دبقري سوره
وَمِنَ الْنّاسِ مَنْ يقُولُ امَنّابِاللهِ وَبِالْيوْمِ الا خِرِ وَمَاهُمْ بِمُؤْ مِنِينَ( ۸ ) يخدِعُوْنَ الله وَالّذِينَ امَنُوْا وَمَايخْدَعُونَ اِلااَنْفُسَهُمْ وَمَايشْعُرُوْنَ( ۹ ) فِیْ قُلُوبِهِمْ مَرضٌ فَزَادَهُمُ اللهُ مَرَضًاوَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِيمٌ بِمَاکَانُوْايکْذِبُوْنَ( ۱۰ ) وَاِذَاقِيلَ لَهُمْ لاتُفْسِدُوافِی الاَرْضِ قَالُوْااِنّمَانَحْنُ مُصْلِحُوْنَ( ۱۱ ) الآ اِنّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُوْنَ وَلکِنْ لاّ يشْعُرُوْنَ( ۱۲ )
ژباړه : اوځنی له خلکوهغه څوک دی چی وايي مونږايمان راوړی په الله اوپه ورځ دقيامت حال داچی دوۍ مؤمنان نه دي ( ۸ ) دوۍ ټګی کوي(په خپل ګمان ) دالله تعالی سره اوله هغه کسانوسره چی ايمان يي راوړی حال داچی دوی ټګی نه شی کولای مګر دخپلوځانونوسره ټګی کوی اودوۍ شعور نه لری ( ۹ ) ددوۍ په زړونوکی ( دنفاق اوشک مرض دی )زيات کړالله ددوۍ مرض او(مقرر)دی دوۍ ته عذاب ډير دردناک په سبب ددرواغو ويلوددوۍ (په اظهار دايمان سره )( ۱۰ ) اوکله چی دی منافقانو ته ته وويل شی په مځکه کی فساد مه کوۍ دوۍ وايي موږ اصلاح کوونکي يو( ۱۱ ) خبر اوسۍ همدوۍ فساد کونکي دي مګردوۍ (په خپل فساد)پوه نه دي.( ۱۲ )
لنډ تفسير : په پورته اياتونو کی الله تعالی دمنافقينو ذکر کوي چی په خوله باندی وايي موږ ايمان راوړی حال داچي ددوۍ دعوه په دروغو ولاړه او دروغ دی
ښکاره خبره ده چی دوی الله تعالی تير ايستلې نه شی مګر نبی کريم صلی الله عليه وسلم دمسلمانانو تيرايستل دالله تعالی سره دوکه وګڼله (قرطبی ) دوی نه نبی کريم صلی الله عليه وسلم اونه مسلمانانو ته دوکه ورکولای شی بلکي ددی تيرايستنې عذاب به دنيا اواخرت کی همدوۍ ته ورکول کيږی .
لسم ايت کريمه کی وفرمايل چی ددوۍ په زړونوکی مرض دی الله تعالی ددوی مرض زيات کړ .دقرآن په اصطلاح کی هغه کيفيت ته هم مړينه وايي چی دانسانی نفس کمال کی کمښت راولی دانسانی اعمالو څخه يي بې برخې اوپه پای کی ورته روحانی مرګ راشی . (معارف القرآن )
پورته ايات کريمه کی يي دمنافقينو په زړه کی موجود کفرمرض سره مشابه کړ چی هم روحانی اوهم جسمانی مرض دی روحانی مرض خو ښکاره دی چی دخپل رب او معبود ناشکری اونا فرمانی کوی بل ددنياوی اغراضو لپاره په زړه کی دننه خبره نه څرګندول هم لوی روحانی مرض دی .اوجسمانی مرض هم دی ځکه هروخت منافق پدی فکرکی وی چی منافقت يي څرکند نه شي شپه اوورځ په همدی فکرکی اوسيدل ورته ذهنی تکليفونه پيداکړی .
يولسم ايات کريمه کی دمنافقينو هغه تروتنه يادوې کوی چی فساد ته اصلاح اوځان ته مصلح وايي قرآن کريم څرګنده کړه چی يوازی دخولی په خبرو څوک نه مصلح کيږی ځکه غله اولاره شکونکی هم ځان ته مفسد نه وايي خو مدار ی په هغه کار دی چی کوی يي که داصلاح عمل وی کونکی مصلح اوکه عمل يي دفسادوی نوکونکی يي مفسد دی
دبقري سوره
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode