له سترګو ليدلو انځورونوڅخه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدصفرخواريکښ    
څارګره پوکڼۍ(۱)
زما ځنډنۍ آرزو اودڅښتن پېرزو وه،چې له څوکلنې ترخې اوويرژلې پردېسۍ وروسته مې خپل هېواد ته دتګ هيله تر سره کېده. دهمدغه ځنډنۍ اوسپېڅلې هيلې په لورد سفرله يوښه ملګري سره ګډ دالمان مېشتودوستانو په بدرګه دفرانکفورت په هوايي ډګر ورننوتم. دډګرد چاپېريال دپېژندلواودروګودرـ دسفرداړوندوڅانګوـ

دپېداکولوپه نيت مې په هماغه لومړۍ شېبه کې تالارترسترګوتېرکړ.په دې مهال مې سترګې په يوځاې کې  کلکې ونښتې اوبل خوانه اوښتې،داسې يې راښودله چې هېوادته دتلونکوپردېسو هېواد والو مينځ کې يې زما کوم پخوانی دوست په نښه کړی دی.چې ګورم  په رښتيا هم دګران هېوادکورنۍ جګړې دبرخليک ټاکونکوسختوشېبو يوپخوانی ملګری زماپه لورمُسکېږي،دامې دسفردپېل په نيک فال  ونيو. له همدې ځايه او همدې شېبې نه دخپلو خلکو او خپل ټاټوبي دلېدوتندې ماتېدو ړومبنی ګوټ اودسترګو دروښانتيا له پاره ړومبنۍ وړانګه رانصيب شوه. دروغبړ په ترڅ کې ډېر تېر يادونه راتازه شول او دڅو شېبو له پاره مو دجلاوطنۍ اوپردېسۍ دځورونکي او پيکه ژوندسپېره ګردونه له څېروورک شول.په داسې بيړه اوتلوسه موله يوبل سره دزړه خواله کوله چې ګواکې په څوشېبوکې دټولوڅوکلنوقضاشويوبانډارونوتشه ډکه کړو، خو وخت اوبخت دواړوراسره ياري ونه کړه اودالوتکې  دالوتودوخت درارسېدودخبرتيا په اورېدومشغولا لکه نيمګړې دنيا نيمه پاتې شوه اوپازوالوته دغوټوسپارلواوپاسپورت ښودلو په نيت وخوځېدو.
اړوندوکسانوته دخپلولاسګنډوله ورکولواوله بدرګه کوونکو دوستانوسره له مخه ښې وروسته بل پوړـ دآرياناافغان دالوتکې ودرېدو ځای ته څېرمه ـ دسپرليوانتظار غولي  ته ولاړو.دلته ګڼ شمېرجلاوطن هېوادوال ښځينه اونارينه څوک ناست ول اوچاپه ولاړه يوبل ته داسې دزړه ګنډې پرانيستي،لکه دکلونوځورېدلي پردېس خپلوخپلوانويا نږدې خواخوږو ته. په دې لنډمهاله څوشېبه ييزه ناسته اوليدنه کتنه کې رنګونواوتوپيرونورنګ بايللی واو دسياسي اوتنظيمي ډلګيوتنګ نظرۍ نه ترسترګوکېدې.يوبل ته دتېروخوږواوترخو يادونوپه څرګندولوسره څېرو هره شېبه رنګونه بدلول رابدلول.ددغه خپلمنځي مينې په ليدو سره  مې په خپل هېوادکې خونړۍ جګړې اوددی پردېس تريخ ژوندلاملونه راياد،غونی مې ځيګ  او ډاروونکی ټکان مې وخوړ. ومې ويل چې درېغه په هېواد کې دننه هم افغانانوپه خپلمنځي مينه اوپُخلاينه ددښمنانوسترګوته سره مرچ  شيندلي وی.
