عبدالهادي حيران
١٨ـ٠١ـ٢٠٠٦
هغه د پښتنو د يؤ قام پرست سياسي ګوند صوبائي مشر ؤ. لۀ هغۀ څخه زما پوښتنه دا وه چې: "تاسې پښتو ژبې ته په کوم نظر ګورئ؟".
د هغۀ ځواب ؤ:"پښتو نۀ يواځې زمونږ ژبه بلکې تاريخ، کلتور اؤ نظريه هم ده".
د هغۀ د دې ځواب سره زما سترګې نېغې په مخامخ دېوال لګيدلي د هغۀ د کارخانې د لوي بورډ په لور لاړې چې په اردو ژبه کښې ليکل شوے ؤ. ورته مې وويل: "دغه بورډ بيا تاسو ولې په اردو ژبه ليکلے دے؟".
هغۀ لږ وخندل اؤ بيا ئې وويل: "دغه خو کاروباري ضرورتونه دي".
سمدستي مې هغه کتابچه له جېبه راوويسته چې د هغوئ د ګوند لارښود اصول پکښې ليکل شوي وو اؤ هغه هم په اردو ژبه وه. ورته ومې ويل: "نو دا کتابچه مو ولې په پښتو نۀ ده ليکلې؟".
يؤ ځل ئې بيا په داسې انداز وخندل لکه دا پوښتنه چې مې د مخکينۍ پوښتنې نه هم زياته ماشومانه وي، اؤ وې ويل: "دا نو بيا سياسي ضرورتونه دي".
مونږ بيا نورې خبرې هم وکړې خو زما د هرې پوښتنې د ځواب لپاره د هغۀ سره يؤ نه يؤ "ضرورت" ؤ. د مطبوعاتو نه ئې دا ګيله کوله چې بيانونه ئې سم نۀ چاپ کوي. ما ورته وويل: "نو تاسو خپل يؤ اخبار ولې نۀ چاپ کوئ؟". د هغۀ د "ضرورت والا" ځواب دا ؤ چې: "اخبار ته د حکومتي اشتهاراتو ضرورت وي اؤ مونږ د حکومت مخالف يُو نو څنګه به اشتهارات راکوي!".
ما ورته وويل: "دا بې شمېره اخبارونه ټول په حکومتي اشتهاراتو چاپ کېږي؟" د هغۀ سره په ځواب کښې بيا هم بلها "ضرورتونه" وو.
خو اوس هم ما سره دا يوه پوښتنه داسې ده چې ځواب ئې زمونږ د قام پرستو سياسي ګوندونو لپاره د ناممکناتو څخه دے. پوښتنه دا ده چې "د سياسي، مذهبي، اقتصادي اؤ تعليمي ضرورتونو نه بغېر زمونږ ژبه زمونږ تاريخ، کلتور اؤ نظريه څنګه کېدلے شي؟". کۀ زمونږ دغه سياسي قام پرست ګوندونه د پښتانۀ د قام پرستۍ سياست کوي نو پښتانۀ خو په پښتو پښتانۀ دي. د قام بنسټ خو په ژبه دے!!!. کۀ ژبه د دوئ ضرورت نۀ وي، يا خپله ژبه د دې جوګه کولے نۀ شي چې د دوئ ضرورتونه پوره کړي نو قام پرستۍ ته ضرورت څۀ دے؟؟؟. يعنې سپينه خبره دا ده چې کۀ د دوئ ژبې ته ضرورت نشته نو قام ته د دوئ د قام پرستۍ ضرورت نشته.
څومره د تاسف مقام دے چې د پښتو اؤ پښتنو په نوم سياست کوونکي ګوندونه د خپل اواز، خپلو پاليسيو اؤ خپلو فعاليتونو لپاره نۀ خو خپل پښتو مطبوعات لري اؤ نۀ د ازادو پښتو مطبوعاتو سرپرستي کوي. يواځې عوامي نېشنل پارټي دومره کلونه پس په دې وتوانېدله چې د باچا خان "پښتون" له خوبه راپاڅوي خو دا پاڅون به ئې تر څومره وخته پورې وي؟ هيڅ معلومه نۀ ده. خداى دې وکړي چې "پښتون" د تل لپاره د نويو سياسي اؤ کلتوري بدلونونو سره خپل فعاليت ته دوام ورکړي خو يواځې په دې نۀ کېږي. په افغانستان اؤ پاکستان دواړو هېوادونو کښې پښتو ژبه سياسي سرپرستۍ ته ضرورت لري اؤ په داسې وخت کښې چې ګرده نړۍ کښې د قامونو ترمنځ نشرياتي اؤ مطبوعاتي سيالي روانه ده، نۀ يواځې دا چې پښتو ژبې ته په دې ډګر کښې د پراخه سرپرستۍ اؤ پرېمانه کار ضرورت دے بلکې د پښتو اؤ پښتنو په نوم ژوندي سياسي اؤ قام پرست ګوندونه هم لدې لارې ډېر څۀ ترلاسه کولے شي ولې کشکې چې دا شعور خو څوک ولري!!!.
د نړۍ په هر ګوټ کښې چې پښتانۀ اوسېږي اؤ د قام پرستۍ دعوه لري، يا ئې ژوند د قام پرستۍ د سياست برخه وي نو هغوئ له پکار دي چې نورې ټولې مسئلې د لږ وخت لپاره يؤ طرفته کړي اؤ په دې مسئله کار وکړي چې مونږ له خپله ژبه ګټل دي. چې کله مونږ خپله ژبه وګټله نو پوه شئ چې ډېر څۀ مو ترلاسه کړل. د ژبې د ګټلو نه وروسته د کولو لپاره ډېر څۀ شته. خو کۀ ژبه مو بائيلله نو نور هيڅ هم نشته.
پښتو ژبه اؤ د قام پرستۍ سياست
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode