دخصوصي امنيتي شرکتونو کلنۍ لګښت له دوو ملياردو ډالرو ډیردي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
دافغانستان ولسمشر حامدکرزي په خپلې پنځلس ورځني راډيويي ويناکې يوځل بيا تينګار وکړ چې دخصوصي امنيتي شرکتونو په ړنګولو ژمن دى . ولسمشر دغه راز څرګنده کړه چې مسوول حکومتي ارګانونه دهمدى اوونۍ په سرکې دخصوصي امنيتي شرکتونو دړنګولو لپاره لومړني اقدامات پيل کوي او کار به له فرمان سره سم په ټاکلي موده کې پاى ته ورسوي
. ولسمشر دخپلې وينا په يوه بله برخه کې وويل ترلاسه شوي اطلاعات ښيي چې دخصوصي امنيتي شرکتونو کلنۍ لګښت له دوو ملياردو ډالرو څخه اوړي او دغه شان لګښتونه دامنيت دتامينولو پرځاى دنا امني او د انسان تښتونې ، غلا ، ګواښ او دخلکو د ډارونې په ګډون د زړه بوږنوونکو پيښو سبب کيږي او که چيري زموږ نړيوال متحدين دغه پيسې دافغانستان د پوليسو او دامنيتي ارګانونو په پرمختيا، سمبالولو او وسله وال کولو په لاره کې ولګوي ، له شک پرته چې دنړيوالو موسسو او دهغو دسراو مال امنيت دخصوصي امنيتي شرکتونو په پرتله په ډيره ډاډمنه توګه تامنيږي او خلک هم ددغو شرکتونو له شر څخه ژغورل کيږي . جمهور رييس دخصوصي امنيتي شرکتونو دکارکوونکو په باب وويل چې دوى کولاي شي له خپلې پوهې او مهارتونو څخه دملي پوليسو او دنورو امنيتي ارګانونو په پياوړتيا کې کار واخلي او دخپل هيواد دوسله والو پوځونو ليکي پياوړي کړي . جمهور رييس دغه راز په خصوصي امنيتي شرکتونو کې په کار بوختو ځوانانو له ميندو او پلرونو څخه وغوښتل چې خپل بچيان دافغانستان دملي اردو او ملي پوليسو له ليکو سره پيوستون ته وهڅوي.اوس باید دخبري ته توجه وشی چی دغه خصوصی آمنیتی کمپنی دچا ځخه جوړي شوی دي او دکومو اشخاصو له لوری اداره کیږي،دکابل چاپ دکلید په نامه مجلی په خپله ورستني ګڼه کی په افغانستان کی دآمنیتی کمپنیو دمالکانو په اړه یو مفصل راپور په لاندی ډول خپور کړي دی  
وطن ریسک منجمنټ او کندهار سکیورټي ګروپ :
کلید لیکي چې د اکثرو امنیتي کمپنیو مسولان وایي چې په دغو دوو کمپنیو کې لویه ونډه د ولسمشر د ورور احمد ولي کرزي ده خو دغه خبره په رسمي ډول څوک نه کوي.دوطن ریسک منجمنت مشري په ظاهره احمد راتب پوپل کوي چی دښاغلی ولسمشر کرزي صاحب له خپلوانو ځخه ګڼل کیږي
د کندهار سکیورټي ګروپ مشري قومندان روح الله کوي. دغه سړی هم چې د کندهار او کابل په لاره کې له خلکو او مخالفانو سره په بده رویه مشهور دی، د ولسمشر خپل دی . د کلید د تحقیقي راپور په اساس، دغه کمپنۍ طالبانو ته په باج ورکولو او په لویه لاره کې د خلکو په وژلو تورنه ده.
کلید د روح الله په اړه لیکي : ( روح الله د هغه ویدیویي کلیپ په اړه چې په یوتیوپ سایټ کې خپور شوی او هلته د ده مسلح کسان څو نامعلوم کسان شکنجه کوي او بیا یې سرونه ورغوڅوي ، کلید ته وویل چې ده دا کلیپ نه دی لیدلی. خو د خپلو خبرو په دوام کې یې دغه موضوع داسې تایید کړه : که څوک حلال شوي دي نو هغه کسان دي چې زموږ کسان یې حلال کړي دي، خو دا کا ر زما د عسکرو دی ، زه خو په کابل کې یم دروح له قوله په کندهار سیکورتی ګروپ کی دوه زره دوه سوه مسلح کسان شامل دي
اسیا سکیورټي ګروپ : دا د خلیل کرزي د زوی او د ولسمشر حامد کرزي د تره د زوی حشمت کرزي امنیتي کمپنۍ ده. د کلید په راپور کې لولو چې دغه کمپنۍ اوس هم د حشمت کرزي په نوم ثبت ده خو حشمت د ولسمشر له اعلانه وروسته وایي چې اوس یی پلورلې ده
عملیاتي ریزف قطعه : د دې قطعې مشر د ولسمشر د یوه قومي او مشاور جان محمد خان د وراره قومندان مطیع الله ده. مطیع الله کلید ته ویلي دي چې : په داخله وزارت کې یې د شپږ سوه اته ویشت کسانو نومونه ثبت دي خو دی تر درې زرو پورې مسلح کسان لري. د دې کمپنۍ کار دا دی چې د کندهار او اروزګان تر منځ د خارجیانو عسکري کتارونه بدرګه کړي . د کلید د تحقیق په اساس، قومندان مطیع الله ته خارجي عسکر د اونۍ سل زره ډالره ورکوي .
ستراتیژیک سکیورټي سلوشن انټرنشنل : دغه کمپنۍ د مارشال فهیم د ورور حاجي حصین ده. کلید لیکي چې له ډیرو هڅو سره سره یې د دې کمپنۍ له مقاماتو سره د مرکې امکان ونه موند. د کمپنۍ کسانو ویلي دي چې د کمپنۍ مشر حاجي حصین لندن ته تللی دی او دوی د مرکې اجازه نه لري.
د این، سي ، ایل امنیتي شرکت : د دې کمپنۍ مالک د ستر جنرال رحیم وردګ زوی حامد جان وردګ دی. حامد جان وردګ په دې کمپنۍ سربیره یو لوژیستیکي شرکت هم لري . ًپه کابل کې چې سمنټي موانع لیدل کیږي دا هم د ده د شرکت تولیدات دي. پخپله حامد جان وردګ په امریکا کې اوسي او په کابل کې یې د کمپنۍ مشري ښاغلی عزیزي کوي. د کلید له راپور سره سم، عزیزي چې په قام قزلباش دی ، د ستر جنرال عبدالرحیم وردګ باجه دی.
ایلیټ امنیتي کمپنۍ : د دې امنیتي کمپنۍ مشر د مشرانو جرګې د رییس حضرت صبغت الله مجددي زوی صدیق مجددي دی. دغه سړی اوس په ترکیه کې دی .ځکه خو کلید ورسره مرکه نه ده کړې.
ګلف مناس امنیتي شرکت : د دې امنیتي شرکت لوی سهامدار د سرحداتو وزیر اسدالله خالد دی . ګل اغا شیرزی او یو عرب سرمایه دار هم ورسره شریکان دي.
شمشاد امنیتي کمپنۍ : دا کمپنۍ د پاچا خان ځدران د زوی عبدالروف ځدران ده. دا کمپنۍ د خوست او ګردیز تر منځ د خارجیانو قطارونه تیروي. د عبدالروف ځدران کاکا د پکتیا د وازي ولسوالۍ ولسوال دی. د دې کمپنۍ د مسلح کسانو شمیر سلو تنو ته رسي.
د کلید وايي چې د کمپنیو په اړه د دوی تحقیقات ادامه لري چې په اینده کې به یې نشر کړي. مثلا د برهان الدین رباني زوی جلال الدین رباني هم یو امنیتي شرکت لري. دغه راز د کابل بانک د رییس حاجي خلیل فیروزي ورور وحیدالله فیروزي چې د پنجشیر اوسیدونکی دی ، د خراسان په نوم امنیتي کمپنۍ لري.
کلید د دغه تحقیقي راپور په سر کې لیکي چې : ولسمشر کرزي ټولې خصوصي امنیتي کمپنۍ په ډیرو توندو الفاظو غندلي او په قتل، غلا او له مخالفانو سره په همکارۍ یې تورنې کړې دي خو شواهد ښیي چې د ده د خپلې کورنۍ کسانو هم په زرګونو مسلح کسان ساتلي او په دغه کاروبار کې یې لویه برخه لرلې ده ،پای سلام خان.