رحمت اله روان
څو ورځی وړاندی می په ځو انترنیتی پاڼو کی تر دی عنوان لاندی (چی کرزی صاحب بیا لافی شروع کړي) یو ه لیکنه ولوستله ، دلیکونکی نوم ځکه نه اخلم چی بیا خفه نشی،تعجب می په دی وکړي تر ځوچی دولسمشر ملا تړ په یوه ټولنه کی ونه شی یو ازی ولسمشر هیځ نشي کولای خصوصا دافغانستان په فعلی شرایطو
لومړى ماده : د افغا نستان د اساسي قانون د ٦٤ مادي ددريمې اوڅلورمې فقري دحکم او د٦٦ مادى د لو مړى بند دصراحت له مخې او دفساد پرخلاف دمبارزي ،دهيواد والو دسر ،مال او نوا ميسو دامنيت دډاډ من تا مينولو اود امنيتې بينظميو اود خصوصي امنيتې مو سسو له خوا له وسلو او پوځي جامو اوتجهيزاتو څخه د نا وړي استفادى د مخنيوي په مقصد چې د زړه بوږنوونکو او غم لړلو پيښو سبب شوي دي ، له لازمو او قانو ني څيړنو وروسته دڅلورو مياشتو په دننه کې دکورنيو اوبهرنيو په ګډون دخصوصي امنيتې موسسو دبشپړ ړنګولو په مقصد دغه مراتب منظوروم :
دويمه ماده : د امنيتې شرکتونو غړي داوطلب کسان په هغه صورت کې چې په شرايطو برا بروي کولي شي له خپلو وسلو ،مهماتو ،وسايطو او نورو تجهيزاتو سره اويا د وسلو له لرلو پرته له راجستر وروسته دپو ليسو له قطعاتو سره مدغم شي او د کورنيو چارو وزارت مکلف دي دټاکلي مو دى په بهير کي ددغو مو سسو ادغام بشپړ او پړا ونه يي تر سره کړي
دريمه ماده : دهغوخصوصي بهرنيو امنيتې موسسو وسلې ،مهمات ،وسايط اوتجهيزات چې پخوا د کورنيو چارو په وزارت کي راجستر شوي وي په لومړى لاسليک شوي پرو تو کول کې ددوى د وسلو دليږدونې په صورت کې په دولت پوري اړه پيدا نه کړى د دغو کمپنيو له موافقي وروسته دى د کورنيو چارو وزارت ،دملي امنيت د لوى رياست اود ملي دفاع وزارت له خوا وپيرودل شي او په هيواد کې ددوي دبهرني پرسونل د استو ګنې ويزه دى فسخه شي .
څلورمه ماده : که چيري دغه کمپنې دخپلو تجهيزاتو له پلورنې سره خپله نه موافقه څرګنده کړي په هيواد کې ددوي دا ستوګنې ويزه دى فسخه شي او کولاي شي خپلي وسلې ،وسايط او نور منقول ملکيتو نه له هيواد څخه د وتلو په وخت کې له ځان سره وليږدوي
پنځمه ماده : هغه کورنۍ او بهرني خصوصي امنيتې مو سسي چې د کورنيو چارو په وزارت کې راجستر شوي نه دي اوپه خپل سر جوړي شوي وي دغيرقانوني امنيتې مو سسو په تو ګه دى لغوه شي او ددوي وسلې ،مهمات او نور پوځې وسايل او تجهيزات دي له قانون سره سم مصادره شي .
شپږ مه ماده : په کابل کې ددوستو هيوادونو سفارتو نه او په ولايتو نو کې بهرني قونسلګري او دغه را ز نړيوالي مو سسي ، غيردولتي مرکزونه او هغه اقتصادي موسسي چې په کا بل اود هيواد په نورو ښارونو کې فعاليت لري کولي شي د خپل امنيت په تا مينولو کې په اړونده سا حه کې په ځان پوري له اړوندو خصوصي امنيتي کسا نو څخه لکه څنګه چې له سا حي څخه بهر په تماس اوخطر کې نه وي او له اړوندو ساحوڅخه بهر دتګ را تګ اجازه ونه لري د هغه ضرورت په ا ندا زه چې د کورنيو چارو وزارت له خوا ټا کل کيږ ي او راجستر کيږي استفاده و کړي
اوومه ماده: د کورنيو چارو وزارت مکلف دي چې په کابل اود هيواد په نورو ښارو نو کې دسفارتونو اودټولو نړيوالو موسسو او غيردولتي مرکزونو بهرني امنيت په ډاډ منه توګه تا مين کړي او ددې فرمان په پنځمه ماده کې د ليکل شويو مو سسو د خصوصي امنيت افرادو ته داړ تيا وړ وسلو اوتجهيزاتو په ثبت ،راجسترکولو اود جواز په ا جرا کولو کې لا زمې اسانتيا وي برا بري کړي اودملي دفاع وزارت اود ملي امنيت دلوى رياست په همکاري له مرکز څخه ولايتونو او له ولايتونو څخه ولسواليو ته د نړيوالو ځوا کونو دټولو لوژستيکي او تا ميناتي انتقالاتو امنيت تا مين کړي اتمه ماده : دغه فرمان دمنظوري له نيټې څخه نافذ دى او عملي کول يي د افغانستان د اسلا مي جمهوريت د کورنيو چارو وزارت په غاړه دي ختم ف\ش يادونه : له لارښوونى سره سم دغه فرمان دي په سملاسي ډول له ځنډ پرته خپور شي
په اخیر کی هیله لرم چی زما دلیکنی لمړنی برخه ناوړه تعبیر نه شی زه دیو افغان په صفت په افغانستان کی دپوره ملی یووالی طرفدار یم تر ځوچی دغه اصل رامینځ ته شوي نه وی بل هیځ کوم اقدام او یا په سیاسی اصطلاح کومه بله ستراتیژی نتجه نه ور کوي که ځوک خپل ځانونه افغانان ګڼی او افغانستان خپل هیواد بولی باید په افغانستان کی دملی یووالی،ملی وحدت او ملی پخلاینی وپروسی ته صادقانه بیله هیځ نوع تبعیض،کرکې او کیني په اخلاص کار وکړي.ولسمشران ځي او راځی یوه شی ته چی په افغانستان کی همیشه ضرورت دی هغه ملی یووالی دی اوبس. پای رحمت اله روان