ژباړه: انور شاهين خانخېل- پېښور (کوزه پښتونخوا)
کاش چې په کربلا کښې د حضرت امام حسېن (ع) او د پېغبراکرم (ص) د خاندان د نورو کسانو او د هغوی د ملګرو له قتل عام سره د رسول الله (ص) په خاندان باندې د يزيدی لښکر ظلم ختم شوے وې خو نه تاريخونه ليکی چې د اهلبېتو (ع) او د هغوی د ملګرو له شهيدولو ،د اسونو په ځغلولو سره د هغوی د پاکو بدنونو له پائمالولو او د خېمو له لوټلو او سېزلو نه پس د يزيدی لښکر ستر قوماندان عمر سعد حکم ورکړ چې نورو ټولو بدنونو نه هم سرونه پرې کړئ. بيا يې سرونه په نېزو و خېژول او له شمر بن ذی الجوشن، قېس بن اشعث او عمرو بن حجاج سره يې کوفې ته ولېږل چې د کوفې له حاکم عبېدالله بن زياد نه انعامونه تر لاسه کړی نو په دې وجه په يزيدی لښکر کښې ګډون کوونکو قبيلو هغه سرونه په خپلو کښې ووېشل او تاريخونه ليکی چې کوم سرونه کوفې ته ورسېدل د هغو شمېر اويا ؤ او ځينې ليکی چې اتۀ اتيا وو. دلته د يزيدی لښکر ستر قوماندان عمر سعد له دې کاره وروسته د امامانو د مياشتې (محرم) د يولسمې ورځې تر نيمائۍ پورې په کربلا کښې پاتے شو او په جنګ کښې يې د خپلو وژل شويو کسانو د جنازې نمونځ وکړ و هغوی يې ښخ کړل او د پاکو اهلبېتو او د هغوی د اصحابو تنې او لاشونه يې همداسې په ځمکه پرېښودل او بيا يې خپل لښکر ته د کوچ حکم ورکړ او دا قافله په داسې حال کښې د کوفې په لور روانه شوه چې پکښې د پېغمبر اکرم (ص) د کور سترمنې بيبيانې، ماشومان او د حضرت امام حسېن (ع) زوے امام زېن العابدين (ع) هم ؤ چې د خداے پاک په مصلحت سره بيمار شوے ؤ او د امام حسېن (ع) په حکم د بيبيانو او ماشومانو د څارنې، د امامت د چارو او د خداے د ګران رسول (ص) د نسل د جاری ساتلو لپاره پاتې ؤ، دغه ټولو اسيران چې په پړيو او زنځيرونو تړل شوی وو له کربلا نه د کوفې په لور روان کړې شول. بل طرف ته د عمر سعد د لښکر له تلو نه وروسته د بنی اسد قبيلې يوې ډلې خلکو چې د بنی عامر له څانګې څخه وه کربلا ته راغلل او د حضرت امام حسېن (ع) او د نورو شهيدانو بې سره تنې يې راغونډې کړې او د جنازې له نمونځ کولو نه پس يې ټول شهيدان ښخ کړل او د هغوی په مظلوميت يې ژړاګانې وکړې او . او د دغې قبيلې خلکو به بيا هر کال د امامانو په مياشت کښې په دې نيت چې دغه کسان د تندې په حال کښې شهيدان کړې شوی دی د دغو شهيدانو په قبرونو اوبۀ اچولې او حتی چې دا رواج بيا په نورو سيمو کښې هم خور شو او چې څوک به کربلا ته نه شول تلې نو د کربلا د شهيدانو په ياد کښې به يې د خپلو خپلوانو په قبرونو اوبۀ اچولې چې همدا طريقه بيا ورو ورو زمونږ پښتنو کښې هم رائج شوه او د کربلا له شهيدانو او اهلبېتو سره د مينې په وجه به يې د امامانو په مياشت کښې د خپلو خپلوانو په قبرونو باندې اوبۀ اچولې چې بيا د پښتنو په سيمو کښې د وهابيت له خورېدو نه پس دغه رسمونه او له اهلبېتو (ع) سره مينه په لږه کمه شوه.
په هر حال هلته د ابن زياد دربار لګېدلے دے او د امام حسېن (ع) سر مبارک ورته مخې ته پروت ؤ او هغۀ په چوکه باندې د سر بې حرمتی کوله چې دغه وخت په دربار کښې ناست د رسول اکرم (ص) يو اصحابی زېد بن ارقم په ژړا شو او ابن زياد ته يې وويل اے ابن زياده له دې شونډو نه چوکه اخوا کړه ما په خپلو سترګو ليدلی دی چې د خداے ګران رسول (ص) به هر وخت دا شونډې ښکلولې. ابن زياد ورته وويل: دا د خوشحالۍ موقع ده پکار دی چې خوشحال شې او ما ته په دې لوې فتحې باندې مبارکې راکړې نو ته لګيا يې ژاړې، که مرګ ته نزدې بوډا نه وې نو اوس به مې درنه سر غوڅ کړے وې، او هغه په دغه حال کښې کښېناستېدو چې په دغه حال کښې د اسيرانو قافله هم کوفې ته راورسېده په دغه ورځ بازار له خلکو ډک ؤ او ټول د دې اسيرانو چې د حکو مت په باغيانو سره معرفی شوی وو تماشې ته راټول شوی وو او دغو اسيرانو ته يې په ډېره کرکه کتل او د حکومت مامورينو هم دوی په دې خاطر د کوفې په بازار کښې ايسار کړل چې سپکاوې يې وشی خو په دغه موقع د حضرت امام علی (کرم الله وجهه) زړۀ ورې لور او د کربلا اتلې حضرت بی بی زېنب (ع) او بيا ورپسې د حضرت امام حسېن (ع) زوے او د وخت امام حضرت امام زېن العابدين (ع) د خلکو په مجمع کښې په فصاحت او بلاغت سره خطبې ورکړې او خلکو ته يې ځانونه معرفی کړل او د موقعې راويانو ويلی دی چې دوی کله خطبې ورکولې نو خلکو دا ګمان کوۀ چې ګنې حضرت علی (ک) لګيا دے او حطاب کوی د هغوی د دې وېناګانو په اورېدو سره خلکو چغې او ژړاګانې جوړې کړې او په خلکو کښې يو هېجان پېدا شو چې مامورانو کله د حالاتو خبر ابن زياد ته ورسوۀ نو هغۀ حکم ورکړ چې دغه اسيران دربار ته راولئ خو په دربار کښې هم د حضرت بی بی زېنب او حضرت امام زېن العابدين وېناؤ د دربار هغه له رعب او وحشت نه ډک ماحول ګډوډ کړ او د رسول الله (ص) ځينو اصحابانو چې د ابن زياد په دربار کښې ناست وو وژړل.ځکه ابن زياد حکم وکړ چې دا اسيران د کوفې له جومات سره نزدې په يو خالی کور کښې نظربند کړئ بيا يې حکم وکړ چې دغه سرونه په نېزو باندې د کوفې په بازارونو کښې وګرځوئ او بيا دغه سرونه د کوفې په مختلفو چوکونو او بازارونو کښې په لرګو کښې ټومبلی ولګوئ چې خلک وويريږی او د حکومت په خلاف بيا څه حرکت و نه کړی. او سپايانو همداسې وکړل. ابن زياد د شام حاکم يزيد بن معاويه ته د مبارکۍ ليک ولېږۀ او يزيد ورته په ځواب کښې له شکريه نه ډک پېغام په رالېږلو سره هغۀ ته حکم ورکړ چې د حکومت د مخالفينو په ځپلو باندې د يو لوے جشن د نمانځلو لپاره دغه اسيران او پرې شوی سرونه شام ته راولېږه. او بيا دغه سرونه او تړلی اسيران له کوفې نه شام ته روان کړې شول چې د کوفې په شان د شام بازار هم له تماش بينو نه ډک ؤ او هاغه شانې امام زېن العابدين (ع) په دغه بازار کښې خلکو ته د قران او حديث په رڼا کښې خپله پېژندګلی وکړه او په خلکو کښې يې بدلون راوست خو يزيد هم دلته زر تر زره دربار ته د د دوی د راوستو حکم ورکړ. تاريخونه ليکی چې حضرت امام زېن العابدين (ع) او حضرت زېنب (ع) سره له دې چې له نورو اسيرانو سره په زنځيرونو او زولنو کښې دربار ته راوستې شول خو په ډېر وقار او هسکه غړۍ راننوتل او يزيد ورته له پېغورونو او طنز نه ډکې خبرې وکړې چې دغه وخت امام زېن العابدين (ع) يزيد ته يوه جمله وويله او ورته يې وويل (( اے يزيده! که په داسې حال کښې مونږ د خداے ګران رسول (ص) ووينې نو څه به وائی؟)) د دې جملې په اورېدو سره په دربار کښې ناست اکثر کسان په ژړا شول. کله چې يزيد دا حال ووليد نو حکم يې وکړ چې له اسيرانو څخه زنځيرونه او زولنې پرانيزئ. دغه وخت دربار ته د امام حسېن (ع) سر مبارک رواړلے شو نو بس چې کله د بيبيانو نظر په سر مبارک پرېوتو نو کريکې او چغې اوچتې شوې. بی بی زېنب په چغو او ژړا سره وويل: (( اے زما حسېنه! ، اے د خداے د رسول (ص) محبوبه!، اے د مکې او منی بچيه! اے د محمد مصطفی (ص) بچيه!، اے د فاطمه زهرا (ع) بچيه!)) د بی بی زېنب (ع) په دې چغو او فريادونو سره په دربار کښې يو محشر جوړ شو او هر طرف ته چغې او ژړاګانې شوې. چې کله دا ژړاګانې او فريادونه لږ غلی شول نو د امام حسېن (ع) سر چې د يزيد مخې ته پروت ؤ هغۀ په دې غرض چې د خلکو په زړونو کښې د امام اهميت او فضيلت کم کړی په بېنت (ډنډې) سره د امام حسېن (ع) سر، شونډو او پوزې مبارکې سره لوبې ټوکې کولې او دا هم په تاريخ کښې راغلی دی چې دغه وخت يزيد شراب څښل او چې لږ شراب به په پياله کښې پاتې شول نو د مظلوم امام په سر مبارک به يې ورواچول او شعرونه يې له ځان سره ويل چې د يزيد بن د دغه وخت او له دغه وخت نه مخکښې ځينې شعرونه دلته نقل کوم چې د تاريخ کتابونو راړی دی وائی:
شميسة كرم برجها قعر دنهـا فـمشرقها الساقى و مغربها فمى
فان حرمت يوماً علي دين احمد فخذها على دين المسيح بن مريم
چې لنډه معنا يې دا ده وائى د ساقى په لاس كې د انګورو شراب په مشرق كي (لكه د نمر) راخيژى او زما خوله ورته دلته په مغرب كې ډوبيږی او كه شراب د محمد (ص) په دين كښې حرام دى نو د عيسى بن مريم په دين يې ونيسه .بيا يې وويل:
اقول نصحب صمت الكاس شملهم و داعى صبابات الهوى يترنم
خـذو بنصيب مـن نـعيم و لذة فكل و ان طال المدى يتصرم
په دې شعرونو کښې وائى چې هر څه دى بس همدا دنيا ده له دې نه بغير بل عالم نشته نو بس د دې دنيا له مزو چرچو نه لاس نه دى اخېستل پكار. دا هغه شعرونه دى چې د هغۀ په ديوان كښې يې ليكلی دى او ابوالفرج ابن جوزى په الرد على المتعصب العنيد پاور كی کښې وركړى دى او هغه شعرونه چې مشهور اهلسنت محدث سبط ابن جوزى په تذكره كښې او نيکۀ يې ابوالفرج هم نقل كړى دى ان تردې وائى:
فان الذى حدثت عن يوم بعثنا احاديث زور تترك القلب ساهيا
يعنې هغه كس چې له قيامته خلق ويروى يو لړ غلطې خبرې كوى چې زړۀ د ساز او اواز له نغمو نه لرې كوى. بيا وائی:
يا معشرالندمان قوموا واسمعوا صوت الاغانى
واشــــربـــوا كـاس مــــدام واتـــــركوا ذكـرالمـعانى
شفــلتـــــنى نـغمــة العيدا عـــــن صـــــــــوت الاذان
و تعـــــوضت عن الحــــور عـجـــوزا فــــى الـــــدنان
چې معنا يې داسې جوړيږى خپلو هم پياله او هم مشربو ته وائى پاڅئ او ساز او اواز ته غوږشئ او له اصلي شرابو استفاده وكړئ او دينى خرافات پريږدئ ځکه چې سازونو زۀ بېخوده كړے يم او دبانګ په اواز باندې يې بدلوم او مصالحه كوم او جنت او حورې په ډمو بدلوم.
لما بدت تلك الحمول و اشرقت تلك الشموس على ربا جيرون
نعب الغراب فقلت نح او لا تنح فلقد قضيت من النـبى ديونى
چې معنا يې داسې جوړيږي د محمد (ص) د ال كجاوې راښکاره شوې. دغه دے كارغۀ اوازونه وکړل (چې د كارغۀ اواز په عربو کې سپېرۀ او په بد فال نيول كيدو) ما وويل اے كارغۀ كه ته نعرې وهې او كه نه وهې خو ما له پيغمبر(ص) نه خپله قرضه واخېسته (اشاره دې ته چې زما خپل خپلوان يې د بدر, احد او حنين په جنګونو كښې وژلى دى نو ما هم بدله واخېسته او د هغۀ بچى مې ووژل
بيا يې وويل
ليت اشياخى ببدر شهدوا جزع الخزرج من وقع الاسل
لا هلوا و استحلو فــرحــاً ثــــم قـــــالو يا يزيذ لا تشـل
قد قتلنا الفرم من سـاداتهـم و عـــــد لناه ببدر فـاعتدل
لعــــبت هـــاشم بـالمـلك فـلا خــــبر جــــاء ولا وحــــى نزل
لست من خندف ان لم انتقم من نبى احمد ما كـان فعـــل
قـــــد اخــــــذنا من عـلى ثارنا وقتلنا الفارس الليث البطل
يعنې كاش چې زما د قبيلې هغو مشرانو او تېرو كسانو چې د بدر په جنګ کښې وژل شوى دى كتلې وې ( او د خندق په جنګ كښې په نيزه د خزرج قبيلې د څټونو وهلو سره به هغوى له خوشحالۍ نه چغې وهلې وې او ويل به يې يزيده لاس دې مات مه شه چې د هغوى مشران او اتلان دې ووژل. او دا عمل مې د بدر د جنګ په بدله كې وكړ چې اوس سر په سر شو, بنى هاشمو له باچائۍ سره لوبې وكړې, نه له اسمان نه څۀ خبر راغلے ؤ او نه څه وحى نازله شوې وه, زۀ د خپل نيكه خندف له نسله څخه نه يم كه ما د پېغمبر (ص) له بچى بچى نه بدل وانه خېست, ما له على (ک) نه د خپلې وينې بدله د هغه د ستر زوے په وژلو سره. واخېسته.