دګران هېواد په لور دالوتلو وخت  رانږدې شو،موږدهېواددليدوتږي اړندکړند پردېسيان په داسې غوره افغاني اخلاقي اندازچې کشرانومشرانواونارينه وښځو ته دلومړيتوب حق په ورکولوسره الوتکه کې خپل  ځايونه ونيول.پرخپله څوکۍ له کېناستو سره سم دالوتکې له الوتو نه مخکې زما دخيال نيلي داسې وزرې کړې  وې چې کله الوتاند(پيلوټ) دملاوستنو دتړلو خبر ورکوه زماهډونه دکابل دځلاندلمرتودوخې تاوده کړي ول.دخبرتياپه اورېدوسره له خواږه خيال نه بېرته نېغ پېغ دفرانکفورت په هوايي ډګرکې دالوتکې مينځ کې ديومسافر هېوادوال ترڅنګ کيناستم چې دالوتکې مېلمه پالې ته په يوه ساه وايي: «نميرم،چرابرم» ددوۍ خبروته په غوږنيولو پوه شوم  چې مېلمه پاله خپله غوښتنه لکه دچاکلېت غوندې په موناليزا(۲)ډوله موسکاکې تاووي او لکه دځېلي ماشوم د مهربانې مورغوندې يې زماترڅنګ ناست مسافرته ورکوي. ـ غوښتنه دسپرليو دکمښت له امله دالوتکې  دانډول دبرابرۍ اودپورته کېدو په مهال داحتمالي خطردمخنيوی په موخه دشاتشوڅوکيو ته تګ وـ خوهغه يې نه مني .اريان شوم چې څنګه دڅوشېبومخکنی آرام اونېک چلندی يودم په الوتکه کې له کېناستوسره سم دومره بدخوي اوسرټمبه شو. ښايي په الوتکه کې يې دکوم ځان خوښي اوکړکاچي ټوپکي له کوښو پر لوېدلې دوړه پښه برابره اودسرټمبه ګۍ وېروس يې ماغزوته وردننه شوی وي. پرغزي اشنا په خپل ځای پرېږده،يوخو دمالګينومُسکاوپه وړاندې هرسالم انسان متقابله مُسکا کوي اوبل خو غوښتنه هم په ځای اوسمه وه ؛نوله خپله ځايه دشا څوکيو ته لاړم اوپه آرامه دګردۍ هندارې ترڅنګ په دې هيله  کېناستم  چې که دزړونومالک غوښتل دخپل ټاټوبي دغرونو سرونه به له پاسه وګورم.
لکه څرنګه چې مې ارزو وه څښتن (ج)دځمکې تنابونه رالنډکړل، زموږالوتکه دپسرلني سهارپه زړه راکښونکې هواکې دکابل په هوايي ډګرکې کېناسته.دالوتکې په پوړيوکې مې دوطن له دې مستې هوانه دمحروميت کلونه يويودسترګو په رپ کې وشمارل.دتالندې غوندې مې په سرکې يوه ناشونې هيله تېره شوه،ويل مې درېغه دټولوهدرتلليو کلونو هوامې يودم ګوګل ته تېرولی شوی،اود غيابت دکلونو ټول ناليدلي انځورونه مې دسترګو په کټوروکې راتللی شوی
هو،دا کابل وخو هغه پرونی نه،ډېره ګڼه ګوڼه ،ډېرې نوې لوړپوړيزې ودانۍ، په کنډاوکپرو واټونوکې دوروستي کال ترماډله پورې دهرډول ګاډواوپه ځينو کې بيا دزراوزورلرونکو دکورونوترمخ ان دپليوپه لارکې هم دخنډونواو بندونوشتون، بې شمېره نارينه اوښځينه نيم بربنډګدايان اوپه سراوپښولوڅ سوالګرتنکي ماشومان،دښارظاهري بڼه وه چې په لومړي وار ترسترګوکېده، واردواره يې پرهېواددواکمنې غدۍ په شتون کې دټولنيزعدالت قحطۍ دکم شمېرکسانوخرمستۍاودزياتوبدبختۍځورولې اودپاټکيزې ټولنې دبې عدالتۍلوګودې سترګې سوزولې.
دکابل په ليدلومې لا دوخت دکموالي له امله تنده نه وه ماته، چې له يوې خوا دهمېش بهار(ننګرهار)دنارنج ګل وږمواودلونګ لړ(کونړ)،هرې وږمې اودهرلړخوشبويي اوښکلامې تلوسه سخته راپارولې وه اوله بل پلوه دموراوپلاردزيارت کولوکورنۍ دغړواوخپلوانو دليدلوجل وهلی تږی وم . نودهمدې تلوسې اوتندې دماتولو په نيت له څرخي پله نه تېرشوم. په همدې مهال چې د سپرلۍ ګاډی مودماهيپرپه کږلېچونوکې روان و له تنکۍځوانۍ نه بيادننګرهارتر زمرماتې جګړې پورې(چې دپاکستاني کرنېلانواوڅارګرې ادارې دشرم لامل شو) ټولوتېرويادونومې په سرکې لکه دپوځيانوپه څېرد پرېډتېرېدوله پاره صفونه برابرول. موږلادماهيپر له ګړنګونونه ووکښته شوي ،چې ديادونوليکې په داسې نظم برابرې شوې وې چې له هرموړ اوکنډونه په تېرېدوسره يې دتېرمهال انځورونوته داوسمهال د رنګونو پرداس ورکوه،نه پوهېږم  چې داتوان مې له کومه کړ؛چې ماضي اوحال مې په يومهال کې ليدلی شو،اوپه ليدويې دومره بوخت وم چې دجلال اباد ښاردپښتونستان ترڅلور لارې پورې ما هډودلارې داوږدوالي اوستړيااحساس ونه کړ.ان داچې دپښتو ادب دځلاند ستوري ارواښاد ګل پاچاالفت صېب مړستون ته (چې دهوښيارزېږده لغمان په عزيزخان کڅ دلوې لارې پرسرپروت دی)نه وپام شوی او روح ته يې له دوعاپرته راتېرشوی وم. دپښتونستان واټ په ليدلو سره دشين غمي ننګرهاردمستقلې دفاع دبرخليک ټاکونکې جګړې شېبې اودجګړې داتلانودبېلابېلوڅېرې رايادې شوې .داځکه چې هغه مهال په همدې څلور لارې کې له پرتې ودانۍ څخه دننګرهار دتلوېزيون اوراديو خپرونې  ترسره کېدې. دهمدې ودانۍ په مخامخ واټ کې دختيزو ولايتونوغېرتي ولسونو ديو لاريون په ترڅ کې دننګرهار ددفاع ژمنه کړې وه چې په پوره سرښندنه اومېړانه يې ترسره کړې هم وه.په ښار کې له لنډاواړين تم کېدووروسته دکونړ په لورلاره کې په بهسودوکې دپرپښتواوپښتونواله مين شاعر ملنګ جان په مړستون دهغه اروا ته له دوعاوروسته روان شوو.
کونړخوکټ مټ دلونګولړ دي ،ټول درې درې دی اوهرناواوهره دره يې ځانګړې  ښکلا لري. دادطبعيت دانځورونو يوداسې البوم دې چې څومره يې راړوې هومره نوي اوبې مثاله ښکلي انځورونه درله دسترګوکچکولونه ډکوي. خوسترانځورګردې انځورونوکې يوازې درنګونو دجادواغېزنه دی ايښی؛ بلکې دنړۍ دعطرونوجوهر يې هم دنرګسواومکخو(۳) په بڼه دکونړ په درواوسردروشيندلي دي.په لارکې به کله دکونړ دمست سيندپه غاړه دسيندڅپوتازه کړې او نازولې هواددې «بدمست»سيندمستي رابښله، اودجالې پرسردنوروچپه کښومنځ کې داودلاتي اوکُندل(۴) دټپوانګازې لااوس هم دسينددڅپوله پاسه تېرېدې اوپه ګرداوونوکې لکه د«پېريانوواده» دبوړبوړکۍ غوندې تاوېدې اودسيندله شڼهارسره غبرګ يې غوږونه رانازول،اوکله به بيادکڅونودښکليواوبې مثاله منظرواودشنو واښواوفصلونودپسرلني عطرونو منځ کې ترکوره دلارې مزي رانغاړل.له تنکۍ ځوانۍ مې داعادت شوی  و،چې کله به دښوونځي په چوټۍ کې کورته راتلم اوګاډی به مودسالار باغ له ترۍ نه ديارګل په لورپورته شونوزموږکورچې به له ورايه ښکاره شونوزماسترګې بياتروررسېدوپورې په کښې مښتې وې اودر پېدو له پاره به هم نه سره ورتلې. خوداځل مې  سترګې دسرله پاسه پريوه عجيبه غوندې ستره پوکڼۍ ولګېدې اوهيڅ بل لورنه اوختلې - چې ورسره مې واردواره دداسې بېوسۍ احساس وکړلکه په خوب کې چې څوک خپسۍنيولی وي-. ما لا دپوکڼۍ په چُرت کې دسرله پاسه کتل چې ناڅاپه موټروان کلک بريک ونيو.په ګاډي کې له ناستوکسانو څخه چا وويل:اُستاذه  په دې رازناڅاپي بريک دې مړه کړو. ده وويل :«دامادرفَکران نه ګورې ». دې شېبه کې دګاډي مخ اوشاته امريکايي پوځيان لکه دزهرجنوخريړورازرغون شول،دګاډي او پکې دناستوکسانوامرانه لټون يې ترسره کړ.دامريکايي لنډغروله خوا دلټون   په بهيرکې  مې ناڅاپه په سرکې دردونکی کړس وشواو په خپل ټاټوبي کې مې دځان اوخپل ولس د بېواکۍ اوبېوزلۍ ځورونکی احساس وکړ،اوس مې نوبېرته ترشايوځل بياپورته وکتل اودګاډي له چلونکي نه مې وپوښتل چې استاده تاخوپه انګريزي کنځل هم زده کړي دي داڅه وخت؟           

اُستادوويل: صېبه په مانا يې نه پوهېږم،خوله کومې ورځې چې داشين سترګي راغلي، هروخت ؛که په سړک کې ګاډی ودروي اوکه له اجازې پرته په نيمو شپو دخلکو په  کورونو ننوزي،همدادايوه خبره يې په خوله کې وي،نواوس زموږټول خلک دوۍ ته« مادرفکر» وايي.
۱- يوه ستره پوکڼۍ(بالون)دی چې دڅرګرۍ په پرمختلليواوزاروسمبال ده اوتريو ټاکلي واټن پورې له دڅرګرۍ دنده ترسره کوي.    
۲- موناليزا دنامتوانځورګرليونارداوينچي په لاس دښځينه مُسکايوانځور دی
۳- دکونړ په غرونواوسردروکې يوخوشبويه بوټي دی چې ځېلې يې دخوشبوې له امله غرنيوځوانانوپه جېبونو کې ګرځولې .            
۴ - خداي بخښلي اودلاتي اوکُندل دسرکاڼوولسوالۍ دهنردوسته خلکوکليوالي سندرغاړي دي چې له ستاراومنګي سره به يې سندرې ويلې.
کوپنهاګن