ژوند یعنی څه ؟ ? What is life

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پوهندی دوکتور سید حسام (مل)

ژوند یعنی څه ؟ ایا دغه پوښتنه تاسو ته نااشنا او پردی ښکاری ؟ نه: ځکه چی مونږ ټول دژوند په معنی او مفهوم باندی پوهیږو ، نو کله چی تاسی د ژوند په مفهوم پوهیږی ، کولای شی چی ژوند تعریف کړی .


* ایا ټول ژوندی موجودات خوزیږی ؟
*ایا ټول ژوندی موجودات خوری ؟
* ایا ټول ژوندی موجودات تنفس کوی؟
ددی پورتنی سوالونو په نظر کی نیولو سره بیا هم په دی فکر کی باید اووسو چی ژوند څه دی ؟ اوڅه مفهوم لری
په هر صورت دا به ډیر اسان نه وی چی ژوند په ډیر
ساده ګی سره تعریف او توصیف کړو . او ددی سوال ځواب هم اسان نه دی چی ژوند له کوم ځایه څخه راغلی ؟ دځمکی په مخ ژوند څنګه پیل شو ؟ حتی بیولوجستان ( هغه کسان چی ژوند څیړی ) په دی باور دی چی زمان به داراوښیی چی ژوند یعنی څه ؟
په هر صورت وروسته د کلونو کلونو په تیریدو سره د ژور مطالعاتو پر بنیاد بیولوجستان په دی باور شو چی د ځمکی پرمخ ژوندی موجودات لرونکی دځنو مشترکو کرکترونو او خصایلو دی چی عبارت دی له:
۱- ژوندی موجودات دخپل ژوند ددوام اوبقا د پاره خواړه اوانرژی ته ضرورت لری ( په دی موضوع به وروسته وغږیږو ) .
۲-ژوندی موجودات له ځانه د را نیول شوی خواړه فضله مواد د باندی باسی .
۳ـ ژوندی موجودات د ژوند دلازمه احتیاجاتو په لرلو سره وده او تکامل کوی .
۴ـ ژوندی موجودات دخپل تکاملی پړاونو په جریان کی توالد اوتناسل کوی .
۵ـ ژوندی موجودات د خپل چاپیریال دتنبهاتو او انګیزو په مقابل کی عکس العمل ښیی .
۶ـ ژوندی موجودات دخپل محیط په مقابل کی د عکس العمل په ښودلو سره تغیر اوتحول کوی .
فلهذا د پورتنی شاخصونو په نظر کی نیولو سره ژوندی موجودات په کلی توګه سره د پورتنی اوصافو لرونکی دی .
اوس دا سوال مینځ ته راځی چی ژوند د ځمکی په مخ څنګه پیل شو ؟
ددی سوال په ځواب کی د کار پوهانو نظریی دلته وړاندی کوو ، په دی ډول چی کار پوهانو د ځمکی په سر د ژوند د پیل اصلی داستان او تاریخی
پس منظر په دی لاندنی دری فرضیو (Hypotheses) سره توضیح کوی .لمړی فرضیه :ددی فرضیی له مخی ډیرو په دی باور دی چی ژوند دماورای طبیعت یا د قدرت مطلقه دحکم او ارادی په وجهه دځمکی په مخ شروع شوی چی دغه فرضیه د ا کثرو مذاهبو او کلتوری ټولنو له خوا منل شوی او په عقیدتی ډول له یو نسل څخه نورو نسلونو ته انتقال موندلی دی او هم نوموړی ټولنه په همدی باور مندی د ځمکی په سر ژوند کړی او لا کوی . او دا ډول باورمندی او یا ددی فرضیی پلویان ددی مثلی سپیناوی او نا سپیناوی پسی نه ګرځی او نوروته هم اجازه نه ورکوی چی نوموړی فرضیی دعلومو پر بنسټ وڅپړی .
دوهمه فرضیه : ددی فرضیی پلویان په دی باور دی چی ژوند لمړی په کوم بل ځای کی شروع شوی او وروسته بیا په تصادفی ډول سره ځمکی ته را انتقال شوی یا په ډیر عامیانه توضیح سره ځمکی ته ژوند باد راوړی.
دریمه فرضیه :دافرضیه عام او علمی بنسټ باندی ولاړ دی ، دا په دی معنی چی ژوند د ځمکی په مخ( ۳.۵) بیلون کال مخکی د موادو دکیمیاوی تعملاتو او فعل و انفعالاتوپه نتیجه کی کوم چی د اتموسفیر دمساعدو شرایطو په هم اهنګی او یا هم عکس العمل سره صورت موندلی دی ، ددی فرضیی د روښانه کولو دپاره په کال (1950) کی دوه کیمیا دان او یا دوه
بیوشمیستان د خپل یو لړ تجربو په نتیجه کی داسی راوښول چی د ژوند متعد د مالیکولونه ( امینو اسیدونه ) داتموسفیر او د ځمکی د مساعدت په نتیجه کی کیدای شی چی په بالنفسهی ډول سره مینځ ته راشی یا وزیږی ، اودغه خلق شوی یا زیږول شوی امینواسیدونه یودبل سره په فعل او انفعالاتو کی دا زمینه را مساعدو ی چی د ژوندلمړنی شکل خلق شی یا وزیږیږی
