ډار څه ته وايي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ژباړیزه لیکنه :عبدالملک پرهیز
ټول ډار ، قهر او خوښي پېژني او ډېر کله داسې پېښېږي چې د ډار له امله سړی خپل انډول له لاسه ورکوي. دا د حيرانتیا خبره نه ده چې موږ وډار شو. ډار کېدی شي  د شپې له خوا  د یو هيبتاکه خوب په بڼه راشي.او هم کېدی شي کله چې موږ د يوې لوړې ودانۍ
سرته خېږو پر موږ سلام وکړي. کېدی شي په لاره کې په ناڅاپي ډول د یو مار په څېره کې زموږ مخې ته راووځي، او دا کېدی شي هلته زموږ مېلمه شي  چيرې چې موږ ګومان کوو یوډیر امن او ډاډمن ځای دی – او موږ ځان په کې بېخي خوندي احساسوو . ډار د ژوند یوه برخه ده، هغه په فزیکي ډول ځان ښکاره کوي، هغه زموږ د سړیتوب او ټولنیز ژوند او همدارنګه زموږ د روحي نا آرامیو یوه برخه ده.
ډار دفعتآ نه راځي خو سړي تل دې ته اړتیا لري څو له ډاره ځان وژغوري او بې له ډاره او پریشانۍ، په خوښۍ سره ژوند وکړي. ډار په زیاتو کسانو کې یو داسې دننی احساس پيداکوي چې د مبارزې او تېښتې د غبرګون په نامه یادېږي. ددې مانا داده  کله چې ډېر کسان  د ډار احساس کوي نو له داسې حالاتو څخه چې له قابو او کنتروله  وتي وي د وتلو اوپه شا تګ هڅّه کوي. په دې وخت کې د عصبي سیستم په ټاکلې برخه کې یو داسې څه پېښېږي چې ماغزه او عقل پریکړه کوي څو یا  موږ باید جګړه وکړو او یا له پېښې و تېښتو. ډیر کسان د ډیر غښتلي او له کنتروله وتې ډار د احساسولو په وخت کې ځان ښه نه احساسوي ، په داسې حالت کې هر سړی غواړي څو پر ځان او پرخپل ژوند کنترول ولري. ډار په موږ کې ویره او تشویش  پيداکوي چې د ځان د کنترول او یا  د خنډ سبب کېږي. نو په دې ډول ډار د خلکو په ژوند کې د یو ټاکلي فکتور په توګه احساسېږي.
خوآیا ډار یوه ستونزه ده ؟
کله چې یو کوچنی ماشوم د یو لوی موټر له هارن او یا د سپي له غپېدو څخه ډارېږي ، نو لویان هغه ته ډاډګېرنه ورکوي او پوهو يې چې ونه ډار شي او ورته وایي چې دوې ترې ساتنه کوي. په عین حال کې ماشوم په خپله هم داسې کوچنیو میکانېزمونو او ستراتېژیو ته وده ورکوي چې د هغې له لارې د شا او خوا نړې او د هغه د عجیبه څيزونو او حالاتو چې د ډار سبب کېږي، د کنترولولو وس تر لاسه کوي.
ټول خلک وده کوي لوېږي او ډیر لویان د خپل تېر وخت په اړوند يادونه او خاطرې لري چې کله ناکله په اړوند يې فکر کوي، ځکه  د هرچا په ژوند کې داسې حالات راغلي چې دوی ته په کې ډار شوي دي، په تاسف  سره په تېرو څو لسيزو کې  زموږ د هیواد حالات داسې ول چې  دخلکو په ژوند کې هره ورځ داسې په لس ګونو بوږنونکي پېښې رامنځ ته شوي چې ټولو ته يې ډار او واهمه رامنځ ته کوله او لا اوس هم د ډار او واهمې سبب کېږي. یانې خلکو نه په کور، نه له کوره بهر د مصونیت ، خونديتوب او امنیت احساس کاوه او اوس يې هم په تاسف سره نه کوي.
«دبېلګې په توګه ځنې کسان د زندانونو،  جنګونو، بمباریو، راکټونو ، د کوڅې په کوڅې جګړو ، چادنو، ډله ايزو وژنو، سړي تېښتونو، تېریو او بلواګانوډيرې  ترخې خاطرې په یاد لري، همدارنګه ځنې کسان د کورنیو جنجالونو وهلو ټکولو ، طلاقونو ، د ښوونځي او کار په چاپېریال کې د ناوړه چلندونو، ترخې خاطرې لري. کېدی شي له داسې پېښو لوی لست جوړ کړی شي. »
زموږ عقل هم غښتلی دی او هم کمزوری. غښتلی ځکه دی چې موږ په خپله داسې یوې وړتیا ته وده ورکوو چې نا آراموونکي حالات او ډار کموي. او کمزوری ځکه دی چې په یو داسې څه کې ډوبېږي چې باید په نورو حالاتو کې پېښ شوی وای.
