امریکا باید د افغانستان نه په وتلوله سره غور وکړي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سناتور جان مکین پر جمهوررئیس اوباما غږ کړیدی چی خپل هغه پلان توضیح کړی چی وایی په راتلونکی یوکال کی به له افغانستان څخه دامریکا عسکر وباسی.
سناتور جان مکین د جمهوری گوند له خوانه د جمهوری ریاست لپاره کاندید و. هغه وویل چی له افغانستان څخه دوتلو لپاره دمهال ویش ټاکل به د طالبانو ماتول نور هم سخت کاندی. هغه وویل پکارده چی جمهوررئیس اوباما داخبره تصدیق کړی چی له افغانستان څخه دعسکرو وتل په شرایطؤ پوری اړه لري

سناتور جان مکین د بی بی سی د نیوز نایټ له پروگرام سره په مرکه کی وویل چی جنگونه په دی نه گټل کیږي چی ته دښمن ته ووایی چی ته کوم وخت ترینه ځی
٧٣کلن سناتور جان مکین وویل چی داخبره هرچاته روښانه ده چی که دا وباما له خوا نه په ټاکل شوی مهال ویش باندی عمل وشی نو، موږ د یاغیانو ضد په دغو عملیاتوکی په کافی اندازه بریالي کیدلی نشو
هغه په دی ټینگار وکړ چی یوه نظامی شخص هم جمهوررئیس ته دا مشوره نده ورکړی چی په داسی نیټه باندی عسکر راوباسی. دا فیصله دلته په سیاسی ماحول باندی بنا وه
سناتور جان مکین په پای کی وویل چی ددی په نسبت چی له افغانستان څخه دوتلو لپاره یو ټاکلی مهال ویش اعلان شی پکارده چی جمهوررئیس ووایی چی له افغانستان څخه د عسکرو، ایستل په شرایطؤ پوری اړه لري
ډیلی ټیلیگراف لیکی چی له سناتورمکین نه دهغی پیښی په باب پوښتنه وشوه چی یوه افغان عسکر دری برتانویان ووژل
سناتور مکین وویل له افغانانو سره گډ کار کول د بغاوت ضد ستراتیژۍ یو ډیر مهم او نه بیلیدونکی جز دی
ډیلی ټیلیگراف لیکی چی سناتور مکین هم ډیرتازه دافغانستان له سفر څخه راستون شویدی. هغه دامریکا دواړه جنگونه هم په عراق او هم په افغانستان کی تائید کړیدی
جان مکین د ویتنام د جگړی پروخت دامریکا د سمندری قواو په څانگه کی خدمت کاوه. دهغه الوتکه دهانوی په سر راوغورزول شوه او دی پخپله، شپږ کاله د جگړی بندی و
سناتور مکین دا ځرګندونی په داسی حال کی کړي دی چی دامریکاولسمشر بارک اوباما په یوه مرکه کې ځوورځی مخکی وویل چې متحد ایالتونه به د روان کال په پای کې په افغانستان کې د ځواکونو د شمیر او کیفیت د زیاتولوپر ستراتیژۍ بیا کتنه وکړي
د امریکا ولسمشرنن د ایټالیا له کوریرې دیلا سرا ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل :«موږ به د سږکال په پای کې په دې غور وکړو چې ایا ستراتیژي اغېزمنه ده.»
اوباما دا هم وویل چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تدریجي وتل به د رواتلونکي(۲۰۱۱) کال په نیمايي کې پیل شي:
«موږ باید د راتلونکي کال له نیمايي څخه انتقال(د ځواکونو ایستل)پیل کړوخو د دې مانا دا نه ده چې زموږ حضور به په یوه شپه کې پای ته ورسېږي.»
ډېر افغان څارونکي وايي چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو لپاره د ۲۰۱۱ کال د جولای اعلان مخالفین هڅولي او بري ته یې لا زیات امید واره کړي دي .دوی دا هم وايي چې د اوباما دې اعلان پاکستان په تمه کړی چې یو واربیا به په افغانستان کې هراړخیز نفود کوي.
امریکايي پوځي چارواکي وايی چې د افغانستان لپاره د امریکا ستراتیژي چې جنرال مک کرسټل ترتیب کړې وه ، پرمختګ کوي او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو نوی قومندان جنرال ډیویډ پیترایوس به هغه بدله نه کړي.
خو ولسمشراوباما پخوا لا ویلي وو چې د روان۲۰۱۰ کال په پای کې به وګوري چې د مک کرسټل له غوښتنې سره سم افغانستان ته د دېرش زره اضافي عسکرو لیږل څه نتیجه لري. پای (ر.ن)