د امریکایی جنرال پټرايوس نوی پلان داندیښنی وړدي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
امريکا د طالبانو او وسله والو مخالفينو د ماتې لپاره دجنرال پترایوس نوی هغه پلان اغیزمن بولي چې له مخې به يې عادي کيلوالو ته له طالبانو سره د جګړې لپاره وسلې او امکانات ورکول کیږی او دطالبانو په وړاندی به دخپلو کلیو اوبانډو ځخه دفاع کوی او دغه لاره دسولی لپاره یوه وسیله بولي.
دا د مخالفنيو د ماتې هغه لاره ده چې په افغانستان کې د میشتو نړيوالو او ناټو ځواکونو مشر جنرال ډېوېډ پيټرېویس يې په عراق کې ښه تجربه لري .خو په
افغانستان کې ددغه پلان پر وړاندې سر له اوسه ستونزې په راټوکیدو دي.
د جنرال پټرايوس د جنګي ستراتيژۍ طرحې هغه څه دي چې په عراق كې يې ښې پايلې درلودې، هغه په يوه بڼه د مليشو جوړول دي.
په عراق كې هم اصلاً د سني او شيعه ؤ د اختلافونو او يوه ډله د بلې په وړاندې را پورته كولو طرحه پلې شوه چې امريكا يې يو بريالۍ طرحه بولي او اوس يې په افغانستان كې د پلي كولو هڅه كوي. خودلته دویلو وړده چی عراق او افغانستان تر مینځ دفرق په معنا پوهیږی ؟
آيا په ريښتيا په عراق كې د عراقي ولس ستونزه حل شوې ده او كه نه عراقي ولس د تجزيې لور ته ورټيل وهل شوى دى او امريكا خپلې اوږې سپكې كړې دي؟
كه د عراق وضعې ته پام وشي د صدام حسين له رانسكوريدو وروسته هلته د سني او شيعه ډلو ترمنځ اختلافونه اوج ته رسيدلي او داسې وړاند وېينې كیږی چې عراق ښايي په راتلونكې كې په دوو يا دريو برخو وويشل شي، چې د دې تجزيې اصلي لامل پر عراق د امريكا بريد ؤ.
دوهم كه د جنرال پټرايوس ستراتيژي او جنګي طرحې په عراق كې بريالۍ وبولو، آيا په افغانستان كې هغه طرحې بريالۍ كيداى شي؟
آيا د افغانستان او عراق ټولنې كټ مټ يو ډول ارزښتونه، ستونزې او لانجې لري چې يو ډول طرحې دې پكې پلې كړاى شي؟
دې پوښتنو ته سم ځواب همدغه دى چې هيڅكله هم نه د امريكا بريا د بل ولس بريا كيداى شي او نه د يوه هیواد طرحې په بل كې كټ مټ پلې كيداى شي.
د امريكا تر ټولو لويه ستونزه همدغه ده چې دوى ته په عراق، افغانستان او يا هر بل هیواد كې يوازې خپلې ګټې او موخې مطرح دي، دغه موخې زياتره د بل هیواد د غرور، ملي حاكميت، ملي يووالي او تاريخ د ويجاړولو په معنا وي چې هيڅ خپلواك او وطندوست انسان يې نشي منلاى، له جنرال پټرايوس سره د كرزي ستونزه شخصي مساله نه ده، دا ديوه افغان او امريكايي د ستراتيژيكو موخو او اهدافو ټكر دى، كه امريكا غواړي په افغانستان كې د پخواني شوروي او بريټانوي امپراتورۍ له برخليك سره مخ نشي افغانستان دې د يوه خپلواك او با غروره ولس او هیواد په توګه و پيژني او په همدې تناظر دې معامله ورسره كوي.
دافغانستان ولسمشر حامد کرزی لومړنی سړی دی چې دنړيوالو او امريکايي ځواکونو له مشر ښاغلي پيټرېویس سره په ليدنه کې يې پر دغه پلان اعتراض وکړ
د سيمه ييزې دفاع په نوم دغه پلان په افغانستان کې د امريکا دجګړې د ستراتيژي مهمه برخه بلل کیږی خو پر وړاندې يې د ښاغلي کرزي درېدل هم لويه ننګونه ده
ښاغلی کرزی له پلان سره داسې مهال مخالفت کوي چې د پلان عملي کوونکی نوی امريکايي جنرال ښاغلي پيټرېویس هڅه کوي له هغه سره د خپل سلف سټیلی مکريسټل په څیر نژدې او تاوده اړيکي ولري.
يو شمیر لوړ پوړو امريکايي چارواکو ویلی دی چی امريکا پتیلی ده ددغه پروګرام په لړ کې په ټول افغانستان کې تر شلو زيات د سيمې د دفاع مرکزونه جوړ کړي او هيله لري چې د ښاغلي کرزي اندېښنې به لري کړي.
خو دا موضوع پخپله هم ډېره حساسه ده او د ښاغلي کرزي يوه وياند ويلي د هغه وېره دا ده چې دغه ډول تجربه شونې ده په افغانستان کې ټوپکسالاري او له کنټروله وتلې مليشې رامنځته کړي
کله چې د لومړي ځل لپاره د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال پېټريوس له ولسمشر کرزي سره غونډه وکړه، په کليو او بانډو کې يې د خلکو د وسله وال کیدو خبره ورسره ګډه کړه؛ نو کرزي غبرګون وښود او آن خبرې يې تاوتريخوالي ته هم ورسیده.
د فرانسې د خبري اژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د کليو او بانډو خلکو ته د کاى ايډي خدمت کول په حقيقت کې د امريکې د يوې لويې ستراتيژۍ پلي کول و؛ خو اوس له دغې طرحې سره د افغان ولسمشر حامد کرزي مخالفت جنرال پیټر يوس ته نوې ستونزې زېږولې دي.
د امريکې ډېرى لوړ پوړي چارواکي په دې باور دي، چې امريکه لیواله ده، خپله دغه ستراتيژې دافغانستان په څو بیلو بیلو سيمو کې پلي او پراخه کړي او هيله منه ده، چې په دې برخه کې به پر کرزي زوروره شي او هغه به ځانته را مات کړي؛ خو که چیری دا کار وشي؛ نو لرې نه ده، چې په افغانستان کې يو ځل بيا دوزخ جوړ شي او دغه ملیشی به دومره پياوړى شي، چې بيا به د دوى کابو کول هم ناشونى کار وي.
امريکا دخپلو موخو د رسیدو په خاطر هڅه کوي، چې کليوالې ملیشی جوړې کړي او ترڅنګ يې خپل ولس ته دا ښيي، چې القاعده او وسله والو مخالفينو ته يې ماتې ورکړې ده. نوموړى  په تیر مهال هم دکم وخت لپاره ډلې او ملیشی جوړې شوې وې، تر څو امنيت کابوکړي؛ خو پايله يې ډېره بده وه، ځکه چې افغانستان تراوسه پورې د هغو خپل سروملېشو دورانيو شاهد دى. نوموړى وايي که چیری داملیشی جوړې هم شي، له وسله والوطالبانو سره ونه جنګيږي. دملې شو پر ځاى يوه اساسي اوبنسټيز بدلون ته اړتيا ده، ترڅو دعام ولس ملاتړ خپل شي .
په اوسنيو شرايطو کې د ملېشو جوړول يو خطرناک کار دى. موږ پخوا هم د ملېشو جوړونې تجربې درلودې، چې ښه بیلګه يې د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال د ملېشو جوړول دي، چې وروسته خپله دده د حکومت د ړنګیدو يو لامل شوې. داکار دافغان ملی ځوکونو دکمزوری لامل ګرځی.پتریوس داکار په عراق کی هم وکړی خو بالاخره منفی نتجی لری نودا کار په افغانستان کی ولی تکراریږی .
د ملیشو پر ځاى بايد افغان ملي ځواکونه پياوړي شي تر څو د هیواد امنيتي چارې په خپله غاړه واخلي.  داسې ويره هم شته چې ملیشی دې د امنيت پر ځاى ګڼې نورې ستونزې وزيږوي او آن قبيلوي او قومي ستونزې دې هم را پيدا کړي.پای(ر،ن)