داګزاودامیدان!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
عبدالقیوم امریکا
له ډیره پخوا می هیله وه چي زموږ دوطن نومیالۍ اوداوس عصر (لیکوالان،شاعران) په یوه خبره دپوهې خاوندان،نه باید یوازی په انترنیت پاڼو،اخبارو،مجلوکښي دمقالو په لیکلو (نصیحتو)اکتیفا وکړي.ځکه په داسی یوه هیوادکی چی
لوستونکی کم وي،دانترنیت سهولتونه نه وي نو دامعني چي دلیکنو اثر به هم لږوی.اوپه دي هلکه انشاالله ټول برابر نظرلری.دښاغلۍ عبدالغفور(لیوال)،ښاغلۍعبدالباري (جهاني)،حبیب الله (غمخور) اونورو ډیرو دوستانو نظرونه دافغانانو دمشکل په شناخت کي یوډول دي.مګر دغوټی دخلاصون شکلونه اوتاکتیکونه يې څه لږ فرق سره لري.اوباورلرم دتماس اومفاهمي له لاري ژر
سره پر یوه لاره تلای سی.یوه کاري تګ لاره وړاندي کولاي سی.د(لیوال) صاحب دخبري پراساس نن ورځ سیاسست او سیاسی مبارزه ،حزب اوسازمان ،دصلحي دمخالیفینولخوا دعام ولس خو څه چي د(روڼ اندو) په منځ کي دونه بد پیژندل سویدي ،چي تر اوسه لیکوال هم نه ورنژدي کیدل اوپرګوښو ګرځیدل. نن دخوشحالۍ ځاي دادي چي جهاني صاحب لیکي (موږ به څه کوو؟)اولیوال صاحب لیکي (چي په تنګ شی نوپه جنګ شي). له دوي مننه. په دولت،حکومت ،هیواد اوخلګو کی بحث او دهغو پرښیګڼو اوبدیو تبصري .په واقیعت کی دا ټولي سیاسي خبري دي.ژوند خپله سیاست دي.کله چی انسان ځان ته دانسان په حیث قائل وي.انسان په یوځای
 کی ژوند کوي،وړکي ساحه کور او څه لویه ساحه وطن اوپراخه ساحه نړي اوجهان دي.نویوانسان هله دکورغړي بلاي شوچی دکورني په ښادي اوغم کي شریکه برخه ولري،اوخپل مسؤلیئت په ایمانداري سرته ورسوي.پدي ډول دهیواد په سطحه اودنړۍ په سطحه هم.هوداخبره به ضروروي،چي څوک به دي نه پوښتي،هرڅه به خپل سري کوي.کور،هیواداوجهان به یوازي دځان بولۍ. زوربه لري،سلاح به لري،پیسې به لري،حکومت به يې پلاس کي وي،اونور هرڅه.خودخلګوزرور(دخداي زور)،اتفاق اویوځاي والۍ ته بیا څوک ټنګ کیداي نسی.زماله نظره په اوسنۍ پرمختللۍ نړی کی،دیوالۍ اووحدت لپاره نوي او پرمختللي لاري باید وکاره ول سي.په پخوانۍ ډول پخوانې ولسونه چي په چل او ټګي نه پوهیدل،ترخپل کلۍ لیري هیڅ وخت نه وه تللي،پر قول اوقسم يې باورو، راجمعه کیدل. هغه هم په تاریخ کي دوځله ،لمړي ځل میرویس خان اودوهم ځل احمدخان ،هغه وخت هم څه.... خبري وي.نوروډیرو هم خلګ راجمعه کړل پریکړي اوفیصلی وسوي،خودولس په ګټه يې کوم څه سرته ندي رسولۍ.نو وایم چي انسان ته هغه وخت دانسان نوم ورکول پکاردي څو په سیاست کي رغنده اوفعال حضور ولري.په سیاست کی رغند حضور بیله یوسیاسی سازمانه کیدای نسی.ګوري په کارکولو،سړي دانسان نوم ګټلای (خپلولاي) نسی.کار هرژوندي موجود کوي،خواړه پیداکوي،کورجوړوي،دنسل بقا پالي اونور.دانسان او(بوده) فرق په دي کیدي چي انسان دخپل عقل په زورپردباندنی محط باندی اثر اچوي،هغه ته دخپل ځان په ګټه تغیر ورکولای سی .اوپدي لحاظ ورته د(اشرف المخلوق) نوم ورکړل سویدي. اوپردباندی محیط باندی اثر تر یوازی په جمعي توګه ښه او اسانه اچولای سی.چي په اوسني وخت کي يې لاره همدایوه ده (سازمان) تشکل یا حزب جوړونه.وائي:(دډیري لرګي دیوه غوزی). په هرعصرکي یو قهرمان وي ،په نني عصرکي دموکراسي ،صلحي اوترقي ته کار کول بیله حزبه ،یوازي حامدجان وکولاي سواي دا دزهرواو افغانانو دوینو څخه ډک چام پرسر واړوي، خونوشیدوته يې څه وخت لاسته . دبل چاه لپار بیا دا چانس پدي پیړي کي نسته .راځي نوي حزب به دافغانستان پر بی حسابه (حزبونو) نه ور ایضافه کوو.په هغه جوړکړل سوو کي به وګور،څوک تر ډیروښه بولۍ؟دچاه سره پرلاره تلاي سو؟کوم یو زموږ دنظرسره سم حرکت کوي؟څوک مو خبري ته وزن ورکوي؟په یوه خبره ده ترټولوښه سره به يې لاسونه ورکړو.ژر اولنډبه ددموکراتیک اصل پر بنیاد ،آزاد،پټ اومستقم انتخاباتوته ورسره ولاړ سو.هریو به خپل زور،محبت،لیاقت اوصداقت خپله ووینو.چي څونه په ځان پسي کش کولاسو.اوکه دا نه کوی نومو طرحه،برنامه(پلات فورم)،پرسیجر دکار رامخته کړي.چي موږ وګورودچاه لپاره پکښی ځاي سته اوکه نه.موږ ستاسي مشرتوب منو،آیا تاسی زموږ کشرتوب غواړي اومني؟داګز اودامیدان.اخترپټ میړه ندي.عبدالقیوم امریکا