دکندهار والي دتلويزيوني وينا متن

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
قدرمنو ښاريانو، خويندو او وروڼو، ځوانانو او سپين ږيرو،
علماء كرامو، مجاهدينو، روشنفكرانو، د مدني ټولني غړو،
درنو خبريالانو او ليكوالانو،خوندو او وروڼو
سلامونه او نيكي هيلي مي ومنئ .
اجازه راكړئ تر هر څه دمخه ستاسو سوله غوښتونكئ او باتور اولس د نر او ښځي، ځوان او سپين ږيري څخه د زړه له كومي مننه وكړم چي د سل هاؤو كړاوونو سره سره مو په خورا
صبر او حوصله زما د ماموريت ملاتړ كړى، او په خوښي او غم كي مو ځان د دولت څخه بېل نه دئ ګڼلئ
ستا سو دغه همكاري ماته يو ځل بيا د مير ويس خان نيكه او احمد شاه بابا وختونه را په زړه كوي چي حكومت به د اولس له منځه د اولس د خدمت لپاره ټاكل كېدئ، زه هم د همدې مشرانو اولاد يم دلته مي خاړپوڅي كړي د كندهار په تر ټولو ښه د امن پر مهال دلته اوسېدلئ يم، او د دې خاوري پر ځان حق بولم چي په اوسني كړكېچن حالت كي چي زموږ ټوله مادي او معنوي شتمني له منځه تللې خدمت وكړم
يوازنى ارمان او هدف مي ستاسي خپلواك او متدين اولس سوكالي، ارامي او نېكمرغي ده ، تر څو تاسو هر يو د بشپړ امنيت او ورور ولۍ په فضا كي ژوند وكړئ او پخوانۍ تربګنۍ تر شا پرېږدئ.په يوه آواز او ږغ د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د واكمنۍ لپاره د دښمن په وړاندي مقاومت وكړئ او پرې نږدئ چي نور مو ميندي بوري، كوچنيان يتيمان او كلينك، ښوونځى او عامه ځايونه مو وران سي
ګرانو كندهاريانو!
لوى كندهار هغه سيمه ده چي د هيواد سياست، دولت او راتلونكئ سرنوشت د تاريخ په اوږدو كي د همدې ځايه ټاكل سوى دئ.كندهار نه يوازي تاريخ جوړوونكې سيمه ده بلكي ددې خاوري ميندو داسي نسلونه زېږولي، چي هم تاريخ جوړوونكئ او هم تاريخ ليكونكئ دئ.نړيوالي ټولني هم اوس دا ټكى درك كړئ او خپل ټول پام يې كندهار ته اړولى دئ، خو په ياد ولرئ چي د افغانستان د سولي او ثبات دښمنانو هم خپله ټوله پاملرنه كندهار ته متمركزه كړې اونه غواړي چي دغه غيرتمن اولس هوسا او سوكاله ژوند وكړي
ما د افغان ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت، نړيوالي ټولني، ملګرو ملتونواو ناټو په مرسته ستاسي د خوشحاله، آرام ژوند او پر مختګ لپاره د ګډي همكارۍ يو بشپړ او جامع تدابيري پلان جوړ كړى چي انشاء الله په تطبيق سره به يې ستاسو په ملاتړ ستاسو په ژوند كي لوى بدلون راسي
د ګډي همكارۍ دغه پلان چي د ټولني ټولي اړتياوي پكښي په پام كي نيول سوي دي، د ټولني ټولو غړو ته، د امنيتي ارگانونو څخه نيولې بيا تر مدني ټولنو، ځوانانو، سپين ږيرو، قومي شوراګانو، اتحاديو، علما ء كرامو، دولتي او ملكي مامورينو او ټولو ته دا موقع او فرصت وركوي تر څو په ګډه سره د خپل ولايت د سيمه ايزي ادارې تر شا ودريږي او د امنيت، ښې حكومتدارۍ او پر مختګ چاري چي د همدې پلان اساسي برخي دي په عملي توگه تطبيق كړي ځكه نو زه پر تاسو ټولو ږغ كوم چي د دغه تدابيري پلان په پلي كولو كي هر يو خپل دنيوي او اخروي فرض ادا كړئ
عزتمندو خويندو او وروڼو!
لكه څنګه چي پوهيږئ په اسلام كي تحصيل او د علم تر لاسه كول فرض دئ، ځكه الله پاك د قرآن كريم په لومړي نازل سوي آيت كي پر تعليم ټينګار كړى او خپل پيغمبر ته فرمايي ( اقراباسم ربك الذي خلق، خلق الانسان من علق) ترجمه :ولوله د هغه رب په نامه چي انسان يې پيدا كړ د ويني له ټوټې څخه،الله رب العزت په دغه لومړي نازل سوي آسماني آيت كي پر لوستلو او ليكلو باندي تاكيد كوي او خپل پيغمبر ته امر كوي ولوله
دغه رنګه ښه حكومت داري او پر مختګ په ښه مسلكي او تحصيل كونكو كسانو سره او همداراز ښه امنيت په مسلكي او وړ پوليسو او سرتېرو سره رامنځ ته كيږي، او ښه ښوونه او روزنه په مسلكي ښوونكو سره خوله بده مرغه زموږ د هيواد دښمنانو دغه سرمايه د تېرو څولسيزو په ناخوالو كي راڅخه اخيستې زموږ مسلكي كدرونه يا وژل سوي او يا يې د ژوند د كړاوونو د لاسه باندنيو هيوادونو ته مهاجرت كړى،د مسلكي كسانو پالنه او روزنه لسګونه كلونه وخت غواړي. پدې برخه كي بيا هم زه ستاسي څخه غوښتنه كوم چي هر قوم او ټولنه خپل وړ كسان ماته را وپيژني تر څو زه يې په مناسبو دولتي بستونو كي وټاكم كندهار اوس هم علمي كدرونه لري دلته قحط الرجال نه دئ ؟ راځئ چي هر وخت د ځان لپاره فكر ونه كړو كله د خپل راتلونكي نسل لپاره هم فكر وكړو د نن ورځي ځوانانو روزنه او په سمه لاره رهبري كونه زموږ ملي او اسلامي دنده ده
د ګډي همكارۍ د تدابيرو اصلي هدف په ښاراو ليري پرتو ولسواليو كي د ښې حكومت دارۍ تطبيق دئ چي د قومي مشرانو، مركزي ادارې او نړيوالي ټولني په ملاتړ به په ګډه همكاري سره كوو تر څو دغه خلا ډكه كړو.اوس په ولسواليو كي يوازي ولسوال ټوله كارونه پر مخ بيا يي حال داچي په ولسوالۍ كي د خلګو د خدمت لپاره قاضي، څارنوال، روغتيايي آمر، د معارف مدير، د كرهڼي مدير، او داسي نورو مامورينو ته اړتيا سته ،كه دغه مامورين نه وي، حكومت په ولسوالۍ كي اصلا ستونزي نه سي حلولاى او خلګ مجبور دي چي د ډېرو كوچنيو موضوعاتولپاره كندهار ښار ته راسي
په دې كي هيڅ شك نسته چي ، ملي اردو، ملي پوليس، ملي امنيت، ناټو او ايساف د ګډي همكارۍ يوه برخه ده خو دا په دې معنى نده چي دوى به توپ، ټانك او طياره استعمالوي، بلكي دوى به موږ ته د ښه حكومتدارۍ او پر مختګ لپاره امنيتي زمينه مساعده وي او كه خداى مكړه داسي يو دښمن ستاسي په سيمه كي د ګډي همكارۍ د تدابيري پلان په وړاندي خنډونه جوړول نو ستاسو په غوښتنه او ستاسو په همكاري به همدغه ګډ امنيتي ارګانونه زما تر مشري او رهبريت لاندي په سيمه كي پوځي عمليات كوي او د وطن دښمنان به له منځه وړي، لكه څنګه چي همدا اوس په ښار كي دننه په لس هاوو افغان امنيتي او ايساف ځواكونه د( اتل )تر عنوان لاندي تصفيوي عمليات ترسره كوي، نه جګړه ييزه
