ملنګ جان د پوهانو له نظره

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

الف :دداخلي پو هانو له نظره : کله چې مرحوم ملنګ جان دمرګ څپړه په مخ وخوړه ،نو دافغا نستان راډيو يو ځانګړي پروګرام خپورکړ چې دښاغلي پتان لخوا معرفي شوي و وروسته دهغه ځني دنو موړۍ په باب يو لړ مشرانو پيغا مونه هم ورواورول شول لکه : دمطبو عاتو دريس سيد قاسم رښتيا ، صدراعظم پيغام چې هغه هم دملنګ جان مړينه دافغانستان لپاره يوه ستره ضايعه وبلله په همدي تر تيب نورو خلکو هم دغه راز پيغامونه واورول لکه :

دکوټۍ ديو ستر مشر پيغام چې نوم يې نه دي څر ګند ، دحمزه شنواري لخوا ، ميرا جان سيال او داسي نور . ددي سره دلري او برۍ پښتونخوا شاعرانو او ليکوالانو د نظم او نثر له لاري خپل نظريات وړاندې کړي دي او دده احساس او ستاينه يې پخپلو ليکنو کې راوړې دي لکه عبدالله بختا ني چې دملنګ جان داخلاقو صداقت او دالفا ظو دصراحت او ظرافت په باب داسي ليکي : « مرحوم ملنګ جان په عمل او وينا کې ډير عفيف ، صر يح او صادق انسان و،په وينا کې دصراحت نه بيغر ظرافت هم درلود » . همداراز پوهاند محمد خمير ساپي ملنګ جان ديو مبتکر شاعر په حيث پيژنې . دهيواد يو تکړه شاعر عبدالر حمن پژواک هم دملنګ جان دشعي استعداد په باب خپل نظر څر ګند کړي او وايې : « در اشعار واحسا سات اظهار سده است که اگر حقيقت ا به قدر تا ثيران نبا شد نما ينده استعداد وي در شعرات واگر با شد دليل بر علوا احساسات وي است که حتماٌ شما يان احترام است000 » زمونږ دهيواد يو بل تکړه ليکوال او شا عر ګل پا چا الفت دملنګ جان دشعر هنر په هکله خپل نظر داسي ليکي :« ۰۰۰ دده خوږي نغمي زمو نږ په خو شحالولو کې او خو ښولو کې ډيره ستره برخه لري ، دساز او سرود په دنيا کې نوي تال پيداکول دده کاروه ، غمونه هيرول او غم په ښادۍ بدلول دده هنروه ۰۰۰ » ددي سره سره محمد ايوب اڅکزي ديښتو نستان په تحريک کې دملنګ جان ونډه له پا مه نه غورځوي او ديښتو نستان په تحريک کې د ژوند دپيداکولو په خاطر تل دملي جذباتو ناز راني ورکړي دي . همدارنګه زيات شمير ليکوالانو لکه : محمد ګلاب ننګرهاري ، غلام حبيب نوري موسي شفيق ، مرخوم عبدالباقي با غوانيوال ، محمد شريف شريف ، عبد الروف قتيل ، مولوي محمد صديق ، داړرشاه ليوال او مو لا نا قيام الدين خادم هم دمر حوم په مرګ با ندې خواشيني څر ګندي کړي دي او دملنګ جان په اشعاروکې د قوم بيدارۍ ته اشاره کړۍده او وايې :(۰۰۰ دده په شعر کې هم ترنم و ،هم قوميت اوهم دبيدارۍ پيغام۰۰۰ ) (۰۰۰ دده په مرګ عموماٌ پښتا نه ،ادبي ،موسيقي او ملي محا فل خصو صاٌ خوا بدي او غمګين شول ۰۰۰ ) له بل پلوه دننګر هار