عبدالملک پرهېز
دا هغه مفهوم دی چې کله کله په افغاني رسنیو کې تر سترګو کېږي. که څه هم دغه مفهوم په افغاني رسنیو کې نوی او په زړه پورې دی خو په واقعیت کې دا کومه نوې خبره نه ده دا مفهوم ان په ۱۹ پېړۍ کې په لویديزه اروپا کې منځ ته راغلی .
بې ایدیولوژي کېدنه یو داسې مفهوم دی چې دهغې له مخې د ۱۹۵۰ او ۶۰ تر منځ کلونو کې یو شمیر ډلو داسې باور درلود چې په مدرنه صنعتي ټولنه کې ایدیولوژي مړه شوې ده. دغه نظریه په سکندناوي هیوادونو کې زیات قوت تر لاسه کړ په تېره بیا ددې نظريې دپاره د سویدني ورځپاڼې « د ورځې خبرونه » د خپرونې مسوول مدیر هربرت تینګستن۱ چې یو ډیر تکړه اوتجربه لرونکی ژورنالیست ؤ په دغه برخه کې ډیر زیات کار وکړ.
د تنګستن د عقيدې پربنسټ لېبرالېزم او سوسیالېزم « یوه داسې پوهېدنه وه چې وغوړیده ، الهام بښوونکې وه، خو په پآی کې بېره مړه شوه. دغه تیوري ګانې په تاریخ کې د دښمنو ګوندونو څخه په ناوړه ګټه اخيسته کې ژوند کوي. دا سویډني بريالۍ دموکراسي وه چې د لېبرالېستي او سوسیالېستي نظریو څخه ۱۰۰ – ۱۵۰ کاله دمخه يې د اصلاحاتو د لارې پر تضادونو باندې د بري دپاره دیو فکري بهیر وړاندیز وکړ.
ګڼ شمیر لېبرالان او سوسیالیستان پوهېږي چې دا لغت څه مانا لري، او دا ښه خبره ده، ایدیولوژي ګانې کېدی شي هغه وخت ومري، که چېرې دموکراسي ژوندۍ پاتې شي» په دې برخه کې نورو سیاست پوهانو هم کار کړی او آثار يې لیکلي دي لکه«۲ ایدول ته د ۳فروآن نظرونه: د ۴ لوکلیدا دموکراسي» (۱۹۶۶) د تينګستن د کتاب د موضوع په اړوند پروګرام شوې سرلیک دی. د شمالي امریکې له افق څخه راوتي خپرونو ته ورته نظريې د ډ. بل « د ایدیولوژي پای» (۱۹۶۰) او همدارنګه س . م . لېپسېت « سیاسي سړی» (۱۹۶۳) . فرانسوی ټولنپوه ر. ارون د «روڼ اندو تریاک» (۱۹۵۶) په کتاب کې « د ایدیولوژيکي دورې د پای ته رسېدو» وړاندوینه کوي. هغه په ایدیولوژیو کې د روڼ اندو تاریاک ليدل.
د بې ایدیولوژي کونې مفکوره په دوه څيزونو پورې تړاو لري. يو يې د مودرنه او بسیا دولتونو پرمختیا ده چې يو لړ هغه ستونزې يې حل کړې کوم چې د کاپيتالېزم د پرمختیا په لومړي پړاو کې يې سیاسي چلېنجونه رامنځ ته کول، کارګران په صنعتي او سیاسي ښاریانو واوښتل او محافظه کارانو د بسیا دولت منلو ته غاړه کېښوده او کيڼ اړخو وليدل چې د دولتي واک زیاتول د اقتصادي ستونزو د حل پر ځای د آزادۍ دپاره زیات خطرونه له ځان سره لري»(لېپسيت). د کاپيتاليزم طبقاتي مبارزه د صنعتي ټولنې د اقتصادي اشتراک او د ګډ کار له لارې حل شوه. کيڼ او ښي اړخونه د سیاسي پخلاینې مرکز ته راغلل : د ډله ایز حل له پاره د لوبې د اصولو پر بنسټ پراخ اتحادونه منځ ته راغلل. یو اتحاد د سیاسي مرکزیت د مخالف په توګه منځ ته راغی چې د تدریجي بدلونونو پر اصل يې تاکيد کاوه. او بل اتحاد چې کيڼ اړخی اتحاد ؤ د پياوړي دولت دپلوي او د لېبرالېستانو د بې سره اقتصاد د مخالف په توګه رامنځ ته شو.
د دغه مرکزسیاسي ځانګړنه «سوسیال لېبرالېزم » یا کانسرواتیف سوسیالېزم» دی. (ليپسېت) . د پې ایدیولوژۍ کونې بل شرط د سړې جګړې د وخت د توتاليتر سیستمونو نه منل دي. د سړې جګړې په ترمېنولوژۍ کې کمونیزم او فاشېزم د اکسترمیزم توتالېتر ډولونه ښودل شوي. د بې ایدیولوژي کونې د نظريې په بنسټ ، د لویدیز په «آزاده نړۍ » کې انسانيت خبل لوړځای نیولی. خو ددې خلاف ایدیولوژي ګانې لا هماغسې اغېزمنې دي. پورته ځانګړنې د بل د کتاب په وروستي فصل« په لویدیځ کې د ایدیولوژۍ مړينه» کې راغلي دي.
په ۶۰ او ۷۰ کلونو کې دا خبره څرګنده شوه ، چې د ایدیولوژي ګانو د مړينې په اړوند په ډنډوره کې له زیاتۍ څخه کار اخيستل شوی ؤ. په ویتنام کې د آزادۍ جګړې دا خبره بيخي ثابته کړه چې « آزادې او دموکراتیکې نړۍ » په خپل بنسټ کې یوه تشه لرله چې هغه د مخالفو ایدیولوژيګانو سخت ځپل ول. په پرمختللو صنعتي ټولنو کې د زده کوونکو او محصلینو پاڅونونه څرګندوي چې ایدیولوژي په خپل خیالي بڼه کې هم د سیاسي چاودنې غښتلی ځواک په ځان کې لري. په یوشمیر لویدیزو هیوادونو کې دا بيخي په ډاګه شوې ده چې د پانګه والۍ په وروستیو کې هم مخالف بنسټيز سیاسي او اقتصادي بهیر ونه منځ ته راغلي دي.
د بې ایدیولوژۍ کونې مفکوره په خپل ذات کې پخپله یوه ایدیولوژي ده. او د واک اوسني سیستم ته یو ډول زیاتیدونکې مرسته او ملانړ دی. دا د سیاسي استبداد د اندونو یو ډول بیان دی چې هر سیاسي مخالف د توتالېتر او اکسترمیست په توګه ګڼل ګېږي. بې ایدیولوژي کونه د سنتروم د ایدیولوژۍ افراطي بڼه ده.
Herbert Tingsten -1
Från- ¬۲
idyll - ¬۳
lyckliga - ¬۴
D. Bell۵-
S. M. Lipset- ¬۶
R. Aron۷-
- ¬۸