دافغا ن دجګړی ما لی لګښت Afghan War Funding

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د مقا لی لیکونکی : دب لاندورف( DAVE  LINDORFF)    سرچینی:  کوڼټرپاونچ(counter punch) دجولای پنځمه ۲۰۱۰   ژباړونکی : پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)                         

یواځی  یوه ورځ  مخکی  مونږ د امریکی د آزادی   دوسوه څلورویشتم  کلیزه  د انګلیسی استعمارله جغ  څخه  د نړی  په  دی اړخ کی ولمانځله ، اود نړی په بل اړخ  کی  دامریکی  د شتون دپاره دامریکی  دولت  کانګرس ته دامریکا د نظا می  قوتونو د  ملا تړ او د افغانستان د اشغال اودجګړی ددوام لپاره (۳۳)   بیلون دالر بل

دمنظوری په منظوروړاندی کړل .دغه  (۳۳) ملیارده دالردهغه هیواد دجګړی ددوام د پاره کوم  چی  نن سبا  تقریباُ  د امریکا له اشغاله (۹)  کاله  تیریږی اوافغانان یی په جګړه کی  سره بُخت  سا تلی  دی  په نظرکی نیول  شوی، اود حیرانتیا خبره خو  په دی کی دی چی  زمونږ رهبران  ته له کوم ځای اومنبع  څخه دا الهام رسیدلی  یا  راغلی  دی  چی  د دی  هیواد  له خوالوی  خطری متحده ایالاتو ته رسیدونکی دی، حال  داچی  افغانستان  پخپله  په وچی  پوری محدود دهغه اکثر وګړی نا لوست ، فقیر اوترپیړیوپوری ددی هیواد  قبیلی  یو د  بل سره په جګړه اوشخړوکی داشغال  په منظوربخت ساتل شوی یا هغه  خلک چی په دی پوره نه  پوهیږی  چی  امریکایا ن دلته ولی راغلی یا داچی هغوی نه پوهیږی چی نړی یا ځمکه ګرده اویا پلنه ده او یا داچی  دا لکه  دعراق په څیرکوم  چی  امریکا یا نو ادعا کوله  چی  صدام حسین دډلیزوژنی سلاح لری  او با ید له مینځه لاړشی که نه په یوزبرځواک  هیواد  به اوړی  او د امریکی د پاره ستونزی مینځ ته راولی اوداسی نوری پلمی چی هیڅ دواقیعتونوسره بلکل  سر نه خوری .اوپه  افغانستان  کی   په  دی  او په  هغه  پلمی  سره  د خپل موجودیت اوداشغال زمینی لاپسی چمتوکوی نورهیڅ .

دغه (۳۳) ملیارده دالر کوم چی په افغانستان کی د جګړی اود اشغال ددوام دپاره له کانګرس څخه دهغه منظوری غوښتل شوی ، دا به ښه وایی چی دامریکی دپنځه میلیونو بیکارو وګړو دپاره کوم چی کم ترکمه د شپږو میاشود پاره دهغو نورمال ژوند سمبال  شی بیل کړ شوی وای اویا داچی تر هغه پوری چی  هغوی په کوم  کار اودندی ګما رل شوی وای دغه  مالی لګښت د هغو د پاره منظور شوی وای،  نو  په دی بنیا د زه د امریکی د جمهوریخواهانو اود سنا د مجلس له غړو څخه مننه کوم چی دغه (۳۳) ملیارده  دالر بل منظور نکړل ،  او دا  ځکه  چی  ممکن یوه ورځ  هغوی هم دامریکی ددولتی نا سمو پروګرامونو  په لړ کی اویا د ځنو دولتی فدرال اداری او یا د  پولیسو  د نا سمو چلن له مخی کوم چی پر استخدامونکی نهادونو باندی وضع کوی اودبیکارانو شمیر ته لا پسی لمن  وهی ، نه  چی ددی میلونونو بیکارانو په ډله کی شامل شی ؟            

 افغانستا ن  د تخمینی سر شمیرنی له   مخی (۲۴) میلونه وګړی لری چی دهر یو کلنی عاید (۸۰۰) دالر په کال کی اټکل شوی اودا په دی معنی که چیری دغه (۳۳) ملیارده دالره دعاید ناخالص  په بڼه  په نظر کی نیول شوی وای  اویاد اچی که  چیری دغه پیسی کابل ته را رسیدلی وایی ،نوپه هغه صورت کی دامریکا یی سیاست پوه دولتی کارپوهان  په نظر کی  د هر افغان کلنی عاید به (۸۰۰) دالره په کال کی وایی ،  چی  دا یواځی پخپله  له واقیعتونو څخه لری بریښی. دبلی خوا ټولو ته  پوره  معلوم  اوڅرګند  دی  چی  په  دی  څو وروستیو کلنو کی په سلنو ملیارده دالر د افغانستان  په جګړه کی په مصرف ورسید په هغه عبث او بی معنی جګړه کی چی دهیڅ یو لاسته راوړنی سره  مل نه وه اوکه  چیری  دغه  ټول  ورکړل شوی میلیاردونه دالر دافغانستان پرهر نارینه ،  ښځینه  او  کوچنی  باندی ویشل شوی وایی هریوه ته به  د کال (۱۴۰۰)  دالره رسیدل اودهغو ژوند ته به نوی بڼه به ورکړای وایی ،اوله دغه بدروزګاری اوستونزو څخه په امن کی به پاتی شوی وایی.                                            

پس تاسی پخپله له ځانه سره فکر وکړی اوهغه داچی : له دی نه چی دا (۳۳) ملیارده دالر د افغانانو دژوند دسمون اودهغو دعایداتو ددوچند لوړولو  په منظور په کار ولویږی اویاهغو ته دکا ر زمینه برابر شی  د هغه په عوض کی دافغانانو په وژلود هغو د لوی او کوچنی ښارونو د ویجاړولو په منظور  په مصرف رسیږی او لاپسی دغه هیواد دغم په ټغره کی کیښنوی  نو په دی بنیاد اوس د امریکی لوړ پوړی چارواکی پس له هغه چی دغه پیسی تر لاسه کړی په هغه باندی څه کوی ؟      

ددی پوښتنی ځواب روښانه دی اوهغه داچی مونږ ددی پیسی یوه  برخه  خپل  نظامیا نو  ته  بیلوی  چی هغوی باید افغانستان ته لاړ شی اوهلته وجنګیږی ، بله برخه یی مفسد  افغانی، خاین او لوټمار ټوپکسالارانو اودولتی لوړ پوړو چارواکو ته ورکوو چی د سویس په بانکونو کی ځانته ذخیره کړی،  بله برخه یی د مخدره موادو مافیا ته ورکوو  چی له هغه  څخه  يو څه پیسی بزګرانو ته  ورکړی  چی  کوکنا ر وکری ، بیایی په هیروین واړوی اوبیا امریکا اوغربی نړی ته ولیږدوی چی بیا مو  خپل  وطنوال  پری معتاد  وګرځوو او له کار اوروزګار څخه یی وبا سو ، یو څه نورپیسی  له دی پیسو څخه په پټه هغو جنګیالیوته ورکو چی زمونږ په پلوی جګړی کوی ، اويو څه   نوری  طا لبا نو  ته  بیلوی اوهغوی ته وا یو چی لطفاْ  زمونږ پرنظامیا نو  اود امریکی پراستازو یرغل مه وړی اوپه دی وجهه  ملا موتړلی چی دافغانانو پرښا رونو ،کورونو اوکلو باندی بمونه وغورځوواوهغو ته مرګ اوژوبله واړو .       

یوه بله له خندا ډکه او مضحک انځور چی په دی ورځوکی د سړی پام ځانته را اوړوی هغه د بریتانیا د نفتی شرکت (BP) له تهلکی څخه ډک پیښه دی کوم چی د پترو شیمو موادو د ضا یعا تو له وجهی څخه  د  مکسیکو د خلیچ ناپاکه کیدل او چټید ل دی کوم  چی نوموړی خلیچ یی د سنګ بقو اوددولفین په ګورستان یی اړولی دی او داوبو پرسطح باند  رنکین اوغوړین قشرغوړیدلی دی او هره ورځ دغه غوړین قشر مخ په وړاندی د بحر ژوری برخی ته ځا ن رسوی  اود بحر دعمق سطح پوښوی   او  د بحری  ژوندی  موجوداتو دپاره د مرګ اود نا بودی زیری د ځانه سره راوړی ، مسولو مقاما تو د خلیچ د  پاکولو  اود نوموړی غوړین قشر د له مینځه وړلو دپاره هره میاشت تقریباُ یوبیلیون دالر په مصرف رسوی چی دا پیسی په  هیڅ بڼی سره کاپی بودجه نه دی چی دنوموړی تهلکی څخه مخنیوی وکړی ، تاسی  پخپله فکر وکړی  چی که  چیری دغه بریتانیاوی شرکت آزاد پریښودل شی ، نو ددی  تهلکی انجام  به  څه وی؟ ،   دولت  غواړی  چی  د  نومړی شرکت اودهغه دسهامدارانو د ګټی په پلوی  د نومړی الودګی د تطهیردپاره نور( ۳۳) بیلون دالر په مصرف ورسوی چی په دی صورت کی به  دامریکی  دخلکو ژوند لاپسی دستونزو سره به مخامخ شی .                 

د بلی خوا څخه دلته  یوه بله پوښتنی را پیدا کیږی  اوهغه داچی مونږ ولی دغرامت په بڼه  اضافی (۳۳) بیلونه دالر هغو خلکو ته چی پخپلو کورونو کی ناست دی  هره ورځ بیر څکی  او خپل تلویزینونو ته ګوری ورکړو ، ولی په دی پیسو باندی  هغو ته  دکار زمینه نه برابرو چی په تولیدی برخو کی په کار  ولویږی ، لکه د سیندونو ،بحرونو ، ساحلونو پاک کاری ، اویا دمکسیکو دخلیچ دغوړیو اود تیلوپه  تطهیر ، د سنګ بقو اود کبانو د خوړونکو مرغیو د مړو جسدونو  په راټولو اویاد بریتانیا دمدیره هیت راښکیلول دطناب په انجام کی اودهغوراکشول دبحردسطح دښووی غوړین قشردپا سه  اودبیسبال د ضربتی  لوبی د لیکو  په  بڼه دژورنالستانو ساتنه، ترڅو چی  دبریتانیا د شرکت  د مجریانود تهدید سره مخامخ نشی او هغوته د مشاهداتو د راټولولو زمینه برابره شی ، او هڅه دی وشی  چی ددی پیسو په کمک سره  دهغه  پیښو   څخه مخنیوی وشی چی خدای مکړه دغه محیطی ککړتیا د مسیسیپی اود هریزونا ساحلی کرښی ته  ونه رسیږی  او دهغه سیندونو په  پراخو لمنو  کی  د ژوندی  موجوداتو په کشتارګاه باندی وانوړی .                                     

دغه پیسی یعنی (۳۳) بیلون دالره چی دافغانساتن دجنګ د دوام د پاره له کنګرس څخه  دهغه منظوری غوښتل شوی ، که چیری منظور نشی ، په دی پیسو باندی مونږ کولای شو چی ډیرنورخالیګاوی دامریکی به دننه کی ډک کړو ، یعنی دغه پیسی قابل د تعویض دی ،مثلاُ که معارف اویا تعلیمات په نظر کی ونیسو ، دامریکی  فدرال  حکومت  سږکال  (۸۴)بیلون  دالر دلمړنیو او عالی لیسو او ښونځیو دزده کړو په ارتباط بودجوی لګښت  تر سره کړی یا لګولی دی اوپه عین وخت کی له نیویارک نه نیولی تر لاس انجلس پوری ډیر عامه ښونځی د کاپی بودیجی  په   نه لرلو  او  د راپیدا شوی اقتصادی بحران له  کبله یا تړلی دی اویا یی اوس تړی ،. او ډیر معلمین  د بودجوی  کسر  له امله  له دندو ګوښه شوی دی ،  حتی تردی چی دوړو کوچنیانو یوشمیر ښونځی چی باید تړل شوی نه وایی   تړل شوی دی ، او ډیری کوچنیان ښونځیو ته نه ځی نوکه چیری ددغه  (۳۳)  بیلیون دالرو دوه  پر دریمه برخه ( ۱۱بیلون )  اویا دهغه ۱/۲  برخه  (۱۷بیلون دالر) دمعارف په برخه کی  پکار  ولویږی  دامریکی دمعارف بودچوی کسر بلکل له مینځه ځی .                     

په هرصورت داسی معلومیږی چی دغه (۳۳)  بیلون دالرد راتلونکی کال د پاره په افغانستان کی څه دافغانانو دوژنی او څه هم دنظامی دروند تجهیزاتولکه بی پیلوت الوتکی ، دپرسونل ضد مینونو درانیولو او پیریدلوپه منظور بیل کړ شوی دی .                            

دیادونی وړ مطلب خو دادی چی دغه ټول هڅی او اند  غیبی  نه دی  بلکه  دا ټول   چلوټی  د  امریکا داقتصادی وضع د بحران پیل دی ،  هغه اقتصاد  کوم چی کله پورته ځی او کله هم سقوط کوی   اودا دهغه دوه صحرایی غیږنیونکی ته ورته دی چی یو له هغو څخه کمزور اوپه شکست سره مخامخ کیږی اوبیا ددی امکان هم لیدل کیږی چی بیرته راپورته شی ، په هر صورت د اقتصادی رکود اصلی ملامتیا خپله حکومت پوری تعلق  نیسی ،  نو حکومت باید بیکارو خلکو ته کار پیدا کړی او ددولتی مبارزی د پاره  باید یو  څه بودجه چمتو کړی ، دولت ،  حکومت  او نور خیریه موسسات باید هغو کسا نوسره مرسته وکړی چی ځانته کار نشی پیدا کولی .                                      

په هرصورت مونږ دخپل بی پروایی او سهل انګاری له مخی د دوه چندی یا د  ډ بل اقتصا دی  ستونزی او پریشانی یا افسرده ګی سره مخامخ شو ، او که چیری د امریکا یعنی زمونږ خزانه له پیسو  څخه  تش شوی نه وای،   اویا  مونږ  پوروړی  نه وایی  مونږ  کولی شوچی  د پیسو  په زور د افغانستان  د خمکی  له مخ اودهغه د مغا رو څخه ټول ناخوالی او انفجارات موله مینځه وړای وه .   مټ ټابی (Matt Taibi) مشهور لیکونکی   په ډیر ژورنالیستیکی احساس  او انګیزی سره دا سی ویلی وه چی:  (خدای دی،  دی هیواد ته ساه ورکړی ، یا خدای دی دا هیواد وسا تی )  .                                پاي

د مقا لی لیکونکی : دب لاندورف( DAVE  LINDORFF)    سرچینی:  کوڼټرپاونچ(counter punch) دجولای پنځمه ۲۰۱۰   ژباړونکی : پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)                          --------------------------------------------------------

 

       دافغا ن دجګړی ما لی لګښت                            Afghan War  Funding

    یواځی  یوه ورځ  مخکی  مونږ د امریکی د آزادی   دوسوه څلورویشتم  کلیزه  د انګلیسی استعمارله جغ  څخه  د نړی  په  دی اړخ کی ولمانځله ، اود نړی په بل اړخ  کی  دامریکی  د شتون دپاره دامریکی  دولت  کانګرس ته دامریکا د نظا می  قوتونو د  ملا تړ او د افغانستان د اشغال اودجګړی ددوام لپاره (۳۳)   بیلون دالر بل دمنظوری په منظوروړاندی کړل .دغه  (۳۳) ملیارده دالردهغه هیواد دجګړی ددوام د پاره کوم  چی  نن سبا  تقریباُ  د امریکا له اشغاله (۹)  کاله  تیریږی اوافغانان یی په جګړه کی  سره بُخت  سا تلی  دی  په نظرکی نیول  شوی، اود حیرانتیا خبره خو  په دی کی دی چی  زمونږ رهبران  ته له کوم ځای اومنبع  څخه دا الهام رسیدلی  یا  راغلی  دی  چی  د دی  هیواد  له خوالوی  خطری متحده ایالاتو ته رسیدونکی دی، حال  داچی  افغانستان  پخپله  په وچی  پوری محدود دهغه اکثر وګړی نا لوست ، فقیر اوترپیړیوپوری ددی هیواد  قبیلی  یو د  بل سره په جګړه اوشخړوکی داشغال  په منظوربخت ساتل شوی یا هغه  خلک چی په دی پوره نه  پوهیږی  چی  امریکایا ن دلته ولی راغلی یا داچی هغوی نه پوهیږی چی نړی یا ځمکه ګرده اویا پلنه ده او یا داچی  دا لکه  دعراق په څیرکوم  چی  امریکا یا نو ادعا کوله  چی  صدام حسین دډلیزوژنی سلاح لری  او با ید له مینځه لاړشی که نه په یوزبرځواک  هیواد  به اوړی  او د امریکی د پاره ستونزی مینځ ته راولی اوداسی نوری پلمی چی هیڅ دواقیعتونوسره بلکل  سر نه خوری .اوپه  افغانستان  کی   په  دی  او په  هغه  پلمی  سره  د خپل موجودیت اوداشغال زمینی لاپسی چمتوکوی نورهیڅ .