ادبي او ثقا فتي پښتو مياشتنۍ مجلې (۱۳۳۶ه،ش)کال اتمه ګڼه دده مړينه ته ځانګړې شوېوه چې ديو شمير پو هانو ليکني يکې نشر شوي او دزيت شمير ليکوالانو ليکنۍ تري پاتي شوي لکه :غلام نبي شنواري ، حبيب الله کاريزي ،محمد کريم ، محمد مونس ماليار ،غلام سرور مجنون ،محمد سلام بيدار اوداسي نور و ليکوالانو ليکني وې ۰ (۱) واجد، عبدالواجد ، دملنګ جان په اشعارو کښي د هيواد پالني انګازي ، آزادي مطبوعه کابل ، کال (۱۳۸۳ه ) لمريز ددې سره سره يو بل خوږ ژبي ليکوال رحيم جان جو هر ملنګ جان ته دمو سيقۍ دجهان معمار او همدارنګه يې دده په مرګ دمو سيقۍ جهان وران ګڼلي دي دي وايې : ملي شاعره دپښتون له درد او رنځ خبره ! دپښتون دموسيقۍجهان شو وران درپسې تر ځنکدن نه غلي نشوې دغيرت له چيغو ځکه تمام پښتونخواکوي لو لان در پسې ب : ملنګ جان دخارجي پو هان نو له نظره : په رښتيا سره هم دملنګ جان خوږي نغمي همداسي خوږي وې داخو پريږده چې په ټولو افغانانو کې محبو بيت درلود ،کله چې دده خوږي نغمي له سرحدونو څخه واوښتې ، دده شهرت نور هم زيات شو او دده اشعارو ته نور هم په علمي نظر وکتل شو او دبهرنيو پوهانو تو جويې ځانته واړوله ، دلته دشوروي اتحاد دځينو پو هانو نظرونه راوړو . دشوروي اتحاد دعلومو اکاډومۍ دايشيايې ملتونو دانستيتوت علمي کارکوونکي او دافغانستان دپښتو ټولني افتخاري کارکونکي استاد نيکو لالي او ريانکوف پخپله يوه څيړنه کې چې عتوانيې دي (دافغانستان مسله او افغاني شعرونه )کې دملنګ جان داشعارو په باب داسي ليکي: (دځونيمرګ ملي شاعر ملنګ جان دتو جه وړ سرنوشت دافغاني شعرونو دارتقا سره ارتيباط لري .بې مبا لغي ويلي شو چې دغه لوي شاعر چې دولس نه پورته شوي دي دافغانستان او پا کستان دنني سرحد ددواړو خواوپښتنو په منځکې فوق العاده نوميالي شاعرده چې په همدغه سبب يې پخپلو سندروکې خپل شاعرانه استعداد دملي هدف په خدمت کې وښود ۰۰۰ ) يوه بله روسۍ ليکواله ميرمن ګراسيمو او ښا غلي ګيرس پخپل کتاب (دافغانستان ادبيات ) کې چې د شفا هي ادب په باب يې ليکي دي دملنګ جان سندري هم راوړي دي او وايې چې کله مونږ دملي شفاهي ادب به باب خبري کوو نو مجبور يو چې دملنګ جان سندريهم پکي راوړو اويادونه تري وکړو بل يو پوه کو ختيف هم يو کتاب (دافغانستان بيو ګرافي ) په نوم ليکي اودملنګ جان په باب يې معلوماتورکړي او دي دافغانستان يو ملي شاعر بللي دي ددي سره سره يو بل عالم ښا غلي انا کاو سوف افغانستان ته راغي اوخپل خا طراتې په ازبکي ليکلي چې دښاغلي ياکوف کوزولو فسکي لخوا په روسي اړول شوي چې ديوي مجمو عي عنوان يې (دملنګ جان سندره ) ده او دغه بختاني صاحب په پښتو نظمکړيده: دغه زړه دي که فرهار دي ؟ دغه زړه دي که فرهار دي؟ دازما پدي سينه کې دردمن زړه دملنګ جان دي ؟ دردمن زړه دملنګ جان دي ؟ اي اسمانه !مهرباشه نو په مينه په توندۍ په يو متحده چالاکۍ په زړه واچوه کمند ځغلوې په سپيره کنده په سپيره او تشه کنده ښا غلي ملنګ جان دغه څه شي ؟ ده څه وايې ؟ له کوم ځايه ؟ دا څه وايې ؟ ځواب ته دي ليوال يم . په ټولو ګران چې ځغلوي ډک له وياړه ملنګ جان دغه څه شي ؟ له کوم ځايه ؟ زارشه زارشه راته وايه ! له سپينو سپينو وريځو ځغلوي او بيا ژړيږي دده اوښکه نه پټيږ غښتلي ملنګ جان (۲) رفيع الله ستانګزى
د ملنګ جان د اشعارو ډولونه
د ملنګ جان د اشعارو ډولونه
الف : دفورم له مخي دملنګ جان داشعاروډولونه :
په پښتو شعر کې دعربي اوزانو تقليد يو نوي شي دي ، جې دعربي او فارسي ژبو دنفوز په وخت کې په پښتو ژبه تسلط مومې ، زمونږ شفاهي ادبيات زمونږ په تاريخ کې هغه فصل دي جې دقوميت او مليت ډير علي سجا ياووڅخه نماينده ګې کوي او دزماني په تير يدو سره ديوي ژبي نه بلي ژبي ته تللي او انعکاس يې مو ندلي او دهيواد ټولو اوسيدونکو ته يې تا سيرات بخلي دي . همدغه سبب دي چې اوازونه يې ډير خواږه او الها مات يې ډير ساده و خو يو خصو صيت چې زمونږ په قوم کې يې لري هغه زمونږ دشعر او ادب سندريز فورم ده چې ډير قوي دي ملنګ جان دغه سندريز فورم بيا را ژوندي کړي او روح يې پکې پو کړي . دقوم او قبيلو حال او احوال نه يې رښتيياني الهامات دقوم او قبيلو په ژبه دساز او سرود په اواز خلکو ته واورول او همداسبب و چې خپله افغاني ټولنه کې يې محبوبيت پيداکړ .
خو دملنګ جان شعرونه مونږ په مقام ، داستان ، غزلو ، چاربيتو ، لوبو ، او بګتيو باندې ويشلاي شو ، دا ځکه چې له يوي خوادازمونږ دشاعرۍ دوديز فورمونه دي او له بلي خوا داوسني شفاهي سندرودود هم دي .ملنګ جان پخپلو اشعاروکې ددغو ټولو ملي عنعنوي فورمونو څخه ډيره ښه ا ستفاده کړيده او پوره کار يې ورڅخه اخستي دي او دده شاعرۍ اساسي منبع دپښتو هغه ملي اوشفاهي اشعاردي چې تل په دي وروستيو کلونوکې د ننګرهار په حجرو اوديروکې دسنذرغاړو له خوا ويل کيدل،خو په هر حال دملنګ جان دخپل فطري استعداد په واسطه کولاي شول چې دموضوع په ليدلو سره سم دستي شعر وايه او اشعاريې داسي په وزن او تول پوره وه چې دتل لپاره دخلکو په خوله کي پاتي وې ، خو هغه څه چې له ده ځني راپاتې دي يعني په (خوږي نغمۍ ) چې راغلي دي په لا ندې ډول دي : (۳۱) چاربيتي (۴۰) لوبي (۶) بګتي (۶۰)غزلي او (۳) مقامونه تر سترګو کيږي .
اوله دي څخه داسي ښکاري چې ملنګ جان دپښتو فلکلوريکو اشعاروله ډولونو سره په پيژند ګلوي کې نو موړۍ اشعار مونږ ته را پريښي دي .
