د مارچ اتمه د ښځو د پيوستون نړيواله ورځ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهيز

نن په داسې شرايطو کې د مارچ اتمه نيټه لمانځل کيږې چې لاد جګړې اور زموږ په وطن کې د هرې ورځې په تيريدو سره تود او لا توديږي. هره ورځ بې وزلې او بې ګناه انسانان او بې دفاع خلک د جګړې قرباني کيږي.

د هيروينو او مخدره موادو چاقچيان، بنسټپاله جنګسلاران او ټوپکيان د هری ورځې په تيريدو سره پر دولتې واک خپلې منګولې لا پسې ټينګ او ټينګوې او په ډيرې سپين سترګۍ سره د دولتې واک نه په کار اخيستو سره د خلکو په مال شرف او ناموس تيري کوې. نن وژل، لوټول، فساد، تښتول، بډې اخيستل او پر ښځو او ماشومانو تيری ، د ماشومانو او ښځو قاچاقول او پلورل، په لوړې کچې د ښځو ځان وژل، د مخدره توکو کرل، د عامه شتمنيو او له بهرنيو مرستو ځخه د ميلياردونو ډالر چور او تالانول، بيکاري او بې کوري ولږه او تنګسه او بې شميره نور مصيبتونه زموږ په ټولنه کې يو عادي کار بلل کيږې.

په رسنيو کې د خپاره شويو معلوماتو پربنسټ له قانون ځخه سرغړونه، د بشر پر حقوقو تيرې، لکه وژل، په زور ودونه، پر ښځو تيری هغه څه دی چې د جهادي جنګسالارانو او زور واکانو له خوا هره ورځ په ډاګه او بې پردې تر سره کيږي.

وطنپلوره خاينين ان د تاريخ د قضاوت او محاکمی نه د ځان ژغورلو په هځه د ملې مصالحې د منشور تر نامه لاندې غواړي له هر راز پوښتنې او بازخواست نه مصونيت تر لاسه کړي. خوبايد څرګنده شې چې هيځوک د جنایتکارانو د بښولو حق او واک نه لري دا د افغانستان خلک دي چې په دي هکله بايد پريکړه وکړي.

نن چې د ښځو تاريخې ورځ ده د ښڅو له حق نه دفاع د انسانيت له نيمايې برخې نه دفاع ده، چې د نارينه د واک د تاريخ په اوږدو کې د هغوې په هکله د هغوې د وړتياو پر بنسټ نه بلکې د جنسيت پر بنسټ قضاوت شوې دي. له نارينه ځخه يې حقوق تل ځکه لږ وه چې هغه ښځه وه او ده. نارينه هم د ټولنيزې بې عدالتې څخه کړيږې خو ښځه دوه برابره کړاونه زغمې يو د ټولنيزې بې عدالتې کړاو او بل د ښځې توب کړاو. ان هغه ميرمنې اوښځې چې په شتمنو او بډايو کورنيو کې ژوند کوې هم د نارينه په پرتله دویم دريځ لري. خو د ښخې مقام او ځاې د نړۍ په يو شمير هيوادو کې اوچت او د قدر وړ دی ، دا د ښځو د اوږدې مبارزې لاسه ته راوړنه ده. خو د نړۍ په ډيرو هيوادونو او له هغې ډلې نه په افغانستان کې د ښځو حالت ډير غم لړلې او پريشان دي. زموږ په هيواد کې ښځې د انسانيت له دريځ څخه جلا کړاې شوې او د هغوې سره د کور د وسایلو او ان د څارويو په څیر چلند کيږې. ښځې له سهاره تر ماښامه د ناهيلۍ په زندان کې بنديانې دي.او خپل ټول ژوند په ستونزو او بدبختيو کې تيروي. زموږ ښځې په داسې کور کې چې يوازې يو ور لري او ور هم زنځير او پيره دار ژوند کوې. کورنی چاپيريال دوې ته د وهلو او زورولو چاپیريال دې ، دچا لاس مات او د چا سر مات، څوک رنځوره او زهيره، څوک وږي او ځوک جامې نه لري، څوک د يوې مړۍ ډوډۍ په تمه شپه او ورځ په ژړا وير تيروي.. څوک په دي تمه چې کله به لکه د څاريو د خپلې کورنې له خوا په بدکاره او ظالمه کسانو د لږو پيسو په بدل کې پلورل کيږي، او څوک د دوو او څلورو بنو سره لاس او ګريوان او د نارينه د بې عدالتيو څپيړه په مخ خوري. خو دوې ټول انسانان دي، دوې ټول د درناوې، قدر او احترام وړ دي.