دغه وخت د يزيد بن معاويه له سپکاوی او غرور نه ډکو خبرو په اورېدو او د امام حسېن عليه السلام د سر په بې حرمتۍ سره د امام علی (ک) لور حضرت زېنب (ع) داسې خطبه وويله چې پښتو ترجمه يې په دا ډول ده:
د عالمينو د خداے ستائېنه کوم او په ګران پيغمبر(ص) او د هغۀ په آل (ع) درود ليږم د بدکارو (او ستاسو په شان ستمګرانو) په باره کښې د خداے پاک وېنا پوره شوه چې په ګناه او بدکار ککړ شول نتيجه او سرانجام يې داسې ځاې ته ورسيد چې د خپل نفس د رضامندۍ لپاره يې د خداے پاک ايتونه دروغ وبلل. هغه يې باطل وګڼل او د هغو په حقله يې بې پروايي وښوده
اے يزيده! له دې امله چې مونږ دې په سختۍ او مصيبت کښې واچولو، اسيران دې کړو او ښار په ښار دې وګرځولو ګمان دې وکړ چې داسې ډول (قسم) کارونه به زمونږ د سپکاوی سبب او ستا د عزت او توانمنۍ دليل وګرځي. دا چې سپيګمې دې الوزي او په ډېر غرور او تکبر سره اخوا دېخوا ګورې او دنيا تر خپل لاس لاندې وينې، په داسې حال کښې چې د اهلو او لائقو کسانو حق دې په ناحقه غصب کړو او په دغو سطحی او معمولی چارو پورې دې زړۀ وتاړۀ او د يو موټی نالائقو کسانو چې ستا په خواؤ شا کښې راغونډ دي احتراماتو او دا چې کارونه په خپله ګټه ګڼې خوشحال کړے يې .
آيا دا خيال کوې چې دا واقعات به ستا په ګټه وی او ستا دا ظالم حکومت به دوام ومومي؟!
ته په خپلو کارونو مۀ مغروريږه. په مزه حرکت کوه او پوه شه چې دا حالات او مهلت چې تاته او ستا خواؤ شا کسانو ته ورکړے شوے دے د دې لپاره دے چې ته او ستاچاپلوس ملګری خپل ماهيت څرګند ووينی او په خپلو سپکو او شرمناکو کارونو سره خپله رسوائی نوره هم ښکاره کړي ګمان مۀ کوه چې دا تسلط او نا جايزه استفاده چې له خپل قدرت نه دې کړې ده ستا په ګټه تمامه شي بلکې د يو ذليلوونکي عذاب منتظر وسه چې ستا په انتظار کښې به وي او په مسلمه توګه به په ابدي رسواۍ او پښيمانۍ کښې پريوزې. پس ډېر زر به حالات او احوال بدل شي.
اے د ازاد شويو زويه! يعنې د هغو( بنی اميه ؤ) پلارانو چې تر خپل وسه پورې يې د حق او اسلام له پر مختګ (ترقۍ) سره مخالفت وکړ او باالاخره د دوه مخيتوب او منافقت له مخه يې اسلام قبول کړ او د دې باوجود چې د اسلام پيغمبر(ص) ورباندې تسلط لرلو په هغوي احسان وکړ او ډېر درګذر او احترام سره يې هغوی ازاد او معاف کړل يا پدې حال سره ستا دا کار انصاف دې چې خپلو ښځو او وينځو ته دې په احترام سره د پړدو شاته ځاے ورکړې دے او مونږه دې چې د خداے د پاک رسول (ص) لوڼې يو د ګڼو خلقو تر مينځ د اسيرانو په شکل راوستو او د اخوا دېخوا خلقو تماشه دې جوړ کړو.
ايا دا ښه خبره ده چې د خداے د ګران رسول (ص) يادګار او د وحي د مرکز تربيت شوی کسان دې له دښمنانو سره ښار په ښار وګرځول. چې د کوچيانو، ښاريزو، لريو، نزديو کمينه او شريف خلقو ټولې طبقې مونږ ووينی او تماشه مو وکړی؟ ايا په دې خوشحال شوے يې چې په داسې حال کښې چې ګران ورور (امام حسېن عليه السلام ) مې او زمونږ بهادر او شجاع سړي له مونږ سره نشته چې زمونږ مدد او ملګرتيا وکړی زمونږ دې دا حال جوړ کړو؟
هو، له تاغوندې کس نه مو بې له دې نه څه هيله لرلې شوه ؟ ولې ته د هغې ښځې اولاد نه يې چې د ډېرې کينې او کمينه توب له مخې د اُحد د جنګ په شهيدانو کښې ورګډه شوه او پيغمبر اکرم(ص) د ترۀ حمزه بزرګوار (ع) بدن يې بربنډ کړو په خپلو غاښو نو سره يې د هغۀ ځيګر وخوړو ـ نو له هغه کس نه چې د بدن غوښه يې د شهيدانو له وينې نه جوړه او وده يې کړې وی او له تاسو خلقو نه چې ( زما د پلار) امام علی عليه السلام کورنۍ ته مو تل د بغض، کينې او دښمنۍ په نظر کتلی دی او د جاهليت د زمانې د انتقام په فکر کښې يئ بې له دې څه توقع او اميد لرلې شو ؟
اے يزيده! ته د دې ټولو جنايتونو مرتکب شوے او ورباندې خوشحال يې او په ډېر غرور تکبر او مستۍ سره خپل بد کرداره مشران دې چې له اسلام سره مخالفت کښې يې تر خپل اخری وسه پورې کوشش کړے دے. خپل مخاطب ګرځولی دی او په خوشحالۍ سره وائې:
((اے کاش چې پلار نيکونه مې موجود وې او د دې انتقام کتوونکی وې چې د امام علی عليه السلام له زوے نه مې واخېست او ماته يې مبارکی راکړې وې)) ، د اجملې په داسې حال کښې په ژبه راوړې چې په ډېرې بې شرمۍ سره په خپل بينت او لښتې (سټېک) سره د ډېر پاک او پاکيزه قربانی ورکونکی يعنې زما د مظلوم ورور امام حسېن عليه السلام پاکو غاښونو طرف ته د هغۀ د لوڼو، خوېندو او خپلوانو په مخ کښې اشاره کوې.