دملنګ جان داشعارو سبک :
داخو څرګنده ده چې هر شاعر يا ليکوال ځانته يوه لاره او ځانته يو ليک لري او دهمغي په خوا باندې روان وي . ملنګ جان هم يو له هغو شاعران ځني دي چې ده خپل اشعار په يو نوي سبک با نې بنا کړل ، نه يې درحمان بابا نه يې دخو شحال حټک ، نه يې حميد مومند پيروي وکړه اوده يوازي اويوازي خپل شعرونه دوطن په ازادۍ ، دبښتو نستان په ازادۍ کې وويل او ځلميان يې داشعارو په زور را وپارول . دملنګ جان په اشعاروکې عشق او تغزل يو مضمون ،وطن ،ملت اوټولنه بل مضمون دي اوده دغه دواړه دلرغوني عنعني تاسير اوخپل هنري ذوق پر بنا داسي سره ګډکړي دي چې يو نوي سبک يې رامنځته کړي دي داهم ويلي شو چې ده پخپلو اشعارو کې حسن او جمال ، مينه ، دمعشوقو مينه او دوطن مينه ښه سره يو ځاي کړي ده . دالفت صاحب په نظر هرڅوک نه شي شاعر کيداي ، بلکي هغه څوک شاعر کيداي شي چې دملت غم ، دقوم فکر ورسره وي ، خو ملنګ جان کې دغه حصو صيت موجود دي او دالفت صاحب له نظره هم شاعردي
ب :دملنګ جان داشعارو محتوا :
دملنګ جان اشعار (خوږي نغمي )که څوک ولولي نو په څرګند ډول به ورته معلومه شي چې ده پخپل شعر کې څه شي ځاي کړي او دده په اشعاروکې مهم او لومړنۍ شرط دانسان دژوند لپاره څه شي ګڼل شوي دي .
ده خپلو اشعاروکې دهر څه نه مخکې ازادۍ ته نغوته کړيده اوازادۍ يې دهرڅه نه بهتره دانسان لپاره ګڼلي ده .ځکه وايې: انسان ازاد پيداشوي او حق لري چې ازاد ژوند وکړي او په دي باند ي ټول پوهيږوچې ازادۍ يو دبل په حقو قو او درناوې کې نغښتي ده ، او که داسي نه وې هغه دخوشحال خان خبره :
مرګ په سل ځله بهتر دي ترژوندو
نه دعزت سره چې نه وي زيست روز ګار (۳ )
په هر حال مونږ دلته دازادۍ په نورو اړخونو باندې نوره راڼا نه اچوو خو هغه انسان چې په ازادۍ باندې مين وې او دولس او خلکو غوښتني ښي ورڅرګنديوې او دنامه سره هر هيوادوال تشناوې او پيژنو يې هغه ملنګ جان دي .دملنګ جان هره غزله نه يوازي په زړونو منګولي لګوي بلکي دويښتيا ځواک هم ورسره شته دي او شعرونه يې داولس نه راوتلي او داولس دذوق ممثلدي نوځکه ډير ژر يې داولس په سندرغاړوکې شهرت وموند .
ده په غزل او تغزل کې دخپلي خاوري مينه اوخدمت ښه ځاي کړي ،او به خورا هنري ډول يې وروزل ، او څرنګه چې دي په لر غونې او معا صر ادب نه پوهيده، خوبيا هم دلرغونې عنعني تاسير او دده هنر مند ذوق دابتکار حد ته رسولي و ددغي خبري ثبوت دلاندې بيتو څخه ښه څر ګنديږي :
پتنګ دبلي شمعي ياردي بلبل دګلو خريدار دي
دليلا دوي سترګې مجنون پيژني دازادۍ قيمت پښتون پيژني
خو ده پخپلو اشعارو کې نه يوازي ازادۍ ځاي کړي بلکي ده نور هړخونه هم څيړلي لکه وطن دوستي چې ده پخپلو اشعارو کې زيات ځاي ورکړي دي او دي دوطن په درد دردمن ، او دقوم په خوږ خوږمن ،دپښتو نستان دازادۍ دلاري فداکار او دپښتون دترقي ارزومن و دملنګ جان اشعار دپيل نه تر پايه پوري دوطن سره دمينۍ ، دازادۍ اووطن دترقۍ جوړه شوي ده او خپل هيواد وال يې اتفاق ، اتحاد او يووالي ته رابللي دي او تل يې په خپلو اشعارو کې پشتنو ته دخبلواکۍ ، ازادۍ او داستعمار په ضد يې پښتنو ته دمبارزي درس ورکړي لکه چې وايې :
زه پښتون يم پښتني يم زيږولي دپښتو په کارو بار يم پوهيدلي
ماته شوي په طفلۍ کې داوصيت دي پلار نيکه مو تير کړي حقيقت دي
دخيبره تر اټکه مې وطن دي وطن څه چې خاص زما دپلار مسکن دي
او تر اخره همداسي .
