حبيب الله غمخور
زموږدهيوادپه وينولړلې تاريخ په وار ورا ثابته کړې چي که نارينه دهيوادپه ستانه کي رول لري نو جنکۍ ياښځې هم تر هغوي شاته نه دي پاته سوي اونه تر هغوي کم رول نلري .
دافغانستان په اړوند داڅولسيزي سياسي اوپوځی حوادث اودهغوي په وړاندي دافغان ولس دغبرگون تاريخ ددې ښکارندوي دی چي زموږ پتمنې خوندې اوباغيرته ميندې ددې ملي کاروان سرغندويانې دي ، که ئې نومونه اخلونودانصاف له مخې بايد دټولونومونه چي ددې ليکنې تر وس وتلې خبره ده ، هر وخت زمږ پر ژبه وي . ددي لاره چي انصاف اوعدالت تامين سوی وي ځکه خوزه ديوه اوڅونومونو له ادونې څخه ډډه کوم ،په يوه خبره اکتفاکوم چي زمور دهيواد دوياړنو دتاريخ پاڼې ددوي په نومونو هم ډکې دي .
همدا نن ددسمبر څلرمه پسله هغه چي له کارنه راغلم دډوډۍ خولړوپه حال کي مي دتلوېزيون دپردې پر مرسته پام دافغانستان دوياړلي بچۍ ستراستاد علامه خادم صاحب لور ثرياخادم خبروځانته واړاوه .
درنو دوستانو قيصه داسي وه :
ددسمبرپر ۴ مه اروپاپر وخت دشپې ۷بجې او څو دقيقې وې چي دآرياناافغا نستان دجهاني شبکې (دمسکينيار ) تلويزيون په نوبتي پروگرام کي چي د((ازگپ گپ نخيزد )) پروگرام سره لدې چي کله ناکله عجبې اوغريبې بې مسؤليته خبري پکښې اورېدل کېږي سره له دې چي وايي دسولي کاروان جوړوي او که داحرکت په رښتيا سره ملي وي زه ئې ملاتړ کوم خوپه حقيقت کي دهمدغه حرکت روحې ،سياسي او ژورناليستيکو نورمونواو مروجه اصو لوخلاف څرگندونې کوي داورېدو اولېدولپاره زړه ښه کړ ،له نېکه مرغه داځل داپروگرام تر پخوا يوڅه جالب وو.
داچي ولي تر پخوا جالب و،اوس زمادليکنې موخه نده .
پدي پروگرام کي ښاغلي مسکينيار هغو خلکو ته چي په اروپااويانوروبهرنيو هيوادوکي اوسېږي اوپه يقين دمهاجرت دترلاسه کولو لپاره به ئې هرومرو ويلې وي چي دبنسټپالو له لاسه راغلۍ اوس چي نه ئي څوک څيره ويني اونه ئي بيوگرافي لوستلاي سي دډله ايزو رسنيو څخه ددې لپاره چي دملي پخلايني اوروښانه راتلونکي په اړه څه ووايي داسي څرگندونې کوي چي هغه دمسکينيار صاحب خبره (( سړۍ ورته حيران پاته سي، چي که دومره پهلوان ئې ولي دلته په اروپااو يا امريکا کي دخيرات ډوډۍ خورې اوهره ورځ قسم اخلې چي هيڅ نلري تر څوخيرات درورسېږي . ولاړسه دهغوپر بغل ودرېږه چي دلته په تلوېزيونې خپرونوکښي ئي دخپل اواز دا ورېدوپه خاطر گویادفاع اوملاتړکو ې .))
دغه پروگرام ته چي ښاغلي مسکينيار پر مخ بېوه ،يوه نفرله بهرنه زنگ وواهه اووئې ويل : ((امريکا ځان وشرماوه اودادی يوځل بيائي نور عسکر رافغانستان ته ولېږل ،خوزه پدې باوريم چي داځل به هم ناکامه سي او. . . .)) ښاغلي مسکينيارددغه په بهر کي اوسېدونکي دبې مسوليته خبرو په وړاندي په يوه لنډه تبصر کي څرگنده کړه :(( ښاغلې دا ملي مقاومت نه دي اوکه تاسي چي په المان اويابل اروپايي هيواد کي اوسېدونکۍ ياست سره لدې چي هرو مرومو نوردوستان له دغه تلوېزيوني نظر سره مخالف دي دومره وفاداریاست نو ولي دلته په اروپاکي ياامريکا کي کافرانوخيرات خوری ولاړ سی هلته اوددوي په بغل کي ودرېږی .))
رښتياه خبره خوداده يوشمير پدي ورستيوکښي دراډيو اوتلوېزيوني پروگرامونه په استفادې سره داسي بې مسوليته څرگندونې کوې چي سړۍ ورته حيران پاته سي .که يوڅوک بېله ملي گټودساتلوبې دليله اوبې مسولته خبري اوڅرگندوني کوي ، ښه داده چي هلته ولاړسي اودهغوپر بغل ودرېږي دکومونه چي دفاع کوي . دلته اروپايانو اويا امريکايانو خيرات خوري اوپه خبروکې بې مسوليته اودملي پخلاينې پر خلاف څرگندونې کوي .