.
دبلی خوا څخه دځمکی په مخ دژوندی پاتی کیدو په لړی باندی لازم دی چی هم باید یوڅه رڼا واچول شی :
ددی مثلی د پوهیدو دپاره مخکی له هرڅه باید په Biospher – Earth
( دځمکی دکری هغه برخی چی دژوندی پاتی کیدو زمینه او شرایط ولری کوم چی عبارت له هوا ، اوبو او دځمکی خاوره دی ) باندی پوه شو :
بایوسفیر (Biospher) کی ژوندی موجودات او هغو چی مړه شوی مګر لا تر اوسه تجزیه ( Decompose) شوی نه دی کوم چی دځمکی په وچه او
یا بحرونو کی شتون لری . عبارت دی له : نباتات ، حیوانات ، فنګسونه پروتیتس( protits ) ،او باکتریاو څخه .
دلته یو بل سوال را پیدا کیږی او هغه دا چی ایا تاسی دکاربن پر اساس ژوند (carbon based life ) نوم اوریدلی دی ؟ ددی سوال توضیح داسی دی چی دژوندی موجوداتو اکثر مالیکولونه دکاربن د اتوم په ځنځیرونوسره نښلول شوی دی ، او ځمونږ په دی خاورین سیاره کی تقریباً ( 1900 Gigatone ) کاربون موجود دی چی د هغه وزن له (116) بیلون دښونځی د بسونو له وزن څخه زیات دی . د بلی خوا څخه Biospher پر اقلیم (climate) باندی خپل عمده تاثیر غورځوی ځکه چی بایوسفیر داتموسفیر سره نه شلیدونکی اړیکی لری ، چی د همدی اړیکی په نظر کی نیولو سره کله چی نباتات د لمر انرژی د فوتوسنتیزس (photosynthesis) دعملیی دلاری څخه تر لاسه کړی ، اوکسیجن اتموسفیر ته ازادوی او کاربوندای اوکساید ګاز رانیسی ، یا کله چی نباتات او حیوانات تنقس وکړی 2co ګاز اتموسفیر ته ازادوی او په بدله کی له اتموسفیر څخه د اوکسیجن ګاز را نیسی ، مکروبونه کوم چی په خاوره کی ژوند کوی هغوی نایترواوکساید
(nitrooxide) ګاز اتموسفیر ته آزادوی ، په همدی صورت کله چی عضوی مواد ( حیوانات ، ځنګلونه ، یا د ژوندی موجوداتو فضله اویااجساد) وسوځول شی ګلخانه ای ګازات ( green Haus ) کاربن او نایترو اوکساید
اتموسفیر ته آزادیږی .
په هر صورت دلته لازم ګڼل کیږی چی د کاربن په اړه او دهغه د نقش په اړین په لاندی ډول یو څه رڼا واچوو :
کاربن یوعنصر دی چی د بحرونو ، هوا ، تیګو ، خاوری او د ټولو ژوندی موجوداتو یوه برخه تشکیلوی ، کاربن په یو ځای کی نه ایساریږی یا په یو ځای کی ثابت نه پاتی کیږی ، بلکه تل په حرکت اوګردش کی وی .
* کاربن له اتموسفیر څخه نباتات ته حرکت کوی یا ځی :
په اتموسفیر کی کاربن د اوکسیجن سره یوځای کیږی او کاربندای اوکساید (2 co) جوړوی ، د لمر په کومک سره د photosyntheses
دتعامل په ذریعه کاربندای اوکساید له هوا څخه نباتات ته دهغو د خوړو دپاره لیږدول کیږی یعنی کاربن چی د نباتاتو غذا یا خواړه دی دپورتنی سیکل یا تعامل په ډول نباتات ته اماده کیږی .
* کاربن له نباتاتو څخه حیواناتو ته لیږدول کیږی یا انتقال مومی :
دغذایی چینل دلاری کاربن کوم چی په نباتاتو کی موجود دی ،کله چی حیوانات ، نباتات وخوری ، یا حیوانات بل حیوان وخوری انتقال مومی .
* کاربن له نباتات او حیواتاتو څخه ځمکی ته انتقال مومی .
کله چی حیوانات او نباتات مړ شی یعنی خپل ژوند د لاسه ورکړی دمړه حیواناتو اجساد یا د نباتاتو لرګی او پاڼی په ځمکه کی متفسخ (ګنده) کیږی او متفسخی بقایاو څخه کاربن ځمکی ته انتقال مومی . یا داچی که حیوانات او نباتات تر خاوری لاندی ښخ کړل شی دهغو له فسیلونوڅخه (Fossil) وروسته دمیلونو کلونو تیل ( FEUL) مینځ ته راځی ،چی انسانان د هغه انرژی څخه ګټه پورته کوی .
*کاربن له ژوندی موجوداتو څخه اتموسفیر ته انتقال مومی
په هره دقیقه کی چی تاسی نفس د باندی (ذفیر ) باسیی یو مقدار حجم
کاربندای اوکساید اتموسفیر ته لیږی یا انتقال ورکوی .حیوانات او نباتات

