هدايت الله هدايت
د هند د مطبوعاتو د پيل تاريخ و کال ۱۷۸۵ ته یعنی ۲۲۵ کاله پخواته را ګرځي . هند په دې عرصه کي زموږ په سيمه کي ډېر ستر او ډيموکراټيک هيواد بلل کيږي . دهغي احصائيې له رويه چي څلور کاله پخوا ښودل سوې وه په ټول هند کي ۶۲۵۰۰ ورځپاڼي، مجلې
د ټاېمز آف اينډيا ورځپاڼه د نيژدې درې نيم ميليونه تيراژ په درلودلو سره نن په هند او نړۍ کي د انګليسي ژبي د تر ټولو ګڼ شمېره ورځپاڼو په جمله کي هم راځي . همدا رنګه په هند کي د ۱۴۰ نه زيات ټلويوزوني کانالونه سته چي د خپلي خوښي برنامې خپروي ، د دې جملې نه ۱۹ يې دولتي او پاتي يې د شخصي سوداګرو دي .
د هند مطبوعات سره ددې چي زياتره يې د انګليس تر سلطې لاندي دوران کي په خپرونو پيل کړی دئ خو د انګليس د استعمار پرضد يې د خپل هيواد په وړاندي دمبارزې د مناديانو او مخکښانو نوم د ځانه سره ساتلی دئ . دغه بهير د خپل تاريخ په اوږدو کي ډيري لوړي او ژوري تجربه کړي دي . د هند د پخوانيو ورځپاڼو څخه چي لا تراوسه خپريږي د «سټېټسمېن » (The Statesman)، «مومبئي سماچار» (The Bombay Samachar)، «ټاېمز آف اينډيا» (The Times of India)، «پاېونير»، (The Pioneer) «هندو» (The Hindu) او «ټريبيون » (Tribune) نومېدلای سي چي د هغوی د تاسيس کلونه د اتلسمي پېړۍ په اوږدو کي يو په بل پسې تر سره سوي دي .
د ټايمز آف اينډيا ورځپاڼه په کال ۱۸۳۸ کي د هغه انګرېزانو دپاره چي د هندوستان په لوېديځ کي مېشته وه د هغوی د خبراوۍ په هدف تأسيس سوه . دغه خپرونه په اول سرکي د هفتې دوه واره د بمبئي ټايمز په نامه په کار پيل وکړ،خو کله چي يې امکاناتو يې پراختيا وکړه او د خلکو غوښتنه و خپل اوج ته ورسېده نو په ۱۸۵۱ کي د ورځپاڼي په ډول واوښته .
د ټايمز آف اينډيا ورځپاڼه د بينيټ کولیمن (Bennett, Coleman & Co. Ltd.) لخوا چي د رسنيو د ډلي يو لوی شرکت دئ خپريږي . دغه کمپنۍ د يو شمېر نورو کمپنيو سره چي هغه ته د ټايمز مجتمع يا(The Times Group) وايي په هند کي د ایکونومیک ټايمز (The Economic Times)، د ممبئي هينداره يا مېرر( The Mumbai Mirror)، په هندي ژبه د نوي بهارت ټايمز (The Naybharat Times) او په مراټي ژبه د مهارا شترا ټايمز ( The Maharashtra Times) ګڼ شمېره په هند کي مشهوري ورځپاڼي خپروي .
د ټايمز د ګروپ اوسنی منجمنټ يا اداري تشکل د هند په ژورناليستي ليد لوري کي ځان د يوه لوی بدلون وسيله ګرځولې ده . لکه د نړۍ په بل هرځای کي، په هند کي هم د ورځپاڼې اډېټر يعني د سر سړی په دوديزه توګه په يوې ورځپاڼه کي تر ټولو مهم پوسټ دئ ، خو د ټايمز آف اينډيا ورځپاڼي د ۱۹۹۰ کال راهيسي دغه اصل ته بدلون ورکړ او هغه يې د منجمنټ د کړنلاري پر اصولو واړول . د ټايمز آف اينډيا سيالي ورځپاڼي د «هندو» ( The Hindu) او هندوستان ټايمز (Hindustan Times) ورځپاڼي دي چي په دوهمه اودريمه کټګوري کي راځي .
دغه ورځپاڼه مخکي د تجارت د ژورنال په نامه پادېدله او دا په دې خاطر وه چي په هغه کي زياتره اقتصادي او تجارتي خبرونه ، د پانګي اچوني چمونه او د هند د بازار د پېژندني مالي ارقام پکښې خپرېدله . په ۱۸۶۱ کي وو چي دغه خپرونې خپل نوم په ټايمز آف اينډيا واړاوه . د هند د خپلواکۍ نه وروسته دغي ورځپاڼي خپله رويه بدله او په نړۍ کي يې دمستقل هند او د خپلواکه هندي ټولني د لا زياتي پېژندني هڅي را شروع کړلې . همدغه تګ لوری ددې باعث وګرځېد چي د ټايمز آف اينډيا ورځپاڼه په يوې نړۍ واله ورځپاڼه باندي واوړ ي او د نړۍ زيات ولسونه د هغه سره علاقه و ښيي . د ورځپاڼي دغه شاني نړۍ وال تحرک او په همدې عرصه کي خپل شتون ددې باعث وګرځېد چي دغه ورځپاڼه د خپل ځان او د مطالبو د کيفيت په لا لوړولو او بډايولو کي لا نور هم تلاښ وکړي .
ټايمز آف اينډيا لکه دهند نوري ورځپاڼي و نړۍ واله پيښو ته زياته پاملرنه کوي ، خپل د تحريريه هيئت د کادرو مغزنه برخه يې و نړۍ والو مسئلو ته ځانګړي سوې او په دې عرصه کي فعاليت کوي ، خو نور ي موضوعګاني يې هم د پامه نه دي غورځولي . ورزشي، هنري، سينمايي، کتاب، سیاسي، علمي او اقتصادي خبرونه او مقالې پرېمانه پکښې خپريږي . د ورځپاڼي دغه تلاښ تر هغه ځايه مخته تللی دئ چي نن په هند کي دغې ورځپاڼي ته د روښانفکرانو او تحصيل يافته ګانو دورځپاڼي په نامه يادوي .
د ټايمز آف اينډيا ورځپاڼه به ښايي په انګليسي ژبي نړۍ کي لکه د امريکا د وال سټريټ ژورنال، يو ايس ټوډې او يا د انګليستان د ډېلي مېل ورځپاڼي غوندي مشهوره نه وي، خو کله چي د تيراژ خبره راسي نو دغه ورځپاڼه بيا ټوله شاته پرېږدي . د توذيع په چارو کي د اې بي سي مشهوره د صحيح شمېرلو بېرو چي هغه ته (the Audit Bureau of Circulation) وايي دا خبره تصديقوي چي د ټايمز اینډيا ورځپاڼه په انګليسي ژبه د ټولي نړۍ تر ټولو زياته خرڅېدونکې ورځپاڼه ده چي د ورځي ددرې ميليونه زياتي نسخې اخبارونه خر څوي .
مأخذونه او منابع : زما خپل ياداښتونه او دغه لاندي لينکونه :
http://en.wikipedia.org/wiki/Times_of_India
http://timesofindia.indiatimes.com/default1.cms
نوټ :
د کاپي کېدو جواز يې د ليکوال او منبع د نوم په ښودلو سره مانع نلري