هیوادونه يې مهربان اودوي ته يې دادي بیا دافغان بیچاره ولس (مرګ اوژوند) دواړه ددوي په لاس کي ورکړل. زه هم دنور افغانانو په
شان دافکر کوم چي له تیرو(جنګ ،جګړو،وژنو ،شکونو،پردیو دسیسه کارانو په چلو اوس دامشران ښه پوهیدلۍ دی). په آینده کښې دوي دخپلو اولادو اوکورنیو لپاره په وطن کښي په کښتو(مړو) سترګو، بیرې،وَهم سره ژوند،له خپلو وطنوالو پټ اوجلا ژوند نه خوښه وي. ځکه ددوي هیڅ هم دخارجي پټو شبکو پټ ندی .که هم دافغانانو به پټ وی. که دااوس خپل هرڅه پاک نه کړي دا تناب به ددوي په غاړه کي دائم پاته وې .اوپدي هم اوس پوهه سویدي چي که نن وې یاسبا په یوه لومه کي مو حتمی دغه خارجي ملاتړي راګیره وي. بل دغه مشران غواړي داسي ګام پورته کړي چی دهغه په عملۍ کولوسره دافغانستان اوجهان مسلما
نانوته خو څه چی غیري اسلامې نړې ته دا ثابته کړي چي واقعي دمسلمانانو اوبیا داسلامي برحق جهاد دلاري مشران باید همداسې وي لکه دوي. خبر سوم چي په یو خصوصي غونډه کي له دوغوجهادې رهبرانو له جملۍ څخه یو يې پیشنهاد له ډیرو توضیحي خبروسره مل لاره . هغه داسي : وړاندیز يې مخته کړي چي داسلام پرمقدس دین په باور،اودهغه په پیره وي ،دافغان مجاهد ملت، او دشهیدانو څخه پاتي کورنۍ به هلته موږ اوتاسي بخښي چي په وطن کي ورته سوله راولو.اوداکار زموږ اوستاسی په لاس کي کار دي.یوه له ناستو وپوښتل څنګه؟وايې حضرت صاحب ورته داسي جواب ورکړي. هو دازموږ اوستاسي په لاس کي خبره
ده. پښتنه وال يې مخاطب کړی له ځانه يې راشروع کړه، ته تر جهاد مخکي څوک وي؟ څه دي لرل؟ دکومه دي کړل؟اواوس څوک يې؟ اوڅونه لرې؟.داهغه سوالونه دي چي موږ اوتاسي هریويې باید نن دماخستن تر لمانځ وروسته کله چي بیده کیږو اوپه اوداسه دخوب خواته ولاړسو له ځانه سره خداي په یاد کړو.اوبیا فکروکړوددي سوالو جوابونه خپله پیداکولاي سو. دچاه لپاره يې راغونډو،په څه چل مو راغونډې کړي؟ آیا دانفقه حلاله بولۍ؟آیا دحرامي نفقي په ورکړه اولادونه نه حرامي کیږي؟ په اسلامی آمت کښی حرامي مسلمان هغه ټیته او دتوهینه ډګه مرتبه نه ده؟آیا دڅو حرامو شتوپه لرومو پر خپلو اولادود(حر
امي)نوم لوریږی؟. هو داسمه ده چي خلګ ختأ وزي آیا خداي (ج) ختأ ایستل کیداسي ،اوکه ځان ختأ باسو.وايې چي دحصرت صاب خبرو ډیر آثر پرناستو وکړي.نوبیا یوه په ډیر آدب وپوښتل : ته رښتیا وايې همیشه دي تورتې خبري کړیدي.نر ئې نر، وایه څه و کړو ستاخبري خورښتیادي،لارراښیه. خبر یاست چي حضرت صاب عجب ګل وړاندیز لاره.راځي ددي وطن دهرډول دښمنانو مخونه تور کړو.اوجهان ته دا په اثبات ورسو، لکه څنکه چي افغانان په جنګ کښي میړنۍ وه ،تر خپل مال اوسر تیرسول،مشران يې هم دسولۍ په راوستلو کښي همداسي میړنې دي . هغه دارائې ګاني چي ددو ی لاس ته ورغلۍ دي هغه دملت مال بیرته ویوه سالم
اودخلګو نماینده حکومت سپارې. یوازي دخپل عادي ژوند اوګزاري لپاره یوه برخه دځان سره ساتي .چي حق يې همدي ،زموږ ملت داپاس لري چي زموږ اوستاسي ته احترام په ژوند اوپسله مرګه هم وساتې. اونورټول مال بیت المال ته و سپاري چي دمعارف په لاره کي مصرف کړل سي. تردي اعلان ورسته به طالبانو ته په سپین مخ او مستقم ورځو .یقین لرم چي هیڅ لانجه و بهانه به پاته نوي .خارجي قوتونه به دهیواد وزې ، آزاد انتخابات بیله پردي مداخلي به سرته رسیږي ، یو خپل واک خکومت به ولرو.دلته په ناستو خلګو کي عجب اوغریب چورتونه،فکرونه راپیداسول.ځینويې چي واقعاً داحالاتو څخه سم درک درلودي،دعم
ر ورستیو ته ورنژدی سوي دي .زه باورلرم چي خداي (ج) ته پناه وروړي، پرخپلوتیرو به پښیمان واوسې. دخپل آخیرت په فکر کي به سي،پردي دنیا به يې پر ولس زړه خوږ سي،خپل ځان اوکورنۍ ته به نیک نوم کمائې کړي اوداکاروکړي.بیا به یې نوخبره،خبره وې،خبره به يې وزن ولري اویقین مي دادی چي ولس به ورته رايې ورکړي ،حکومت به همدوې جوړوي. موږ (ولس) به هم په جګه غاړه دهر پردي یرغل ګر په وړاندي ګرځو.زما خو باور راځي چی دوي به داکار وکړي،موږ به نه ګناه کار کوي چي هروخت وایو (زموږ دجهاد مشران افغانان اومسلمانان دي).مننه