په برمنګهم کی د پښتونخوا د جشن راپور

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
Pashtoons Social Democtatic Party (PSDP) د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند
د ۲۰۱۰ع کال دجولای په ۴مه  نیټه دانګلستان د مرکزی   څانګي په کوربه توب د دانګلستان دبرمنګهم  په ښار کی   د« پــښـــتـونـخـــــــوا جــشــن» جوړکړ.
د جشن لومړئ  برخه پښتنو ته د  ورپیښو ستونزو او د حل لارو  ته  ځانګړی شوی وه.

په غونډه کې  له اروپا او  د انګلستان  له بیلابیلو لیری او نزدی ښارونو څخه  میشتوهيواد والو، پوهانو، سیاسي ، ټولنیزو  او ولسي سړیتوبونو  ، شاعرانو، لیکوالانو او د پښتونخوا  په سلګونو مینه والو  او د  «سیرکا  ټی وی» او نورو خبری رسنیو  استازو ګډون کړی ؤ.
غونډه د ګوند د برطانیی (انګلستان) د مرکزی  څانګی مشر ښاغلی یوسف علی له خوا ګډونوالو ته د هرکلي ویلو وروسته   ښاغلي سید عطا الرحمن  باچا د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره  پرانستله.
د غونډی مشري (صدارت) ښاغلی نعمت خان  کاکا د ښاغلی فقیر محمد خان ،  ښاغلی کاظم پښتونمل او ښاغلی  وفادار  په ملتیا سره  کوله.
د غونډي د سټیج چاري نصیر ستوری او یوسف علی خان  پر مخ بیولي.
غونډه د ماښام په دری بجو د  یو ی ډلي ځوانانو له خواد پښتنو په قامی  ترانه (ای زما وطنه د لالونو خزاني زما ) سره پیل شوه.
ورپسی ښاغلی یوسف علی خان د غونډی اجندا وویله، او دغونډی  په  جوړیدو او د پښتنو په روان کړکیچ  او ستونزو ئی  د نظر څرګندونه  وکړه.  
دغه راز  دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند جنرل سیکرټری نصیر ستوری  د ګوند په تاریخ  او د  باچاخان  بابا د قامی  ازادئ د عدم تشدد  د غورځنګ  په نتیجه کی د نورو منځ ته  راغلوقامپرستو  ګوندونو  سره  په اړیکو لنډه رڼا واچواله.
ورپسی د پښتنو قامی  او روحانی مشر، د  پښتون قامی وحدت ستر لارښود او د عوامی نیشنل ګوند مشر  ښاغلی محمد افضل خان (خان لالا)  دغونډي    ګډونوالو ته له پښتونخوا څخه د تیلیفون پر لیکه وینا وکړه اود پښتنو د قامي وحدت  داحساس  په  رابیدارولو ئی  زور واچاوه.
لدي وروسته  د برټش پښتون  لوی جرګي په استازیتوب   ښاغلی  جاوید اقبال یوسفزی، په ویسټ میډلینډ کی د میشتو افغانانو د ټولني په استازیتوب ښاغلی نورمحمد ساپی، د پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټئ د مانچستر څانګی په استازیتوب ښاغلی وکیل ذاکر حسین، د پښتون انجمن  برمنګهم په استازیتوب ښاغلی اسماعیل غرنی . د پشتون  لویه جرګه په استازیتوب ښاغلی شیر افضل خان بریکوټی ، د برمنګهم افغان ایسوسیشن  په استازیتوب ښاغلی انجنیئر اسدالله ، د پاک پښتون ایسوسیشن په استازیتوب  ښاغلی عاقل زاده ، د احمد شاه بابا جرګی په استازیتوب  ښاغلی شیر محمد احمدزی، د قادریه ټرسټ په استازیتوب ښاغلی  پیر صاحبزاده محمد طیب الرحمن او په لندن او افغانستان کی د سید جمال  الدین افغان  د ټولنی  په استازیتوب  ښاغلی پوهاند ډاکټر مجاور احمد زیار د غونډی ګډونوالو ته ویناوی وکړي او د خپلو نظریو څرګندوني ئی وکړی.
ورپسی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند لومړی مرستیال  محمد شیرین ګردیوال«  په پښتنو/افغانانو ورتپل شوی  جګړه او د پښتنو تباهی» تر سرلیک لاندی  خپله څړنیزه مقاله  ګډونوالو ته واوروله.
لدی وروسته ښاغلی سمندر توپان خپله وینا وکړه،او سیاسی کار پوه ښاغلی  اسدالله هلالی د پښتنو  او پښتونخوا په اوسنئ غمیزه د لیکلي مقالی لنډیز  واوراوه.
ورپسی لنډه مشاعره وشوه چی  ښاغلی منفعت مانیروال،ښاغلی یوسف علی خان، ښاغلی نسیم ستوری، ښاغلی علی محمد مجبور ، ښاغلی شفیع الله احمدزی اوښاغلی ظاهر خان احمدزی پکی شعرونه واورول.
د غه راز دګوند د مشرانو جرګي (سنټرل کمیټی) غړی ښاغلی جلیل خان دداسی غونډو جوړیدل ئی ګټور وبلل  او په خپله وینا کی ئی  د پښتنو په یووالی او اتفاق زور واچاوه او دغونډی مشر ښاغلی نعمت خان کاکا د پای وینا وکړه او د غونډی لومړئ برخه پای ته ورسیده .
ورپسی د غونډی  د ټنګ ټکور    برخه   پیل شوه چی په انګلستان کی میشتو خوږ غږو سندرغاړو،   هر یو دپښتون سوشل ډیموکراټیک پارټئ د انګلستان د څانګی د کولتوري چارو مشر ښاغلی  وحید احمد بابو، ښاغلی  اکبرجان، ښاغلی فرخ سیر او ښاغلی جاوید خان ښکلی  ښکلي ملی سندری  وویلی چی د ګډؤونوالو د خوښئ سبب وګرزید.
غونډه  د شپی په لس نیمو بجو  پای ته ورسیده .
په درناوی     

یادونه: دغونډی ویډیو به وروسته پر لیکه شی
دنورو انځورونو البوم د لیدلو لپاره دلته ټک ورکړئ
http://picasaweb.google.de/pashtoonkhwa/JESHANENGLAND