ولې به داسې نه کوې او په داسې غرور او تکبر کښې به ولې ډوب نۀ يې؟ آيا ته خبر يې چې زمونږ په زړونو دې څه رنګ زخمونه جوړ کړل؟ ايا د ګران پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه و آله وسلم له پاک نسل څخه دې په پاکو وينو تويولو ځان ککړ نکړ؟ او د عبدالمطلب له اولاد نه دې څه ځلانده ستوری ډوب نکړل؟
ته چې خپل پلار، نيکونه دې د خپلو خبرو مخاطب کړل او په هغوی احسان خرڅوې يوه ورځ به له هغوی سره يو ځاے شې او په دې کارونو چې دې وکړل او په دغو خبرو چې دې وکړې او زړونه چې دې زخمي کړل ډېر پښيمانه شې او دا ارمان به کوې چې ای کاش لاسونه او ژبه مې پرې شوې وې خو چې داسې چارې مې نه وې کړې او دغه رسواۍ مې نه وې په برخه شوې او د يو زر تېريدونکی هوس لپاره په نه تلافی کېدونکو جنايتونو نه وې ککړ شوې.
(دلته بی بی زېنب (ع) په درديدلی او له اخلاص نه په ډک زړۀ خپل پروردګار ته په توجه سره دعا کوی او فرمائی: )
اے پروردګاره! ته په خپله زمونږ حق له ظالمو دښمنانو نه واخلې او له دغې ډلې نه چې په مونږ يې ظلم وکړ او زمونږ وينه يې په ناحقه تويې کړه زمونږ بدل واخلې.
(بيا يې يزيد تا مخ وګرځوۀ او وې فرمايل )
اے يزيده! په دې خيانت سره چې دې وکړ، ګويا خپله څرمن دې څيرې کړې وی او لاسو سره دې خپله غوښه پرې کړې وی.
ډير زر به د خداے پاک له ګران پېغمبر(ص) سره ملاقات وکړې پداسې حال کښې چې د هغۀ د اولاد د وينې تويولو درون پيټي به دې په غاړه وی او د هغۀ د ډيرو پاکو يادګارونو په بې احترامۍ او سپکاوی به ککړ يې . هغه ورځ ډيره زر رارسيدونکې ده چې دا خواره واره به راغونډ شي او حق به د هغۀ حقدارانو ته ورسی. په هيڅ وجه ګمان و نکړې چې هغه کسان چې د خداے په لاره کښې يې استقامت کړے او وژل شوی دی مړۀ دی بلکې هغوی په حقيقت کښې ژوندی دی او د خداے بې پايانه نعمتونه به يې په برخه وي ،
اے يزيده! په هغې مقدمه او محاکمه کښې چې ستا او د اسلام د پېغمبر(ص) تر مېنځ به جوړيږی ، خداے پاک به زمونږ او ستا تر مېنځ فېصله وفرمائی او هغه کسان چې له تانه ګېر چاپېر دی (او د خپلو ذاتی ګټو د جلبولو او د اسلامی ټولنې د تاوان لپاره ستا د ملګرتيا دعوې کوي) ډېر زر به پوه شی چې د مسلمانانو په چارو باندې يې ستا په مسلط کولو سره څومره لوے خيانت کړے دے او ډېره زر به دا خبره څرګنده شی چې څومره به سپک، ذليل او پرېوتی کسان وی.
که څه هم دا وخت د يو مصيبت وخت دے چې داسې حالات را مېنځته شول چې زۀ له تا غوندې سره مخا مخ شم او درته خبرې وکړم خو زۀ (د دې بر خلاف چې ستا خو اؤ شاله سرنه تر پښو چاپلوس کسان له تا سره له خوشامندو نه ډکې خبرې کوی او ستا غوږونه يې له دغو چټی او بې بنيادو خبرو سره عادت کړی دی) تا ډېر بې ارزښته ګڼم او تا (د دغو کسانو) د دروغو چټي او بې وقوفانه خوشامندو په ځاے د بې اندازې غندلو او ملامتولو جوګه ګڼم خو بايد څه وکړو په اوس حال کښې زمونږ سترګې د خپلو عزيزانو په فراق کښې له اوښکو او ژړانه ډکې دی ـ او زړونه مو د هغوی په مصيبت کښې سوزيږی ـ څومره عجيبه ده چې شېطان صفته ، کمينه او له انسانيته لرې کسانو د خداے پاک تر ټولو د پاکو کسانو ډله د خپلې ناپوهۍ ، شهوت پرستۍ او جاه طلبۍ له مخې محاصره کړه او په ډېر ظلم و ستم او نامردۍ سره يې قتل کړه. دا ستاسو لاسونه دی چې زمونږ د پاکانو او شهيدانو په وينو رنګ شوی دی او دا ستاسو خولې دي چې ګويا زمونږ د هغو عزيزانو غوښې مو تيکه تيکه کړې او کړت تېرې کړي دی.
هاې افسوس! چې هغه پاکيزه بدنونه يې هماغه شان په زمکه وغورزول او راغلل او په ډېر سپکاوی سره يې، په ځاے د دې چې هغه په وينو کښې رنګ بدنونه يې دفن کړی وې په هماغه حال کښې يې پرېښودل او مونږه يې په زور را روان کړو.
اے يزيده! که زمونږ د عزيزانو قتلول او زمونږه اسيرول په خپله ګټه ګڼې نو پوه شه چې ډېر زر به يو لوے تاوان او بدله په غاړه ولرې.او په داسې حال کښې چې هيڅ ملګری او مرسته کوونکی به ونلرې پکار دی د دغه لوے جرم جواب ورکړې . مونږ به خپل خداے ته ستا د ظلم او نا انصافۍ شکايت کوو، او هغه هاغه ذات دے چې زمونږ د پناه ځاے دے او په خپلو بندګانو ظلم روا نه ګڼی.
اوس چې طاقت په لاس کښې لرې نو له لاسه چې دې څه کار کيږي وې کړه او له مونږ سره په دښمنۍ کښې چې هر اقدام کولې شې وې کړه او ( د خلقو د غافِلولو په حقله) له هيڅ مکر نه ډډه ونکړې او په مونږ باندې د ظلم او ستم او د ويرې او وحشت د جوړولو په باب کښې څومره کوشش چې کولې شې وې کړه خو په خداے مې دې قسم وی چې تۀ هغه طاقت نۀ لرې چې زمونږ فضيلت لرونکے نوم ختم کړې او د خلقو له ياد نه مو وباسې ته نه شې کولې چې زمونږ او زمونږ د هغو شهيدانو فضائل چې په صادقانه توګه يې د الله تعالی په لاره کښې او له جهالت، بې خبرۍ او ګمراهۍ نه خلقو ته د نجات ورکولو په لاره کښې جدوجهد وکړ، ختم کړې. او هيڅ کله به ؤ نه کړې شې چې له خپلې لمنې نه دا شرم او بدنامی پاکه کړې چې له مونږ سره دې داسې سلوک وکړ.
اے يزيده! ايا داسې نه ده چې ستا پلان ډېر کمزورے او بې قدر و قيمته ؤ او له څو شېبو نه زيات مهلت به ونلرې؟ ايا ستا دوران به ډېر زر ختم نه شی؟ او دا حالات به دې تيت پرت او تس نس نشی؟
هو، ډېر زر به دې دا الهی اواز تر غوږو شی چې، په ظالمانو دې هميشنے لعنت وی، او خو مونږ د خداے پاک ډېر شکر ګزار يو چې د کار ابتدا مو په نېکمرغۍ او سعادت سره شروع او کار مو د خداے پاک په لاره کښې په شهادت او قربانۍ سره تر سره کړو. له خدايه غواړو چې زمونږ په شهيدانو دې د خپل رحمت تکميل وکړی. او د هغوی په اجراو انعام کښې دې اضافه وکړی او زمونږ مرسته دې وکړي چې د هغوی ښۀ او نېک جانشينان او ځاے ناستي شو او د هغوی قربانۍ په ښه توګه نتيجې ته ورسوو. بخښونکے او مهربان خداے هاغه پاک ذات دے چې په هر حال کښې پناه ورکوونکے او ډېر ښه مل او ملګرے دے. الا لعنه الله علی قوم الظالمين
د دې وېنا نتيجه
