داجهان دى خداى له عشقه پيدا كړى

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
اكبر كرگر
داجهان دى خداى له عشقه پيدا كړى   
د جمله  وو   مخلوقاتو   پلار  دى  دا
(درحمان بابا بيا ځلي لوستنه )
رحماني عشق
درحمان بابا ديوان دځينو كسانو له خوا د٬٬عشق٬٬دديوان په  نوم هم ياد شوى دى ۔ نو كله چې درحمان ديوان را اړوو ٬دې كې به مبالغه نه وي ٬چې په هر شعر په هر
نظم اوهر غزل كې دعشق اوعاشق اومعشوقې كلمه ياده شويده ۔  يا درحمان بابا دانگريزې ديوان د سريزې دليكوال په باور سره درحمان بابادديوان اصلي محتوا  عشق دى ۔ غواړو په دې مساله هم دتصوف له زاويي اوهم دارواپوهنې له نظره  څه ووايو ۔
افغان عالم او مشهور څيړوونكي ٬حبيب الله رفيع  صيب چې درحمان بابا ديوان يې هم په ټول دقت  چاپ كړي اوهم يې پرې ډيره څيړنه كړې ده ٬په ډيره واقعبينانه توگه يو ه مساله په وروستي اثر٬٬خم رحماني٬٬كې را سپړي ۔ اوهغه داچې  دتصوف په خوا كې داسې جوتيږي چې :
((دى دمجازي مينې په پوړيو دحقيقي مينې دمعراج لورته ورختلى ٬ځينې کسان دده مينه يوازې حقيقي مينه بولي اوله مجازي مينې نه يې منکر دي خو دده په ديوان کې داسې بيتونه مومو چې هيڅ منکر دا نه شي ويلاى چې ده دې مجازي مينه نه وي کړي))[1]
زه عار نه لرم په عشق کې له پيغوره                بې پروايم دستي په څير له اوره ۰
زه رحمان په زړه نرى کړم هغه نجونو              چې يې ملا وي دويښته په دود نرۍ
په رحمان دښايسته وو قدر ډير دى                 دطبيب له قدره چا زده بې رنځوره
که مې پيرې که مې پلورې چاره نشته                    زه رحمان دښايسته وو خانه زاد يم
گوښې گوښې ښايسته مې زړه وکاږي                    زه وکوم يوه ته وايم چې تا يووړ
زړه که يو وي ما خو تالره درکړ ى                          مگر نورو لره نور زړونه پيدا کړم
له بلې خوا درحمان بابا ديوان دځينې داسې صوفيانه اوعارفانه مفاهيمو ډك دى چې دهغه  له تصوفي لارې اوعرفاني مسلك  څخه هم سترگې نه شي پټيداى .دمثال په توگه هغه وايي ٬:
عاشقي چې تر كماله  ورسيږي              دخپل يار له لاسه زخم يې مرهم شي
يا داچې :
دادولت دخداى په داد دى            مونده نه شي له نسبه
عشق څه هسې علم نه دى           چې حاصل شي له مكتبه
مكتب حال دمذهب وايي             عشق سيوا دى له مذهبه
له پورته بيتونو څخه مالوميږي چې درحمان د٬٬ژوند منحني٬٬له پړاووونو تيره ده ٬كه په يوه پړاو كې دځوانې اوزلميتوب په نيشه مست و اودمجازي مينې شمال پرې لگيدلي نو دتفكر اوتا۽مل په سمندر كې داسې لامبوزن دى چې دعشق فطري اومعنوي الهاماتو ته يې پام شوى دى ٠ دهغه په باور عشق كسبي نه دى فطري دې اوداداسې دايره ده چې په لوي اوستر محيط كې يې يوازې انسانيت ځاييداى شي ( په تصوفي اوعرفاني متن كې )٬نه نور صفات ٠رحماني  عشق دحقيقي عشق پړا ويو رواني اوسايكالوجيك حالت بولي په هغه كې چې انسان له معمول اوعادي حالت څخه ووځي ٠ اوځان دسترې اولايتناهي هستئ دهستوونكي سره يو بولي ٠ (( لوي ماسيونون دمنصور حلاج په اړوند رساله كې په خپله  سريزه كې ليكي :
(( عارف چې داړتيا له مخې دجدي ٬انفراد اوتكثير څخه  په كړاو دى ٬دعشق په بركت اوهيجان اوشور سره دخپل وجود دقواو دبيلابيلو اعراضو څخه منع كوي اوديواځينې معشوق په لټه كې كيږي٠)) [2]
له روان پوهنيز پلوه :
ځينې ذهنې حكمونه  شته دى چې ددې سبب كيږي ٬چې كله نا كله مفاهيم په نه دقت وكاروو اويو مفهوم دخپلې اصلې مانا پرځاى دبل څه له پاره استعمال كړو ۔ نو ددې له پاره چې دعشق سايكو لوجيك مفهوم مو څيړلى وي اړه وينو چې يوه ميتولوجيكه (افسانه)  را نقل كړو اودوروستي استدلال له پاره يو پل جوړ  كړو :
دمسالې درواني اړخ دڅيړلو له پاره دلته يوه ډيره په زړه پوري يهودي افسانه  رانقلوو .سره له دې چې ډيره ښكلي خو په عين حال كې لږ څه بربنډه ده .  دا دشهوت دهيولا پورې ارتباط لري ۔ وايي يو زوړ سړى چې ډير متقي اوپه پرهيزگارۍ كې يې ساري نه و اودخداى دوست و ٬اودژوندانه په مانا يې ډير فكر اوتاءمل كاوه ٬بالاخره پوه شو چې دبشريت ټول مصايب دشهوت له ديو اوبلا نه را زيږي ۔ نو پر ځمكه پريووت اوله خدايه يې وغوښتل چې دشهوت شيطاني روح له نړۍ بهر كړي ۔ څرنگه چې هغه ډير پرهيزگاره پير و٬نو خداى دهغه توبه اوزارۍ ومنله اودوعا يي ورته  قبوله كړه ۔ زوړ سړى ډير خوشاله شو ۔ ۔ يوه ورځ مازديگر دتل په څير باغ ته ووت چې دگلانو له عطرونو خوند واخلي۔ باغ دتل په څير و خو يوه ستونزه دا  وه چې دعطرو اوخوشبويي هغه هميشنى اوپخوانى  بوى نه و ۔ يو څه ورك اونادركه مالوميدل  ۔  يوڅه ورك اويوڅه بې خونده مالوميدل ۔دپخوا په څير خوند اورنگ يې نه درلود ۔ فكر يې وكړ چې ستړى دى ۔ دزرو جام يې را پورته كړ اوزاړه شراب يې پر سر واړول دا وار دشرابو خوند هم دتير په څير نه و ۔دې  پير   په حرم كې يوه ښكلې ښځه  هم درلود ه كله چې يې ښځه مچ كړه د هغې  مچكه   هم دشرابو په څير اودگلونو په څير بې خونده اوبې خاصيته وه ۔ دكور بام ته وخوت اوخپله كيسه يې خداى ته تيره كړه ۔ فكر يې وكړ چې كيداى شي غلطي ېې كړي وي  چې دشهوت روح يې په دوعا سره له منځه وړي وي ۔ له خدايه يې وغوښتل : ٬٬ دشهوتو شيطاني روح بيرته راوگرځوه٬٬
څرنگه چې هغه پرهيزگاره اودخداى دوست و نو خداى يې بيا دوعا ومنله او۔۔ وروسته چې پير دهر څه پسې گرځيده ليدل يې  چې هر څه يو خوند اوكيفيت لري ۔گلان عطر لري ۔شراب خوند لري اودميرمنې مچه يې هم له خوند اوكيفه ډكه ده ۔ ۔  
ديوارواپوه په باور دا كيسه موږ ته  په ډاگه كوي  چې كه  موږ دانسان اودطبعيت  دازلي قوانينو څخه سر غړاوى وكړو ۰ څه كه معقول اوكه نا معقول وي ٬  نوپه واقعيت كې به مو  يو څه  له نړۍ بهر كړي وي ۔ زموږ نړۍ اوزموږ وجود په كامله توگه يو نامعقوله څه لري  اواصلا نه شو كولاى ثابته كړو چې هر څه بايد معقول وي ۔ البته ځيني معقول ملاحظات شته چې بايد په هغو وپوهيږو۔  او بايد ورسره سازش وكړو ۔ اوكه نه نو شيطاني روح له منځه ځي ۔ دا چې موږ په ځينو نامعقولو چارو باور لرو چې ان حياتي ارزښت لري ۔ نو ارواپوهنيز  حقيقت دادى چې هغه څه چې پرې پوهيږو اوپرې فكر كوو هماغه زاړه اولرغوني انسان ته پريږدو خو كه لرغونى انسان يي ونه مني پوهيږو چې  موږ په ورانه لار تللي يو[3]     له دې جوتيږي چې مينه يا عشق چې غير تصوفي اوعرفاني هغه ده دتن اوروان يوه غوښتنه ده اويو داسې كيفي حالت دى چې په محسوساتو كې شتون لري ٬خو دعشق دغه حالت دانسان په روان كې ډير لوړ اوعالي درجه پيدا كولي شي .
په ارواپوهنه كې دفرويد ځانگړنه اودهغه دكار اهميت په دې كې دى چې نوموړي وكړاى شول دعلمي اومادي تجاربو په وسيله اودعقلي متودونو له لاري دانسان روان وڅيړي ۔ خو دځينو پوهانو اوسايكالوجيستانو په عقيده فرويد دافراط لاره نيسي  دا ځكه  چې هغه په نفسانياتوت باندې ډير ټينگار كوي اوهر څه دانفسې لارې څيړي ۔
فرويد له دوه گونو اصلونو يعنې (( دژوند شور اوهيجان )) يا اروسarose اودمرگ ترهه اوهيجان يا ناتانوس nutinousڅخه پيل كوي ۔ خو دانسان دشخصيت دڅيړلو په برخه كې تثليث يا درې گونۍ ته رسيږي ۔  دغه درې مفهومه  له : ايد , ايگو اوسوپر ايگو (id ,ego, superego)څخه عبارت دي ۔ دهغه په باور سره  ايد  درواني انرژۍ اوغرايزو سرچينه ده ۔ ايد بايد نسبت بهرنۍ نړۍ ته له بدن اودهغه له جريانونو سره زيات روابط ولري ۔۔ ايد دابتدايي اصل دارضا يا دژوند لومړني اساسي رول يعنې لذت يا خوند په غاړه لري ۔ اودلذت داصل هدف درنځ څخه ليرى والي اودخوند يا لذت لاس ته راوړل دي ۔ ايد دايگو  اودسوپر ايگو برخلاف سازمان بندي كوي اودهغه انرژي دتحرك په حال كې ده اوكيداى شي له يوې موضوع څخه بلې هغې ته انتقال شي ۔ دتجربو په لاسته راوړلو اودزمان په تيريدو سره بدلون نه مومي دمنطق اواستدلال اوقواعدو لاندي نه راځي ۔ اخلاقي اومعنوي ارزښتونه نه مراعات كوي ۔ يواځې يوې مسالې ته پاملرنه كوي ٬اوهغه يوازې دغريزي احتياجاتو رفع اوارضا د لذت داصل په مطابق  ترسره كوي ۔ ايد دانسان دشخصيت تهداب دى ٬۔ دا قوه دعقل ضد غير ټولنيزه ځان غوښتونكي اودلذت په لټه كې ده .[4]
ايگو دشخصيت اجرايي عامل دى ۔اوپه  ايد اوسوپر ايگو باندې دكنترول دنده لري ۔ دټول شخصيت په گټه دبهرنۍ نړۍ سره رابطه جوړوي ۔ ايگو دايد يا دلذت داصل تر فرمان لاندې نه دى ۔ اودواقعيت له اصولو پيروي كوي ۔ ايگو دخيال ٬فانتيزي اوواقعيتونو ترمنځ توپير كولي شي ۔ خو سوپر ايگو دشخصيت اخلاقي اوقضايي برخه ده اوزياتره دارمان نماينده ده ۔ دا قوه تر مخه تر دې چې دواقعيت دحصول له پاره هڅه وكړي سخت دكمال په لټه كې ده ۔ هم دارنگه سوپر ايگو دانسان داخلاقي ناموس په حكم  كې  ده ۔
رحماني عشق يعنې څه ؟
درحمان بابا دديوان په انگليسې ژباړونكى او سريزه ليكوونكى باور لري چې هغه څه چې درحمان  په ديوان كې ډير برجسته اوڅرگند دي هغه عشق دى ۔ مو ږ درحمان بابا په ديوان كې په دې خبره غور وكړ  درحمان باباب په ديوان كې    په كراتو ځله  دعشق كليمه تكرار شويده ۔؟ خو دا عشق يوازې تصوفي اوعرفاني عشق نه دى دايوه  اوږود قصيده وار غزل دى چې مطلع يې ده :
په نامه دهغه خداى مې دا بيان دى     چې يو نوم يې په نومون كې سبحان دى
په دې شعر كې رحمان بابا دخداى توصيف كوي ٬ دخداى صفات بيانوي ٬ چې له يوې خوا شريعت ته نږدي اوله بلې خوا دخالص تصوف اوعرفان څخه واټن نيسي ٠ په دې مانا چې په وحدت الجود كې په عالي اوترانسيندينتال حالت كې صوفي له ځانه بهر كيږي اوځان يا مادي وجود نفي بولي محى الدين اكبر وايي : (( از ديدگاه وحدت وجود ٬خلق عين حق است ونه چناناست كه خالقي باشدومخلوقى جدا ازاو۔خالق ومخلوق از هم جدا نيست بلكه خود خدا است كه درصورت عالم جلوه گر ميشود ۔ ))[5]  
۔نوموړى په همدغه چاپ كې دخداى وحدانيت دديوان په ۱۳۶ مخ دخداى ديدار اوښكلا بيانوي INDIVISIBILITY  په خاصه توگه په دى بيتونو كې ۔
داسې بريښي چې نوموړې درسمي مذهبي عبادت تعقيب ترك كوي ۔ رحمان په معنوي لحاظ تږى دى ۔ هغه وايي زما زړه په طاعت اوعبادت نه قانع كيږي ۔
دسريزه ليكوال په قول : دقناعت له پاره دا تنده نوموړى ته لارښوونه كوي  چې مولانا محمد شفيع ورته تكنيكل مذهب يا دين وايي : په دې اساس درحمان بابا   دديوان ارزښت يا مشخصه  دخداى سره دخالصو اړيكو قصد اودتصوف عرفاني دوكتورين بيانوي ۔  چې دا پخپله په رحمان پورې اړه لري ٠ يعنې داچې رحمان بابا    دشرعيت او تصوف تر منځ يو منځ مهالى يا مودريت دريځ لري ٬٠
نوموړې وايي كه چيرې موږ درحمان باباب له ديوان څخه دغه ډول تصوف پورې اړوند شعرونه ليرې كړو نو څلورمه برخه به هم پاتې نه شي ۔ خو دا سوال پر ځاى دى چې رحمان بابا دتصوف دكومې لارې  (  طريقت     ) پيرو دى اوپه كومه پوړۍ كې حضور لري ۔چې دا مالومه نه ده ٠خو ځينې بيا وايي  چې  دهغه عرفان زيات دقران سره هماهنگ دى لكه څنگه چې غزالي يا دهغه پانته يستي ( وحدت الوجودي ) لاري افراطي تصوف چې  په زياترو كلاسيكو متونو كې ليدل كيږي  عبارت دى.[6]
نوموړى وايي په دې اړوند څو داسې منابع شته چې په ډاگه كوي چې درحمان بابا دژوند دوخت اسلامي تمايل په ډاگه كوي  چې دا سمه اوواقعبينانه خبره ده ٬چې بيا هم داداعا تصديقوي چې نوموړى دتصوف او شريعت ( چې زياتره صوفيان ادعا كوي چې يو ديوبل مكمل دي خو ٠٠٠٠)) ترمنځ دريخ لري اوزيات تمايل يې دشريعت لوري ته دى نه ژور اوپوخ صوفيانه طريقت ته ۔
كه دروان پوهنې له نظره  دانساني شخصيت ابعاد راوسپړو په هغه كې داسې سركشه ځواك شته چې دا وس لري چې انسان دمعمولو  ټولنيز  و ضوابطو پروا ونه ساتي :  
خو بله خبره داده چې له عرفاني پلوه دعشق مفهوم څه شى دى؟
عشق :مفرط شوق اويو شي ته شديد تمايل دى  ۔ عشق داسې اور دى چې په زړه بليږي اومحبوب سيزي ۔ عشق دبلا گانو سمندر٬الهى ليونتوب او  دمعشوق سره بلا واسطه دزړه قيام دى۔
خو عشق څه دى ؟ هغه څه چې دانسان دشخصيت دايد دياغي اوسركشه ځواك څخه را برسيره كيږي كه دمادي لذت ترلاسه كول يې موخه وي اوكه دمعنوي برتري  دعشق په حالت كې واقع كيږي .په فرهنگ اصطلاحات عرفاني وتصوف كه دعشق تعريفونو ته ځير كيږو ٠
۔۔۔٬عشق دطريقت ډير مهم ركن دى ٬اودا مقام يوازې كامل انسان چې دترقۍ اوتكامل پړاوونه يې وهلي وي در ك كولاى شي[7]
عاشق دعشق دكمال په پړاو كې داسې حالت سره مخامخ كيږي ۔ چې له ځانه پردى اوناخبره كيږي ۔ اوله زمان اومكان نه فارغ اودمحبوب په فراق كې سوځيږي ۔۔  نو ددې څخه جوتيږي چې غير له ايدid څخه به دعشق مكان دانسان دشخصيت په  بل  ټاپو كې نه وي ۔
مولانا وايي :
عشق جوشد بحر را مانند ديگ      عشق سايد كوه ر ا مانند ريگ
عشق بشكافد فلك را صد شكاف    عشق لرزاند زمين را از گزاف
گرنبودي بحر عشق پاك را               كى وجودى دادمى افلاك را
