هدايت الله هدايت
په افغانستان کي د «تجزيې» طرحه د امريکا زوال حتمي کوي
نهه کاله تېرسوه چي د امريکا او برتانيا جګړه ماره او بې مسؤلیته دولتونو د ناټويي هيوادونو په سرکي د خپل دفاعي قلمرو څخه دباندي زموږ په هيواد کي د ټروريزم د جررړو د ختمولو او د غربي ډيموکراسۍ او بشري حقوقو د اعادې په نامه يرغل وکړ . هغوی د ملګرو ملتو د امنيت شورا چي د پنتاګون په امر مصوبې
د شلمي پېړۍ د اتيايمي لسيزي را په دې خوا يعني درست د هغه راهيسي چي د شوروي اتحاد د نړېدلو پروسه شروع سوه ، پر نړۍ باندي د هژمونۍ او سلطې د ټينګېدو نخشه هم و ميدان ته را ووتله . په دې عرصه کي د امريکا د متحده ايالاتو حاکمه طبقه يعني هم ډيموکراټان او هم جمهوري غوښتونکې ، د دې سلطې و تحقق ته لستوڼي را و نغښتل . په هغه وخت کي امريکا چي خپل قوي اقتصاد او پوځي پياوړتيا د حاله ايستلی اوپه مستي کي وو، وخپلي مخي ته ئې داسي سيال څوک نه ليده چي دا بېره يې په زړه کي را وګرځي، چي يو څوک به ئې پر ځای باندي کښېنوي . سلا يې پر دې سوه چي پر ټوله نړۍ باندي د پوځي تسلط لپاره تر هرڅه دمخه بايد ددغه کار تحقق د يوې يک لوختي پوځي سټراټيژۍ په رامينځته کېدو سره تثبيت کړي . د ۱۹۹۰ ليسزي په اوږدو کي د خليج، يوګوسلاويا، مينځنۍ اسيا، فلسطين او عراق په هيوادو کي يو لړ پوځي لاسوهني شروع سوې چي په واقعيت کي " د امریکايي سټايل جګړو" پيلامه وه ؛ داسي بې انجامه جګړې چي نخشه يې ديوه سره په واشنګټن کي طرحه سوې او پرېکړي يې هم هورې ورباندي کېدلې .
هغه سياسي سټراټيژي چي ددغي طرحي د پر مخ بېولو کوښښ يې کاوه د پوځي لاسوهنو دپاره يې لازمي بهانې پيداکولې، د ټروريزم څخه را نيولې بيا د مخدره موادو تر قاچاقه پوري يا د ډله ايزه وژنو وسلو د توليد تر اتهامه پوري ، يعني داسي څه چي د بهانو ماهيت يې هغه وخت روښانه کېدئ، چي خلک په دې وپوهيږي څرنګه دغه بهانې د سي آي اې و سازمان ته دا امکان ورکوي ترڅو مثلاً يو « ټروریسټ » دښمن و ځانته جوړکړي . په افغانستان کي طالبانو او بن لاډن - ته که ښه پام وسي نو اول خو دا تر هر چا و امريکا ته ښه معلومه وه چي هغوی څوک وه او بل داچي د سپټامبر د يولسمي حقيقت تر دا اوسه پوري هيڅکله هم چاته ندی روښانه سوی ،د بلي خوا هغه تورونه چي پر عراق او يا شمالي کوريا باندي د خطرناکه وسلو د احتمالي جوړېدو په خاطر لګېدله ، يو يې د خاورو خاکه او بل يې تر تحریماتو لاندي را ووست، نو دا خو کېدای سي سبا پر بل هر دولت باندي ولګيږې . داخبره هم بايد په ډاګه سي چي دغه ټولي ډنډورې د هغه وسلو په مقابل کي دونه ارزښت نه درلود لکه پخپله چي لا پخوا امريکا کارولي وې او يا يې اوس کاروي . يعني د امريکا لخوا د جاپان پر هيروشيما اوناکازاکي باندي د اټم بم د استعمال څخه را نيولې بيا په ويټنام کي د کيمياوي وسلو تر کارولو پوري اويا داچي د راتلونکي لانجو د امريکايي حل لپاره د ددې هيواد لخوا د اټم بم څخه د کارېدو تهديد او عام وژنه . لدې بابته دغه ټوله کمپاين د ګوبلزي تبليغاتو څخه پرته بل څه نه وو . که څه هم د ا به ښايي په متحده ايالاتوکي ساده خلګ راضي کړي خو په نورو ځايو کي د هغه و حقانيت ته اتبار نه ورکول کيږي .
هغه « وار دمخي جګړه » چي واشنګټن ددې پسته هر ځای و هغې ته ﻻس اچونه دځان « حق » ګڼي نو دا خو دهماغه اوله سره څخه د نړۍ واله حقوقو سره په ضديت کي قرار درلود . د ملګرو ملتو منشور و جګړې ته لاس اچول منعه کوي، مګر داچي د مشروعه دفاع په خاطر وي . همدارنګه د ملګرو ملتواحتمالي پوځي مداخله هم په هغو سختو شرائطو پوري مشروطه ګڼي چي دهغه پر اساس غبرګون بايد يوه متناسبه ،حساب سوې او لنډمهاله عمل وي . ټوله حقوق پوهان په دې پوهيږي ، هغه جګړې چي د ۱۹۹۰را وروسته تر سره سوي دي د يوه سره نامشروعه وې او په دې ترتيب هغه کسانو چي ددې جګړو مسؤليت يې پر غاړه اخيستی دئ دجنګي جنايت کارانو په حيث پېژندل کيږي . داخبره هم بايد په ياد ولرل سي چي متحده ايالاتو د نورو سره په لاس يوکولوکي د ملګرو ملتونو په وړاندي هغسي چلند وکړ چي تر دې د مخه فاشيسټي دولتونو د « ملتونو د ټولني » سره کړی وو .
نن دملتونو پرحق باندي سترګي پټول کومه نوې خبره نده ،خو هغه ددې باعث سوې ده چي د ملتو د برابرۍ اصل خپل ځای د متحده ايالاتو او په هغه پوري د تړلو حاکمو ډلو و تبعيضي اصل ته پرېښودل سي . دا هغه څه دي چي هغوی ځانته حق ورکوي يوه داسي « حياتي فضا» چي لازم يې ګڼي لاسته راوړي ترڅو يو ې خواته يې ځان او بلي خواته يې د ټول جهان ملتونه قرار ولري . داسي ملتونه چي د هغوی موجوديت يوازي هغه وخت د زغم وړ دئ چي د هغوکسانو و مخي ته خنډ نسي کوم چي ځانونه د « نړۍ باداران » بولي،يا داچي دهغوی د پروژو د تحقق مانع و نه ګرځي ، او «تهديد» هم ورته پېښ نکړي .
اوس به وګورو چي هغه «ملي » ګټي چي د متحده ايالاتو حاکمه ډله ځانته حق ورکوي هر ډول چي زړه يې غواړي هغه طرحه کړي، د ملتو او هيوادو پر حيثيت او ملي ګټو باندي ور و دانګي ، کومي دي ؟
حقيقت خو دادئ چي په امريکا کي دغه طبقه خپل ځان بس په يوه هدف کي تعريفوي او هغه د پيسو لاسته راوړل او په کاوبايي توګه د پردو هيوادو د شتمنيو بر الا لوټول دي . د امريکا دولت خپله لومړنۍ وظيفه د مسلطي سرمايې چي هماغه دڅو ملتيزه شرکتو څخه عبارت ده د هغوی دغوښتونو د تحقق او د هغوی د راضي کېدو په خدمت کي متعهده بولي .
په دې ډول دلته د نړۍ خلک چي د امريکا و ډيکټو ته سر نه ټيټوي د واشنګټن د حاکمي طبقې له نظره ديوه سره په امريکا کي د سرخ پوستانو په ډله کي حسابېږي ، يعني داچي يوازي په دې شرط د ژوند حق لري چي د امريکا د متحده ایالاتو د څو ملتيزي سرمايې د ډېرېدو او د هيوادو د لاندي کېدو په وړاندي مزاحمت و نکړي . هغوی پردې خبره ټينګار کوي چي هر راز مقاومت به په ټولو ممکنه وسايلو سره وځپي ان که لازمه وي نو د ډله ايزي وژنود وسلو د استعماله څخه به لا هم ډډه ونکړي . او يا داچي لکه زموږ په وطن کي به هغوی هم لکه شورويان د تېښتي لار لټوي او د تجزيې خبري به را پورته کوي ، ددې خبري مانا داده مثلاً که د څو ملتيزه سرمايه دارانو د جملې نه يو مليون تنه د زياتي ګټي خاوندان کيږي نو دا بايد څه پروا ولري چي په عوض کي يې پنځه سوه مليونه انسانان قرباني سي . دياغي دولتو هغه اصطلاح چي غټ جورج بوش ، بل کلينټن، او کوچني جورج بوش ياده کړېوه ، هغه ته که څوک ښه پام وکړي ، نو دا خبره خو تر هر دولت نه زيات پخپله پر امريکا باندي ښه تطبيقېداسي .!
د هيوادو د تجزيې خبري بې له شکه د خشونت او بربريت د واقعي مفهوم په مانا يوه امپرياليستي پروژه ده. داځکه چي خبره يوازي د نړۍ پر موجوده ټولنو باندي بابايي او د سرمايه دارۍ په يوه منسجمه سيسټم کي د هغوی ادغام ندئ، بلکه مشکل يوازي د هغوی د طبيعي زېرمو لوټول دي . و عاميانه اقتصادي بديهياتو ته د ټولنيز تفکر را کښته کېدل، او په يو لنډمهاله موده کي د مسلطي مالي سرمايې څخه د زياتو ګټو و لاسته راوړلو ته يواړخيزه پاملرنه ده، يعني دداسې ګټو دلاسته راوړلود پاره تلاښ دئ ، لکه څرنګه چي پوهيږو يوازي د پوځي وسائلو د کارولو د لاري تر لاسه کېدای سي ، دا په واقعيت کي د داسي يو وحشيانه او اخلاقي انحراف مسؤليت دئ چي يوازي د امريکا د هغو جنایت کارانو پر اوږو باندي پرېوتای سي چي د پردو هيوادو د شتمنيو د لاندي کولو د پاره يې د ملتو و تباهۍ ته لستوڼي رانغښتي دي . دغه کار درست هغه وخت شروع کيږي چي د يوه انساني او ارزښتناکه عادلانه نظام په نسبت د هر رازي تعهد څخه خپلي اوږې سپکي او د مسؤليت احساس ايسته و غورځول سي ، او پر ځای يې صرف خپله لويه غوښتنه عملي کړي چي هماغه په اصطلاح د بردګۍ او بې بند وباره بازار څخه اطاعت دئ .
د نړۍ په دغه حساسه او ټاکونکې سیمه کي خو د لويي لوبي امريکايي پړاو را شروع دئ، خو زموږ وطن و هر اهريمن جهانخوار ته د سټاپ نکته ده . داسي غوړه ګوله نده چي وهر بد نيته اشغالګر ته دي په آساني سره د هضم وړ وي . دې خاوري ته چي د فرعونانو او متجاوزینو قبرستان ويل سوی دئ نو هغه داسي ټوکي نه دي چي متجاوز څوک دي هغه ته سطحي وګوري او پاملرنه دي ورته و نکړي . تاريخ دادئ يوځل بیا او هغه هم په لنډه زمانه کي و بد نيتو او مفسده «دوستانو» ته ځان ښکاره کوي ، هغوی به ښايي زموږ د هيواد د «تجزيې» خوبونه ليدلي وي چې بېله څلورمي نړۍ والي جګړې به يې تر سره نکړای سي، ولي تر هغه د مخه به امريکا و خپل ځانته هغه پروسه ګړندۍ کړي چي د خپل حتمي زوال د پاره يې را شروع کړېده . پای