عبدالملک پرهیز
د مارچ اتمه د ښځو نړيواله ورځ ده. نن دغه ورځ په داسي حال کې لمانځل کيږي چۍ نړي د جګړو ، طبيعي ناورينونو، ناروغيو، وحشت او دهشت سره لاس او ګريوان ده. نن د ډله ايزي ورانۍ وسلې تر بل هروخت زيات د بشريت او نړۍ دپاره پريو بوږنونکې ګواښ بدله شوي ده.
نړي او نړيوال د کانګو نه تر کشمير،د فلسطين نه تر کولمبيا،د سوډان نه تر عراق، له يوګوسلاويي نه تر افغانستان، له سوماليي نه تر بلوچستان د بوږنونکو جګړو او عمومي وژنو او تباهيو شاهده ده
په دغه منځ کې يوازي ښځۍ دي چۍ د ترور ،ورنکاري اوجهالت پرخلاف لاس او پښې وهي او مبارزه کوي. څو خپلۍ کورنۍ او ماشومان له مصيبت او ناورين څخه وژغوري دا ښځه ده چۍ د وچ کالۍ، سېلابونو،توفانونو پرخلاف ولاړه ده څو د خپل ماشوم ژوند يوه ورځ بل هم اوږد کړي.
هر کال د نړۍپه ګڼ شمير هيوادونو کې په دغه ورځ يانې د مارچ په اتمه په ميليونونو ښځۍ د غونډو او لاريونونو په ترڅ کې خپله کرکه د جګړۍ او جګړه مارانو ، د مذهبي، ژبنيو ، قومۍ او نژادي تعصبونو پرخلاف څرګندوي. نن په ټوله نړۍ کې خلک او اولسونه د جګړۍ پر خلاف يو موټۍ کيږي او د خپل مخالفت غږ پورته کوي او د جګړو د بندولو غوښتنه کوي.
دا د نړۍ ستر قدرتونه دي چۍ د وسلو په جوړولو سره او د نړۍ بيلابيلو هيوادونو او رژيمونو ته دهغو د ليږلو د لاري د نړۍ په بيلابېلو سيمو کې د جګړۍ اورونه بلوي. د بېلګې په توګه د پاکستان او يوګندا د بودجۍ په سلو کې ٧٥ په پوځۍ برخه کې لګيږي. په داسي حال کې چۍ د خلکو ستر اکثريت په ولږه بيکاري او بيسوادي کې ژوند کوي. خو دوي دغه وسلې په مسقيم او يا غير مستقم ډول د خپلو ګاونډيانو او هم د خپلو خلکو د ځپلو دپاره په کار وړي.
ستر اول قدرتونه د خپلو اقتصادي ګتو لکه د انرژۍ د برابرولواو تامين په خاطر، د هيوادونو اقتصادي او ټولنيز سيستم وران او د جګړو اور دغو هيوادونو ته پراخوي.
افغانستان چۍ ٣٠ کاله دجګړو او وژنو مرکز ؤ د سترو زبرځواکونو ددغه لوبي تر ټو روښانه بېلګه ده. خو په تاسف سره نن هم افغانستان په داسي لور روان دي چيرته چۍ پرونۍ جنګ سالاران او د هيواد داړونکې او ورانونکۍ ځواکونه له پاټکونو څخه د قانون تر سيوري لاندي پر دولتي واک خيټه اچولي او خپل واک ټينګوي.
او د هيواد ملې شتمني په نوي بڼه او نويو وسيلو چور او چپاول کوي. يوازي په تيرو کلونو کې په ميلياردونو بهرنۍ مرستې په افسانوي ډول ورک او پناه شوي.
د افغان ميرمني چۍ له يوي خوا د جګړو اصلي قربانياني دي او د جګړو ډيري ترخۍ او ډيري بدي ورځۍ او ناخوالې يي زغملي او د بلي خوا د ټولنيزي بي عدالتي او ټولنيزو دودونو او رواجونو قربانيانۍ دي، هېله مندي دي څو دغلو او داړه مارانو لاسونه د هيواد له ملې شتمنيو لنډ کړاي شې اولږ تر لږه د ژوندي پاتي کيدو په خاطرتر هر څه لومړي د خوړو، پاکو اوبو، روغتونونو، بريښنا ،ښونځيو او سرپناه د تر لاسه کولو دپاره ددوي لومړني هيلي پوره کړاي شې او د ټولنيزو ناخوالو د له منځه وړلو په خاطر دي يوه سالمه او د مدني اصولو سره سم اداره او سيستم چۍ نور پکی د توپک او زور ويني واک نه وي، رامنځ ته شي.