رحمان :
دا دنيا ده خداى له عشقه پيدا كړې           دجمله وو مخلوقاتو پلار دى دا
دسيلاب په مخ كې لاړم لكه خلى                عاشقي به يې دباد په مخ بڼه كا
كه چا ځاى وي كوه قاف غوندې نيولى     چې دعشق له بحره روغ سلامت ووځي
حافظ گويد :
(( زعشق ناتمام ما جمال يار مستغنى است          باب ورنگ وخط چه حاجت روى زيبا را
من از ان حسن روز افزون كه يوسف داشت دانستم       
كه عشق از پرده عصمت برون ارد زليخا را
رحمان بابا وايي :
كه ليدلى زليخا يوسف په خوب  دى       ما په ويښه دى ليدلى په خواب نه دى ۔
زليخا غوندې به بله شيدا نه وي              كه دمصر مستورې شي واړه تورې
((اى درويش ! عشق براق سالكان ومركب روندگان است ۔ هر چه عقل به پنجاه سال اندوخته باشد ٬ عشق دريك دم ان جمله را بسوزاند وعاشق را پاك وصافي گرداند ۔ سالك به صد حيله ان مقدار سير نتواند كرد ٬كه عاشق دريك ظرفت العين ۔ عاقل دردنياست وعاشق دراخرت ۔ ))[8]
عشق را به حقيقي ومجازي تقسيم كرده اند ۔ عشق مجازى ٬ابتدا محبت وهوى وبعد علاقه وبعد وجد وعشق است كه منشا۽ان هوى وحب مجازى است وپس از مرتبه عشق شغف است كه سوزاننده قلب است   ( خواجه عبدالله انصاري  رسايل  ۱۲۵ ابوسعيد ميهني  اسرارالتوحيد  ۲۲۴ ) فرهنگ  ٬۵۸۲
خو كله چې رحمان بابا په باب دپورتنې مسايلو په رڼا كې غور كوو  داستاد حبيب ا لله رفيع دا نظر هيڅكله له پامه ليرې نه شي پاتې كيداى  چې  رحمان با با له مجازې مينې څخه دحقيقي مينې په لور گام اخيستى دى ۔ دهغه له شعرونو جوتيږي چې دهغه په كركتر كې پټ اونا ملموس ياغيتوب موجود ٬ هغه دعقل اوهوش څه پرواگير نه و ٬ په هغه كى دا ظرفيت و چې دعشق په لار پل كيږدي ٬ نو كيداى شي په مجازي مينه كي دمحروميت له لارى هغه عالي حقيقى عشق ته داخل شوي وي ۔  دروبرت سامپسون اومومن خان( په انگليسې ترجمه باندي سريزه ليكونكي ) دا نظر : چې وايي كه درحمان بابا له ديوان څخه دحقيقي عشق شاعر ي ليري كړي نو نږدي هيڅ به پاتي نه شي ۔ استاد رفيع  داخبره يو بنياد لري چې وايي :
موږ دده له پاړکو نه دا راايستلې شو چې رحمان بابا په ښکلا اوښکلو مين و ٬دژوند ډيره برخه يې دمينې په يادونو اودبيلتون په بادونو کې تيره کړې ده ٬کله هجران ځورولى کله وصال ٬کله يوه پى مخي ښکار کړى اوکله بل ٬کله مينې ورته اور کړى اوکله يې په بيديا کې بې تابه کړى دى ۰دده دژوند دا ټولې پيښې دده په شعرونو کې نغښتلې شوې اوتر موږ پورې رارسيدلي دي .درحمان بابا دژوند ډيره برخه په مجازي مينه کې تيره شوې اودعشق په مدرسه کې يې بې له زلفو ٬ بې له خطه ٬بې له خاله بل څه نه وو لوستي )) [9]
زه عاشق يم سرو کار مې دى له عشقه
نه خليل نه داوود زىاونه مومند يم
خط دې تور حرفونه مخ دې پاڼې دکتاب دي        شغل دکتاب دې بل کتاب راڅخه يووړ
رحمان اودعشق تعريف :اوس چې كله دعشق تعريف اوتعبير پخپله درحمان بابا په كلام كې پلټو ٬نوموږ ته دحالاتو په بيلابيلو مقطعو اوزماني واټنونو  كې دشعر تفريف راكوي ٠ اوبيا هم هاغه مخكينى نظر راجوتوي چې په يوه برخه كې عشق يعنې دښكلا په سمندر كې پنا كيدل ٬په لويه هستۍ كې غرقيدل ٬يوه باريكه لمحه اوشيبه را څرگنديدل  اوداسې نورې خواوې اوجهتونه ويني : لاندې شعرونه گورو :
په رخسار چې دې دخط غبار څرگند شو
سربلنده شوه فرقه دخاکسارانو
سياهي دنوي خط دې هسې زيب کا
لکه کښلي واړه توري دقران
وهغو ته عاشق نه ويلي بويه
چې يې فکر يا دسر يا ددستار وي
پسران دې عار زما له عشقه نه کا
پاک عاشق ٬پير اوپدر درېواړه يو دي
پاک اومنزه دى عشق دنفس له خاصيته
چيرته چاه دگيډې چيرته چاه دزنخدان
دلبرانو وته خاک ترتلي لاندې
ددې نور جهان په سر لکه اسمان يم
نوکري دمعشوقو کوم په عشق کې
مهيني نه دبهلول نه داورنگ يم
که مين يې په خپل يار باندې رښتيا
اواره کړه اول دين پسې دنيا
په پورته شعرونو كې موږ دشعق دواړه خواوې وينو هم دمجازې مينې اوهم په اصطلاح دحقيقي ميني ځانگړنې وينو ٠ په ځينو مواردو كې  دجنت دحورو يادونه دا نقد اوهغه نسيا ٬ داسې خبرې دي چې هم دتصوف سره اړخ لگوي خو دجنت دحورو ياد اودجنت په باب فكر اوباور عارف اوصوفي ته په وروستي عارفانه پړاو كې دومره مطرح نه ده ٠
دجنت له حورو تير شه که يار غواړې
خداى دې نقد دچا  نه کا نسيا
سپين رخسار اوتورې زلفي كيداى شي دسمبولونو په توگه يادې شوي وي ٠ ٠ ځكه په شرقي نړئ كي دتصوفي افكارو لهپاره شعر يو ښه بستر و ٬غزل په خاصه توگه ددې افكارو دوړاندې كولو له پاره منلى فورم په توگه كارول شوى دى ٬ اوپه دې فورم كې دتغزلي اورمانتيك اوتخيل دساتلو  له پاره ټول سمبولونه له  په اصطلاح مجازي مينې اومحسوساتو له دونيا اخيستل شوي دي ٠په راوروسته شعر كې دسپين رخسار اوتورو زلفو عاشق صوفي اوعارف توجيح كيداى شي ٠
عاشقان دسپين رخسار دتورو زلفو
څه پروا لري دکفر داسلام
رحمان حسن ديار وينم په پرده کې
نه پټيږي نور دشمعې په فانوس
دا حجاب چې نور عالم يې حجاب بولي
دا زما ديارتر مينځه حجاب نه دى
که څوک واي هنر کوم دى ؟ وايه دادى
چې بې خدايه نوره مينه په چا نه کا
په شرقي عرفان اوتصوف كې دعشق مكتب دمولانا اوشمس الدين محمد تبريزي  دسوزنده مينې اوعشق څخه مالال امال دى ٬دى ښوونځي تر ډيره په پښتو ادب هم سيورى غورځولى دى ٬منصور حلاج هم څو وارى درحمان په ديوان كې ياد شوى دى ۔ خو داكتر ناصرالدين صاحب الزماني  دمولانا اوشمس د صوفيانه عشق په باب يو ډول ارواپوهنيز ه شننه وړاندې كوي ۔
دعشق په تصوف كې په يو وار كمال ته نه رسيږي ٬ دعشق تصوف د تشو  خبرو مذهب نه  دى ۔ بلكې په عمل كې داقرار مذهب دى ۔ دسهوى اوخطا لاره ده ٬ دنوسانونو ٬ پرمختگونو اودخطا اوازمايښت لاره ده ٬ يو تدريجي كمال دى ۔ دعشق په مذهب كې په عمل كې  دى نه په خبرو كې ۔ نومړى دشمس  په دې خبره ټينگار كوي چې :
٬٬ پيش ما يكبار مسلمان ٬ نتوان شدن ! (بلكه ره پيماى طريق عشق ) مسلمان مى شود ٬ وكافر مى شود ٬ وباز مسلمان مى شود ! وهر بارى از هوى ( خودخواهي ) چيزې ٬ بيرون مى ايد ٬ تا انوقت كه كامل  شود ٬٬ [10]
دصاحب الزماني په  قول تصوف  له ټولنيزه پلوه درې پړاوونه لري ۔
۱.دپرهيز تصوف  يا قهر !
۲.دعشق تصوف يا سوله
۳.دجنگ اوعصيان تصوف يا جگړه
دنوموړي په نظر   دعشق په پيوند كې وابستگي اواتكا په دوست ٬په پير ٬په مراد ٬په مطلوب اوقطب ده ۔ ارواپوهنه ددغه كار بنسټ اوددې مداوا په دې تړنه اوروابطو كې پلټي ٬دمرسته غوښتونكي يا لاس نيوو نكي  يا مريد يا عاشق پوري ده  ۔ خودغه اتكا په خپل ذات كې سالمه هغه نه ده ٬٬ كه دناروغ درملنه  په همدې  پړا وكې متوقفه  شي نو دهغه دشخصيت وده اوسلامتي بيا موندل به په ټپه ودريږي ۔
دنوموړي په باور د((عشق په تصوف)) كې سرښندنه يو اړخيزه نه ده ۔ خو په اتكايي تړنه اورابطه كې هر وخت يو ديوې خوا مينه اوعشق اوبلې خوا ته مهرجو اومينه اخيستونكى پاتي كيږي ۔
صاحب الزماني زيات دمولانا اوشمس په عشق تمركز كوي اودتصوف له پاره دا مثال راوړي خو درحمان بابا په باب دا يوڅه صدق كوي ٬دمثال په توگه په مولويه طريقت كي سماع اوموسيقي يو اصل دى   ٬شعر اوموسيقي رقص اوسماع دعشق په تصوف كې يوه وسيله ده نه هدف ٬دا دعواطفو دتلطيف وسيله ده دقهر اوخشونت دكمښت وسيله ده ٬ديو شانته والي برابرۍ دملگرتيا ودوستۍ دجلا والي له پاره دچارې پلټل  اوديوازې والي درمان دى ! خو رحمان بابا سره له دى چې په سماع اوموسيقي اورقص په باره كې يو غزل اوځينې شعرونه لري  خو داسې منظم اودطريقت په بنياد نه دي ۔ كيداى شي دپښتنو محافظه كارې  ټولنې  اودعنعنوي شريعت دسپوتيزم  په دې بهير اغيز كړى وي ۔
درحمان بابا په ديوان كې يوازې يو شعر دسماع اورقص په باب موجود دى. سره له دې چې رحمان بابا په مشخص اوڅرگند ډول دكومې خاصې فرقې اوتصوفي طريقت يا دنه كوي ٬خو دسماعاورقص ياد ونه  دهغځ دهيجان اوبې خودئ دحالت نماينده گي كوي ٠ سماع په زياترو په ځانگړي توگه په مولويه طريقه كى  كې يو اساسي ركن دى صوفيان د سماع اوموسيقي  دداسى حالت دايجاد له پاره لازمه بولي چې په هغه كې عارف اوسالك له خپله تنه اوحالته بهر كيږي اوپه لويه هستئ كې دځاى كيدو اووركيدو لاره جوړوي ٠  
سماع  اوعرفاني شور اوهيجان  :
ساقي راكړه ته وماته جام درقص         زه ارزو  په زړه لرم مدام درقص
ده وې اوس به دخوښۍ ساعت په تا شي   مغني را كړ وما پيغام درقص
مسيقي علم خپل استاد راته تعليم كړ         رانماي كړ هر تار مقام درقص
سر يې پاس تر نه فلكه څرگنديږي          چې په چا وشي ارشاد اعلام درقص
چې جلوه پرې دمحبوب لهلوري كيږي   هر گز نشته په  هغه اشام درقص
لياقت يې هر وگړي څخه نشته              په لايقو باندي وي انعام درقص
څو يې سا په وجود شته عبدالرحمانه       حقيقت به هومرې نه كا تام درقص
انسانيت :
درحمان بابا په محدود يعنې يوازې يو  ديوان كې ددژورو اوفلسفي افكارو ډير څركونه شته . هغه انسان حيوان بولي ٠ خو دانسان خويونه دادم اودخلقت دسترې اسطورې په اساس  توجيه كوي .  
په ادم كې دحيوان خويونه شته دى         بيا هاله يې ادم بوله چې ادم شي
دعشق كمال : شاعر عشق يو ه خدايي وركړه بولي  ٬ په دې شعر كې عشق الهامي متاع ده نه دسود اوزيان متاع ٠
عشق يو داد دى په عاشق باندې له خدايه   هسى نه دى چې يې پيرې يا يې پلوري
وجودي : شاعر دمجنون اسطوره ديو سمبول په  توگه  دعشق اويووالي  له پاره استعاره گرزوي .
دمجنون دحال پوښتنه به څوك څه كا    جهان واړه كوراكور مجنون ليلا دى
يا دا :
په جزبه دعاشقۍ كه برهم نه شي               بې دادي دمطلوبانو واړه داد دى
چې داه ودفرياد طاقت يې نه وي                هر سكوت دبې طاقتو اه فرياد دى
سمبول عشق : درحمان بابا په نظر عشق يوازې يو نوم نه دى بلكې دهغه په نظر سلگونه نور نومونه لري ٠ دا نومونه سره له دې چې دمجازې عشق له افسانو اخيستل شوي دي . خو دحقيقي مينې دتوجيه اوتفسير له پارهكارول كيږي ٠  
سل په دارنگه نومونه دعشق نور دي             لكه نوم چې دمجنون اودفرهاد دى
چې يې زړه شي هلته كښيني هلته پاڅي         عشق دعقل ودهنر كره داماد دى
بادشاهان په عاشقۍ كې ملنگان شي               مااوتا غوندي وگړي دچا ياد دي ۔
يا : چې دڅنگه مې دلبر په لاس كې جام دى       نن اورنگ دزماني زما غلام دى
دوه متضاد حقيقتونه : تصوف او شريعت ٬ رحمان سره له دې چې په ډير احتاط دشريعت  له پولې نه تيريږي خو كله نا كله چې دعشق په هيجاني حالت ترسيم كوي  نود عشق  وجوب يا واجبيت له هر ډول فرضو اوواجبو پورته بولي ٠
هيڅ يې مه پوښته له فرضو  له واجبو          په  هغو چې عاشقي كړه خداى واجبه
عاشقان تر سروماله يار ته تير دي              خداى دې دا طايفه نه كاندې كاذبه
يا:
انسا ن مركزيت اووحدت : دوجد اوشور په حالت كې رحمان بابا ځان اوجانان سره يو بولي . اودا دوحدت الوجود دعقيدې يو بنياد هم دى ٠
خپل جانان مې هسې نقش دى په زړه كې      نه پوهيږم چې رحمان يم كه جانان
ماوې زړه دمومن عرش دى خبر نه وم        چې به عشق زما دا عرش كاندي ويران
عاشقۍ يې تر هغه حده بيهوش كړم              چې نه هوش لرم نه سر اونه سامان
منصوري تومت : داسې جوتيږي چې رحمان بابا په خپل ژوند كې دتومتونو قرباني هم و ٬اتهامات پرې هم لگيدلي دي ٠ دا يوازې ذهني اوخيالي هغه نه دي بلكي دهغه دژوند دواقعيتونو نماينده گي كوي ٠
لور دلوره دتهمت په غونډو ويشت شم         ملامت را باندې وايي درست جهان
يا دا چې :
داجهان دى خداى له عشقه پيدا كړى      دجمله وو مخلوقاتو پلار دى دا
څه پوهيداى شو؟
درحمان بابا ددديوان دبيلابيلو فكرې بهيرونو اوپه ځينو مواردو كې دمتضادو اويو له بله سره نا ورته باورونو جوتيږي چې درحمان دهستونو ډير څه ورك اويا له منځ تللي دي ٠ يو دليل دادي چې رحمان بابا په خپل ديوان كې داسې عقايد مطرح كوي چې  ښىء نوموړى دوخت په پوهنو پوره لاسبري درلوده. خو داسې يو شخص چې هم دتصوف اوهم دټولنيز ژوند اوهم دحكومت دارئ اواستبداداوهم دموسيقي اوسماع په باب مشخص نظريات لري څنگه كيداى شې يو ازي يو ديوان دهغه دژوند پانگه وي . له دې جوتيږي چې دوه فكتورونه يو دپښتنو محافظه كاره ټولنه  اوبل دوخت استبداد  چې دعلم اوفرهنگ قدر يې  په نشت شميرلې ددې سبب شوي وي چې دشاعر په څير دنور ولسگونو شاعرانو اوليكوالو اودنظر خاوندانو اثار له منځ تللي وي .
درحمان مينه اورحماني عشق په يو جهت كې نه شو ثابتولي ٬هغه شاعر و ٬شاعر ښكلا ويني دا ښكلا دمحسوساتو ښكلا ده خو په ژور محروميت اومفرطې مينې اودوخت حالات انسان دې ته اړ كوي چې دمينې له پاره بله مجرا اولور پيدا كړي ٠ اورحمان هم چې دهند اودفارس له فرهنگي پوهنو اغيزمن و ٬دمولوي ٬حافظ ٬جامي اوسعدي اونورو څخه اغيزمن و  ٬ا ودپښتونخوا دستر فرهنگي اوسياسي غورځنگ روښاني غورځنگ څخه اغيزمن و ٠ نه شو ويلاى دهغه په باب يو ارتودكسي حكم وكړو ٠
لندن    -اپريل ۲۴-۲۰۱۰