موږ په افغانستان کې ژر تر ژره اوربند غواړو

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

بسمل 

موږ له افغانستان څخه ژر تر ژره دخپلو پوځیانو راوتل غواړو

موږ دجګړې لپاره په پلان شوو پیسو ددوست هېواد افغانستان بیا ودانول غواړو 

د دریځ په ښۍ خوا کې د۱۴۰ شهیدو کندزیانونومونه او تصویرونه لیدل کیږي  05-09-2010 بســــمل درنو لوستونکو!دا پاس

درۍ مهمې غوښتنې پرون ګڼ شمېر المانانو په هغه لوی لاریون او مټنګ کې کولې کوم چې دجرمني په مونشن ښار مارین پلاتڅ کې تر سره شو.مارین پلاتڅ دمونشن ښار زړه بلل کیږي داد ګڼې ګوڼې یوه دا سې سیمه ده چې لسګونه زره المانان او بهرنیان پکې ګرزي راګرزي له همدې کبله ګڼ شمېرسوله دوستواوافغان دوستوالمانانوهمدلته زموږ د ولس اوهېواد په ملاتړ لاریون او مټنګ تر سره کړ.  دلاریــــــــــــــــــون او مټنګ مرکزي برخـــــــــــــــــــه  پرون خودسپتمبر څلورمه نېټه وه تاسوته به خامخا دتېرکال سپتمبر څلورمه نېټه درپه یاد وي چې په کندز کې دتېلودټانکرونو په پلمه زموږ له ۱۴۰ تو کندزي خویندواو وروڼو څخه زیات کسان په یوه ظالمانه بمباري کې شهیدان شول ، دهغومظلوموشهیدانو لمړی تلین له افغانستان څخه زرګونه کیلو متره لرې همداپرون دلته په جرمني کې المانانو په داسې حال کې ولمانځه چې زموږ خپلو افغانانو آن دکرزي په ګډون لا یوه وړه یادونه هم ور څخه ونه کړه، کرزی او له هغه څخه راتاوکسان له ولس څخه بېل ګڼل کیږي ځکه خو یې دکندز شهیدان یاد هم نه کړل .کرزي وړمه ورځ دامریکا د دفاع وزیرګېټس په وړاندې ولس ته څوڅووارې دکابل بانک په اړوند ځکه ډاډ ور کاوه چې هلته یې خپل ورورمحمودکرزی له نوروجنګي جنایتکارانو سره یو ځای پکې سریښ دی، د نوموړي بانک هستي اونېستي که هرڅومیلیونه یا ملیارده هم وي خو زه د یو مظلوم او بې ګناه کندزي یاکوم بل بې ګناه افغان دسر یو وېښته هم نه پرې ورکوم په هر صورت را ځم پروني جریان ته .  دمټنګ په یو څنډه کې الماني پېغلو اوزلمو له جګړې څخه خپله کرکه څرګندوله پرونی لاریون دغرمې په یوه بجه پیل او دمازدیګر په شپږو بجو ختم شو دنوموړي لاریون او مټنګ لپاره ښه بندوبس نیول شوی و مثلأ :دکندزپه بمباریوکې داکثروشهیدانو نومونه او دیوشمېر شهیدانو تصویرونه هم مټنګوالوتر لاسه کړي وو، ددې تر څنګ یې دافغانستان په نوروسیمو کې هم دبمباریو او ټول وژنوتصویرونه مټنګ ته راوړي وو، د عراق دجګړې اوابوغرایب دزندانیانو ځورونکي تصویرونه هم دوی لرل، ددوهمې نړیوالې جګړې هغه تصویرونه هم دوی راوړي وو په کومو کې چې جرمني هېواد دامریکا او پرنګیانو تر بمباریو لاندې و.  