په آزادانه ډول سره له هوا څخه 2CO اخلی او بیرته اتموسفیر ته
ورکوی .
* کاربن له فسیل فیول (Fossil Feul) څخه اتموسفیر ته انتقال کوی کله چی نوموړی فیول وسوځول شی :
مخکی مو ذکر کړ چی فسیل دمخکینی ژوندی موجوداتو (حیواناتو او نباتاتو) بقایا چی کلونه کلونه تر ځمکی لاندی پاتی شوی ، لکه د حیواناتو هډوکی ، غاښونه ، صدف دنباتاتو او اونو کندی ، ډډی ، پاڼی بالاخره په تیل باندی بدلیږی او کله چی دا لاسته راغلی تیل په موټرونو ماشینونو کی په احتراق ورسیږی په چټکی سره وروسته له احتراق دهغه کاربن اتموسفیر ته آزادیږی یا انتقال مومی . له احصایوی منابعو څخه داسی راپور تر لاسه شوی چی په ننی نړی کی هرکال ددغه فیول له احتراق څخه د پنځو نه تر پنځه نیم بیلون ټن کاربن اتموسفیر ته آزادیږی .چی د هغه وزن د سل میلون افریقایی غټو فیلانو د وزن په اندازه دی .چی دهغی له جملی څخه 3,3 بیلون ټن کاربن اتموسفیر ته او دهغه پاتی برخه ابحارو ته منتقل کیږی .

انرژی : مونږ ټول په دی پوهیږو چی ژوندی موجودات دخپل بقا دپاره خواړه او انرژی ته ضرورت لری ، مګر باید څرګند کړو چی ټول ژوندی موجودات یو ډول خواړه ڼه خوری او یا په یو ډول او میتود څخه خپل خواړه نه تر لاسه کوی ، چی د همدی اصل په نظر کی نیولو سره ژوندی موجودات په لاندی کتګوری باندی ویشو :
*autotrophs: داډله ژوندی موجودات د self feeder یعنی چی پخپل
وجود کی دځنی تعملاتو په کار وړلو سره خپل خواړه تر لاسه کوی
یعنی دوی د لمر له انرژی او د ځمکی له حرارت څخه خپل خواړه لاسته راولی چی دا ډول ژوندی موجودات ټول نباتات په بر کی نیسی یعنی دوی autotrophs دی .
* Heterotrophs : دا ډول ژوندی موجودات خپل خواړه دنورو موجوداتو( حیواناتو ، نباتاتو ) له صرفولو او خوړلو څخه تهیه کوی چی دوی عبارت له ټولو حیواناتو او فنګسونو څخه دی ، چی heterotrophs په نوم یادیږی .
قلهذا دځمکی په مخ ټول ژوندی موجودات له دری لاندنی لارو څخه خپل انرژی او خواړه تر لاسه کوی چی عبارت دی له:
*photosynthesis
* Respiration
*s chemosynthesi

نوټ : په بله لیکنه کی به وڅیړل شی اود ژوند تر عنوان لاندی به دا لیکنه دوام ولری .

