د ملک ځوی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)
څوکاله دمخه د قوس د میاشتی په نیمایی کی د صاحب ګل ماما د ځوی واده وه ، دجامع جومات تر شا په هغه پراخه میدانی کی چی دهغه کلی دخلکو له خوا دبرکلی د ډاګ په نامه یادیږی ، ملا ګی د خپل سازیانوسره کوم  چی د هغه رباب نواز میراحمد ،ارمونیه نواز او  سندرغاړی مشهور په څنډول ، طبله نواز استاد یارمحمد ، ایوب لیونی د  ملی شاعر ملنګ جان دخوږو نغمو تکړه سندر

غاړی او پخپله ملاګی د رابللی اود راغلو سیلانیانوته ساز کول . هره خوا رڼا وه ، ګیسونه څلور خواوی دلرګیو په در ول شوی پایو کی ځړوند وه اود همغه  کلی  اوسیدونکی  یوځوان وخت نا وخت ګیسونه څارل اونه پریښودل چی د ګیسونو پمپ او رڼا کم شی ، شا وخوا کټونه په منظم لیکو کی ځای په ځای شوی وه ، او پرهر کټ باندی دری تر څلور نفر سیلانیان او ننداره چیان سره ناست وه ، چی یا دهمدی کلی خلک وه اویا داچی دنژدی  شا وخوا کلونه راغلی وه، د  کلی څونفر ځوانانو ته د صاحب ګل ماما له خوا دنده  ور سپارل شوی وه ، چی راغلو ناستو میلمنو ته  ګرم ګرم چایونه  راوړی او د تمباکو چلمونه وګرځوی او د هغو قدر او میلمه  پالنه وکړی، میلمنو اوراغلی سیلانیانو یودبل سره په خبرو اترو او ګڼه ګوڼوبخت وه چی وروسته له یو څه ځنډ دخبرو اترو لړلی وشلیدل اوله هره خوا چُپ اوچوپتیا شواودا ځکه چی استاد ملاګی د خپل ملګری سازیانو سره راغلو خلکو ته د ساز اورولو دپاره میدانی ته داخل شو او پر هغه ټغرباندی  سره کیناست چی دمیدانی او دخلکو په مینځ  کی غوړول شوی وه ، هغوی خپل ارمونی ، طبلی ، اورباب له پوښونو څخه را وویستل اودهغو سُر کولو  با ندی لګیا  شو ، رباب نواز میر احمد د رباب غوږونه  یو بل  پسی راسته او  چپه را تاوول ،استاد یار محمد طبله نواز په یو ښوی توره تیګه باندی د طبلی د طنابونو تر مینځ ګوټکونه  ښکته او  پورته کول ، استاد ملاګی او څنډول د خپل ارمونی کوزی اوبری پردی باندی لاس کشول چی د رباب او طبله سره هم اواز اوسُرشی ،او دیوڅو دقیقو په تیریدوسره کله چی د موسیقی سامان الات سره هم آهنګ شو، دنیم ساعت دپاره سلامی او د راغلو میلمنودپاره یو خوږه نغمی یا لاریی وغږول شو او سازیانو دخپل موسیقی پر آلاتو خپل کنترول تر سره کړل او په دی باور راغلل چی دهغوی موسیقی آلات ټول سره هم غږ او سُر دی .پس له هغه ملاګی استاد او څنډول د خپل آرمونی تسمی پرغاړه واچول ملاګی د میدان په یو څنډه او څنډول د میدان پر بله څنډه ودرید ل او د یو رباعی په ویلو سره چی د څنډول په واسطّه تر سره شو ، ملاګی استاد په دی لاندی مطلع سره خپل غږ را پورته کړ :                 د کوچیانو میری په قدم ورو ورو                             ګل دی په وربل ایښی د کشمیا لیو                  دهمدی غزل اود نورو  پر له پسی غزلو ،  چهار بیتیو  او داستانونو په ویلو سره ساز ګرم شو او سیلانیانو تری خوند اخیستل،او ټول ورته غوږ وه چی یو ناڅاپه یوغږ را پورته شو اود ملک ځوی  په  ډیر لوړ آوازاستاد ملاګی باندی غږ  وکړچی ساز ودروه ،رباب، طبله اوارمونی موسره واخلی او ما پسی راشی،ساز ودریدل اواستاد ملاګی دخپل سازیانو سره د ملک ځوی پسی روان شو، سیلانیانو یود بل څخه پوښتنه کول چی دا ولی او دڅه د پاره دصاحب ګل د ماما ځوی واده یی ګډوډ کړ ، خلکو چی هر څومره ورته عذر وکړل چی او دملک صیب ځویه دا واده مه خرابوه ، ښه نه دی دا ستا رعیت اود ستا کلیوالی دی یو دبل سره په مړی او ژوندی کی سره شریک  یاستی ، مکوه  بد مه  رسوه ، مګر هغه  دهیچا خبر ونه منل  او سازیان یی دځان  سره ویوړ اود صاحب ګل ماما دځوی واده يی شړ کړ ، یو سړی د ٌصاحب ګل ما ما نه وپوښتل چی ما ما دا ولی او دڅه دپاره تا سره داسی بد رفتار وشو ، هغه وویل چی زه یو غریب سړی یم ملک سره می زور نه رسیږی او څه نشم ویلی ، مګر دکلی خلک ډیر ټینګار وکړ چی په خبرو باندی ځان پوه کړی ، بلاخره د صاحب ګل ماما مشرورور سحرګل وویل چی ملک پرون خپل  مزدور صاحب ګل ته لیګلی  وه  چی دری  زره افغانی  ځما  ملکانه  را ولیږه ، صاحب ګل د ملک مزدور ته وویل زه یو غریب سړی یم او  وسه می  نه رسیږی  چی دا  پیسی  ملک  صیب  ته برابرکړم ، نو په دی وجهه ملک خپل ځوی ولیږل او ځما د وراره واده یی شړ کړ ، صبر مو په خدای شی ، دکلی خلک او راغلی سیلانیانو چی دا خبره واوریدل ، ټول هک اوپک شو اود هیچا زور د ملک سره نه رسیدل هریو پخپل مخه لاړ ، او سبا ته صاحب ګل ماما د خپل دځوی ناوی بی له ډنګ او ډول کورته راوړ او خپل ناقراره ژوند ته یی دوام ورکړ.                                                                      په درناوی