ډار هغه وخت په ستونزه بدلېږي کله چې د ډار تر وړاندې زموږ چلند او غبرګون له نورمال حالته ووځي، په دې حالت کې زموږ ماغزه هڅه کوي څو موږ ته ووايې چې دا داسې څه نه دي چې ترې وډار شې او په کار ده لږ لږ ځان راټول کړۍ. خو کله چې وروسته دغه حالت بیا تکرار شي نو ډار په موږ کې ځای نيسي او موږ نه شو کولی هغه له ځانه لرې کړو. طبعي ده چې زیات کسان غواړي ډار له ځانه لرې کړي.
ډیر لږ کسان کولی شي د ډار په وخت کې چې ډار شوي وي خپل احساسات، افکار او چلند کنترول کړي.  دا په دې مانا دی چې سړی له ډار څخه ډار ته وده ورکوي په دې حالت کې سړی داسې یو حالت لري چې مرستې ته اړ وي.
د ډار پيغام څه دی؟
کله چې راپېښ شوي حالات کرار کرار لږ او یا بېخي له منځه لاړ شي نو یو نوې پړاو منځ ته راځي. د غبرګون او پوهېدو پړاو. کله چې روحي او بدني کړکېچ تر زیاته بریده آرامه ځانګړنه ولري نو ډار د ليد او منابعو دپاره لوی امکانات رامنځ ته کوي. دا سړی دې ته را بولي چې زده کړي او پوه شي چې عقل څه وايي.
د ډار په اړوند زیاتې لیکنې شوي دي.  په دې هکله  د یوې مهمې موضوع په توګه په ډیرو علمي مجلو او کتابونو کې  ليکنې شوي دي. د ډار ځانګړنه داده چې پوهېدل  او تفسیرول يې له کړاوه ډک کار دی او نن دهغې په اړوند باوري تفسیر نشته. د ارواح پېژاندنې راز راز تیوري ګانې له یو لړ  وړاندیزونوسره منځ ته راغلي دي چې موږ ته ښيي  څنګه ډار وپېژنو او تفسیر يې کړو. د ناروغیو د طبقه بندۍ سیستمونو هريو  «ډي. اس. ام »او «آی. سي. ډي»، هڅه کړې د ډار دناروغۍ څرنګوالی طبقه بندي کړي، تجربي څېړنو هڅه کړې چې په دې اړوند مالومات را ټول کړي ، همدارنګه د رواني ناروغیو داکتران هڅه کوي د ډار د تکلیفونو دپاره د درملنې راز راز ډولونه وړاندې کړي . ډار يوه پېچلې موضوع ده چې په لاندې کې به هڅه وشي د هغې هره مهمه برخه و څېړل شي.
ډار  فزیولوژیکي، چلندیز، احساسي او فکري اړخونه لري: د بېلکې په توګه د ډار په وحت کې په خلکو کې د وينې فشار پورته ځي، زړه يې ډړزېږي، ساه يې لنډه لنډه کېږي، سړی له خطر څخه د تېښتې اسباب برابروي یا د امکان تر پولې د ځان څخه ددفاع دپاره چمتووالی نيسي، ډار حواس پریشانه کوي، که ډار زیات دوام وکړي نود دېپریشن سبب کېږي او په پای کې پرعقل ناوړه اغېزه کوي.
که څه هم ډار په ټوليز ډول ښه اغېزه نه لري او ډیر ناوړه دی، خو ځنې په زړه پورې عناصر هم له ځانه سره لري.
ددغه معجزې په اړوند  د اروح پېژاندنې بېلابېلو تیورګانو ، ډول ډول  تفسیرونه کړي چې دلته له څلورو ډولونو څخه يې  یادونه کوو:

بدني ارواح پېژاندنه
د ډار په اړوند د وتو څېړنو په منځ کې د ډنمارکي سورن کییرکه ګارد درملنه، له ۱۸۴۴ کال راپه دیخوا د نړۍ د یوې مهمې درملنې په توګه منل شوې ده.
نوموړی ټولن پېژاندونکی او فېلسوف ؤ  خو د ارواح پېژاندنې په اړوند يې هم یو اثر لیکلی ؤ، خو وروسته د هغه زیات فکري هستونې د بدني ارواح پېژندنې په برخه کې وکارول شوې. کییرکه ګارد د ویرې او ډار تر منځ توپير کوي.