د دغې وېنا اورېدلو او له مجلس نه بهر (يعني د يزيد دربار نه بهر) د خلقو ترمېنځ د هغې خپرېدلو سره په ذهنونو کښې يو ډول انقلاب او پښيمانی رامنځته کړه او په تېره بيا په هغو کسانو کښې يې چې تر څو لحظو مخکښې پورې يې په خپلو کړو او جرائمو فخر او غرور کوۀ، ډېر افسوس او پښيمانی پيدا کړه. په اصل کښې د پښيمانۍ ذهنی انقلاب دغه حالت د اشرافو او درباری خلقو د ښځو له هماغه ناراضګۍ نه شروع شو کومې (ښځې) چې ډېر په ناز او احترام سره نرمو بالښتونو ته ډډې اچولې په عاليشان دربار کښې د پردو شا ته ناستې وې. او دغه حطاب يې اوريدو. او په مجلس کښې د ناستو خلقو مختلفو رد عملونو او غبرګونونو چې د يو شمېر اسيرانو او بنديانو د زړۀ د قوت ، اطمينان او عظمت ژړونکې نظاره يې ليدله د يو اور بسرکی شکل اختيار کړ او بالاخره ورو ورو د هغه اور د متکبر يزيد د حکومت لمنې ته ورسېد.دغه خطاب او د دمشق په جومات کښې د امام زين العابدين(ع) يو بل خطاب د کربلا د واقعې او له هغې نه د وروستو واقعاتو د ذمه دارو عناصرو په خلاف د خلقو په ذهنونو کښې د يو اجتماعی او فکری انقلاب زمينه رامېنځته کړه لکه څنګه چې پدې خطبه کښې ورته اشاره شوې ده د حق د لارې د دغو قرباني ورکونکو نوم به هيڅ کله د بشريت د تاريخ له پاڼونه ختم نه شی او له ازادۍ او عدل او انصاف سره مينه لرونکی به يې تل عزت او احترام کوی لکه حکيم الامت علامه اقبال (رح) په يو ښکلی شعر کښې د امام حسېن (ع) عظيمه قربانی او د حضرت زېنب (ع) لخوا د دغه انقلاب پېغام خلکو ته رسونه په ښه ډول انځور کړی دی او وائی:
حديث عشق دو باب است کربلا و دمشق
يکــــی حسېن رقـــــــم کرد ديګـــــر زېنـــب
يعنې د الهی عشق او معرفت د داستان دوه بابه دی چې يو باب سيد الشهداء امام حسېن (ع) په خپلو وينو سره د کربلا په مېدان کښې وليکۀ او بل باب د هغه مظلوم امام خور بی بی زېنب سلام الله عليها په خپلو سپېڅلو وېناګانو سره د دمشق په يزيدي دربار کښې د تاريخ په پاڼو کښې ثبت کړ
خوکاش چې دا په هر دور کښې د خلقو لپاره يو عبرت شی چې ووينې چې د ظلم و ستم ، دوکې، فريب ، د خلقو غافلولو او فانی او سطحی چارو لپاره تګ و دوو کولو عاقبت په دنيا او اخرت کښې څومره خراب او له مصيبتونو نه ډک دے.
دلته يوې مهمې خبرې ته اشاره کول ضروری ګڼم او هغه دا چې هم د يزيد په وخت کښې او هم د بنی اميه د نورو جابرو واکمنانو په دور کښې او څه په وروستو دورونو کښې تر ننه پورې ځينې مذهبی کسانو چې د وخت د جابرو او ظالمو او يزيد صفتو واکمنانو تالی سټی او د اسلام د دښمنانو د لاس آلې وې او دی دا کوشش کړے دے چې له دغه ستر ظلم نه يزيد بن معاويه بچ کړی نو ځينې عقائد يې په خلکو کښې خوارۀ کړل يعنې يو دا چې خېر او شر د خداے لخوا دے او چې يزيد څه وکړل دا هر څه خداے ته منظوره وه او په دې کښې يزيدبې قصوره دے يا دا چې دا ظلم خو يزيد نه ؤ کړے د هغۀ لښکريانو کړے ؤ نو يزيد بې ګناه دے او يا دا چې يزيد چې کله خبر شو نو ډېر خفه شو او خپلو قوماندانانو ته يې وويل چې ما خو درته داسې نه وو ويلی چې سر ترې پرې کړئ ما خو ويل چې بيعت ترې واخلئ او داسې نورې ډرامې ځينو د مذهب ټېکدارانو په عامو خلکو کښې مشهورې کړې او کوی يې دې لپاره چې د هر دور يزيد صفته ظالمان واکمنان له ظلمونو نه مبرا کړی خو که د دوی دې تبليغاتو ته لږ هم فکر وشی نو حق او حقيقت څرګنديږی لکه دا خبره چې خېر او شر د خداے لخوا دے د قران مجيد او د رسول الله (ص) د حديثو په خلاف خبره ده او چرته هم په قران مجيد کښې دا شر له د خداے پاک له طرفه نه دے معرفی شوے بلکې بيا بيا فرمائی چې شر د انسان د خپلو نفسانی خواهشاتو او د شېطانانو چې په جناتو کښې هم شته او انسانانو کښې هم شته د وسوسو له خوا دے لکه د قران مجيد په اخېری سورت کښې دا خبره په واضحه توګه بيان شوې ده چې شر د چا لخوا دے؟ او خداے پاک ته په قران مجيد کښې د خېر نسبت ورکړے شوے دے لکه چې فرمائی بِيَدِكَ الْخَيْرُ نه چې شر او حتی چې د يزيد او يزيد صفته واکمنانو د بچ کولو لپاره درباری ملايانو په خداے پاک پورې د شر خبره تړل په عوامو کښې د عقيدې په توګ مشهور کړل هسې هم که يو انسان فکر وکړی نو دا خبره بې دليله ده که داسې وې نو بيا به شر کوونکو ته هډو چا سزا نه ورکوله نه به په دې دنيا عدالتونو کښې او په هغې دنيا کښې خو شريرو خلقو ته سزا ورکول د دې خبرې ثبوت دے چې دغه شر هغه کش خپله کړے دے نه چې د خداے پاک لخوا ؤ
همدا رنګ د ځينو دا پروپېګنډه چې دا کار خو د يزيد لښکريانو وکړ نو هغوی ذمه وار شول يزيد خو په خپل لاس نه دے کړے. خو زما په خيال چې دا خبره هم د مخکښې خبرې په شان ډېره کمزورې ده ځکه چې حکم خو د يزيد ؤ کنه که څه هم د هغۀ د لښکريانو په لاس تر سره شو لکه په اوس زمانه کښې که د امريکې، اسرائيلو يا نورو ظالمو واکمنانو فوځيان که په يوې سيمه کښې ظلمونه او جنايتونه کوی نو مونږ ويلې شو چې هغه واکمنان له دغو جنايتونو نه مبرا دی؟
همدا رنګ د دغو درباری ملايانو دا خبره چې يزيد ډېر خفه شو چې ما خو تاسو ته دا نه وو ويلی چې سر يې پرې کړئ. نو که داسې وې نو په تاريخ کښې چرته راغلی دی چې يزيد ابن زياد، عمرسعد او شمر غوندې کسانو ته سزاګانې ورکړې بلکې تاريخ خو ليکی چې هغوی ته يې نورې ترقۍ ورکړې او تر ټولو غټ ثبوت خو په دربار کښې د امام حسېن (ع) له سر مبارک سره د هغۀ چلند او شعرونه او بيا له هر څه زيات د بی بی زېنب (ع) وېنا ده چې د يزيد څېره په ډاګه کوی
په هر حال په هر دور کښې حق پرست خلک هم وی او حق پرستو شخصيتونو تل د داسې ډول کسانو خبرې رد کړی او هغوی ته يې سکوټ جواب ورکړے دے لکه په يو دور کښې په پښتنو کښې د مغلو يزيد صفته باچايانو يو لاس پوسی ملا اخوندروېزه په پښتنو کښې د يزيد بن معاويه وکالت کوۀ او په هغۀ باندې د لعنت ويلو مخالفت به يې کوۀ چې بيا وروسته د پښتنو ستر سردار او د تورې او قلم خاوند خوشحال خان بابا (رح) له پښتنو څخه د اخون دروېزه د دې غلط او يزيدی فکر د ختمولو لپاره هرې تپې ته لاړ او پښتانۀ يې د يزيد له ظلم او بربريت او د خداے د ګران رسول (ص) د پاکو اهلبېتو (ع) له فضيلت، عظمت او مظلوميت څخه خبر کړل او په دې لاره کښې يې له بې لارې ملايانو سره ډېرې مناظرې هم وکړې او هغوی ته يې د قران مجيد او احاديثو په دلائلو سره هر څه ثابت کړل او په جار به يې حتی په شعر کښې هم ويل:
د امــــــت يــــــــې بــــــــرګـــــــــزين دی اثنــــــــا عشـــــر
پــه بـــــزرګــــــۍ کښې د همــــــه جهــــان مخـــــدوم دی
پــــــه يزيـــــد بـــــاندې لـــعنت شـــــه پـــــه اعـــــوان يې
چــــــې پــــــــــه تېغ يـــــــې د نبــــی نمسی مظـــــلوم دی
د خـــــــوشحال خټک دې حشر لــــــه هـــــغـــــو شـــــی
چـــې دوستدار د پنجتن پاک چهارده معصوم دی
او حمزه بابا (رح) هم وائی :
يـــزيده اوس به د راحت دروېزه ګر يې مـــــدام
ډېرو ســـــاداتـــو ستا له ظلمه در پـــــه در وژړل
د سکينې د تنــــدې اور پــــاتے شو بـــــل هغسې
مشک د عباس په هزار سترګو په در در اوژړل
او دا سلسله په پښتنو کښې دغسې روانه ده د پښتو په شاعرانو او اديبانو کښې چې اکثر د يوې ټولنې حق پرست خلق وی به داسې چرته خال خال کس وی چې د امام حسېن (ع) وصف او د يزيد بد يې نه وی بيان کړی او څه موده مخکښې خو په هغه سوات کښې چې په يوه زمانه کښې د اخون دروېزه غوندې يزيدی فکر مرکز ؤ يوه لويه طرحی مشاعره وشو چې طرح يې وه:
يزيد د تشدد سنګر حسېن د امن کور دے
نن د نړۍ په ګوټ ګوټ کښې خلک د بېدارۍ او حق او حقيقت ته د راګرځېدو په حال کښې دی او هر سړے د يوې خبرې دليل او ثبوت غواړی او په زبانی قيصو او پروپېګنډو باندې يقين نه کوی.نو د هغې ورځې په هيله چې د اسلام سپېڅلې دين په خپل اصل حالت کښې په ټوله نړۍ وځليږی او باطل په هر شکل کښې له نړۍ نه ختم شی.
د مهربان او بخښونکی خداے په نامه د بی بی زېنب (ع) وېنا (د يزيد په دربار کښې) د کربلا له غمېزې نه پس نورو غمېزو ته يوه ځغلنده کتنه
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode