دمقالی لیکونکی : ګاریلی لوپ(Gary Leupp) سرچینه او نیټه: کونترپوچ ۲۲-۷-۲۰۱۰
ژباړونکی : پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)
داوباما د افغانی جګړی لړلید: اوس هرڅوک ښکاره او په عملی بڼی سره پوه شوی اویا پوهیږی چی د افغانستان جګړه لا د خرابیدو په لور روان دی ، اودا په دی معنی نه دی چی ګواکی د طالبانو اود نورو (شوریشیانو )قوت زیاتی موندلی یا داچی هغوی ډیر قوی شوی دی ، اود هغو خارجی دښمنان کمزوری اویاناتوان شوی
دی ، نه داسی نه دی ! بلکه اصلی عامل د افغانانو د آزادی غوښتلو روانی سیکالوژیکی سرکش نه تسلیمیدونکی جذبات دی کوم چی دهغو پرکورونو، کلو بانډو باندی یرغل او دبمونو غورځول دی چی د هغوی ډیری بیګناه وطنوال خپل ژوند دلاسه ورکوی.
دجمهوری خواهانو دګوند مشر ښاغلی میخایل ستیل (Micheal Steel) پخپل یوه ویناکی داسی په ډاګه کړ: دا [جګړه] هغه څه دی چی امریکا نه غوښتل پکی ښکیل شی ، مګر دپوښتنی رغنده مطلب دادی چی مونږ ولی دی نقطی او پړاو ته ورسیدلو ؟
ځنی وختونه مونږدعراق اود افغانستان ددی ناورین جګړی په اړین ځنی هغه دوامدارغلطی او تخطی له یاده باسو کوم چی دی جګړو پوری اړه لری ، اجازه راکړی چی دنومبر دیولسم پیښی څخه وروسته د بوش درژیم په پریکړو نظر واچوو اوهغه داچی دبوش اداره داسلام دنفوذ دلاپراختیا له ډاره د ۱۹۹۹ کال په اوایلوکی پر عراق باندی یرغل وکړ، بوش هغه چاته چی دهغی بیوګرافی لیکل پخپل یو خبری ناسته کی داسی ویلی وه :
« په مشرتوب او یو لیډرشف کی هغه اساسی اورغنده نښی اویا عنوا ن چی لیدل کیږی هغه له کامل واکی اویا سر قوماندانیت څخه عبارت وی .
نودهمدی مطلب په نظرکی نیولو سره زه وایم چی : ځما پلار تر اوسه ډیر سیا سیی پانګی تر لاسه کړ اوهغه داچی عراقیان یی له کویټ څخه وویستل ، مګرهغه ونشو کړای چی دغه لاسته راوړنی وسا تی او ورڅخه دلاسه ونه وځی ، مګر که چیری ما ته د یرغل چانس تر لاسه شی اویا که چیری زیات پانګی تر لاسه کړم ، نوهیڅکله به یی دلاسه ورنکړم اوزه غواړم چی ځما کارونه ټول په ښه شا ن هغسی چی زه غواړم ترسره شي اوبالاخره زه غواړم چی یو ښه جمهور ریس اووسم » . نو دهمدی پورتنی یادونی په نظر کی نیولو سره هغه یعنی بوش دا لازم وګڼل چی لمړی چیری لیری باید او هغه هم پرافغانستان باندی حمله وکړی . او امریکایانو ته په ډیره اسانی سره په دی ډول دجنګ د ضرورت په هکله لازم توضیحات ورکړی :
« مونږ تر حملی لاندی راغلو ... هغوی یعنی د نړی مسلمانان په پوره پوهاوی او کامل احساس سره پرمونږ یرغل وکړل ، نو باید چی د هغو سره په متقابله یرغل اوجنګ باندی لاس پوری کړو» اوله هغه ځایه څخه چی مونږ په افغانستان کی دیو ګروپ میشتو خلکوله طرفه تر حملی لاندی راغلو نو مونږ هم لازم وګڼل چی په نومړی هیواد باندی د هغو د له مینځه وړلوپه نیت حمله وکړو ،کوم چی حتی زمونږ دسولی اودعدالت دپوهنځی کارپوهان زمونږد نظامی یرغل سره خپل ملاتړاعلان اوزمونږترخواودریدل . دطالبانو دولت کوم چی د افغانستان ۹۰٪ خاوری یی تر خپل تسلط درلودل ، اود القاعدی اکثر لوړ پوړی چارواکی دهغو سره په ارتباط په سعودی عربستان کی میشته وه دمجاهیدینو یو چُپ یاخاموش تحریک اوچرخش وه چی د سی- ای- ا (CIA) له خوا په (۱۹۸۰) کی دجاهد دجګړی تر عنوان لاندی سازماندهی شوی وه په واقیعت کی د یو ښه امتیاز ترلاسه کول وه لکه چی دجمهورریس کارتر سلاکار ملی امنیتی مشاور ښاغلی بریژنسکی داسی په ډاګه کړی وه : ( د روسا نو وینی باید همغسی توی شی کوم چی هغوی زمونږ وینی په ویتنام کی توی کړی وه) یعنی څه چی کرلی وه هغسی دی باید وریبی . نو ددی هدف د سرته رسولو دپاره عظمی بن لادن دسعودی دولت له خوا وګمارل شو چی دعربی قوتونو په مشرتوب په ګډه د سی –ای- ا( CIA) سره کاروکړی ، اماکله چی هغه پخپل مقد سه خاوره کی خپل بیس یا مرکز ایجاد کړ او په همدی وخت کی کله چی له کویټ څخه د عراقیانو د وتلو دستور ورکړل شو هغه د امریکی دمتحده ایالاتو په مخالفت خپل غږ پورته کړ او په مبارزه یی لاس پوری کړ. بوش دنومبر د یولسمی پیښی نه وروسته په ډیر چټکتیا سره اعلام وکړ ، چی متحده ایالات د تروریستانو اودهغو دملاتړو اوحامیان تر مینځ هیڅ فرق نشی کولی ، نو په دی بنیا د دهغو سره به ځمونږد اوږدی مودی جګړه پیل شی ، هغه یعنی بوش دځانه سره په ډیر ساده بڼه داسی حسا ب کړی وه چی ددی اعلامی په صادریدو سره به وشی کړی چی تروریستان غمګین او وډار کړی اوله بلی خوا څخه دخپل نظامی یرغل دپاره پرهغو هیوادونو کوم چی دهغه په قول د تروریستانو څخه ملا تړ کوی لکه په سوریه اود ایران پر اسلامی جمهوریت باندی دامریکی دخلکو له خوا دحملی کولو مشروعیت تر لاسه کړی . دغه فریبکار اوغولونکی ډلی ټپلی او اپارات کوم چی له نوی محافظه کارانو څخه جوړ شوی وه لکه ، پول اولفوتز(paual wolfwitz) ، ددفاعی چارو نوماند دونالد رامسفلد ، د سکرتریت اصلی همکار اومعاون لییبی(Libby) ددفاعی چارو د پالیسی جوړونکی بورد مشرریچارد پریل ، او ځنی نورو واړه اوګمنام شخصیتونه وه او دیو لړمختلفو نظریاتو لرونکی وه او ځنی د دوی دا سی یادونه کول چی مونږ د ټوپک دخولی لوږی ته اجازه نه ورکو چی د نیو یارک په آسمان او فضا کی خپور شی .... دغه نوی محافظه کار ډلی ټپلی له ډیر پخوا څخه په دی موافقی سره رسیدلی وه چي په ډیر اسا نی سره باید د لوی مینځنی ختیځ رژیمونو ته د اسرایل د ګټی په نظر کی نیولو سره تغیر ورکړی او هغه څه نور میشته ګروپونوکوم چی د اسرایل سره مخالفت کوی لکه د حما ز او د حزب الله ګروپونو اوګندونو ته ستر تاوان ورسوی . دیک چینی دتیلو غټ سوداګر له هغه ځایه چی پرنوی ځوان جمهور ریس ډیر زیا ت نفوذ لرل نو د موقع څخه په ګټه هڅه وکړ چی د متحده ایالاتو کامل کنترول د مینځنی ختیځ د تیلو په زیرمو باندی تامین کاندی.( دیادونی بل وړ مطلب دا وه چی د بوش په کابینه کی دتیلو ډیر غټ سوادګری لکه پخپله بوش ، رامسفلد د تیلو ملیاردر سوداګر ، کاندولیزه رایس دڅو لسیزو دپا ره د شیبورن د بورد دایرکتر لوړ مقامونه درلودل ) چینی پخپله د نوی محافظه کارو دروشنفکرانو له جملی څخه نه وه اوحتی پرهغه باندی شک کیدل چی هغه اسرایلو ته زیات اهمیت ورکړی اویا د هغه د ګټی د تامین د پاره هلی ځلی وکړی ، مګر هغه دهغو محافظه کارانو سره نژدی اړیکی درلود کوم چی دهغه په شان دمینځنی ختیځ د رژیمونو د تغیر سره موافق نظر درلود .دامریکی د دوه زرم کال دهغه انتخاباتوڅخه وروسته چی په هغه کی تقلب اوسرقت ترسره شوجورج بوش دیک چینی ته پوره واک اواختیارات ورکړ ترڅو چی هغه دامریکی د دولت په لوړو مقاماتو کی د خپل خوښی مامورین وټاکی ، دیک چینی ددی موقف د تر لاسه کولو څخه ، هغه د دفاع او همدارنګه د داخلی په وزارتونوکی په اکثرو مقامونو کی د نوی محافظه کارو دنظرخاوندان وګمارل چی دهغه په نتیجه کی دکولین پاول اودهغه ترمینځ یولړ مخالفتونه میڼخ ته راغی ، لکه چی کولین پاول، باب اوډ وارد ( Bob wood ward) ته یوه ورځ په ډاګه کړ اوداسی وویل چی دیک چینی ، رامسفلد او اولف وتز د دولت او حکومت په مینځ کی بیل بل حکومت مینځ ته راوړی او دهمدی حقایقو په نظر کی نیولو سره هغه خپل کرکه ښکاره کړاوپرعراق باندی له تجاوزه مخکی هغه په ملل متحد کی د یو وینا په ترڅ کی خپل بی علاقګی په دیپلوماتیکی بڼی سره ښکاره کړ .له بلی خوا څخه جان بولتن(John Bolton) ددولت د کورنیو چارو د وزارت مرستیال (چی وروسته د جمهوری ریاست له خوا په ملګرو ملتونو کی دسفیر په صفت وټاکل شواو دکنګری له خوا توافق تر لاسه نکړ) په متکرر درواغو ویلو سره ونشو کړای چی خپل دولت دیرغل د پاره پر سوریی (Syria) باندی راضی کړی .
دوی د افغانستان اود عراق په هکله دولت غلطی لاری ته سمول او یا یی خپل دولت بی لاری کول ،اوداځکه چی دطالبانو اود القاعدی سره اړیکی له هغه نه چی دوی پری پوهیدل لا ډیر پیچلی موضوع وه ،په کال (۱۹۹۶) کی کله چی طالبان په افغانستان کی قدرت تر لاسه کړل بن لادن په افغانستان کی وه اوهغه تا زه وروسته له یوی اوږدی مودی څخه د خپل ضد شوروی د نظامی اډی(اردوګاه) چی په کال ( ۱۹۸۰) کی پرانستی وه بیرته قومانده تر لاسه کړ اود افغانانو د پښتونولی د ویاړنی په پوهیدو سره کوم چی هغوی تل میلمه پال دی اوځان ملزم ګڼی چی میلمه پالنه وکړی ګټه تر لاسه کړ اوخپل فعالیت د افغانستان په دننه کی د طالبانو مجاهیدینو سره په ګډه تر سره کول اوپه عین زمان کی د طالبانو سره مالی مرستی هم کول علاوه له هغه چی پاکستان او سعودی عرب هم د طالبانو سره هراړخیز مرستی کولی . دبلی خوا څخه دیادونی وړ مطلب چی باید له یاده ونه باسو هغه دادی چی په کال (۱۹۹۸) کی وروسته د امریکی دنظامی تجاوز څخه چی پرافغانستا ن باندی ترسره کړ ، بن لادن تر کامل نظارت لاندی راغی اوله هغه څخه پوره څارنه کیدله . اما کله چی په ختیځ افریقا کی دامریکی پرسفارت باندی بمی یرغل وشو ، نو امریکایانو په ځوابیه اوتلافی جویانه حملو باندی پیل او دافغانستان په دننه کی د بن لادن پر نظامی اډی باندی بمونه وغورځول ، وروسته له هغه داسی راښکاریده چی ممکن امریکایان به نور زیاتی حملی ونکړی ، مګر دامریکی په دوه تجارتی برجونو باندی چی د الوتکی یرغل وشو د (۱۹) حمله کونکو له جملی څخه دوه نفز یی د افغانستان په دننه کی دالوتکی حملی زده کړه تر سره کړی وه ، مګر دا لا روښانه نه دی چی ایا دطالبانو رهبری له دی حملی څخه خبر وه اویا که نه ؟ په هرصورت اوس یو لړشواهد تر لاسه شوی چی طالبانو ددی چمتوالی درلود چی بن لادن امریکی ته وسپاری مګر دا هغه وخت وه چی امریکایانو په ډیر بیړه سره د افغانستان د نیولو بندوبست کړی وه او په چټکتیا سره پر افغانستان باندی خپل نظامی یرغل تر سره کړ .
طالبان چی دپاکستانی دولت په پوره ملاتړ اود کتنی وړ مرستی سره په قدرت ورسید له عمومی وضیعت څخه دا سی معلومیدل چی هغوی یعنی طالبان دامریکی سره کوم مخالفت اوضدیت نه لری امریکا ، افغانستان اود متحده ایالاتو راتلونکی سفیر په افغانستان کی ښاغلی زلمی خلیل زاد د خپل هستوګنځی په باغچه یعنی په تکزاس کی دیونیکال رهبری غړی د تودی بحث او مذاکری دپاره ملیمه کړی وه او نوموړی پروژی د پایپلین دغزلو اودهغه دامنیت د ساتلو په موردکی خپل طرحه شوی پلان شریکه کول اوداسی یی وړاندیز وکړ چی دنوموړی پروژی رهبری په کال ۱۹۹۰ کی اسکوتر لیبی او اولف وتز باید ونیسی دغه پریکړی تر یو وخته پوری پټ وساتل شو تر څو چی بالاخره دغه پټ مذاکرات نیویارک ټایم پخپل یو ګڼه کی افشا کړ . اودا پریکړه پرامریکی باندی غږ کول چی د سړی جګړی نه په وروستنی دوران کی په انحصاری بڼه اویا مخکی دمخکی په نظامی اقدام باندی لاس پوری کړی اوټول هغه هیوادونه په بالقوه زورسره تهدید کړی چی زمونږ د زبرځواک قدرت په مخ کی خنډیږی .دا د« اولف وتز ددکتورین په نوم یادیږی» متحده ایالات اود هغه هیواد سوداګران له ډیر پخوا وختونو څخه داهیلی درلودل چی د طبعی ګاز پایپ لین له ترکمنستان څخه د افغانستان دلاری دهند بحر ته راوغزوی ، چی دا پخپله د هغه نورولارو څه دروسی اویا دایران له مسیرونو څخه ډډه کول دی چی دژیوستراتیژی له پلوه ډیر د اهمیت وړ مطلب ګڼل کیږی .
په کال (۱۹۹۶) کی د خلیل زاد یو مقاله په واشنګتن پوست کی دسرمقالی د صفحی په مقابل مخ کی په نشر ورسید چی دهغ لنډیز په دی ډول وه « طالبان دامریکی پرضد فعالیت نه کوی ، ایرانی پلو افراطیان دی چی د امریکا پر ضد خپل فعالیتونه جاری ساتلی اوهر ورځ ورته لمن وهی ، نو په دی بنیاد مونږ باید خپل رغبت اوتمایل دهغو د پیژندلو اودهغو سره د بشردوستانه مرستی اودبین المللی اقتصادی رغونی دپاره وښیوو، او دا یی وخت دی چی امریکا له سره د افغانستان په قضایاو اومسایلو کی باید ځان د خیل کړی .»
متحده ایالات په هیڅ صورت سره دطالبانو رژیم په رسمیت ونه پیژندله اوداځکه چی امریکا دبین المللی رسوایی اود ملامتیا داحساس په درک کولو سره دطالبانو د دولت له پیزندنی څخه ډډه وکړ خصوصاُ هغه اعمال چی د طالبانو له خوا سرته ورسید لکه په غازی استدیوم کی د ښځو سنګسارول اویا داچی دافغانی فرهنګ دنابودی دپاره د بامیا ن د بوتانو نسکورول هغه څه وه چی امریکی دهغو د پیژندنی څخه ډډه وکړ.کولین پاول د(۲۰۰۱) کال په سر کی طالبانو سره یومیلیون دالر مرسته وکړ چی باید دکوکنار فصلونه واړول شی اود هغه له کشت څخه مخنیوی وشی ، طالبانو یا دافغانستان رهبرانو ډیر سختګیر اومتعصب مسلمانان وه ، اودهغو سره دا فکر وه چی ډیری امریکایان غیراخلاق اوبی بند وبارکرکتر لری،مګرهغوی هیڅکله پر امریکی باندی د یرغل نیت نه درلود اونه هم د بل چا سره پرامریکی باندی د حملی د مرستی ژمنی درلود هغوی نه غوښتل چی په نړیوال کچی سره دمسلمانانواودامریکی ترمینځ جګړه پیل شی لکه کوم چی د القاعدی دراښکاره اهدافو څخه ګڼل کیږی . هغوی یعنی طالبانو د خپل هیواد په دننه کی دخپل دتسلط دټینګیدو په فکر کی وه کوم چی دشوروی پلورژیم له نسکوریدوڅخه له کال(۱۹۹۲)نه وروسته دڅولسیزو جنګونو چی د ګلبدین حکمتیا ر د پلویانو اودشمالی ټلوالو (۱۹۹۳-۱۹۹۶) قوتونو ترمینځ اکثر نهادونه له مینځه تللی وه او دیو لړ زیاتو بدبختیوسره مل وه په اندیښنو کی ولویدلی وه، هغوی د پوره اخلاقی اصولوپه نظرکی نیولوسره د مجاهید ینوسره په پرتله ځان مکلف ګڼل چی سم چلند وکړی .
د امریکی متحده ایالات د اکتوبر په (۷) کال (۲۰۰۱) دبن لادن پر اردوګاه بندی د افغانستان په دننه کی بمونه وغورځول چی دهغی له مخی ممکن زیات خلک خپل ژوند دلاسه ورکړی وی چی دمړو شمیر لاتر اوسه دقیق نه دی معلوم ( بوش داسی انګیرله چی زمونږ په بمب غورځولو سره دالقاعدی په لسونو زروغړی خپل ژوند دلاسه ورکړاویا دیوی هوښیاری ټولنی له نظره شاید چی ددی مړو شمیر سلونو ته ورسیږی ) خلکو داسی فکر کاوه چی طالبان باید په ډیر اسانی سره له قدرته رانسکور شی اوهغه داچی دوی په نړی کی یو له ډیر لمړنی اوبیرته پاتی رژیمونو څخه ګڼل کیږی چی شاید هیڅ یو دفاعی انتظام ونه لری . په هرصورت طالبان د قومونو د سپین ږیرو په غوښتنو سره چی باید له ډیر وينی تویولو څخه ډډه وشی په اسانی سره اکثر لوی ښارونه په چټکی سره خوشی کړ اوتری ووتل .
دیادونی وړ مطالب خو دا وه چی کارونه او نقشی یود بل پسی ډیر په چټکی ( سره دهغه چی بن لادن له افغانستان څخه وتښتید ) مخ په وړاندی تلله ، طالبانو هم دافغانستان له مرکز او اطرافو څخه ووتل ، شاغلی زلمی خلیل زاد په بیړه سره وتوانید چی انتخاباتو ته سرو صورت ورکړی او ښاغلی حامد کرزی دا دسی – ای- ا (CIA) سره له ډیر مخکی په تما س سړی اواجنټ په جون(۲۰۰۲) کی دافغانستان دجمهور ریس په حیث وټاکی . چی وټاکل شو . دامریکی نظامی قوتونه بیرته کویټ ته لاړ اوهلته پر عراق باندی دیرغل دپاره چمتوالی نیول ، په کال ( ۲۰۰۲) دمارچ په میاشت کی پرعراق باندی تجاوزوکړاوپه عین زمان کی دامریکی نوی محافظه کار ډلی ټپلی چی د نیو کانو په نوم یادیږی له دی نه چی د افغانستان ډیری خلکو دطالبانو دنسکوریدو له امله خپل خوښی ښکاره کول اود امریکی څخه د طالبانو دچپه کیدو له کبله خپل ملاتړ ښودله ډیره خوشحال وه چی ددوی ډیرله مخکی سنجول شوی مهم پروژه دخپل د انطباق قدمونه یو دبل پسی اخلی اومخ په وړاندی درومی ، اما د بلی خوا څخه خلکو ته د نوی محافظا کارانو غلطی او له درواغو څخه ډک پلمی کوم چی پر عراق باندی یرغل وکړ را ښکاره شو ، ګرچی دا احساس ګذری بڼه درلود مګر محافظه کاران په ټول پوهاوی سره پوهیدل چی دغه دروغ او پلمی دهغو دمرام اود مقاصد و د تر لاسه کولو دپا ره ستر مرستی اوګټی رسوی .
وضع لکه د اوسپنی د ټوټی په څیرچی په اورکی سکروټین شوی وی ښکاریده ، اود بوش اداره داسی پلمی ته رنګ او بو ورکړ چی صدام حسین د نومبر د یولسم نیټی په پیښه کی لاس درلود اوهم داسی یی اعلام وکړ چی هغه یعنی صدام دبین المللی قوانیونو په نه رعایت سره دکشتارجمعی سلاح لری ، هغه یعنی بوش د امریکی د اتحادی په ادرس کی اعلام وکړ چی عراق د شیطانی د محور یوه برخه دی چی په دی شیطانی محور کی د هغه نور شامل ملګری ایران اوشمالی کوریا دی .(دشیطانی محور اصطلاح دبوش دبیاناتولیکونکی ښاغلی دیویدفروم ته ځانګړی کیږی چی هغه پخپله یو نیوکا ن یانوی محافظه کاردی ) دغه هیوادونه په هیڅ توګه سره دشیطانی محوراجزا نه دی، بلکه اصل مطلب دادی چی ایران اوعراق پخپلو مینځو کی کله چی امریکا دعراق سره (کال ۲۰۰۸) هراړخیز مرستی کول داوږدی مودی د پاره سره جګړی کړی دی ، ( رامسفلد هغه وخت چی دامریکی د دفاع د وزارت مسول وه دوه ځلی بغداد ته تللی اود صدام سره روغبړاودهغه لاسونه ښورولی دی)اوعراقی مقامات ته د ماهواری هغه انځورونه کوم چی ایرانیانو خپل سر تیری پلی کول ښودلی دی ،کوم چی یو دبل سره سخت دښمنی درلودل،بوش پخپلوخبرو کی دشمالی کوریا له شمول څخه په شیطانی محور کی یواځی ددی دپاره یاده کړی کوم چی شمالی کوریا پرامریکا باندی نیوکی کړی وه چی دمینځنی ختیځ پر مسلمانانو باندی حملی کوی ، دبوش خون ګرمه ،کوبایی ، افراطی مسیحی مشاورین په دی پوهیږی چی دغه موضوع دیو ساده سوال په څیر له ښه نه بد ته د ترور سره په جګړه کی جوهر اوعصاره بلل کیږی . بوش د ضد ترور له مسول یعنی ریچارد ای کلارک (Richard A Clark ) څخه وغوښتل چی په ډیر بیړه سره دهغو شواهدو په لټه کی دی وشی کوم چی عراق د ۹-۱۱ په پیښه کی مرستندوی اویا مستقیماُ ونډه لری اویا داچی دالقاعدی سره څه اړیکی لری .کلارک وروسته له هغه بوش ته وویل چی ما سره هیڅ شواهد اویا هیڅ سند نشته یا پیدا می نکړ چی عراق دالقاعدی سره څه اړیکی ولری ، د عراق غیر مذهبی او سیکولار دولت دالقاعدی سخت دریزو سنتی غړو سره ضدیت اومخالفت لری کلارک زیاتوی چی جمهور ریس بوش په وار وار سره پرما باندی تاکید او سپارښتنه کول چی زه باید یو څه شواهد اویا کوم سند لاسته راوړم چی په هغه کی دالقاعدی او د عراقی مقاما تو تر مینځ روابط موجود اوسی ،حال داچی دډیروهڅواواند سره سره ما ونشی کړی چی دا ډول شواهد تر لاسه کړم . کله چی اطلاعاتی ارګان دعراقی دولت د۹-۱۱ د پیښی په اړین دمعلوماتو دنه درلودو اویا د نه په لاسته راوړلو باندی پاتی راغی نود بوش داداری د قهر سبب شو اوهغه په کال (۲۰۰۰) کی دخپل عراقی ملګرو سره په تماس کی شو اوپه عین زمان کی یوه ځانګړی پلانیزی شوی اداره د دوګلاس پیت (.D faith) اوابرام شولسکی (Abram shulski) تر سرپرستی لاندی مینځ ته راوستل، او نوموړو بی له ځنډه په ورسپا رل شوی دندی باندی پکار پیل کړل ، شولسکی یوځل مخکی دسیاسی اود لرغونی ادبیاتود داستان لیکونکی ماهر لیو ستروس په باره کی یومقاله لیکلی وه ، شولسکی پخپله د اولف وتز د سیاست اودهغه دنظر، یو اړین پلوی شخص دی ، کوم چی دهغه نظرداطلاعاتو دټولولو اود جمع اوری په مورد کی دیو خاص سبک سره مل دی اود
ښاغلی شتراوس د نظریی له مرکزی مفاهیمو څخه یوه هم دادی چی دهوښیا راوپوهو خلکو ته کله ددی نیازضرورت هم لیدل کیږی چی(شریفانه یا مصلحت آمیزدرواغ) ووایی اوخپل دغه درواغ د هغو خلکو په واسطه سره پلی کړی چی یوڅه هوښیار اود مهارت څښتن ووسی، ترڅو چی هغوی ګڼ شمیرخلک دی ته متقاعد کړی چی له هغه درواغ څخه خپل ملاتړاعلان کړی بیغیر له هغه د نادانی په صورت کی هغوی خپل حمایت نه اعلانوی اوګڼ پرګنی داسرايل دامنیت د تامین د پاره دجنګ د شد ت پلوی نه کوی ، نو په دی صورت کی باید چی یو لړ نور دلایل ولټول شی د نیویارک ټایمز د ورځ پا ڼی د یو خوش باور ژورنالسیت جودیت میلر سره په یوه مرکه کی چی مخکی ثبت شوی داسی را جوته شوی چی نوموړی ژورنالست بی له ځڼډه نوموړی مواد اودرواغ په میدیا کی نشر اوخپور کړی .یعنی لمړی پخپل اونیزی نشراتو او بیا پخپل تلویزونی پروګرامونو کی په پرلسپی بڼی سره چاپ او نشر کړی ، تر څو چی د خلکو پام ورته راجلب کړی، او هغه په دی شکل چی اتهام د جعلی اسنا دو پربنیا د مثلا ُ په ایتالیا کی داسی ویل کیږی چی نایجریا خپل یورانیوم پرعراق باندی وپلورل چی د ا پخپله ډير یو غټ درواغ دی اودا ځکه چی د ایتالیا د پارلمان د تحقیقاتو له مخی دا سی را څرګند شو چی نیوکان میخایل لید ن یو د هغو مسولو غړو له جملی څخه په ګوته شو . دمتحده ایالاتو اطلاعاتی آژانس (سیا) دغه خاص اتهام وڅیړل اوبیا یوسف ویلسن (j wilson) کوم چی د سیا (CIA) ددیپارتمنټ د یو اجنټ سره واده کړی وه هغه ته ددوزرم کال د پسرلی په میاشت کی ولیږل ، هغه نوموړی رالیږل شوی راپور بیرته هغه ته ولیږل کوم چی هغه ته هیڅ ارزښت نه درلود او لاتر اوسه د بوش داداری یوله هغه تهمتونو څخه ګڼل کیدل کوم چی بوش پخپل کلنی بیاناتو کی د یونین (اتحادی) په ادرس په کال( ۲۰۰۳) کی څرګند کړی وه او بی له ځنډه د اتومی بین المللی آژانس له خوا دهغه خبری پوره غلط او ناسم وبلل شو ، پاول شروګ د نوموړی موضوع په اړین داسی څرګند کړ که چیری راپور او ګذارش یو اشتباه وه نوهغه اشتباه شوی وه .
ښاغلی ویلسن په کال (۲۰۰۳) دجولای په میاشت کی د صمیمیت په یوه ډکه فضا کی خپل داستا ن اوقصه د مطبوعاتو سره شریکه کړ ، هغه وویل چی دولت په قصدی اوعمدی ډول سره د ځنو لارو ورکواوګمراه کونکواطلاعاتوپه خپرولو سره غواړی چی پر عراق باندی جنګ او جګړی ته قانوی اومشروع څیره ورکړی . نو دهمدی اظهاراتو څخه وروسته دیګ چینی د بوش داداری با صلاحیته معاون په ډیر هوښیاری او په ډیر مرموز ډول سره دویلسن د ښځی مقام او وظیفه تخریب اوله مینځه ویوړ. (سکوټر) لیبی د جودیت میلر پواسطه سره په نیویارک ټایم کی دویلسن دښخی هویت افشا کړ اود ویلسن اودهغه د ښخی د اړیکو په بی اعتباره کولو کی له هیڅ ډول زیار څخه ونه سپمول ، هسی جرم کوم چی دیو اجنټ هویت عامو خلکو ته رسوا شی ، کله چی اولسن اودهغه ښځه په قانونی لحاظ سره تر تعقیب لاندی پریوتل نو لیبی سمدلاسه په کال ( ۲۰۰۵) کی پرهغو داعدام حکم صادر او په کال (۲۰۰۷) کی د هغوی په جزا کی کموالی راوستل اود خپل دلاس په بند کی د یو تکتیکی ضربی په وهلو سره داسی بیان کړ چی ښاغلی بوش ددی جوړه دجزا په تقلیل کی هدایت صادرکړی وه .
هغه وخت چی دغه جوړ کړل شوی درواغ د (۲۰۰۳)کال په نیمایی وختونوکی ښکاره اوافشاشو ، نو سمدلاسه دروغ جوړونکوهریو اولف ویتز، پرل ، فایت (Feith) دمجازاتو له ډاره وتښتیدل (حتی تر دی چی ځانونه د خلکو له نظره خوندی کړل ) ، مګر متاسفانه دنړیوال بانک دریاست د تلویزیون له ادارو اودځنو تعلیمی موسساتو له خوا هغو ته د حیثیت د جبرانولو اواعاده کولو د پاره نوی دندی او مقامونه وړاندیز شو . هغوی داسی فضا مینځ ته راوړی وه چی په هغه کی هر دښمن ته تروریست ویل کیدل اوهغوی خپل مخالفین په دی ډول له صحنی څخه یو کنج ته ټیل وهل(حتی چی بوش دفلسطین دخودګردان جنبش د مسول یاسرعرفات سره ونه غوښتل چی ملاقات وکړی ) نړی د اسرایل د پاره په امن کی راوستی وه اوپخپبله بوش په هرموضوع کی د اسرایل لمړی وزیراریل شرونه ته کاملاُ تسلیم شوی وه ،دامریکی دسرتیرودمړو شمیر زرو ته ټیټ شوی وه (هغه څه چی میدلین البریت ویل (څه با ارزشه وه)). نیوکان یا د نوی محافظه کارانو ډلی ټپلی خپل رضایت وښودل ،هغه څه چی داسرایلو اوسنی لمړی وزیر بنالامین نتانیاهو کله چی مهاجرو ښځو ته په کال (۲۰۰۱) په ویست بانک کی خبری کول له هغه څخه یوه پوښتنه وشو چی تاسی د نړی له عمومی افکارو څخه نه ډاریږی . هغه د دی سوال په ځواب کی داسی وویل: ( هسی چی زه پوهیږم امریکا ، امریکا دی چی په اسانی سره ځنی شیان په حرکت راولی اوهغه هم دسمی لاری په لور حرکت) *******
کله چی ښاغلی اوباما په قدرت ورسید د عراق دولت دامریکی په مرسته په قدرت رسیدلی وه ، اود عراق دولت په دی توافق ورسید ل چی امریکایی نظامی قوتونه کولای شی چی له عراق څخه خارج شی ،چی په دی بنیاد سره اوباما دهمدی توافق نامی له مخی هغه څه ته چی ضرورت لرل هغه یی ترسره کړ ،همدغه توافق نامه هغه ته دجګړی ددوام په صورت کی د نه ملامتیا زمینه هم وړ وګرځول او هغه دا چی امریکایی سرتیروته په عراق کی د زمانی جدول پر بنیاد دپاتی کید و چانس ور په برخه کړ (کیدای شی چی دشرایطو په نظر کی نیولو سره په نوموړی زمانی جدول کی تغیرات هم راشی) اودبلی خوا څخه اوباما ته دا چانس هم په لاس راغی چی د جنګ د ناکامی په صورت کی له یو طرفه له نیوکی خلاصه شی او د بلی خوا څخه دبوش درواغ ویلو ته دنوموړی جګړی په اړین ګټور توجیه هم تر لاسه کړی اودا په دی معنی چی اوباما غواړی چی وفاق مینځ ته راولی نه نفاق ، اوخپل ټول لاسته راوړنی زمونږ ترشا واچوی چی خلک تیرهیر کړی اومخ په وړاندی لاړ شی . اوباماددی توان لری چی خپل نظامی قوتونه له افغانستان څخه وباسی اود طالبانو دبیا جوړجاړی دپاره زمینه مساعد وګرځوی چی له سره ځان سمبال کړی ، اودافغانستان مرکزی حکومت د کرزی تر رهبری پریږدی چی لا پسی بیکاره ، مفسد اومنفور وګرځی ، اوددی وړاندی وینو امکان هم لیدل کیږی چی دافغانستان خلک له سره مسلح کړی چی پخپلو مینځو کی د څولسزو دپاره په جګړه بخت شی او القاعده بیا له سره په افغانستان کی میشته شی اوخپل داخلی امور پخپله سره په لاس کی واخلی ،یا داچی اوباما د خپل معاون جوبایدن توصیه ومنی اما جوبایدن دیک چینی نه دی چی دکامل نفوذ څخه برخورداوی ، هغه په عوض ددی چی ځان خپل جنرالانو ته تسلیم کړی غواړی چی ددغه جګړی لمن ته وسعت ورکړی او جنګ پاکستان ته ویسی .
په هرصورت داوباما اداره دیو نامنظم ارکستراسره مخامخ دی چی نه سور لری اونه هم تال اوپه همدی چُرت سره هغه دخپل سرتیرو دوتلو پیل له افغانستان څخه دجولای په میاشت کال (۲۰۱۱)کی اعلام کړ ، مګر اوس دخپل اعلام شوی وعدی دنه په نظرکی نیولو سره دخپل جنرالانو سره یوځای له خپل عهد اوقول څخه اوړی یعنی په اصطلاح شاته پاډل وهی او ثابت قرار نه لری .
هغه د جنرال مککرینی پرځای جنرال مککریستل په افغانستان کی دخپل نظامی جزوتامونو مشر وټاکل هغه څلور ستاره یی جنرال کوم چی هغه هیڅ یو ښکاره لاسته راوړنه نه درلوده ، بیغیر د دی چی پرخلکو باندی کتلوی بمونه وغورځوی او خلک په دی ډول له طالبانو څخه وژغوری اود انکشافی پروژو د تطبیق د پاره لاره خلاص کړی . په افغانستان کی لوی ستونزه دا دی چی د افغانانو خپل اوخپلوان کوم چی ممکن دهغودوستان اوملګری هم نه وی د طالبانو په لیکو کی دی . اودوی یعنی خارجی سرتیری دافغانان په فکرخارجی امپریالستان دی چی هغوی دطالب اودغیرطالب په مینځ کی فرق هم نشی کولای اوکله چی ورڅخه اشتباه کیږی اوبی ګناه غیر طالب سړی وژنی دخلکوڅخه عذر خواهی کوی اوخپل پیښیمانی ښکاره کوی اما له هغه ځایه څخه چی هغوی دوست اودښمن نه پیژنی داسی غلطی وار په وار ،ورځنی سر وهی چی حتی دمړی کورنی ته خونبها هم ورکوی ، سرکونه جوړوی ، نوی ښونځی تعمیروی لاکن دوی دخلکو احترام نه ساتی ناپوه خلک دی نو باید چی د لته پاتی نشی دجمهوری خواهانو یو مفسر او خبریال په دی تازه وختونو کی دافغانستان په مورد کی داسی څرګندونه وکړ : تاسی د افغانانو د یو ځانګړی فرهنګ سره مخامخ یاستی چی زمونږ له فرهنګه اساساً ډیر سره فرق لری ، مونږ په ریښتیا سره چی دافغانی فرهنګ سره بلد تیانه لرو،دلته دروان جګړی په اړین مختلف اورازراز نظریی موجوددی څوک وایی چی داجګړه پای نه لری سره دهغه چی هر څوک ددی جګړی پر ضد دی .
مک کرستل پخپل یووینا کی رولونګ ستونی (.R S) ته داسی ویلی وه چی هغه دباندنی فشار لاندی ددی ستونزمن دندی په لرلو سره واقعاُ غواړی چی بیرته کورته لاړ شی ، اودبلی خوا څخه په هغه تبصره کی چی د ستیلی (Stelle) له خوا تر سره شو ، هغه داسی یادونه کوی چی مک کرستیل په دی لټه کی وه چی دغه عامه ستوزمن او دستړتیا سره مل جګړه دسیاسیی مقاصدو دپاره په کارویسی.(دفدرال نومان او کاندیتوران باید له سره خپل سر خلاص کړی چی دغه جګړه د اوباما د خپل خوښی یو انتخابی جګړه دی ، داهغه څه چی متحده ایالات په فعاله توګه دهغه په تعقیب کی نه وه اوهم یی نه غوښتل چی پکی ښکیل شی) . دلته یولړنوروحقایق اوواقیعتونه پروت دی اوهغه داچی : البته اوباما پخپله غوښتل چی دغه جګړه دهغه جګړی اوسیی !لاکن دلته ځنی نور موضوعات هم دخیل دی اوهغه داچی دامریکی متحده ایالات د جورج بوش تر رهبری لاندی نه یواځی دا چی افغانستان ته درد اورنځ راوړل بلکه پاکستا ن یی هم په همدی درد اورنځ اخته کړ . نو که چیری هغه نه غوښتل چی په دی کی ککړ شی هغه ددی دپاره وه چی هغه غوښتل دافغانستان له طریقه پرعراق یرغل وکړی . ریښتیانی خبره خو دادی چی ددی دواړو جګړو مسول اشخاص ( که په پاکستان اویا یمن کی ځان خوندی کړی وه ) اویا که د سلابودین میلوسیوچ ته په شکنجه ورکول کی لاس درلود کوم چی د هر باوجدان سړی انزجار راپارول ټول سره سره دیو زنځیر دکړیو په شکل سره په ارتباط کی قرار لرل چی پر ایران باندی د حملی جمتو والی ونیسی او دکنګری تر پوره ملاتړ او حمایت کی سره قرار درلودل .
دیادونی بل واقیعت دادی چی دافغانستان جګړه نن ورځ یوله اوږدو جګړو زمونږ په تاریخ کی شمیرل کیږی کوم چی داوباما ، جوبایدن اودهغه د جنرالانو له نظره د نوموړی جګړی د پای مهال ویش اووخت لاتر اوسه نه دی معلوم اود بلی خوا څخه دا تشوش او پریشانی هم مینځ ته راوړی چی دمتحده ایالاتو دنظامی قوتونو وتل په راتلونکی کا ل کی عملی هم نه ښکاری نو د همدی دلایلو په نظر کی نیولو سره زمونږ د پریشانی ، افسردګی او بالاخره دعصبانیت سبب شوی دی .
یادونه : ددی مقالی لیکونکی لکه چی می مخکی په ذکر رسولی وه ګری لیوپن دی چی نوموړی دتاریخ کارپوه اوپرفیسور دی ،هغه همدارنګه د توفت(Tuft) په پوهنتون کی د مذاهبو په د یپارتمنت کی دومی دندی لری ، هغه ډیر مقالی اوډیر اثار لری که دهغه سره غواړی چی اړیکی ونیسی دغه لاندی ایمل ته ولیکی :
edu . stuft . granite @ gleupp پای