د ښې حكومتدارۍ په برخه كي هغه هلي ځلي چي ما تر اوسه د خپل ولايت په موده كي تر سره كړي كافي نه دي، له نېكه مرغه د افغانستان د اسلامي دولت جمهور رئيس د وروستي سفر په نتيجه كي و سيمه ايزي خپلواكي ادارې ته دنده وركول سول چي دكندهار د ادارې په لا سمبالتيا كي جدي اقدامات وكړي. د سيمه ايزوارګانونو د خپلواكي ادارې مشر جلالتماب جيلاني پوپل او يو شمېر معينان، د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونود خپلواك كميسيون په ګډون ډېر ژر په دا څو ورځو كي يو ځل بيا وكندهار ته د خپلي ارزوني د سفر وروسته راځي تر څو د حكومتدارۍ په برخه كي په كندهار كي په عملي توګه يو ستر پرمختګ او بدلون رامنځته كړي
د افغانستان سره نړيواله همكاري( امريكا،كاناډا،اروپا،برتانيا...) نوې نده بلكه تاريخي سوابق لري ، د كجكي بند ، د دهلې بند ، د هلمند دوادي پروژه، د كابل كندهار لويه لاره ، د كندهار نړيوال هوايي ډګر او نور د USAID ،CIDA ،DFID،NU او نورو ډونرانو د كومكونو ښكاره او نه هېرېدونكي مثالونه دي . ځكه نو زما له ډېرو هلو ځلو وروسته د پرمختيايي چارو په برخه كي د ، يو ايس اي آي ډي، سيډا، آي آر ډي او نورو مرسته كوونكو مؤسسو د مرستو په ښه لاره لګولو په خاطر اوس د دوى او كندهار ولايت تر مابين همږغي رامنځ ته سوې پخوا به دوى خپل د فكر له مخي پرمختيايي پلان جوړوئ ،خو اوس دوى زموږ په خوښه زموږ ضرورتونه او اړتياوي راسره مني
په كندهار كي د پوهني، روغتيا، كرهڼي او اوبو لگولو په برخه كي په سل هاوو پروژې يا تر لاس لاندي دي او يايې عملا كار روان دئ چي همدا اوس تاسي د دهلې د بند، د پنجوايي او ډنډ ولسواليو تر منځ د سړك، په ارغنداب، ميوند ، بولدك، ډنډ، ارغستان، دامان او يو شمېر نورو ولسواليو كي ددغه مؤسسو فعاليتونه چي پكښي په زرهاوو ځوانان كارونه كوي ويني او ډېر ژر به تاسو په ښار او ولسواليو كي د سل هاوو پر مختيايي پروژو د پيل شاهدان سئ. دكندهار برېښنا كمي او كيفي اصلاح، په ښار كي دننه پاخه سړكان، دارغنداب پر رود د پولانو جوړول، د كندهار پوهنتون، ښووني او روزني او نورو برخو كي ګڼ شمېر پروژو په هكله هلي ځلي رواني دي.
زموږ او ستاسو تلاښ همېشه د دې لپاره دئ چي په افغانستان كي عدالت، ښه حكومتداري،دحكومت د ظرفيت لوړول، د پخوا په څېر د ملي اردو او ملي پوليسو تربيه كول تر څو په هر اړخيزه توګه د موجودو منابعو څخه پوره ګټه واخلو.
زه په پاى كي يو ځل بيا ستاسو څخه هيله او غوښتنه كوم چي هر كس مو پوليس او د ملي اردو سرتيرى سي او د خپل سيمه ايز حكومت تر شا ودريږئ، موږ به د امكان تر حده ستاسي ستونزو ته په پوره اخلاص او ايماندارۍ سره رسيد ګي وكړو.
د يو سوكاله او پرمختللي كندهار په هيله.
په درناوي
پوهنوال ډاكټر توريالى ويسا
د كندهار والي