دالمان لپاسه هغه امریکايي الوتکه ښکارې کومې چې په دوهمه نړیواله جګړه کې برلین تر سخت بمبارد لاندې نیولی و د دې ټولې ښې سازماندهي ترڅنګ دوی په زرګونو داسې پاڼې ووېشلې په کومو کې چې له جګړې او دناټو له سرزوري څخه کرکه شوې وه، په نوموړو پاڼو کې دافغان جنګي جنایتکارانو د مجللو ماڼیو تصویرونه هم تر سترګو کېدل له دې څخه ور آخوادوی په پرله پسې توګه دلاوډسپیکرونو په وسیله لارویان رابلل ترڅو په هغو ځانګړوکاغذونو لاسلیکونه وکړي په کومو کې چې پاس پورتني درۍ شعارونه یا غوښتنې لیکل شوې وې . ګډونوالو پخپله خوښه تبلغاتي پاڼې وېشلې دمټنګ ویاند دافغانستان له ټولو جریاناتو ښه پوره خبر او په دریځ حاکم مالومېده هغه دننني رامینځ ته شوي کړکېچن او دافسوس وړحالت علت د نړیوالې ټولنې غیر مسؤلانه چلن په تېره بیا دافغان جنګي جنایتکارانو نازول اوچاغول وبلل، دایې هم ګډونوالوته ووېل ، چې کومې پیسې چې ستاسوله جېب څخه دمالې یا مرستې په پلمه وزي هغه ټولې دجنګي جنایتکارانواوکرزي له فسادڅخه ډکې پوډري اوولس دښمنې ادارې ته ورځي مانا افغان ولس ته یو سینټ هم نه رسیږي، هغه په دوبۍ کې دهغو ماڼیو په اړوند رڼاواچوله په کوموکې چې دنظار شورا غله او حامد کرزي ورور اوسيږي، هغه همدا راز د ولسمشري ټولټاکنې په تېره بیادکرزي او غبرګ عبدالله له شرمه څخه ډکه سیالي اوجعلکاري ددیموکراسي سپکاوی وګاڼه دایې هم ووېل چې که ناټودهمدې تورو نقشو تر شا نه وي نو کرزی به یوه شېبه هم پاته نه شي ځکه چې په ولس تیکه نه لري لنډه دا چې دکرزي اداره یې دمخدره موادو په لا زیات تولید او بې ساري فساد په داسې حال کې ټکوله چې لسګونه زره ګډونوال ورته یو غوږ ولاړ وو .زه چې مټنګ ته ور بلل شوی وم نویې دلاودسپیکر په وسیله ګډونوالو ته ور وپېژندم غږ یې وکړ چې نن له موږ سره د محمد امین بسمل په نوم هغه افغان آزاد لیکوال ګډون لري کوم چې له هیڅ یوو جابر څخه یې سترګه نه سوځي، د آزادو لیکنو تر څنګ په سختو شېبو کې د خپل ولس غږ پورته کوي ، دادی دریځ ته یې رابولم تر څو تاسو ته خپل نظر ووايي :کور یې آباد زه هم درځ ته ورغلم بس نو مکروفون په لاس راغی ما هم په یرغلګرو داسې زړه سوړ کړ، داسې مې زړه پرې سوړ کړ چې دا دنهو کلونو د بمباریو غچ مې څه ناڅه ورڅخه واخیست ، هغه څه مې ووېل چې یو شمېر کسان خو یې په اورېدلو هم لړزیږي . په پورتني پلاکات کې دملګرو ملتونو دسازمان تر سیوري لاندې دنوي استعمار خونړۍ څېره ګورئ په ۲۰۰۲ ز کال کې مې هم په همدې مارین پلاتڅ کې دافغانستان اشغال غندلی و پرون مې یوځل بیا په زغرده ګډونوالو ته ووېل چې د تروریزم او القاعده په نوم جګړه هسې مسخره ده دطالبانو دزوال لپاره د ۲۰۰۱ زکال له یوولسم دسپتمبر څخه لا ډېر دمخه امریکا خپل اروپايي متحدین دې ته تیارکړي وو چې طالبان له صحنې څخه په یو چل سره لرې کړي .د))یونوکال(( او((بریداس)) دتېلوکمپنیو ترمینځ سیالي اودطالبانو نږدېوالی دارجنتایني )بریداس ((کمپنۍ ته ددې سبب شو چې امریکا خپل نیلي ته قمچینه ورکړي ځکه خو یې جنرال مشرف برلین ته ولېږه تر څودالمان له صدراعظم ګیرهاردشرودیر سره چل جوړاودطالبانوله ماتې سره سم د شمالي ټلوالې غله قدرت ته ورسوي مانا خبره دامریکا په سیاسي، اقتصادي اواوږدې خونړۍ، ستراتیژي پورې تړاولري نه دسپتمبر په یوولسمه نېټه ، اسامه او طالبانو پورې که داسې نه وای او امریکایان زموږ پرمختګ اوسوکالي ته په رښتیا هم ژمن وای نوبیا یې ولې دافغانستان دبیاودانولولپاره داسې مارشال پلان ترلاس لاندې نه نیو کوم یې چې له دوهمې دتروریزم او القاعده په پلمه روانه جګړه دتېلو،ګاز او طبعي شتمنیو دزبېښلو لپاره روانه ده نړیوالې جګړې څخه وروسته دالمان دبیا ودانولو لپاره تطبق کړ؟زموږ هېواد خو امریکایانو او ورسره یرغلګرو نه تنها ودان نه کړ بلکې د نهو کلونو په پرله پسې بمباریوکې یې لا پسې ویجاړ او شاته وغورځاوه، په پښتون مېشتو سیمو یې هغه زهرجن او خطرناک بمونه وورول دکومو په نتېجه کې چې هم زموږ وګړو ته ډول ډول سرطاني ناروغۍ پیدا شوې اوهم زموږ خوینــــــدې دنیا ته معیوب اولادونه راوړي له دې څخه که راتېر شوامریکا یا په اصطلاح نړیوالې ټولنې زموږ د هېواد دساتنې اوښه نظم لپاره د رښتیني ملي اردو او ملي پولیسو په ځای هغه پخوانۍ جنګي ملېشې له سره تنظیم کړې کومو به چې د ښځو سینې پرېکولې، د خلګو په سرونو به یې مېخونه ټکوهل، رقص مرده اوپه بټیو کې دبې ګناهو انسانانو ایره کول د دوی ورځنۍ مشغولتیا وه .راغلونابللودخصوصي امنیتي کمپنیوپه نوم پورتني جنګي جنایتکیاران، داړه ماران اودشمال نورې منفورې ملېشې ځکه په پښو ودرولې چې زموږ هېوادبې نظمه اوکاواکه وساتي ترڅو مرکزي اداره د خپل اهمیت له لاسه ورکولو سره فیدرالي نظام ته لار پرانیزي او په نهایت کې زموږ ګران افغانستان راته ټوټه ټوټه کړي لنډه داچې دادنهوکلونو ټولې ناخوالې، په پښتون مېشتوولایتونوکې ټول وژنې دشینواروله هسکې مینې رانیولې تر مټاخان، زرمت ، خوست، کنړ، کنــدهار، هلمند، غزني، ارزګان، لغمان،ننګرهار، وردګو، د فراه عزیز آباد، زابل، کندز، دلیلې دښته ، د مزار جنګي کلا، دو��ونواوخوښیو په ګڼ شمېرمحفلونواو هدیروظالمانه بمباري مې ټولې ور یادې کړې .دخبرو په پای کې مې دمټنګ له مسؤلینواوګډونوالوڅخه ډېره مننه وکړه چې زموږ له ولس سره یې غمشریکي څرګنده کړې ده نور نو له دریځ څخه راښکته شوم بیا ډېرو کسانو راسره یادګاري تصویرونه واخیستل او ښه پوره یې ونازولم کور یې آباد . دزرګونو ګډونوالو دنظم لپاره یوازې دا دوه پولیس تر سترګوکېدل ځکه چې دلته خلګ پخپله نظم اوقانون مراعتوي  دابوغرایب زندان ځورونکي انځورونه او دآزادي په پلمه دتورو تیارو خپرول دا و دپروني لاریون او مټنګ لیکلی او انځوریز رپوټیادونـــــــــــــــــــــــــه :تېر کال چې په څلورم دسپتمبر په کندز بمباري وشوه نو په دا سبا یې ما خپل غبرګون د آزادي رادیو له لارې وښود، هیله من یم چې زموږ درانه اوهېوادپال ویبپاڼې چلوونکي به له دې رپوټ سره یوځای زماهغه غبرګون او له آزادی رادیوسره زما پرونۍ مرکه خپره کړي