ډار: هغه ليکي چې ډار یوه ټاکلې بڼه لري. ځنې خلک له مار، له جګړې ، له څپانده سیند او داسې نورو څخه ډارېږي ، خو په عین حال کې ډار ټاکلې  بڼه نه لري. کییرکه ګارد د ویرې او ډار ترمنځ توپير کوي،  نو له دې کبله هغه د ویرې  او ډار د بڼې په اړوند ليکي خو د ویرې او ډار د  احساس په اړوند څه نه ليکي . داچې د احساس رول څه دی په دې اړوند هغه کوم توپير نه رامنځ ته کوي. کله چې ډار بڼه نه لري دا په دې مانا دی چې داسې هيڅ نه شته چې ترې د هيڅ په خاطر وډار شو!  له هيڅ څه څخه باید و نه ډار شو – هغه پردې خبرې تاکيد کوي.  په دې خبره باید داسې وپوهېږو، چې سړی  کولی شي د هغه څه اټکل وکړي چې پرې نه پوهيږي : له ژوند څخه زموږ ليد او پوهه  یو ټاکلي برید اوپوله لري ، برید یا پوله  دا هم وايي  چې دلته داسې څه هم شته چې موږ پرې نه پوهېږو، او هغه څه چې موږ پرې نه پوهېږو، زموږ په شعور کې  د هيڅ  په بڼه را څرګندېږي.
د پورته یادونې پر بنسټ ویلی شو : ډار ناڅرګند او جوړښت نه لرونکی دی.  بې باوري په ډیر دردونکي او ځورونکي بڼه پوهېدل کېدی شي. د ډار د لویوالي کچه هم ټاکلی نه ده، خو د انځوریز څيز لکه د خړې  په بڼه ځان په سړي پورې نښلوي. نو کله چې  ته نه پوهېږې چې دا له کومه راځي. له دې کبله ته د ډار په دليل هم پوهېدی نه شې، نو ځکه بې باوري واکمنه کېږي.
ویره ټاکلې بڼه لري، داسې چې ته يې پېژاندلی شې او د هغې په وړاندې دريځ غوره کولی شې. او کولی شې د وېرې تر وړاندې یو څه ترسره کړې که څه هم کېدی شي دا کارستونزمن وي.
ژوند د مړینې په وسیله چاپېر شوی دی، موږ پوهېږو  چې یوه ورځ  مرو، خو داچې د مړينې وړاندیز څه دی موږ پرې نه پوهېږو. موږ پوهېږو چې انسان په دنیا کې ښه او بد کارونه کوي، خو دا چې کله یو کار ښه او کله بد دی تل مخکې له مخکې ټاکل شوی نه دی. موږ پوهېږو چې موږ یوه راتلونکې لرو، چې د هغې منځپانګه موږ په خپله یو، او هغه په بشپړه ناڅرګندۍ کې مات او ټوټه کېږي. موږ پوهېږو چې ژوند یو مفهوم لري، خو موږ نه پوهېږو هغه له کومه ځایه راځي. د ژوند  ژور ابعاد په تیارو کې ډوبېږي او د هيڅ په بڼه را څرګندېږي چې زموږ د پرېشانۍ اسباب برابروي. حیوانات داسې پریشانۍ نه لري. نوځکه حیوانات وېرېږي  خو نه ډارېږي. حیوانات دغه وړتیا نه لري څو د خلقت سترې پوښتنې ته ځواب ووايې او له ډاره ځان وژغوري. نو د کییرکه ګارد له نظره ډار د انسان یوه ځانګړنه ده.
کله چې د ډار په اړوند زموږ پوهه داسې ده، نو هغه نه یوازې ناوړه نه ده، بلکې یو ډول خوند هم لري. موږ له نا آشنا څيزونو سره مخامخ کېږو چې په عين حال کې موږ ترې ځان ساتو. له دې کبله کییرکه ګارد لیکي چې ډار یوه زړه سوانده کرکه  او  یوه کرکجن زړه سوی دی، یانې ، هغه په عین حال چې  ډارول کوي نو راښکون هم لري، او په عین حال کې چې راښکون لري نو ډارول هم کوي.
کییرکه ګارد سربېره پردې چې د هيڅ څخه د ډار په اړوند خبرې کوي هغه همدارنګه د بدو او  ښو څخه د ډار په اړوند خبرې کوي. ددې مانا داده چې ښه او بد رو رو ر هلته ځان رسوي چېرته چې دمخه هيڅ نه ول. د ژوند په اوږدو کې خلک عمل کوي او د عمل په بهیر کې موږ ناپېژاندل شوي هیواد ته رسېږو (هيڅ)، خو وروسته له دې چې لاره ووهل شوه ، هغه ځای چې پخوا ناپېژاندل شوی ؤ، اوس پېژاندل شوی دی: په دې موږ پوهېږو چې کوم  ښه او کوم بد کار مو کړی دی یا داسې ویلی شو، دا د ښه  په توګه او دا د بد په توګه پېژاندل شوی، هرڅوک کولی شي ووايي، دا په دغه شيبه کې زما کار ؤ، يا دا دهغه څه دپاره چې پېښ شول یوه طرحه ؤه. اجازه راکړۍ یوه بېلګه وړاندې کړم: کله چې سړی ځوان وي نو په مینه او عاشقۍ کې بې پروا وي. د بېلګې په توګه معشوقه سپين سترګې وه او ملګرو په دې اړوند ناوړه خبرې کولې. دا یو ناوړه بهیر ؤ. په دغه موده کې عاشقي د مینتوب یوه ناپېژاندل شوې منظره وه، اوس هغه پېژاندل شوې ده، هغه «دخپل ناوړتوب» له امله پېژاندل شوې ده. ددې مانا څه ده، دا د نوموړو مینانو دپاره څه مانا لري؟ دمخه مينه ناپېژاندل شوې وه او هلته د ناڅرګندتوب یا هيڅ په خاطر یوه نا آرامي او یو ډآر شتون درلود ، خو اوس له هغه تجربې څخه چې ډیره ځورونکې وه او اوس يې د بیا تکراریدو امکان شته ،  ډار شتون لري، یانې له بدو څخه ډار. که موږ تصور وکړو چې د بري دپاره د مينې په دغه کشمکش او د ملګرو د ناوړه غبرګون په منځ کې داسې یو دوست هم شتون درلود چې لاس يې اوږد کړ او غوښتل يې یو ښه کار ترسره کړي، ددې مانا څه ده؟ دلته سړي ته داسې سوچ پيداکېږي چې دا د باور وړ نه دی. سړی کولی شي د بدۍ پر خلاف ودرېږي ، خو سړی تل ښو ته ځان  تسلیموي، خودا چې ښو ته ځان تسلیم کړو دا یو داسې چلېنج دی چې ډار له ځانه سره لري.
سربېره پر دې کییرکه ګارد د ‌ذهني (سوبجکت) او عيني (ابجکت) ډار ترمنځ توپير کوي چې تریوه بریده خندونکي او تریوه بریده تېرایستونکی دی. دا ځکه تېر ایستونکی دی چې ډار له اړتیا پرته د موضوع او شخص سره تړاو نيسي خو خبره داده چې بېلابیل تاریخي پړاونه او ټولنیز سازمانونه لږ او زیات له ډار څخه اغېزمن دي. عيني ډار: کييرکه ګارد خپله انګېزه له  ناوړه تېروتنې « دغه تیوري په دې بنسټ رامنځ ته شوې کله چې هوا او آدم د شیطان د ناوړه ارادې له مخې له هغه ونې څخه مڼه وخوړله چې  خدای يې خوړل منه کړي ولاو په دې ډول يې ګناه وکړه . »  څخه اخېستې او ښايي چې له آدم او هوا څخه وروسته  انسان باید ځان له هغه ستونزو سره عادت کړي چې د آدم او هوا د ګناه له امله د انسان نصیب شوي ول. د ارواح پوهنې پر بنسټ ددې خبرې مانا داده چې مودرنه یا پست مودرنه ټولنه انسان دداسې وجودي چلنجونو او پوښتنو تر وړاندې دروي چې د تيږې ددورې د وجودي چلنجونو او پوښتنو په پرتله  چې د هغه وخت انسان ورسره مخامخ ؤ خورا ستر او دردونکي دي. د تېږو د دورې انسان باید  ځان د خپلو اجدادو له تاریخ او هغه کیسو، چې  د ښه او بد په اړوند لیکل شوی ول او موجود ول او په هماغه وخت پورې يې اړه درلوده  ، ځان عادت او برابرکړي وای، خو د مودرنه زمانې انسان  په داسې حال کې چې لا د هغه  وخت د اسطورو په وسیله چې لا تر اوسه ژوندي دي اغېزمن دی ،  په عین حال کې د اوسنۍ زمانې د انساني بدیو او ناخوالو په خلاف مبارزه کوي او ترې زورېږي، لکه د ډله ایزې وژنې کمپونه، د ډله ايزې وژنې او تباهۍ وسلې ، د بېلګې په توګه په یوه سیمه کې د يو نسل پوره او بشپړه له منځه وړل  چې د تيږې ددورې انسان له داسې څه سره هيڅ بلد نه ؤ او نه يې پېژاندلو. نو له دې کبله کېدی شي ووایو چې د تيږو د دورې د انسان په پرتله اوسنی انسان له زیات واقعي ډارسره ژوند کوي.
تجربي فلسوفانو لکه هیدګر او سارتر، د کییرکه ګارد  تحلیل او تجزيې ته تازه او نوي ابعاد ورکړل خو د تګ لارې اساسي بنسټ  يې هماغه ؤ چې  له ژوند سره د انسان د عیاریدو امکانات  جوړوي چې په عین حال کې د ډار سرچینه  هم ده.
دارواح شننه
ارواح پېژاندنه انسان د یو شخړه ګر موجود په توګه پېژني چې له ځان سره جوړ نه دی. د فرووید د نظر پر بنسټ له ځان سره د انسان دغه نا پخلاینه له دې څخه رامنځ ته کېږي چې انسان له دریو متضادو جوړښتونو څخه جوړ شوی دی:
۱. آی ډي (پېژند نښې)
۲.  زه  
۳ .  له زه لوړ.
آی ډي یا پېژند نښې د انسان دبدني جوړښت د څرنګوالي ژوره روحي  یا رواني  پېژاندګلوي ده: بدن د پوهېدو ، هضم ، عمل او داسې نورو وړتیا لري. او دغه بدني دندې د یو روحي اړخ بنسټ جوړوي. په بنسټيز ډول د خوند اخیستلو او د هيلو د محور پر شا او خوا را تاوېږي، انسان د خوند، آوریدو، ليدو او نورو له لارې د خوند احساس کوي. او په همدې ډول د خوند نه اخیستل هم له همدې لارې ترسره کوي. په تېره بیا کله چې انسان په ماشومتوب کې ژوند ته ننوزي، علاقه مندۍ او کرکي ته د هغه تلوسه د هغه د آی ډي (پېژاندنښې) د منځ ته راتلو سبب کېږي.  
آي ډي یا پېژند نښې د انسان د روح کړنیز اړخ په دربرکې نيسي. کړنې د خوند یا لذت پرنسيپ یوه نا آړامه انرژي رامنځ ته کوي،چې هدف يې د کړنو خوښ ساتل دي. فرووید دوه کړنې را برسېره کوي:  شهواني کړنې او د تيري کړنې، چې نوموړی لومړي ته زیاته پاملرنه کوي ، هغه پر خپلو رواني ناروغانو چې زیات شهواني ډار يې درلود دغه مساله تجربه کړلې وه. شهواني کړنې باید په پراخه توګه و څېړل شي لکه  د بېلګې په توګه : د اړیکو، عطوفت، نژدېتوب او همدارنګه شهوانیتوب د راز راز خوندونو په اړوند د خپلې اړتیا پوره کول. آی ډي په انسانانو کې د پيدايښت له وخته شتون لري او آن په ډيرو کوچنیو ماشومانو کې ليدل کېدی شي چې یوازې د نژدیتوب او عطوفت د اړتیا پربنسټ نه بلکې همدارنګه د شهواني اړتیا پربنسټ رامنځ ته کېږي .  
هغه ځواک چې په آی ډي واکمن دی په عین حال کې ناهمآهنګ او بې پولې هم دی نو ددې کبله د انسان د روزنې په بهیر کې یو  روحي جوړښت منځ ته راځي ، چې په دې ډول دغه روحي جوړښت د آی ډي، زه  او تر زه لوړ د جوړیدو سبب کېږي. زه، هغه بڼه ده چې هڅه کوي کړنې کنترول او رام کړي، نو په دې ډول دوی د ژوندانه د هرې ورځې د منظم او ټينګ  ریتم  رضایت برابروي، خو تر زه لوړ داسې یو حالت دی چې په هغې کې دوديزه ارزښتونه ، ایدیالونه او بندېزونه ځای نیسي او د انسان  اخلاقي اړخ جوړوي .  په ورځني ژوند کې موږ خپل دننی جوړښت او د هغې ډینامېزم نه تجربه کوو ، خو د مخدره موادو د ترلاسه کولو ، د استرس ، د بې خوبۍ په حالت کې  په موږ کې یو  داسې  حالت منځ ته راځي،( خو لږ تر لږه نه د خوب لیدو په حالت کې) اوپه موږ کې داسې اړخونه را برسېره کوي چې  په عادي ورځني ژوند کې موږ ورسره نه مخامخ کېږو. اروح پېژاندنه استدلال کوي څو  دغه اړخونه په پوره اندازه تشریح کړي، خو په ورځني ژوند کې  دا په يو ډیر لوړ حالت کې ترسره کېږي  کوم چې کېدی شي د بدلون په حال کې وي.
تر زه لوړ د ارواح یوه داسې اغېز ده، چې له چاپيریال څخه تر لاسه کېږي (لکه ـ له مور او پلار، ښوونکی، ملګري، رسنۍ اوداسې نورو څخه) ـ او نورمونه رامنځ ته کوي او وجدان رامنځ ته کوي. د یو انسان تر« زه لوړ» د هغه کولتور او وخت څخه اغېزمن دی چې دوی په کې ژوند کوي. کله چې د خوند یا لذت احساس پر انسان اغېزه کوي، تر زه لوړ په کار پيل کوي،  خو هغه له دنننیو نورومونو څخه درامنځ ته شوي لذت احساس نه مني، کوم چې د فرد لپاره د تګ لوري د کرښې په توګه کار کوي.
ډار د  ارواح پېژاندنې په مفهوم د« زه» په هغه  پولو کې  رامنځ ته کېږي چې زه يې له« آی ډي» ، له« زه لوړ» او له چاپيره نړۍ سره يې لري . فرووید له دې کبله د کړنې د ډار، د وجدان د ډار، د رښتني ډار په اړوند خبرې کوي: د کړنې ډار دهغه فشارونو څخه منځ ته راځي چې کړنې يې پر زه راولي څو په واقعیت بدل شي.
دا کړنې کېدی شي له ډيرې لمسوونکي او ورانوونکي محتوا  څخه ککړې وي، چې « زه» ورته تمایل ښيي او ترې ډارېږي. د مخالف غبرګون په توګه« زه » له دفاعي میکانېزمونو څخه دفاع رامنځ ته کوي او د بندو شويو هيلو د ځای پرځای کېدو یا تحریفېدو سبب کېږي. ډار هغه وخت منځ ته راځي کله چې دفاع و ننګول شي. د وجدان ډار د« زه لوړ» څخه منځ ته راځي ،چې په سړي کې نورمونه او ایدیالونه ارزوي، او د بل جنس سره د اړیکو په رامنځ ته کولو کې د تګ لوري په توګه چلند کوي او د ټولنیز او فکري او نورو وړتیا و یوه غوښتنه ده چې انسان د هغې سره د عیارتیا په برخه کې  ستونزه لري . د «زه څخه لوړ » په اړوند پاتې راتګ او یا د پاتې راتلو خطر ډار رامنځ ته کوي. رښتنی ډار د شخص او د هغه د چاپېریال په منځ کې ځای نیسي، د چاپېریال دچلنجونه او د ځان د وړتیاو په اړوند د شخص د تصوراتو  له پولو آوړي او ډار په ځواک بدلېږي.
زه، له نژدې نړۍ سره اړیکې لري او د روح د حقیقت پرنسیپونه را پېژني. زه ددې وس لري تېرې تجربې زده او  له منطق څخه کار واخلي. فرووید د زه او آی ډي ترمنځ حالت د آس او موږک ترمنځ له حالت سره پرتله کوي: دا آس دی چې حرکت ته انرژي وربښي، خو موږک دا امتیاز لري چې د مقصد ځای ټاکلی شي او د آس حرکت ساري. دا په دې مانا ده چې« زه» د یو ټاکلي واقعیت سره په تړاو کې  د آی ډي او «د زه څخه لوړ» ترمنځ د کنترول د ماشین په توګه کار کوي .
د چلند سایکولوژي
د چلند سایکولوژي هڅه کوي د ثبت شویو مالوماتو لکه چلند په اړوند خپل  تیوريتيکي فرضیات محدود کړي. دغه لوری، د لاندې سایکولوژیکي ځواکونو لکه  فرضي او غیرعلمي ځواکونو له منلو څخه ډډه کوي له دې کبله ډار باید د یوې چلنديزې ځلېدنې (پدیدې) په توګه  وپېژاندل شي، او تیوري په لاندې ډول ده: خلک اونور ژوندي موجودات له داسې وړتیا  سره پېدا شوي دي چې  د تراوماتستي چلندونو لکه لوړ غږ، څپېړه  ، یخني او یا ګرمي تر وړاندې غبرګون ښکاره کړي.  دغه غبرګونونه  د پاولوف د کار«د بې قید اوشرطه غبرګون» پربنسټ  منځ ته راځي . د ډار د څېړنې بهیر داسې ترسره کېږي چې یو انسان مخکې له دې چې د بې قید اوشرطه لمسونې سره مخامخ کړی شي د یوبل څه سره مخامخ کېږي چې په خپل ذات کې بې توپيره (نیوترال) لمسون دی. دا کار د بېلګې په توګه کېدی شي د یو بريښنايې ټکان په وسیله چې زنګ هم ور سره وي، تر سره شي. داسې چې که یوچاته څو ځلې د زنګ له کړنګولوسره جوخت بريښنايي ټکانونه ورکړی شي  او کله چې دا کار څو ځله ترسره شو  نو په پای کې  زنګ له بريښنايي ټکانونو پرته  غږول کېږي په دې وخت کې  بې قید او شرطه غبرګون منځ ته راځي. دلته د ډار غبرګون څخه هم یادونه کولی شو. په دغه بېلګه کې خلک او حیوانات د زنګ په غږېدوسره بې له دې چې بريښنايي ټکانونه ورسره وي د ډار په بڼه غبرګون ښکاره کوي.
ماوریس پر پخوانۍ تیورۍ د کارې شرطونو تیوري ور زیاته کړه. کارې شرطونه دا مانا لري چې یو چلند کېدی شي د جزا او یا انعام پایله له ځانه سره ولري. کله چې یو ډیر کوچنی ماشوم ،( دا بېلګه د سپي دپاره هم  کارول کېدی شي)، په ترافیکي  لاره لومړی ګام اخلي او د پليو په لاره لاړ شي  نو د هغه داکار ستایل کېږي ځکه له خطره ځان ژغورې، خوکه دا ماشوم د سړک منځ ته ورګډ شي چېرې چې موټرې په تلو راتلو دي نو ځان له خطر سره مخامخوې . د بېلګې په توګه یو ماشوم په پام کې نیسو کوم چې په تصادفي ډول کله مخ ته او کله شاته او کله د موټرو اوکله د پلیو لارې ته ورګډېږي، نو ددې کار په پايله کې ماشوم له خپل مور او پلار څخه د جزا او یا انعام ځواب  تر لاسه کوي، هغوی ماشوم ته ښيي چې څه ډول چلند وکړي، دلته د چلند پر بنسټ جزا او یا انعام ورکول کېږي. د کاري شرطونو پربنسټ هم کټمټ هماغه څه نه پېښېږي کوم چې د بې قید اوشرطه چلند پربنسټ پېښېږي، یانې سړی ټاکلی غبرګون زده کوي. خو دلته داسې څه پېښېږي چې له امله يې یو تصادفي او ناببره چلند له منځه ځي. موریرس د شرطونو دغه دوه ډولونه  سره يوځای کړي دي او په دې ډول د ډار په اړوند یو پراخ مفهومه نظر وړاندې کوي: د بې قید او شرطه  پخوانۍ تیورۍ پر بنسټ سړی په ژوند کې دبېلابیلو  بې زیانه عناصرو او چلندونو په تړاو د ډار آزموینه کوي لکه له غونډل څخه ډار، لکه د موټرو په سړک کې له ګډيدو څخه ډار، له آزموینې څخه ډاراو دې ته ورته نورو شیانو څخه ډار . خو د شرطي غبرګون پربنسټ ډار کېدی شي پراخ ځای ونیسي. دا په هغه وخت کې پېښېږي کله چې یو څوک دې ته اړوی څو په آزموینه کې سره ددې چې ډارېږي ګډون وکړي ، نوموړی ورو ورو دداسې حالاتو تر اغېز لاندې راځي څو د هغې په پايله کې په آزموینه کې له ګډون څخه ډډه وکړي او په دې ډول له زده کړې څخه چې آزموینه لري  ځان ګوښه کوي . په دې ډول ډار پر سړي غالبه کوي او د ژوند په اوږدو کې د هغه ژوند ترخپلې اغېزې لاندې نیسي.
د پېژاندنې سایکولوژي
د پېژاندنې سایکولوژي  د چلند د سایکوژي ته د لا زیاتې وده ورکونې په نامه یاد ولی شو، خو دلته د چلند سایکولوژي په ډاګه د سایکولوژۍ د موضوع په ډله کې له چلند پرته بل څه  نه مني. د پېژاندنې سایکولوژي ښيي، چې فکرکول د پام وړ بریده پورې د بهر څخه د اخیستل شویو ستیمولونو ( لمسونو) او د چلند ډوله غبرګونونو تر منځ ، یو دننی منځګړی دی. فکر له ځانه سره د ارزونې معیار لري چې د يوې ټاکلي موضوع په اړوند ټاکونکی رول لوبوي که څه هم دا موضوع د ډار د رامنځ ته راتلو یا نه راتلو  په برخه کې کومه اغېزه ولري یا و نه  لري. دا په ځانګړي ډول لازاروس ؤ چې د ډار د رامنځ ته کېدلو د موضوع  په اړوند يې د فکر مفهوم ته ګوته  ونیوله. لازاروس په ترتیب سره دلومړۍاو دویمې ارزونې موضوع ته ګوته نیسي. لومړنۍ ارزونه دغه مساله ټاکي چې مخکې پرتې کړنې زیان رسوونکي  او ډار زېږونکي دي او که نه؟ او آیا ارزونه معیار ګڼل کېدی شي ، او آیا دې ته لاره خلاصه ده چې بېلابيل انسانان د ګواښ نه په ډکو حالاتو کې لږ او زیات اغېزمن شي. دویم معیار دا مانا لري چې فرد د ځان په ارزونه کې له خپلو امکاناتو څخه ګټه پورته کوي او د هغه چا په پرتله چې ګومان کوي د حالاتو د قابو کولو وس نه لري ، په پوهې سره رامنځ ته شوی حالت په خپل کنترول کې راولي.
اګزیستانسیالیستي ارواح پېژاندنه، د ارواح شننه، د چلند ارواح پېژاندنه او د پېژاندنې سایکوژي د ډار د مفهوم په اړوند څلور وړاندیزونه دي، ددې پر ځای چې هغوی یو پر بل غوره و ګڼل شي ، دا به سموي  چې د ډار د ټوليز مفهوم په برخه کې هر یوته ټاکلی ارزښت ورکړل شي او  کار  ترې  واخيستل شي.
ډار د ژوندانه نه بېلېدونکې برخه ده، ډار کولی شي آړونه ولري، ډار له منځه ځي خو د هغې څخه رامنځ ته شوې زیانونه پاتې کېږي. لکه د ډار بېلابېلې تیوري ګانې بېلابیل  مفهومونه لري ، د ډار څخه د راپېداشوې زیانونو په اړوند هم بېلابيل وړاندیزونه شته.نن دا یوعادي کار دی چې د ډار زیانونه د ناروغۍ د طبقه بندۍ د یو لوی سیستم په وسیله وټاکل شي.
یا DSM (Diagnostic and Statistical Manual of Mental Disorders)
ICD (International Classification of Diseases)
د ډار په اړوند تشخیصونه  ډیر پراخ دي اودا امکان ورکوي  څو له ډار څخه د رامنځ ته شویو نا آرامیو بېلابيل ډولونه یو له بل څخه جلا او وپېژنو. تشخیصونه ځانګړنې بیانوي، او دا په دې مانا دی چې د ناروغۍ په اړوند د یوشمیر نښو نښانو لست برابروي، چې له تشخیص څخه  دمخه باید موجود وي لکه مخکې له دې چې  د« ډار ګډوډي » « عمومي ډار» یا « تشویشي ډار» څخه کار واخيستل شي. او ددې مانا داده چې یوازې په تیوریکي ډول  د ډار د پېژاندلو څخه ډډه وشي. په دې ډول تشخیصونه له تیوريکي وړاندویونو څخه خلاصېږي.
د ډار څخه د رامنځ شویو پريشانيو درملنه په سایکولوژیک او په طبي ډول ترسره کېږي. په همدې ډول چې د سایکولوژۍ په برخه کې راز راز  تیوريکي چلندونه شته ، همداراز په دغه برخه کې ددرملنې راز راز مفکورې او د درملنې ډولونه شته دی. د ارواح اګزیستانسیالیسي درملنه ، د اروح شننې درملنه، د چلند درملنه اود پېژندنې درملنه له سایکولوژيکي تیوریو سره چې پورته ترې یادونه وشوه په یوه کورنۍ کې راځي، او هر یو د ډار د درملنې په برخه کې  د درملنې خپله نسخه  او مفکوره لري. د وروستیو کالونو څېړنو وښودله چې د پېژندنې درملنه  د ډار د زیاتو پېښو ددرملنې په برخه کې تر نورو مخه ته او ګټوره ده . د درملنې اساسي مفکوره داده چې د پېژندنې د ارزونې معیارونه ، د پېژاندنې سيګماته ، کوم چې د ډار د پرمختیا له پاره اساس رامنځ کوي، ته بدلون ورکوي. د پېژاندنې د درملنې هغه بشپړه اغېزه له پامه نه ارتول کېږي چې د ډار دځنېو ډولونو په بنسټ کې څرګندېږي، او د ارواح پېژاندنې یا وجودي ارواح پېژاندنې په برخه کې ښه مفهوم لري او په ترتیب سره د همدغه درملنې له لارې يې درملنه کېږي، او دا باید هيڅ وخت له یاده ونه ایستل شي، چې سایکولوژي زیات وړاندیزونه لري څو د ډار مفهوم په سمه توګه بیان کړي.

دغه ژباړیزه لیکنه کې په اساسي ډول د بیانه یاکوبسن د لیکنې او تریوه بریده د درې نورو لیکوالو  چې نومونه يې لاندې راغلي ،له لیکنو څخه کار اخستل شوې دی:
Bjarne Jacobsen۱.
Svein Haugsgjerd۲.
Carl Erik Grennes۳.
Kjell von Krogh۴.