بل داچې دملنګ جان داشعارو محتوا دده مينه او محبت هم ده ، خو دغه مينه اومخبت دا يوه معلومه مينه او محبت نه بلکه دده داشعارو اساسي منغ هغه غوامل دي چې دهما غه وخت او زمنۍ شرايطو به ده باندې نازل کړي
و. دبې وسۍ ، غربيۍ ، او خودارۍ څپيړې دي په چيغو راوستۍاو په پاي کې دهيواد دسندريزي فضااو دپښتو دفلکلوري او اولسي ادب دسندرو اونغمو دتاسيراتو په اساس دده چيغو او فريادونو دغزل ، بګتۍ ، مقام ، ۰۰۰
په واسطه ښکاره کړي دي .
دي وايې دليلا په دوه سترګو مجنون پوهيږي اودده مينه او محبت فقط او فقط دليلا سره ده خو بل چاته ارزښت نه لري، ځکه يې له درده دافسوس اوښکي توي کړي دي کله يې ديار سترګوته اوښکي تللي اوکله يې خپل قوم ته :
دافسوس اوښکي مې ځي لکه اورونه
ماته مې يار راکړل دزړه په سر داغونه
بله مهمه خبره چې دده اشعارومحتوا يې څرګنده وې هغه انتقادي اړخ دي .هر څوک دخپل وطن ،خپل ملت ،خبل تاريخ .خپل کلتور او دودونو تر اغيزي لانې وې، هر څوک دخپلي زمانۍ بچيدي ، څه چې يې له دغو منابعو ځني اخستيي وي هغه بيرته ورکوي او څه چې يې اوريدلي وي هغه بيرته وايې . شاعر دخالي زړه خاوند دي ، هغه داځواک لري چې له پيښو داسي انځورجوړ کړي چې دخلکو زړونو سره بو ګتونکي واقع شي . دملنګ جان دغه اشعارودخلکو دپوهي او تنوير سره زياته مرسته وکړه او دده داشعارو ګرانښت سبب همدغه انتقادي اړخ دي لکه چې وايې :
نور دصبر طا قت نه وينم ځان کې بې خودۍ را باندې بيا کړي اسردي
چې نظر مې شو روزګار دده جهان ته له افسوسه مې غم راځي خپل ځان ته
نور دصبر حولي کنډول مې مات شو ځکه پورته مې له خولي نه دافرياد شو
زه دي خپلي پښتو لره حيران يم تش په تشه کړي دعوه چې زه افغان يم
پښتنواله هسي خيريوې پښتوته چې په کورکي ماتول خپل مړوندونه
نه دالاره دپښتو نه ده غيرت ده بلکې دغه علامه د جهالت ده
او تر پايه پوري .همدارنګه ددي سره سره ملنګجان فلکلور يکو کيسو ته پخپلو اشعاروکې ځاي ورکړي او ملنګ جان دټو لني ديو فرد په حيث دخپلي ټولني دکړو وړو څخه متا ثر دي او په دي تو ګه نه يوازي خپل تاسير ښکاره کړي بلکه خپله ټولنه يې هم انځورکړي ده او دغه واقيت مونږ ته دده له يو شمير هغو انځورونو څخه ښکاري چې دکيسو په بڼه په نظم را پاتي شوي دي لکه چې وايې :
سلطان نومي امير په حکم دقدير لښکر يې ټول بهير
دتخت دپاسه نا ست و تمام کار يې سر برا و سلطان نو مي پادشا ه و
سلطان ووت له کوره روان شوپه يو لوري قدرت ته درب ګوره
بيا وخوت دغر سرته سلطان شو انديښنه کې په تيره زمانه کې
او تر پايه همداسې .دلته همدومره کفايت کوي ددي لپاره چې مو ضوع نوره اوږده نشي .خونه ديوازي ده دغه کيسي راوړي دي بلکه په فلکلو ريکو کيسو ، چار بيتو ، داستانونوکې هم ده دخپل وطن سره ښودلي ده . رفيع الله ستانګزى ، لوګر محمدآغه

رفيع الله ستانګز

 

دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.