تبصره: انور شاهين خانخېل زما په خيال چې داسې څوک پښتون به نه وی چې لږ تر لږه د ستر حمزه بابا (رح) له نوم نه به خبر نه وی.بابا نه يواځې يو ستر پښتون شاعر او اديب ؤ بلکې يو ستر روحانی شخصيت او يو عارف او سالک کس ؤ. او هغۀ نه يواځې دا چې په عرفانی موضوعاتو باندې نظرياتی ليکل کړی دی بلکې د سېر او سلوک د لارې يو عملی لاروے هم ؤ. بابا د انسان د خلقت مقصد او هدف د خپل حقيقی محبوب يعنې دخداے پاک ذات پېژندګلی ګڼی او د دې مقصد لپاره د اميرالمومنين حضرت علی (کرم الله وجهه) د دې قول مطابق چې (( مَنْ عَرَفَ نَفْسَهُ فَقَدْ عَرَفَ رَبَّهُ )) (( يعنې چې چا خپل ځان اوپېژندو نو هغۀ خپل رب اوپېژندو)) اول دخپل ځان په پېژندلو باندې تاکيد کوی او د خپل ځان د پېژندګلو لپاره د خداے پاک د سپېڅلی کتاب قران مجيد تر څنګ د دغه ستر اسمانی کتاب د تعبير او تفسير او د انسان د تکاملی سفر په لاره کښې د داسې هستيو لارښوونه ضروری ګڼی چې هغوی د دې لارې کاملان او معصومان لارښوونکی دی. او هغه سپېڅلې هستۍ د خداے ګران رسول (ص) او د هغۀ پاک اهلبېت (ع) ګڼی او له دغو هستيو سره مينه او د هغوی پېروی د قران مجيد او نبوی احاديثو په بنياد له واجباتو څخه بولی. او په خاصه توګه له خپل حقيقی محبوب يعنې خداوند متعال سره د عشق او د عشق په دغه لاره کښې خپل هر څه او حتی خپل ځان هم خپل نه ګڼل او چې د چا دی د هغۀ په لار کښې د قربانی کولو يوه بې څارې او بې مثاله نمونه د امام حسېن عليه السلام شخصيت ګڼی او د عرفان او سېر او سلوک د لارې د لاروی لپاره د کربلا واقعه او د هغه پاک امام عظيمه قربانی ځانته د نمونې په توګه په اېښېودو تاکيد کوی او وائی: زيات له هر چا نه به انسان وی ثنا خوان د حسېن انسانيت بــــه فـــراموش نــــه کا احســـان د حسېن او بابا خپله هم په دې لاره کښې د هرې بلا او مصيبت هرکلے کوی په دې شرط چې د کربلا څه مقصد پکښې وی او وائی: که څه مقصد د کربلا وی پکښې پــــه هـــــر قدم هغــــه بلا غــــواړم البته هغه سيدالشهداء حضرت امام حسېن (ع) يو داسې مظلوم چې هيڅ وس يې نه رسېږی د خوزېدو نه وی او له مجبورۍ نه له يوې ناڅاپی پېښې سره مخامخ شوے وی نه وړاندې کوی بلکې هغه امام عالی مقام له دغو ټولو واقعاتو نه اګاه او خبر ګڼی او په علم، پوهې، تقوا، مېړانې ،پت، غېرت، عزت، شرافت شجاعت،سخاوت، انساندوستۍ، امن، ورورولۍ، خپلواکۍ، ازادۍ او حتی په ټولو انسانی صفاتو کښې کامل او بې څارے ګڼی او له دې ټولو خوبيانو يې بيا مظلوميت بيانوی يعنې د يو بهادر او مېړنی کس مظلوميت دنيا ته ښئی. هغه حسېن (ع) چې تر اخېر وخته پورې د دښمن په مقابله کښې توره نه راوباسی او په کوشش کوی چې په خپله سپېڅلو وېناؤ سره هغوی بې لارې کسان پوه کړی او دغه شان د حجت د اتمام په خاطر ورته يو يو اصحابی او خپل يو يو اهلبېت ورلېږی چې هغوی پوه کړی خو له هغې خوا ورته واپس د هغوی ټوټې بدنونه راځی ان تر دې چې په اخېر کښې ورته د شپږو مياشتو بچے وړاندې کړی چې يو خو هغوی ته وښئ چې زۀ ګورې د جنګ په اراده نه وم راوتې ګنې بيا به مې دا د تی ماشومان له ځان سره نه رواوستل او بله دا چې که ستاسو په نظر کښې يم نو زۀ ګناهګار يم چې د يزيد بېعت نه کوم نو دې ماشوم څه ګناه کړې ده دۀ ته خو اوبۀ ورکړئ کنه. خو له هغې خوا نه ورته د اوبو د ګوټ په ځاے يو غشے راغے او د هغه د تی ماشوم (علی اصغر) په مرۍ کښې ښخ شو او د وينو فواره ترې روانه شوه. ځکه خو ارواښاد غنی خان د امام حسېن (ع) په شان کښې په خپله تاريخی مرثيه کښې وائی: داسې ظلــــم نـــه دے شوے نه به وشی په جهان د چېنې په غاړه مړۀ شول ټول له تندې ماشومان نو حتی چې کله څوک داسې پاتې نه شول چې هغه ظالمان پوه کړی او د خپل سر قربانی ورکړی نو بالاخره بيا امام حسېن (ع) مېدان ته وروځی او هغوی ته بيا هم د حجت د اتمام په توګه وېنا کوی او ورته خپل ځان معرفی کوی چې هسې نه د يزيد په لښکر کښې داسې څوک په بې خبرۍ کښې راغلے وی چې له اصل حقيقت نه نۀ وی خبر خو هغوی ورته په ځواب کښې وائی چې هو مونږ تا هم پېژنو، ستا نيکۀ، پلار، مور او ټول خاندان پېژنو خو بس مونږ ته د يزيد لخوا دا حکم دے چې يا درنه بيعت واخلو او يا دې سر هغۀ ته يوسو له دې نه علاوه بله لار نشته خو دغلته ورته امام حسېن (ع) يوه تاريخی خبره کوی (( چې زما غوندې کس به چرې هم د يزيد غوندې کس ببعت و نکړی)) دا ډېره منطقی او د راتلونکو نسلونو لپاره د تقليد وړ وېنا وه يعنې دا خبره څه يواځې زما او د يزيد تر منځه نه ده بلکې که په هر دور کښې يزيد صفته ظالم واکمن راځی نو چې څوک ځان ته زما پېروکار وائی نو زما غوندې کردار به ادا کوی . او دغه شان دې خبرو سره په امام حسېن (ع) باندې د غشو او نېزو باران جوړيږی نو بس بيا هغه هم د امامت د شجاعت او مېړانې ښودلو لپاره ذوالفقار راوباسی او داسې جنګيږی چې حتی د پښتو يو شاعر روشن بنګش په يو شعر کښې وائی چې مطلب يې داسې دے چې د يزيد لښکر کښې يوه واوېلا جوړه شوه چې خداے پاک ورسره خپله جنګيږی نو بس هر کله چې دغه ظالم دښمن د بزدلۍ په شدت کښې د شرک حد ته راغے نو امام حسېن (ع) خداے پاک ته سوال وکړ چې بس دے اوس مې واخله زۀ دا نه شم زغملې چې څوک تا سره شريک پېدا کړی نو بس ځکه امام حسېن (ع) شهادت ته سر کېښود او د حمزه بابا په قول نه يواځې يې د خپل نيکۀ حضرت محمد مصطفی (ص) د شهادت يې پوره کړ بلکې هغه قربانی چې د حضرت اسماعيل (ع) په هکله پاتې وه د هغې قربانۍ تکميل يې هم وکړ. هسې خو بابا د کربلا په واقعاتو (( د زړۀ اواز)) په نوم پوره يو کتاب مرتب کړے دے او دغه شان په نورو کتابونو کښې يې هم ډېر زيات د اهلبېتو ذکر راغلے دے چې ما بنده هم د بابا هغه کلام چې د پاکو اهلبېتو په باره کښې د شعر په شکل کښې راغلے دے ((حمزه بابا او اهلبېت)) په نوم سره له مناسبو شننو سره چاپ کړے دے چې له دغو مرثيو څخه يوه مرثيه دلته ستاسو په خدمت کښې وړاندې کوم چې بابا پکښې د امام حسېن عليه السلام د شجاعت او مېړانې دغه حقيقت په ډېرې ژورتيا سره څرګند کړے دے او حتی چې د امام عالی مقام د هغې تورې (ذوالفقار) چلول او د هغه اس (ذوالجناح) زغلول چې ورته له پلار نيکۀ نه په وراست کښې پاتې شوی وو په داسې ډول انځوروی چې انسان وائی ګنی بابا هلته موجود ؤ او دا هر څه يې په خپلو سترګو ليدلی دی. بلکې له دې نه هم په زياته او بالاتره توګه يې ټول حرکات انځوروی. بابا د پښتو په ټولو صفاتو سره يو پښتون وګړے د دې اهل ګڼی چې د امام حسېن عليه السلام وارث جوړ شی او د هغه مېړنی امام لارې ته دوام ورکړی بلکې په خپله دې نظريه باندې يقين هم لری او حتی په ځينو ليکنو کښې يې په راتلونکو وختونو کښې د پښتنو کاميابيو او برياليتوبونو او د حق ملګرتيا کولو ته اشارې کړې دی او په يو شعر کښې هم داسې وائی: داځـــلند حــــــــــــقيقـــــت دے چــــــــــې وارث دے د حُــــســېن پښـتــــــــــون ورتــــــه پــــه بــــرخـــــــه رسېـدلے دے ژونـــــــدون