مگر کله کله چي همدا کسان دالماني اويابل کوم بهرني هيواد دمسول چارواکو سره مخامخ سي بياتر هغوي زيات دافغانانو دښمن وي ،هلته بيانوري خبري کوي ،ددموکراسی يوازني مدافعين همدا امريکا يان اواروپايان بولي اوپه څرگندونوکي دسرپر ځاي ملاتيرماتوی ترڅوهغوي ئي دځان په مقابل کښي احترام اودوفاداری احساس څرگندونه ومني .ترکومه ځايه چي دا دول کسان ملي غروراو سياسي سواد نلري هغوي هم ورته حيران پاته وي چي دا څه پېښه سوې ده .
دهمدې پروگرام په لړکي دافغانستان دپياوړي اديب اودافغانستان دابياتو دستوري خداي بخښلي خادم صاحب پياوړي لور ډاکتر ثريا خادم اواز شه راته اشناوتر غوږوسو.
ډاکتره ثرياخادم لکه چي دسرکښه خادم لورده همداسي سرکښه اوغيرتی ميرمن ده ،هغې په خپلوخبرکي وويل : (( . . . ښاغلی مسکينيارولې داځل ددوهم تابعيت مسله دومره پر ژبوده ؟ ايا دغه کسان چي په دولت کښي له ۲۰۰۱ کال نه تراوسه لوړمقامونه لري دوه تابعيته نه وه ؟ اياښاغلي کرزی ، حکمتيار ،سياف،مجددي ،خليلي ،عبدالله عبدالله .قانوني ،محقيق ،استادرباني اوداسي نور بې شميره ښاغلي او اغلي تر۲۰۰۱ کال پخو اپه بهرکي نه وه اوهلته ئي جايدادونه نه دي رانيولې ؟ دغه جايدادونه ئي په طبعي شکل ددوهم سند په مرسته رانيولي .ايا داښاغلي همدا اوس په بهرکي جايدادونه نلري ؟
بلې !
لري ئي نودغه جايدادونه ئي څنگه رانيول اوهمدااوس دټولو کورنۍ اوډير نږدې خپلوان په بهرکي اوسي ؟ زه ددې ليکنې ليکونکۍ به دا ورباندي ايظافه کړم چي بې شميره چارواکي دوکوريزدی .هغې ديوشمېر کسانو نومونه واخيستل چي په حقيقت کي دغه نوم اخيستنه ديوه دردونکی حقيقت روښانه بېلگه وه .
دالومړۍ ځل دی چي بياهم ديوې افغانې غيرتي ميرمنې لخواداډول پټو رازونوڅخه پرده پورته کېږي .
وياړ په هغو افغاني مېرمنوچي دوطن په درد غمجنې دي ،وياړ په هغوکسانوچي په رشتيائې پردي وطن سر ورکاوه خوڅوک ئې په قدرنه پوهېدل .
راسی ټول افغانان ،که مجاهد اوکه چاپه وينا ملهد دی افغان وبولواودغه حقيقت ومنوچي بېله افغان څخه ددغه ويجاړ وطن جوړونه ناشونې ده ،هر ډول وېش اوتفق دبلې دښمنۍ زېږنده دی .
ديوه اوبل پرخلاف دپرديودخوشحالېدوپه خاطر بې مسوليته څرگندونې به دافغان ولس ملي اونړيوال اعتبارته دروند تاوان رسوي .موږ افغانان دځاني سوداگرو اوهغوکسانو چي خپل پخوانۍ تاريخ پدغو بې مسوليته اوملې پخلاينې خلاف روحې څرگندونوکي پټوي سخت مخالف يو اوهغوي ته دنفرت په سترگه گورو. په پښتوکي يومتل دي وايي ((ډبره چي پر ځاي پرته وي درنه ده ))
زه دټولوافغانانو سره پردې خبره هم ږغۍ چي وايي راسۍ خپل وطن بېله فتنې اوپردودخوشحالۍ په خاطر جوړ اوخپلوکي سره پخلا سواويودبل پر خلاف له توروگوتومښلونه داملي ستونزه پخپله حل کړو.
دتهمت لپاره دلايل اوبهانې بې شمېره دي خوراسی چي دخپل کوردجوړېدو اوملي پخلايې لپاره دلايل وتراشواويودبل په مقابل کښي دبې ځايه غرور اوبې گټي دښمنيونه تيرسو.
ښاغلی کرزی بايدپه دولتي اداره کښي دکارلپاره دهغوکسانو وړانديز وکړي کوم چي په رشتياسره سپېڅلې سابقه، مسلکي درايت ،دوطنپالنې احساس ،ملي غرور اونوع پرستی باندي پوه اوپر هغه باورولري .
ديوې خواخوږې ،سپېڅلې اومسلکي دولتي ادارې جوړېدل به په افغانستان کي دټولو ناخوالودله منځه وړلو اساسي لامل گرځېداي سي .
راسی پدې برخليک ټاکونکو شېبوکښي له ټولوبې مسوليته اوملي گټو خلاف څرگندونوڅخه ډډه وکړو،ټول دې ته راوبولوچي دملي تفاهم ، اتفاق اويوبل ته ددرناوی اوخبروته دغوږنيولوپه صورت کي داهيواد له راپېښ ناورين او تاريخي غميزي څخه ژغورلاي سو .
دپښتنودسترمشر پاچاخان پدي وينابه ئې پاي ته ورسوم چي وايي : راځۍ يوکېږوکنه ورکېږو .
ومن الله التوفيق
وياړ په افغاني ميرمنو په رښتيا سره ډاکتر ثريادپياوړي خادم لور ده
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode