د اشغال نوی تعریف

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

{jcomments on}اسدالله زمری                                          
« نن که یو څوک ترهر نامه لاندې چې وي سینه و وهي چې زه دافغانستان دخپلواکئ دپاره جنګیږم٬ دین ګټم اویا نیواک اوبلواک نه منم اوزه یې هم ووایم اویایې ورسره ومنم مابه خپل دریځ اورسالت ته څومره زیان رسولی وي؟! داځکه چه زه پدې

پوهیږم چه داجګړه نه دخپلواکئ دپاره ده٬ نه ددین دپاره ده اونه هم دامریکا اوناتو پرضد ده٬ بلکه داجګړه په ټوله مانا دافغانستان پرضد ده چه دغه ده درې لسیزې کیږي  روانه ده،څوک په کې دمجاهد اوڅوک په کې دطالب په نامه نقش لوبوي. افغانستان دخپل لرغوني تاریخ په اوږدو کې کله هم دنن په شان داسې مهم نړیوال دریځ نه درلود٬ له نیکه مرغه افغانستان پیاوړی نړیوال ملاتړ له ځانه سره لري اوداهغه څه دي چې افغانان ورته اړتیا لري. زه خپلو ټولو ګرانو اودرنو لیکوالانو٬ شاعرانو٬ سیاستدانانو٬ قومي اوروحاني مشرانو ته په ډیر درناوي سره وړاندیز کوم چې دافغانستان په ګټو فکر وکړي٬ استعمار٬ اشغال٬ یرغل٬ خپلواکئ اوبلواکئ ته په یوویشتمې پیړۍ کې نوی تعریف پیدا کړی اودي پوشتنې ته ځواب ورکړې،. »
دا پورتنی متن د ښاغلي ک.کمال د هغې لیکنې يوه برخه ده چې د «ددوه یاران او یو کمال» تر سرلیک لاندی د وطن د پیام په ویبپاڼې کې  خپره شوی ده ،خو سره له دې چې ډیر مهمه مساءله یی مطرح کړي ،خو په خواشینۍ سره چې  هیڅ چا هم د هغه وړاندیز ته پاملرنه ونه کړه ،سره له دې چې ما د ښاغلۍ لیکوال په نامه د ویبپاڼې له لارې یو ایمیل واستوه او ورخڅه مې غوښتنه وکړه چې ددی موضوع څیړنه پخپله په یوې توضیح سره پیل کړي خو نه پوهیږم چې ولې مې تراوسه  انتظار کومه پایله نه درلوده؛
فکر کوم چې  په دې موضع د پو هیدلو لیوالان کم نه دي نود ښاغلې کمال د وړاندیز په تاییدلوسره یو ځل بیا له درنوحقوقپوهانو، لیکوالانو٬ شاعرانو٬ سیاستدانانو٬ قومي اوروحاني مشرانو څخه  په ډیر درناوۍ هیله کوم چې په دی هکله خپلې نظریی،لیکنې اوتحلیلونه له مونږ څخه  ونه سپموي   .په درناوۍ