    دغه (۳۳) ملیارده دالر کوم چی په افغانستان کی د جګړی اود اشغال ددوام دپاره له کانګرس څخه دهغه منظوری غوښتل شوی ، دا به ښه وایی چی دامریکی دپنځه میلیونو بیکارو وګړو دپاره کوم چی کم ترکمه د شپږو میاشود پاره دهغو نورمال ژوند سمبال  شی بیل کړ شوی وای اویا داچی تر هغه پوری چی  هغوی په کوم  کار اودندی ګما رل شوی وای دغه  مالی لګښت د هغو د پاره منظور شوی وای،  نو  په دی بنیا د زه د امریکی د جمهوریخواهانو اود سنا د مجلس له غړو څخه مننه کوم چی دغه (۳۳) ملیارده  دالر بل منظور نکړل ،  او دا  ځکه  چی  ممکن یوه ورځ  هغوی هم دامریکی ددولتی نا سمو پروګرامونو  په لړ کی اویا د ځنو دولتی فدرال اداری او یا د  پولیسو  د نا سمو چلن له مخی کوم چی پر استخدامونکی نهادونو باندی وضع کوی اودبیکارانو شمیر ته لا پسی لمن  وهی ، نه  چی ددی میلونونو بیکارانو په ډله کی شامل شی ؟             افغانستا ن  د تخمینی سر شمیرنی له   مخی (۲۴) میلونه وګړی لری چی دهر یو کلنی عاید (۸۰۰) دالر په کال کی اټکل شوی اودا په دی معنی که چیری دغه (۳۳) ملیارده دالره دعاید ناخالص  په بڼه  په نظر کی نیول شوی وای  اویاد اچی که  چیری دغه پیسی کابل ته را رسیدلی وایی ،نوپه هغه صورت کی دامریکا یی سیاست پوه دولتی کارپوهان  په نظر کی  د هر افغان کلنی عاید به (۸۰۰) دالره په کال کی وایی ،  چی  دا یواځی پخپله  له واقیعتونو څخه لری بریښی. دبلی خوا ټولو ته  پوره  معلوم  اوڅرګند  دی  چی  په  دی  څو وروستیو کلنو کی په سلنو ملیارده دالر د افغانستان  په جګړه کی په مصرف ورسید په هغه عبث او بی معنی جګړه کی چی دهیڅ یو لاسته راوړنی سره  مل نه وه اوکه  چیری  دغه  ټول  ورکړل شوی میلیاردونه دالر دافغانستان پرهر نارینه ،  ښځینه  او  کوچنی  باندی ویشل شوی وایی هریوه ته به  د کال (۱۴۰۰)  دالره رسیدل اودهغو ژوند ته به نوی بڼه به ورکړای وایی ،اوله دغه بدروزګاری اوستونزو څخه په امن کی به پاتی شوی وایی.                                            پس تاسی پخپله له ځانه سره فکر وکړی اوهغه داچی : له دی نه چی دا (۳۳) ملیارده دالر د افغانانو دژوند دسمون اودهغو دعایداتو ددوچند لوړولو  په منظور په کار ولویږی اویاهغو ته دکا ر زمینه برابر شی  د هغه په عوض کی دافغانانو په وژلود هغو د لوی او کوچنی ښارونو د ویجاړولو په منظور  په مصرف رسیږی او لاپسی دغه هیواد دغم په ټغره کی کیښنوی  نو په دی بنیاد اوس د امریکی لوړ پوړی چارواکی پس له هغه چی دغه پیسی تر لاسه کړی په هغه باندی څه کوی ؟      ددی پوښتنی ځواب روښانه دی اوهغه داچی مونږ ددی پیسی یوه  برخه  خپل  نظامیا نو  ته  بیلوی  چی هغوی باید افغانستان ته لاړ شی اوهلته وجنګیږی ، بله برخه یی مفسد  افغانی، خاین او لوټمار ټوپکسالارانو اودولتی لوړ پوړو چارواکو ته ورکوو چی د سویس په بانکونو کی ځانته ذخیره کړی،  بله برخه یی د مخدره موادو مافیا ته ورکوو  چی له هغه  څخه  يو څه پیسی بزګرانو ته  ورکړی  چی  کوکنا ر وکری ، بیایی په هیروین واړوی اوبیا امریکا اوغربی نړی ته ولیږدوی چی بیا مو  خپل  وطنوال  پری معتاد  وګرځوو او له کار اوروزګار څخه یی وبا سو ، یو څه نورپیسی  له دی پیسو څخه په پټه هغو جنګیالیوته ورکو چی زمونږ په پلوی جګړی کوی ، اويو څه   نوری  طا لبا نو  ته  بیلوی اوهغوی ته وا یو چی لطفاْ  زمونږ پرنظامیا نو  اود امریکی پراستازو یرغل مه وړی اوپه دی وجهه  ملا موتړلی چی دافغانانو پرښا رونو ،کورونو اوکلو باندی بمونه وغورځوواوهغو ته مرګ اوژوبله واړو .       یوه بله له خندا ډکه او مضحک انځور چی په دی ورځوکی د سړی پام ځانته را اوړوی هغه د بریتانیا د نفتی شرکت (BP) له تهلکی څخه ډک پیښه دی کوم چی د پترو شیمو موادو د ضا یعا تو له وجهی څخه  د  مکسیکو د خلیچ ناپاکه کیدل او چټید ل دی کوم  چی نوموړی خلیچ یی د سنګ بقو اوددولفین په ګورستان یی اړولی دی او داوبو پرسطح باند  رنکین اوغوړین قشرغوړیدلی دی او هره ورځ دغه غوړین قشر مخ په وړاندی د بحر ژوری برخی ته ځا ن رسوی  اود بحر دعمق سطح پوښوی   او  د بحری  ژوندی  موجوداتو دپاره د مرګ اود نا بودی زیری د ځانه سره راوړی ، مسولو مقاما تو د خلیچ د  پاکولو  اود نوموړی غوړین قشر د له مینځه وړلو دپاره هره میاشت تقریباُ یوبیلیون دالر په مصرف رسوی چی دا پیسی په  هیڅ بڼی سره کاپی بودجه نه دی چی دنوموړی تهلکی څخه مخنیوی وکړی ، تاسی  پخپله فکر وکړی  چی که  چیری دغه بریتانیاوی شرکت آزاد پریښودل شی ، نو ددی  تهلکی انجام  به  څه وی؟ ،   دولت  غواړی  چی  د  نومړی شرکت اودهغه دسهامدارانو د ګټی په پلوی  د نومړی الودګی د تطهیردپاره نور( ۳۳) بیلون دالر په مصرف ورسوی چی په دی صورت کی به  دامریکی  دخلکو ژوند لاپسی دستونزو سره به مخامخ شی .                 د بلی خوا څخه دلته  یوه بله پوښتنی را پیدا کیږی  اوهغه داچی مونږ ولی دغرامت په بڼه  اضافی (۳۳) بیلونه دالر هغو خلکو ته چی پخپلو کورونو کی ناست دی  هره ورځ بیر څکی  او خپل تلویزینونو ته ګوری ورکړو ، ولی په دی پیسو باندی  هغو ته  دکار زمینه نه برابرو چی په تولیدی برخو کی په کار  ولویږی ، لکه د سیندونو ،بحرونو ، ساحلونو پاک کاری ، اویا دمکسیکو دخلیچ دغوړیو اود تیلوپه  تطهیر ، د سنګ بقو اود کبانو د خوړونکو مرغیو د مړو جسدونو  په راټولو اویاد بریتانیا دمدیره هیت راښکیلول دطناب په انجام کی اودهغوراکشول دبحردسطح دښووی غوړین قشردپا سه  اودبیسبال د ضربتی  لوبی د لیکو  په  بڼه دژورنالستانو ساتنه، ترڅو چی  دبریتانیا د شرکت  د مجریانود تهدید سره مخامخ نشی او هغوته د مشاهداتو د راټولولو زمینه برابره شی ، او هڅه دی وشی  چی ددی پیسو په کمک سره  دهغه  پیښو   څخه مخنیوی وشی چی خدای مکړه دغه محیطی ککړتیا د مسیسیپی اود هریزونا ساحلی کرښی ته  ونه رسیږی  او دهغه سیندونو په  پراخو لمنو  کی  د ژوندی  موجوداتو په کشتارګاه باندی وانوړی .                                     دغه پیسی یعنی (۳۳) بیلون دالره چی دافغانساتن دجنګ د دوام د پاره له کنګرس څخه  دهغه منظوری غوښتل شوی ، که چیری منظور نشی ، په دی پیسو باندی مونږ کولای شو چی ډیرنورخالیګاوی دامریکی به دننه کی ډک کړو ، یعنی دغه پیسی قابل د تعویض دی ،مثلاُ که معارف اویا تعلیمات په نظر کی ونیسو ، دامریکی  فدرال  حکومت  سږکال  (۸۴)بیلون  دالر دلمړنیو او عالی لیسو او ښونځیو دزده کړو په ارتباط بودجوی لګښت  تر سره کړی یا لګولی دی اوپه عین وخت کی له نیویارک نه نیولی تر لاس انجلس پوری ډیر عامه ښونځی د کاپی بودیجی  په   نه لرلو  او  د راپیدا شوی اقتصادی بحران له  کبله یا تړلی دی اویا یی اوس تړی ،. او ډیر معلمین  د بودجوی  کسر  له امله  له دندو ګوښه شوی دی ،  حتی تردی چی دوړو کوچنیانو یوشمیر ښونځی چی باید تړل شوی نه وایی   تړل شوی دی ، او ډیری کوچنیان ښونځیو ته نه ځی نوکه چیری ددغه  (۳۳)  بیلیون دالرو دوه  پر دریمه برخه ( ۱۱بیلون )  اویا دهغه ۱/۲  برخه  (۱۷بیلون دالر) دمعارف په برخه کی  پکار  ولویږی  دامریکی دمعارف بودچوی کسر بلکل له مینځه ځی .                     په هرصورت داسی معلومیږی چی دغه (۳۳)  بیلون دالرد راتلونکی کال د پاره په افغانستان کی څه دافغانانو دوژنی او څه هم دنظامی دروند تجهیزاتولکه بی پیلوت الوتکی ، دپرسونل ضد مینونو درانیولو او پیریدلوپه منظور بیل کړ شوی دی .                            دیادونی وړ مطلب خو دادی چی دغه ټول هڅی او اند  غیبی  نه دی  بلکه  دا ټول   چلوټی  د  امریکا داقتصادی وضع د بحران پیل دی ،  هغه اقتصاد  کوم چی کله پورته ځی او کله هم سقوط کوی   اودا دهغه دوه صحرایی غیږنیونکی ته ورته دی چی یو له هغو څخه کمزور اوپه شکست سره مخامخ کیږی اوبیا ددی امکان هم لیدل کیږی چی بیرته راپورته شی ، په هر صورت د اقتصادی رکود اصلی ملامتیا خپله حکومت پوری تعلق  نیسی ،  نو حکومت باید بیکارو خلکو ته کار پیدا کړی او ددولتی مبارزی د پاره  باید یو  څه بودجه چمتو کړی ، دولت ،  حکومت  او نور خیریه موسسات باید هغو کسا نوسره مرسته وکړی چی ځانته کار نشی پیدا کولی .                                       په هرصورت مونږ دخپل بی پروایی او سهل انګاری له مخی د دوه چندی یا د  ډ بل اقتصا دی  ستونزی او پریشانی یا افسرده ګی سره مخامخ شو ، او که چیری د امریکا یعنی زمونږ خزانه له پیسو  څخه  تش شوی نه وای،   اویا  مونږ  پوروړی  نه وایی  مونږ  کولی شوچی  د پیسو  په زور د افغانستان  د خمکی  له مخ اودهغه د مغا رو څخه ټول ناخوالی او انفجارات موله مینځه وړای وه .   مټ ټابی (Matt Taibi) مشهور لیکونکی   په ډیر ژورنالیستیکی احساس  او انګیزی سره دا سی ویلی وه چی:  (خدای دی،  دی هیواد ته ساه ورکړی ، یا خدای دی دا هیواد وسا تی )  .                                پاي