دافغانستان او امریکا ستراتیژیک تړون باید دروان م کال تر پایه بشپړ شی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
رحمت اله روان
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي او دامريکا دمتحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما تيره شپه د ويديويي کنفرانس له لارې ددواړو هيوادونو ترمنځ د اوږد مهالو ستراتيژيکي اړيکو ، دافغانستان د پارلماني انتخاباتو او دسيمه ئيزو مسئلو په ګډون د علاقې وړ موضوعګانو په باب خبري وکړي .
په دې ويديويي کنفرانس کې دافغانستان له لوري د بهرنيو چارو اودملي دفاع وزيرانو او د جمهوري رياست ددفتر رييس هم برخه لرله . دواړو جمهورو رييسانو داوسنيو پرمختګونو او ننګونو د بيانولو په ترڅ کې ددواړو هيوادونو د ستراتيژيکي اړيکو په اړوند د پرله پسې خبرو په اړتيا باندې ټينګار وکړ او موافقه يې وکړه چې ددواړو هيوادونو ګډه کاري ډله دې دروان ميلادي کال تر پايه پورې تر ٢٠١٤ ميلادي کال پورې دافغانستان دامنيتي چارو دمسووليت د سپارلو په باب دافغانستان دجمهور رييس دپروګرام په رڼا کې ددواړو هيوادونو ترمنځ د اوږدمهال ستراتيژيک سند مقدمات برابر کړي . دواړو جمهورو رييسانو دغه راز موافقه وکړه چې د ګډي کاري ډلې دکار نتيجه دى دناټو د مشرانو دکنفرانس تر څڼګ چې ټاکل شوې ده دروان کال په نوامبر مياشت کې دپرتګال په ليسبون ښار کې جوړ شي ، وڅيړل شي . دافغانستان او دامريکا متحده ايالاتو جمهورو رييسانو ددواړو هيوادونو ترمنځ اوږدمهالي ستراتيژيکي اړيکې ددواړو هيوادونو دخلکو په ګټه وبللي او مسوولينو ته يې لارښوونې وکړې چې ددغه سند دمقدماتو په برابرولو کې هڅه او هاند وکړي
د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر له لوري په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو مشرانود دېرشو دقیقو په مخه د امریکا او افغانستان ترمنځ پر اوږدمهالو ستراتیژیکو اړیکو، د افغانستان د ولسي جرګې پر وروستیو انتخاباتو،او سیمه ییزو مسایلو خبرې وکړې.
له خبرپاڼې سره سم له ولسمشرکرزي سره د ښاغلي اوباما د خبرو په وخت په سپینه ماڼۍ کې له هغه سره د بهرنیوچارو وزیره هیلري کلنټن،دفاع وزیر رابرت ګېټس،د ملي امنیت مرستیال سلاکار ټام ډانیلن، د دفتر ريیس پیټ روز او متقاعد برید جنرال ډاګ لوټ حضور درلود.
په کابل کې د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې له ولسمشرکرزي سره د امریکا سفیر او په افغانستان کې د ناټو او امریکايي څواکونو عمومي قومندان جنرال ډیویډ پیتراییس ناست ول.
دواړو مشرانو موافقه وکړه چې له دې ایسته به له یوبل سره پر له پسې خبرې کوي څو ګډو نظرونو ته سره ورسېږي او تر ۲۰۱۴ کال پوري افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي چارو تر بشپړې سپارنې پوري د افغانستان د ولسمشرد هدفونوملاتړ وشي.
تر اوباما مخکې د امریکا مخکیني ولسمشرجورج ډبلیو بوش به له ولسمشرکرزي سره د ویډیو له لارې منظمې خبرې کولې خو اوباما له واک ته رسیدو سره سم کرزي ته شا کړه خو په وروستیو کې یې دا دوهم ورته تماس دی چې له افغان ولسمشریره یې نیسي
د امریکا ولسمشربارک اوباما د کانګریس مشرانو ته په یوه استولي راپور کې ویلي چې د اوس وخت لپاره د افغانستان د جګړې په ستراتیژۍ کې د لوی بدلون نیت نه لري
ښاغلي اوباما دا خبره په یوه لیک کې کړې چې د دوشنبې په ورځ سپینې ماڼۍ خپور کړ
ده ویلي: «موږ د هغې ستراتیژۍ اجرا ته دوام ورکوو چې په دسمبرکې مو جوړه کړه او په دې باور نه لرو چې دا دي اوس نوربدلون ته اړتیا ولري.»
اوباما دا هم ویلي چې په دې برخه کې یوازینی لوی تغییر په وروستیو کې په افغانستان کې د نړیوالوځواکونو د عمومي قومندان په حیث د جنرال ډیویډ پیترایوس ټاکنه وه
د افغانستان د جګړې د ستراتیژۍ په باب د اوباما لیک څه کم دوې اوونۍ وروسته له دې خپرېږي چې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې مشهور ژورنالیست باب ووډوارډ په یوه کتاب کې د افغانستان د ستراتیژۍ پرسر د امریکايي چارواکو ترمنځ د ژورو اختلافاتو ادعا وکړه
ولسمشراوباما د تیر کال په دسمبر کې امر وکړ چې افغانستان ته دې دېرش زره نور پوځیان واستول شي خو ورسره یې دا هم وویل چې د ۲۰۱۱ کال له جولای څخه به له دې هیواده د امریکايي پوځیانو وتل هم پیل کړي.د ده له نوې ستراتیژۍ سره سم د افغان امنیتي ځواکونو روزنې ته پام زیات شوی څوپه تدریجي ډول له نړیوالو ځواکونو څخه د افغانستان د امنیتي چارو مسوولیت په غاړه واخلي
د افغانستان د جګړې د ستراتیژۍ په باب د اوباما لیک څه کم دوې اوونۍ وروسته له دې خپرېږي چې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې مشهور ژورنالیست باب ووډوارډ په یوه کتاب کې د افغانستان د ستراتیژۍ پرسر د امریکايي چارواکو ترمنځ د ژورو اختلافاتو ادعا وکړه.نوموړي په خپل کتاب کې ویلي وو چې تېر کال د افغانستان د ستراتیژۍ د جوړولو پر سر د اوباما د ملي امنیت په ډله کې پر دې موضوع توند بحثونه وشول خو سپینې ماڼۍ دا موضوع بې اهمیته وبلله او ویې ویل چې دې کتاب په مجموع کې ولسمشراوباما قاطع او ژور شخصیت معرفي کړی دی
په دې پالیسۍ کې پر دې ټینګار شوی چې وسله وال طالبان د افغانستان د جنوب له /ګڼ نفوسو/سیمو وایستل شي او د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې کار چټک شي څو له راتلونکي کاله چې امریکايي پوځیان له افغانستانه وتل پیلوي ، دوی ته په تدریجي ډول د خپل هیواد امنیتي چارې وسپارل شي
د سیاسي چارو ځینې کتونکي فکر کوي چې د اوباما دا څرګندونې چې د افغانستان لپاره په جوړه شوې ستراتیژۍ کې لوی بدلون نه راولي،کېدای شي د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانوهغه هیلې په نهیلۍ بدلې کړي چې د افغانستان په باب یې د امریکا د پالیسۍ بدلون ته لرلې ،پای رحمت اله روان