د ستا نښه مې په لاس کې: /لیکوال:طالب منګل

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
طالب منګل -کابل
خوست دجماتونو او اذانونو وطن دی او هر شیبه به ترانم اورې او خپل زړه ته به دشاعرانو په نازکو شعرونو د ګوړې اوبه ورکوې،دلته هر څه په خوند ویل کېږي او په مینه سره اوریدل کیږي،دلته مین یو او بل ته نښې ورکوي او مینو ته دشعرونو
په ژبه وریادوي چې (تا خو ویل چې زه به نښه درکړم) دلته هر څه له مینې پیل شوي او په مینه کې روان دي،دلته یو او بل ته ډاډ ورکول کیږي او په مینه کې هر څه ته غاړه ورکوي.
دلته دحق لاره اوس دومره روښانه شوي چې څوک هم دخپل قدم یوه څنډه د بندې نه اوباسي.
نور شاه نوراني د حق پالو له منځ څخه غږ کوي او وایي.

په دارختلیه! چې دحق ناره دهېره نشي
دعشق لوبه ده منصور ته مې سرټیټی نکړې

نورشاه نوراني صیب په دې غزل کې هغه څه ویلي چې یو جوش تر راپورته کیږي هغه د دار په څنډه کې ،په کتار کې ولاړ دی او په پوره هوش سره نارې وهي او خپل زړه ته ننګ وریادوي او ورته وایي چې هر درد او کړاو وزغمه خو پښتون یم چرته داسې نه چې دستا له خاطره کمزوری شم او هغه څه چې ما ورته په کالونو،کالونو انتظار کړی له لاسه ور نه کړم.

زړګیه درد به زغمې اه چې له خولې ونه باسې
ملک دپښتو دی هر مغرور ته مې سرټیټی نکړې

نور شاه نوراني کله له دې حالاتو دومره مایوسه شي چې خپل زړه یې پښو ته راشي ،دا هغه څه دي چې د مینې په چارو کې په بیا بیا تکراریږي.
کله چې په ټکنده غرمه او یا دشپې په دوهمه برخه کې چې سپوږمۍ خپله تته رڼا دکلي په کوڅو شیندلي وي او ناڅپه درباندې هغه څه واوړي چې ته وارسره له دې مخکې ډېر کم مخامخ شوی وې اویا هم دا دستا له پاره اول ځل وي، نو هلته به مالومه شي چې زړه څنګه پښو ته راځي او یا چې یار ناڅپي غېږه در کړي، نو دلته هم زړه د ډېر خوند له وجې پښو ته راشي، دلته زړه خپلې تمبلۍ له وجې ځان پټه وي اودا ډول تمبلي له هر زړه سره ملګري ده ،زړه خپله ضروري کړنه خپل چټک غبرګون ته سپاري او دا خبره له نورو خلکو څخه شاعرانو ته ښه مالومه ده خو نورشاه نوراني له دې ټولو راتریږي او وایي.

زړه مې پښو ته رالویدلی هوس نه کړي
چۍ زاغانو په ګودر لاسونه ایښي

نوراني په بل ځای دښکلو څخه د ډېر خوند له وجې چې زړه یې ورڅخه یو نه سي، نو له وېر په زړه لاس ایښودل ښه ګني.
نو له دې داسې ښکاري چې نورشاه نوراني صیب یو ښکلي ته زړه ورکړي او په نورو ښکلو یې زړه پیرزو نه دی او خپل زړه هم ښه ورته مالوم دی چې هرښکلي ته یې دروازې پرانیستي دي.

خـــــــــــدايه خير کړې بيا د ښکلو څپه راغله
نوراني دزړه په ســــــــــر لاسونـــــــــــــــه ايښي

دې بیت ته هم لږ دزړه او ذوق په سترګه وګورﺉ:

دستورو په کاروان کې چې ناڅاپه منځ ته راغلې
د خيال دنګه ماڼۍ مــــــــې نړېده چې ته راتــــــــلې

نوراني دیار دجدایي په وخت کې هرڅه ته غاړه ورکوي او دجانان په غم هم خوشالیږي او زړه یې پرې اوبه څښي،له جانان سره په تېر وخت ارمان ورځي او وایي:

نه د وخت پرلوحه ليک نوم دصنم شتــــــــــه
نه يې غم دغم په څېر نه يې ستـــــــــــــــم شته

خو شاعر دوخت له څیرې ګرېوان څخه د نوې هیلې تمه کوي او خپل جانان دوه قدمه هغې خواته بولي او هره شیبه یې په زیري اوړي او دجانان دراتلو شیبې په بې صبرۍ سره لمانځي او وایي:

يار مــــــــــــې دګلونو پيغمبر دى او س راځـــي
څوکــــــــــــــــه دى له مانه مرور د ى اوس راځي

یا د یو بل غزل په یو بیت کې په روانه او خواږه ژبه وایي:

ګونګي جرس مې بېرته په اواز کړلو لاس پــورې
خپسه دچوپتيا ترې ولــوته چې ته راتــــــــــــــــــلې

خو دا پورته خبره په یوبل بیت کې په ډېر ښه شان سره څرګنده وي:

نن عجيبه غوندې خوښي محسوسوم پــــــه زړه کې
خداى مهربان دى ګوندې څنګ کې مې جانان کيني

دنورشاه نوراني په شعرکې ځینې داسې شعرونه هم شته چې په کلیو او ښارونو کې د هغه بیت تصویرونه خلک په غاړولو سترګو ګوري او هره شیبه ورسره مخامخ کیږي .

دغه ورځنۍ پېښې نوراني صیب په پوره هنر سره دشعر په ژبه ټولنې ته واړندې کړي او د دې بیتونو په لوستلو اویا په اوریدلو سره داسې یو دروند تصویر له ځان سره لیږدوي چې موږ ته دشلو کالونو تېرې پېښې په یو بیت مخې ته دروي .

دغه شیبې دومره ترخې وې چې تر اوسه هم دشاعرانو په شعرونو کې ښکاري هغه دوخت سره سم شعرونه لیکي ،دمعصومو کسانو دبچ کیدو له پاره نارې واهي اویي چې:

زموږ پر کلي الوتـــــــــــکې ډېرې ټيټې راځـــــــــــــي
له ويرې پاڅي په زانګو کې مـــــاشومــــــــــــان کيني

دنورشاه نوراني په شعرونو کې داډول بیتونه ډېر خوندور دي او یو ښه پیغام له ځان سره لیږدوي .
نورشاه نوراني هغه شاعر دی چې داډول پېښې یې له سترګو څخه په بار ،بار تېرې شوي او لیدلې یې دي ،زه هغه وخت ماشوم و چې له اتو کیلو مټرو لرې ځای څخه به دخوست په ښار کې له خپل ورور سره لاس نیولی مشاعرو ته راتلم او هلته به مې دنورشاه نوراني په څیر دلسګونو شاعرانو شعرونه اوریدل.

هغه وخت هم نورشاه نوراني صیب دې ته ورته شعرونه ویل خو څو کالو ورسته مې چې بیا دنوراني صیب شعرونه واوریدل نو هغه په خپلو نویو شعرونو کې دشرنګ او رنګ خبره کوله اوخپل شعرونه یې دومره له خوند ډک کړي و چې دویلو په وخت یې شاعر یو پټ احساس کو او د ناستو په مخونو به د خوښۍ څپه تېره شوه ،هغه له کالونو ورسته نوي او زړې خبرې په نوي رنګ کې کولې ،هغه اوس دومره مطمین و چې له رقیب او دجانان خبره ورته ډېره اسانه وه او په خوند سره به یې ویل:

کش يې کــــــړه لينده د تورو سترګو زما لور ته
غشی مــــــــــې زړګي ته برابر د ى اوس راځي

نو ډېرو شاعرانو به بیا دنوراني صیب لاندې بیت یواوبل ته په سترګو کې وړاندې کړ:

بـــــــې اوبو يې هوس واخيست حيـــــرانې ده
(نوراني)د قمـــــــر ګل سره څــــــــــــه زغـــم شته

خو نوراني صیب به دخپل غزل په بله خواږه مطلع کې ویل:

د(نورانــــــــي ) غـــــــــــــزله هر تورى ځلانـــده ساته
دکوم يو ښکلي دمـــــــخ نور ته مې سرټيټى نــــــــکړې

ښاغلي نوراني صیب په یو بل بیت کې خپل لاسونه پرانیزي او دپښتو دیوې لنډۍ په بدرګه دکلي په کوڅو ګرځي اودیار سپین اونازک بدن ته بلښتونه ټوله وي او وایي:

بيا مې د قسمــــت په شنه پياله کې خلى ګـرځي
يـــــــار مې له کلــونو مساپر دى اوس راځـــــې

ښاغلی نوراني صیب هغه شاعر دی چې په هر بیت یې کتابونه،کتابونه خبرې کولی شو ،کوم چې )تاخو ویل چې زه به نښه درکړم(په کتاب کې چاپ شوي .
ماسر دادې لیکنې په وخت کې دهغه شعري ټولګه چې نوي چاپ شوي په لاس کې نه وه ،کیدی شي له پورته بیتونو څخه په زر وارې ښه بیتونه د ده په شعرونو کې پیدا کړو.
ما دا واړه شعرونه دپښتوویبپاڼو څخه راوخیستل او دا هغه شعرونه دی چې ) تاخو ویل چې زه به نښه درکړم(له شعري ټولګې څخه دمخه خپره شوي و.
ما دنورشاه نوراني صیب په شعرونو ترڅومره چې پوهیدم یو څه ولیکل.
په پای کې نورشاه نوراني صیب ته دنوي شعري ټولې)تاخو ویل زه به نښه درکړم(مباري وایم او ورته د ادب په ډګر دنورو بریلیتوبونو دعا کوم او همیشه ورته د ښه ژوند په خاطر لاسونه پورته وم او د الله)ج( له دربار څخه غوښتونکی یم چې همداسې بریالی اوسي.

په ټوله مینه طالب منګل -کابل