افغانستان دخپلواکې نړۍ د دیموکراسۍ په زانګو کې ( نه لوي شو نه په کرار)

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
عبدالرحمن فرقاني
خپلواكه نړۍ د هغه استعماري هيوادونو نوم دي چې د تاريخ په اوږدو كې يى د انسانيت په ضد ددیموکراسۍ تر شعار لاندې بي شميره جرمونه كړي دي , خپلواكه نړۍ هغه نړۍ ده چى په وروسته پاتي هيوادونو كي ئې خپل ارزښتونه په
هر قيمت خپاره كړي دي , خپلواكه نړۍ هغه نړۍ ده چۍ كه څوك په مسالمت آميزه ډول د دوي ارزښتونو ته غاړه كې نه ږدي نو د الوتكو او توپونو اوبمونو په زور خپل ارزښتونوپرې مني , خپلواكه نړۍ هغه نړۍ ده چې  د انسانيت په ضد دځمكه په مخ په وژنه او هر ډول جرم كي خلاص لاس لري , سپين ژيرى ، ښځي ، كوچنيان په بيرحمانه ډول وژني , خپلواكه نړي د نورو هيوادونو ترځمكه لاندي ثروتونه د خپل اقتصاد د پياوړتيا لپاره غارت كوي , خپلواكه نړۍ ولسونه له خپلو استوګنځايونوڅخه ليږدوي لكه چى په فلسطين ، ويتنام، عراق ، افغانستان .. كي ئې دا تګلاره پلى كړه ترڅو بي وطنه او بي پناه خلك پيدا كړي او بيا يى پالنه او روزنه په غاړه واخلي, په دښتوكى ورته كيږدۍ ودروي اود خپلى لويې موسسې ((  ملګري ملتونه ))   له خوا يى پالنه په غاړه واخلى ځكه چى خپلواكه نړۍ په بي وطنه او بي پناه خلكو زړه سوى لري !! د خپلواكى نړۍ تاريخ له جرمونو ډك دي خو بيا هم په ځان باندى د خپلواكى نړۍ نوم ايږدي !! .
خپلواكه نړي اوس مهال په اسلامى نړۍ كى له خلكو څخه خپله خپلواكي اخلي تر چو په بدل كى ورته د لوديځ ديموكراسي ډالى كړي . دنړۍ پرمخ ګڼ شمیراسلامی هیوادونه له یوې اوږدې مودې څخه تر دې پلمې لاندې د لویدیځ په استعماري کړۍ کې ساتلی شوي دی ، چې پدې هیوادونو کې د مادیت سیاسی نظام چې دیموکراسۍ پر بنسټونو ولاړ وی حاکم شي ، هغه نظام چې د لویدیځ په هیوادونو کې ئې د خپلو وګړو پر مخ د مادیت ( مادی پرمختګ اوتمدن) دروازې پرانیستې دی ، او د دیموکراسۍ تر اصولو لاندې ئې خلکو ته مادي حقوق منلی دی . په ډیرو مواردو کې که موږ د لویدیځ د استعماري قوتونو نظامي یرغلونه او اشغالونه وڅیړو اکثریت تر همدې شعار (دیموکراسي )لاندې په لاره اچول شوي دي . خو آیا موږ کولای شو په دې ګڼ شمیر هیوادونو کې چې له یوې اوږدې مودې څخه د لویدیځ د دیموکراسۍ په زانګو کې اچول شوی دي ، د نمونې په ډول یو هیواد پیدا کړو چې د لویدیځ د هیوادونو په څیر په واقعي بڼه د دیموکراسۍ په چاپیریال کې لوی شوی وي ؟ او د لویدیځ د دیموکراسۍ ټول هغه حقوق پکې تامین شوی وي ، چې د لویدیځ په پرمختللیو هیوادونو کې ئې خلکو ته تامین کړی دي ؟  ولې دا هیوادونه د دیموکراسۍ پدې زانګو کې په هغه څیر  نه رالویږي  څرنګه چې د لویدیځ هیوادونه پکې لوی شوی ؟ او دهغه چاپیریال خاوندان نه کیږی ،چې د لویدیځ هیوادونه ئې خاوند دي ؟ علت څه دي چې دا هیوادونه په واقعي بڼه د دیموکراسۍ پر اصول ولاړ حکومت او د لویدیځ پر مادي اصول  د ولاړې  پرمختللې او متمدنه ټولنه خاوندان نه کیږي ؟ .
ديموكراسۍ په نامه  له خلكو فكري او روحي آزادي اخلى ,  په ټولنه كى داستعمار له ارزښتونو سره سم ټولنيز پوهنيز او كلتوري مركزونه جوړوي , او د ټولني قلمونه ورځپاني او رسني په خپله قبضه كى راولي, او په ټولنه كي د يونسكو له لارى كار كوي .                                                                                                                                  
كه په افغانستان كى  د ديموكراسۍ تر شعار لاندې د خپلواكى نړۍ جرمونه او كرغيړنه تګلاره وڅيړو نو كيداي شي چى د ا مقاله ديره اوږده شي چى عادتا خلك اوږدې مقالې نه لولي , خو په مختصره توگه هغه اته كالونه چې افغانستان د لوديځ د ديموكراسۍ په كرغيړنه زانګو كې تير كړل ډير د كړاو نه ډك او ځورونكي كالونه وو , پرته له بربادۍ څخه د افغانستان درديدلى ملت نورڅه ونه ليدل , شپه او ورځ د افغانستان په ملت باندي درانه درانه بمونه راوريږي  , د خپلواكى نړۍ ځواكونه هر وخت چى وغواړي د خلكو كورونو ته ور ننوځي , او به بيرحمانه شكل د خلكو ژوند تهديدوي  .
خو دا جګړيزه تګلاره دومره خطرناكه نده چى په افغانستان او نورو اسلامي هيوادونو كي په لاره اچول شوي ده , او دا دي هغه ستر پلان يو وړه برخه ده چي د استعمار دولتونو د اسلامي نړۍ په ضد برابر كړي ده , ځكه چى د ا جګړيزه تګلاره خود بخود د مقاومت احساس په خلكو كى را ژوندى كوي , څرنګه چى اشغالګر ځواكونه اوس مهال په افغانستان عراق ......كي ور سره لاس ګريوان دي , او هغه ولسي پاڅون را ژوندى كوي چى د يرغلګرو خوزښت نا شونى كوي .                                                      
د خپلواكى نړۍ ډيره خطرناكه تګلاره د دیموکراسۍ تر شعار لاندې هغه فكري او كلتوري يرغل دي چى غواړي د ټولنى فكري او ټولنيز بنسټونه د خپلى موخى لپاره استعمال كړي , او هغه مطبوعاتي وسايل په خپله ولكه كى راولي چى د ټولنى په جوړښت كى خورا د اهميت وړ دي , دامريكا ډالر نن په دې رابطه په افغانستان كې ډير كار كړى دی ، ډير قلمونه او ورځپاني او رسنۍ يي اخيستى دي , هغه خوبونه چى د ديموكراسي پلويانود افغانستان كړيدلى ملت لپاره ليدلي وو د اتو كالونو په اوږدو كي پرته له بربادۍ او وحشت څخه بل تعبير نلري .
دا پوښتنه وړاندې هم مطرح شوه چې خپلواكه نړۍ  د دیموکراسۍ تر شعار لاندې ولي په اسلامي هيوادونو او وروسته پاتى هيوادونو كي جګړيز كشمكش په لاره اچوي؟ سره لدي چى دا جګړيزه تګلاره يي له ستونزو سره مخ شوى هم ده , خو په دې تګلاره كې يوه خورا مهمه پايله نغښتى ده , طبيعي خبره ده چيرته چى جګړيز كشمكش وي له هغه هيواد څخه خلك مهاجر كيږي , او دا هم د يادونه وړده چى انسان د نفسي خواهشاتو په اساس د ژوند په اسنتياوو پسي لالهاند وي , او هغه د ماديت د ارتقا له امله چى كومي دروازى د بشريت په مخ په لوديځ كى خلاصى شوي , او له همدې امله  د لوديځ ماده پرست تهذيب او تمدن د  انسانيت په نړۍ کې كشش اوجاذبيت پيدا كړي , نو د ټولو مخه لوديځ ته شوي ده , زموږ د ټولنه پوهان ، وتلي انجينران ، وتلي داكتران .. و توانمنده ځوانان ټول د لوديځ په پرمختګ كى مشغول دي او د غرب د پرمختيا لپاره كار كوى ځكه چى زموږ په ټولنه كى امنيت نشته , او زموږ او د اسلامى نړۍ امنيت هم همدغى خپلواكى نړۍ  د دیموکراسۍ تر شعار لاندې ګډوډ كړي دي , تر څو زموږ فكري تواناي د دوي په ګټه بوخته وي پرځاي د دې چى په خپلواسلامي ارزښتونو فكر وكړو , او خپل هويت اوشناخت  ولرو . خپلواکه نړۍ د دیموکراسۍ تر شعار لاندې زموږ ثروتونه غارت کوي ، او دا کار هغه مهال په سادګۍ ممکن دی چې په هیواد کې بې امنیتي اوبې ثباتي او نا توانه حکومت وي څرنګه چې اوس د افغانستان وضعیت دی ، د مواصلاتی لارو نه پرته د دیموکراسۍ په نامه راغلیو اشغالکرو هیوادونو په افغانستان کې بل داسې کوم کار نه دي تر سره کړی ، او دا کارئې هم دخپلې اړتیا له کبله کړی ، تر څوپدې لارو خپل نظامی اکمالات او دافغانستان ثروتونه غارت کړي . له اوږدې مودې راپدې خوا اوس هم په افغانستان کې د لویدیځ د دیموکراسۍ نښي نښانې نه لیدل کیږی ،او په واقعي بڼه افغانستان اوس هم د خپواکې نړۍ د دیموکراسۍ په زانګو هغه ماشوم پاتي شوی چې ځوریږي .

عبدالرحمن فرقاني