پوهندی دوکتور سید حسام (مل)



دژوند یعنی څه ؟ په دوام


فوتوسنتیزس(photosynthesis) یعنی هغه پروسه اوجریان دی چی پخپله خواړه تهیه کونکی موجودات (autotrophos) اوبو اوکاربندای اوکساید دلمر د وړانګی په مرسته سره په قند اوکسیجن باندی بد لوی
O2HC+ 2 O ----------- O2H + 2 CO
دا یو مغلق او ډیر پیچلی پروسه دی چی نباتات او نور autotrophos
دخپل ژوند ضروری انرژی لاسته راوړی .
هغه مقدار شکر چی د photosynthesis په پروسه کی نباتات لاسته راوړی دخپل انرژی د لاسته راوړلو په منظور یی پکار وړی ، په دی
مو باور وشی او یاکا نه ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍! په دی معنی چی د چایو یوه بوټی په یو آفتابی
او لمرینه ورځ کی دوه ټنه شکر تولیدوی ( دژوند دلاری کارکونکی هریو Hoagland اوDodson) او د خپل ژوند دبقا دپاره لازمه انرژی
ترلاسه کوی ، چی دا پخپله د تعجب وړ خبر ه دی ، دنباتاتو فوتوسنتیزس ډیر مهم مثله دی او دا ځکه چی هغو لکه د نورو ټولو ژوندی موجوداتو په څیر د خپل تنفس کولو دپاره اوکسیجن ځانته برابروی ، دفوتوسنتیزس د پروسی معکوسه پروسه د Respiration
پروسه دی چی په لاندی دول یی څیړو :
Respiration : تنفس د هغه عمومی پروسی او جریان نوم دی کوم چی
ارګانیزم ، شکر او اوکسیجن په کیمیاوی انرژی باندی اړوی ، دغه پروسه او تعمل په ټولو ژوندی موجوداتو کی په شمول د حیوانات ،
نباتات ، فنګسونه او باکتریاوو کی صورت نیسی . دتنفس کولو په و خت کی انرژی اوغذا له مختلفو لارو څخه تر لاسه کوی ،علاوتاً د انرژی په مصرف سره تنفس پخپله کاربون دای اوکساید او اوبو دفضله موادو په حیث له خپل عضویت څخه دباندی خارجوی ، نو په دی بڼه
او اساس د Respiration معکوس جریان د فوتوسنتیزس د پروسی په
نوم یادیږی . د فوتوسنتیزس په جریان کی د لمر د وړانګی څخه لاسته راغلی انرژی د autotrophos د حجراتو په واسطه سره اخیستل کیږی

او کاربوهایریت ( O 2CH ) باندی اړول کیږی کوم چی اوکسیجن
یو byproduct یا محصول دی .
O 2 H + 2 CO ------- O 2 CH + 2 O
chemosynthesis: دا یوپروسه دی چی مختلف اورګانیزمونه کوم چی
فوتوسنتیزس سره اړیکی او خپلوی لری بی له دی چی د لمر وړانګی په
کار ویسی خپله انرژی لاسته راوړی ، خپله انرژی له (oxidization)
یعنی د موادو له احتراق او سوځیدلو څخه تر لاسه کوی ، هغه اورګانیزمونه چی شیموسنتیزس په کار وړی ، ټول باکتریاګانی دی کوم چی کاربوهایدریت او نور عضوی مالیکولونه د sulfate یا د امونیا د احتراق او اوکسیدیشن څخه جوړوی ، او خپل هایدروجن د
هایدروجن سلفیت او نایتروجن له امونیا یاNitrates څخه تر لاسه کوی
هغه اورګانیزمونه چی شیموسنتیزس پکاروړی دابحارو په په ګرمی اوبو( hydrothermal .) سطحه کی ژوند کوی او د بحر دغه ذکر شوی برخه سره له بیلولونو کلنو را هیسی تطابق موندلی دی ، چی ځنی کار پوهان په ځمکه کی د ژوند ډیر مخکینی موجودات یی بولی .
O 2 H + O 2H C + 2 S ------------ S 2H 2 + 2 CO
پورتنی کیمیاوی تعامل په یو غیر اوکسیجنی میحیط کی تر سره کیږی .
په درناوی
****************

دژوند یعنی څه د مبحث پای
*****************
که ژوند باقی وه په راتلونکی کی به
په یوه بله علمی موضوع باندی به خبری

وکړو