هو ، خپل شا او خوا ته وګورې، او ووايې آيا دا ژوند دې چې افغان ميرمنې يې لري؟

افغان ميرمن کمزورې نه ده زموږ د هيواد په تاريخ کې ډیرې اتلې او د غښتلې شخصيت لرونکې ښځې تيرې شوې لکه نازو انا او ملالې او داسې نورې وياړلې ميرمنې چې زموږ د وطن تاريخ د هغوې په کارنامو وياړي. زموږ هيواد د ښځو د بيدارې ، د ښځو د روزنې او زده کړې او آزادې په برخه کې د نړۍ د لومړيو هيوادونو څخه دې. په ۱۹۱۹ کال تر خپلواکۍ وروسته افغانستان د نړۍ له لومړنيو هيوادو څخه ؤ چې ښځې ته يې د آزادۍ ، زده کړې او کار حق ورکړ. چې که هغه بهير پر خپل حال پاتې وای نن به افغان اولس د يو نيکمرغه ملت په توګه په نړۍ کې لوړ او د قدر وړ ځاې درلوداې.

خو افغان ښځې د هغې دورې په ناکامه کيدو خپله اراده له لاسه ور نه کړه. زموږ په هيواد کې د ښځو غورځنک تل ژوندې ؤ او د ښځو د آزادې د پاره يې کار او مبارزه کوله او کوي. د افغانستان د ښځو غورځنګ يو ريښتنې ټولنيز غورځنګ دی چې هيڅکله يې بردګې او حقارت ته غاړه نه ده ايښې. زياتې ښځې د اقتصادې آزادۍ، د ټاکلو او انتخاب دآزادۍ، د زده کړې او تحصيل دآزادۍ، د کار او د خپل ژوند او برخه ليک د آزادۍ دپاره په ټينګه مبارزه کوي. ښځې ځانونه له نرينه سره برابر بولي او نه غواړي څو تر لاس لاندې دريځ ولري. د مارچ اتمه هغه ورځ ده چې د ښځو غورځنګ پر ښځود تيري او ظلم پر ضد خپل مبارزه اعلانوي او د ښځو سره نابرابر چلند د زغم وړ نه بولي. تر څو ښخه آزادې تر لاسه نه کړې ټولنه آزادي نه لري.

نو ځکه د ټولنيز عدالت د رامنځ ته کولو په خاطر په کار ده لاندې غوښتنې په پام کې و نيول شي:

ـټول هغه قوانين باید سم کړاې شي چې د ښځو تر وړاندې په اقتصادي، ټولنيز،فرهنګې او سياسې ډګرونو کې توپيرونه او بنديزونه رامنځ ته کوي.

ـد کورنۍ،واده، طلاق او نورو برخو کې د ښځو حقوق خوندې کړاې شي.

ـ د زده کړې او کار آزادي بايد تامين شې.

ـد ښځو په وړاندې د ناوړه چلند سره د ټينګې مبارزې په خاطر بايد جدي قوانين رامنځ

ـافغان ميرمنو! هڅه وکړې پوهه تر لاسه کړې اويو مسلک زده کړې څو اقتصادې خپلواکې تر لاسه کړۍ.ستاسې اقتصادي آزادي او په ځان بسينه ستاسې د ټولنيزې آزادۍ سبب کيږې

ـله خرافاتو سره مبارزه وکړې.

ـ يوازې بيداره ملتونه ژوندې پاتې کيداې شې. تاسې په خپلې بيدارې سره نه يوازې ځان بلکې خپل وطن ژغورلې شې.

افغان ميرمنو هڅه وکړې چې د خپل هيواد په چارو کې پراخ ګدون وکړې او په هيوادنيو چارو کې پراخه مداخله وکړۍ.

د هيواد راتلونکې په تاسې اړه لري.