ليکوال: حبیب الله جاج پښتون زوی
هنر دټولنیز ژوند اوانسانې تجربو دبیان اوتفسیر اغیزه ناکه وسیله ده چې هیڅکله له ژوندڅخه نه شي بیلدلی داجتماعی شعور یوه غوره برخه ده او محض دهنر لپاره نه بلکې دژوند اصلاح لپاره دي .
دویلیم موریس په عقیده هنر د غږونو ، کلمو ، رنګونو ، شکلونو حرکاتو یا نورو عناصرو وداسی شعوري تولید او منطقي ترتیب ته وایي چې دانسان دښکلاا پر احساس مثبته (مطلوبه)اغیزه وکړي .
دنامتو انګریز هنری ناقد ، ټو لنپوه او دبشر دوستۍ پلوي جان رسکین په نظر هنر، په تیره بیا معماري او نقاشي دملی ژوند مذهب اخلااقو اوټولنیز و دودونو بیان او څیره ده دی زیاتوي : هنر دطبعیت محض تقلید نه دي ، بلکه له خامو او تیتو پرکو طبعي موادو څخه دشعو ري تولید او منطقي ترتیب له مخې دیوې داسې مفکوري نظم او ښکلا تخلیق دی چې هم نوموړی مفکوره اوهم یې دافادې طرز دانسان دښکلا احساس راوپاروي . یعنی هنر دیوې هنري پارچې دشکل او محتوی ، قالب اوروح وسیلې او بیغام مجموعي تجدداو فوق العادګي ده .
دطبعي موادو ساده انتخاب او سرسري سمون هم هنر نه دي، بلکی په هنر کې دداسی ریښتنی او سوچه ابتکار او هستونې مفکوره پرته ده چې هم دانسان دښکلا احساس راپاروی او هم له طبیعت ، واقعی ژوند او انسانی تجربو سره جوخت اړیکي ولري ،او په هغه کې خام مواد دیوې بشپړي مفکوری دانځور دپاره کارول شوی وي هنرمند باید مجرب وی اودخپلو تجربو په زور له طبیعت یا یو ی طبیعي منظری څخه په شعوري توګه څانګړی حالت(ټکي ) انتخاب کړی ،او دخپل ادراک ، شعور اوهاند په قوت دشیانو زړه ته ورننوزی اودهغوی داخلی رمزونه او اسرار څرګند کړي . دجان رسکین په نظر تخیل دهنری نابغه دپاره دهنری نبوغ منبع ده .
هنر اویاهم هنری پارچه هیڅ وخت نه تصادفي وي ، اونه یو ه له بلی څخه دبیلو او آزادو پیښومجموعه ده ، بلکی دیو لړ سره تړلیو پیښو ارګانیزم (سیستم ) دی چې دیوې سلسلي سره مربوطو شرایطو اومقدماتي علتونو نتیجه اومحصول یې بللی شو.
ځکه نو دهیڅ یو هنری اثر ،یا حرکت سیستما تیکه تاریخي اوعلمی څیړنه دمربوطو محیطی ، اجتماعې ،تاریخي او اقتصادی شرایطو له په نطر کې نیولو څخه پرته ممکنه نه ده .
دیوی هنری پارچې هم وسیله هم روح او پیغام باید په یو ټاکلی کلتور کې دننه له ورځنیو انساني تجربو او اجتماعي پیښو سره ټینګه رابطه ولري ، بایددنوموړی کلتوردانسانانو دژوند ښکارندویه او دورځنیو حوادثو موثر تفسیر وی ځکه که له انساني ژوند ،تجربو او عقایدوسره اړیکی ونلري ، نو بی مفهمومه ،بی خونده مبهمه او بی ارزښته ده .
دا یو څرګند حقیقت دي چې دیو کلتو ر هنری پارچه په بل کلتو ر کې چندان معنی داره اوراښکونکې نه وي ددی علت دا دی چې هنر داجتماعی شعور دانعکاس یوه غوره وسیله ده اوشعور هم دانسان په ذهن کې دده دفزیکي او مادي ماحول او ټولنیز اتموسفیر فعال انعکاس دي نوڅه رنګه چې مو ږته دپردۍ هنر ی پارچی هنرمند ، دهغه فزیکی اومادی ماحول ، دده ټولنیز اتمو سفییر دده شعور ،کلتور نورمونه اواجتماعی ارزښتونه بیګانه وي اوهم یې په ژوند اوتجربو خبر نه یو نوځکه یې هنری پارچه هم موږته دیو چستان مثال لري اوښه نه ورباندې پوهیږو . همداسبب دي چې په ښکلااو ماهیت باندې یې دالهام پرده غوړیدلې وي هنر ی ایجاد ونه تل د هنرمند دکلتوري نورمونو اوټولنیزو ارزشتونو او په مجمو ع کې اجتماعی فکټور ونو تر کنترول اواغیزې لاندې وي نو دهر ی هنر ی پرچې تر ارزیابی او دهغی په ماهیت باندې تر پوهیدلو دمخه ،لومړی په همدغو پورتنیو شیانو باندې پوهیدل حتمي دي .
که موږ دکلتور له دریو تعر یفونو څخه مستند یا اسنادی تعر یف په نظر کې ونیسو ، نو ویلی شو چې : کلتو ر دهغو روشنفکرانه ، تخیلي اوابتکاري اسنادو او اثارو مجموعه ده چې په هغیو کې بشري افکار اوتجربي په مفصله توګه اوپه بیلابیلو بڼو ثبت شوې وي .له همدی امله نو هنر د بشری افکارو او انساني تجربو داظهار وسیله ده په همدی وسیله کې معنوي
ارزښتونه پراته وي ، او همدغه معنوی اوارزښتونه انسانی استعداد ته وده او پراختیا ورکوي ، او په دی یې قادروی چې خپل ژوند غنی کړي خپله ټولنه منظمه کړی او پر خپل چاپیریال مسلط وي .
دنړۍ په زیاترو کلتوري ډلو کې لیدل کېږي چې دهنر ځینې مهم فورمونه تر یوې عمومی
عنعنې لاندې منظم او مرتب شوی اودټولنیز انتقادپه محکمه کې یې تر براعت اخیستلو وروسته عام مقبولیت موندلی اودیوې ګډی عمومی شعوري ودې کرښه یې ټاکلی ده اودا په ډاګه ترې څرګندیږي چې دهنری فورمونو دغه ترکیب او تنظیم دمعناوو او ارزښتونو هغه سوچه ارګانیزم دی چې په وزځنیو بشری تجربو کې له واقعي عناصرو سره مطابقت لري ،اود هنر مندانو غوښتني دي دهمدی هنری فورمونو په واسطه ټولنيٍ ته ځینی نورمونه اوارزښتونه بیان او افاده کړي .
هره هنری پارچه چې داجتماعي ،کلتوری قرینی له چوکاټ بهروی ، هیڅ ارزښت نلری اوخوشیی په خلاکې ځړیږي همدغه وخت موږ وایو چې نوموړې هنری پارچه هسې خوشې دهنردپاره ده نه دژوند لپاره . داځکه چې دیوې ټولنې دهنر مندانو او ادبیاتو له هنری او ادبي آثارو څخه چې باید دهغې ټولني کلتوری کارونه ،اجتماعی کرکټر،دفعالیتونو او ارزښتونو عمومی نمونی او تر یوې اندازي پوری داحساس جوړښت څرګند شي چې تل یې موږ په کې لټوو هغه واقعي ټولنیز ژوند دی چې ټول اجتماعی سازمان یې په خپلو هنری او ادبي انځور ونو کې ځلوي . دیوې ټولنی دهنر په مطالعه کې هم لوی منظور همدغه دی چې سړی دهغې ټولنی هنری شهکار نو له مجموعي څخه په ټاکلی وخت او ځای کې دهغې ټولنی دتفکر طرز ، ایډیا لوژي او عمومی ژوند راوباسی داځکه چې دهنر موضوع اومضمون دخپلو هنری آثارو په ژبه بیانوي .
بشری تجربه او عمل هم یعنی ژوند . دهنرموضوع ژوند دي ، دژوند له ناسمو اړخونو څخه پرده پورته کول دی، اودهنرمند هدف دهغو اړخونو سمولو ته دخلکو راپارول دی . دموسیقي ستر استاد سر ریجاردواګنر به په دی باب ویل که مو ژوند لرلای ، هنر ته به ضرورت نه و هنر په مختلفو تاریخی زمانو اودورو کې دمختلفو طبقاتو له خوا په بیلابیلو ډولونو تعریف شوی دی هری طبقی دخپلو ګټو ، خپلی فکری او شعوري سطحی دخپل ژوند دفلسفی او اقتصادی سیاست له مخې تعر یف کړي تولید کړی او خوند یې تری اخیستی دي .
دسقراط او افلاطون له زمانې راهیسی بیا تر نن ورځی پوری دهنر او ښکلا په مسله باندې مناظره اومناقشه روانه ده او تل داسی پوښتنې طرح شوې ديٍ : هنر څه شی دي ؟ آیا ښکلا عینی اوواقعی ده ؟د ښکلا او نورو ارزښتونو ترمنځ رابطه څه ده ؟ له صحیح او ښه په باره کې دقضاوت معیار څه شی دی ؟ فلاسفه وو ددی پو ښتنو په ځوانولوکې زیاتره تحلیلی میتود انتخاب کړی و یعنی په تحلیل کې به له کل نه هر جز اوفرعی ته تلل دنظریاتو څرګندولو او تحلیل په نتیجه کې یې دا لاندې اوه استیتک کټګورۍ رامنځ ته کړې دي .
ډیر یا آرماني ښکلي ، لطیف ، ارزښتناک ، برم لرونکې ، غمګین ، خندانی ، او بې ډوله
دهنری کلام په باب دافلاطون نطر داو چې شعر یې دشاعر خپل کلا م نه باله ،بلکه ویل به یې چې شعر شاعرته دهنر الهام بښونکو آلهو له جملي څخه دټاکلی آلهی له خوا الهام کیږي اودی یی فقط منعکسوی څه چې شاعر وایي ددی دفکر اوشعور محصول نه دی نو ځکه باید شاعر لیو نی او وجدی وبلل شی .
دهند الهام بخښوونکي آلهی هم دزیوس ربالنوع اود حافظی دآلهی «نیموسانی »هغه نهه لورانی ونی چې ادبیات ، هنر او ساینس یې اداره کاوه ، مثلا کلیوپی ، دحماسی شاعرۍ آلهه کلییو دتاریخ آلهه ـ ایراتو ،دعشقی شاعری آلهه ـ ایو ترپی ، په عمومی توګه دغنایي شاعری ، ملپومینی دتراژیدی ، پالی هیمنیا ،دمقدسی شاعری ، ترپسیکور ،دکورسي بدلواو نڅا تالیه دکومیډی او یورانیه داسترانومی ( نجوم ) آلهه وه . دوی په خپلو ساحوکې د رشتې خاوند ته الهام کاوه .
افلاطون شاعر تقلیدونکي باله او په دی تقلید کې خوند یې نا خالص اونیمګړی خوند باله .
مګر ده دا نظر عموما دهغو شاعرانو په باب څرګند کړ چې شعر به یې میتافزیکي جنبه نلرله او په عینی مادی شواهدو به بناو . دده په نظر عینې مادی شیان دهغو وناقعیتونو یا حقایقو سیوری یا تقلید و چې له انسانی تجربی اونظر نه لوړ په ما بعدا لطبیعه جهان کې دی .
په دی حساب نو دشاعر شعر نه یوازی تقلید ، بلکه د تقلید و کله چې له افلاطون څخه دټاکلی آلهی له خوا شاعر ته دشعر دالهام اوددی الهام دپیاوړی تاثیر په باب پوښتنه وشوه چې یعنې دداسی شاعر شعر ولی پر موږ باندې اغیزه کوی؟ ده د کیفیت دڅیړنی دپاره یو مثال راوړو .دی وایي : که موږ یوه ستن «دهراکلیا ډبری » (مقناطیس ) ته ورنژدی کړو مقناطیس دوه کاره ورسره کوی یودا چې ستن کلکه نیسی ،اوبل داچې نوموړی ستنی ته دبلی ستنی دنیولو قوه ورکوي .
نو آلهه دمقناطیس مثال لری دنیولو قوه دالهام ،شاعر دلومړی ستنی اودشاعر دشعر اورندونکی ددوهمی ستنی مثال لري . شاعرته چې الهام وشی نو دآلهی تراغیزي لاندې یافنافی الاآلهه شي او چې شعر نواوریدونکی دشاعر په شعر الهام کې محوه شي .
ځکه دشاعر شعر برموږ تاثیر کوي .
په لویدیځ جهان کې دهنر فلسفه په څلورمه قبل المیلادی پیړۍ کې هغه وخت پیل شوه چې په ټولنه کې دوباره دشاعر دریځ وټاکل شو له سقراط اوسوفسطایانو پخوا ،شاعران دمفکرینو .ښوونکو او زړه وړونکو قولاانو په توګه منل کیدل . داهمدغه شاعران وچې د شعر موضوع اومضمون به یې عینې مادی شیان و خوکله چې دافلاطون دوران راغی دشاعر نواو نورو مقلدانو دازمویلو او ددوی داشعارو د ارزیابی دپاره یې یو دوه اړخه معیار وټاکه : دامعیار له عقل نه کار اخیستل اودکټی تولید و دده په نظر شاعر باند په شعر کې له عقل اواستدلال څخه کار واخلي او کلام یې ټولني ته عملی ګټه ولری ده د خپل اثر جمهوریت په لسم فصل کې دخپل وخت دشاعرانو نالایقی او بی کفایتی بیان کړی ده او وایی چې اشعار یې پورتنی دوه خصوصیات نلري اوشاعران بی ګټی او بی مسولیته دی دظاهري شیانو له بیانولو اودناپاکې خوشحالۍ له ښودلو پر ته بله وظیفه نلري . افلاطون په اپالو جی کې دشاعر ی منشا محض شوق او ذوق وبلله اودلیونتوب په نظر یې ورته وکتل هنرمندان دده په نظر هسی خوشی مسخره پیښي کوونکې اوزړه وړونکې کوډګران دي . نو څکه یې په خپل خیالی جمهوریت کې نه پریږدي دده دوخت ټولنی په مبالغه امیز ډول شاعران دهو ښیار انو او عاقلانو په توګه نمانځل .
د ذهنیت اودفکر طرز افلاطون دشاعرانو شړلو او ټیل وهلو ته مجبور کړ . خوسره له دی هم افلاطون منظم هنر او سوچه خوند منی .دی په خپل وروستني اثر (قوانین )کې دمقبول اومنلی هنر دمعیار ساحه ارتوی اوضروري یې بولی . دافلاطون په نظر یاتو کې دښکلا مفکوره دهنر تر مفکوري لوړه او ممتازه ده دده په نظر ښکلا ښه والی دی چې دریښتیا اوحقیقت مانا لری دده همدغه مرکب ایدیال و چې ځینی په ځان مین اشخاص یې دمطلق العنانی فکر ته تشویق کړل .دا ټکی افلااطون په خپل بل اثر ( سمپوزیم ) کې په دقت سره څیړلی دي .
دارسطو په نظر هنر هغه مطلق ارګانیزم دی چې نه څه پری ورزیاتیدای شي او نه څه کمیدای شي یعنی له ځانه پوره دي اوکه پری ورزیات ، یاتری کم شی نوماهیت ته یې زیان رسیږي . دی زیاتوی : دهنر خوشحالوونکې مفاهیم اواثرونه مخنلف اوله عقل اوفکر سره هماهنګ دی دموسیقی په باب وایي دهنری پارچې په توګه دموسیقي یومطلب دادی چې موږ ته معقوله خوشحالی راوبخښی اوخوند تری واخلو .
ارسطو هم شاعران اوهنرمندان تقلیدکوونکي وبلل ، خو دتقلید اصطلاح یې دا فلاطون تعبیر په خلاف تعبیراو تفسیر کړه . دی وایي : شاعران مقلد بللی شو ، خو داتقلید دبشری ژوند تر شا د ضروري اوباوري شیانوتقلیددی اودکرکتر او سلوک دټکی په ټکی تفصیل تقلید نه دی چې دا دمورخانو وظیفه هم ده دارسطو په نظر تراژیدی دهنر ډیر لوړ فورم او جامع افراد او مانع اغیار ،رغښت اوترکیب دی .
دی د سوفوکلس ادیپوس پاچا ددی فورم او شاعری سترمثال بولی اووایي چې شپږګوني برخی ( پلاټ ، کرکټر ، فکر ژبه یادالفاظومناسب انتخاب ، موسیقي ، او بصری مواد ) یې ټول پوره اوپر ځای دی دی زریاتوی یوه ښه مرتبه تراژیدی هغه هنری کاردی چې په هغې کې دټولو وړ ډارونکو پیښو دمنطیقي تمثیل په وجه دنندارچیانو احساسات راوپارولی شي .
ارسطوهنر دښکلا تخلیق اوهنری تخلیق دښکلا نمونه بولي اودده په نظر دښکلادرې مشخصی برخي لکه اجزات ، تناسب ، اوصراحت دي .
په نوی پلاتوتیزم کې دهنر په باب مختلفي نظریی موجودی دی په خپله ډاکتر پلاتینوس ، د ویرجل اوهورسس نژدی ملګري او دنوې پلاتونیزم دفلسفې حرکت موسس وایي .
یوه هنری پارچه هغه ده چې ښکلي وی اوښکلاهم هغه ده چې ستومانه اوخواشینې بشري روح تازه کوي یعنی نوې پلاتونیزم هنر دبشری روح دخوشحالی اوتازګي وسیله بولي . که څه هم دنوې پلاتونیزم موسس اصلا دپلاتینوس استاد (امونیوس سچاس )و چې ددریمی میلادی پیړۍ په سرکې یې په سکندریه کې تدریس کاوه خوهیڅ اثریې ونه لیکه ، نو ځکه دده ځیرک شاګرد پلاتینوسس دخپل اثر نهه زینی دلیکو په وجه ددی حرکت دتاسیس افتخار حاصل کړ.
سنټ توماس اکو نیاس (۱۲۲۵-۱۲۷۴ ) میلادی دهنر په باب وایی :
هنر دښکلا مظهر دی اوښکلا هغه ده چې سړی یې په لیدو خوشحالیږي دی زیاتوی هنرمند یوکاریګر دی چې دهنری پارچې په تخلیق کې دهنری قانون تابع وي اودهنری پارچې فوق العاده ګي اومعجزه دهنرمند په نبوغ کې نه ده بلکه په خپله په هنری پارچه کې ده .
تر اتلسمې پیړۍ پوری دهنر اوښکلا پوهني په ساحه کې کومی د پاملرنې وړنوې تیوري منځ ته رانغلي فقط په پخوانیو تیوریو راڅرخیدل په ۱۷۲۵ کې دایټالیی دناپل دښار اوسیدونکی ګیام باتستاویکو دنوی يوهنه تر عنوان لاندې یواثر خپور کړ مولف په دی کتاب کې دانظریه اعلام کړه چې : تصور اوتخیل ځانګړی اومستقله وظیفه ده د لرغونی انسان تصویری ژبه ده شاعري هغه هنر دی چې دیوولس ذهنیت څرګند وی اوهغه هم دتاریخ په لومړبۍ مرحله کې نوهنر به مجموعی ډول دیوې ټولنی،ذهنیت دی څه چې دوی درک کړي وی هغه پکې منعکسوي .
رمانتیک شاعران او مطلق ایډیالستان مثلا ( شیلینګ اوهیګل ) هم په ژوند او واقعیت کې دهنر مخصوصا شعر په ممتاز توب متفق و خو په میتود کې یې فرق سره درلود .
شیلنګ جهان دخدای شعر هنر بولی . مګر دهیګل په نظر هنر دمطلق روح په باب داحساس څرګندونه ده دآلمانی فیلسوف آرتر شو پیهاور په نظر ستر هنر موسیقي ده چې دآزادۍ ارادی نمونه یې بللی شو .
هیپالیټ ټین کلکه عقیده لري چې دهنر په باره کې علمی اونوې تجربي روش موږ مجبور وی چې یو ټا کلی عصر اومعین اجتماعی محیط کې یې دیوې پدیدې په توګه مطالعه کړویعنی دده په فکر هغه له یوعصر اواجتماعی محیط اوکلتورنه بل عصر اواجتماعی محیط اوکلتور ته توپیر لري ،اوبل دنویو ټولنیزوغوښتنو اونویو اجتماعی موسساتو دکمیت اوکیفیت تر اغیزی لاندې دی نوځکه باید هر وخت اوهر چیری دیوې پدیدی په توګه مطا لعه اوڅیړل شی داهغه پخه خبره ده چې له ټین څخه دمخه په لویدیځه نړۍ کې په همدې کم وکیفیت هیچانه وه وړاندې کړی په ختیځه نړۍ کې یوازی قاضی جرجانی په خپل وتلی اثر ( الوساطه ) کې له ټین څخه څو سوه کاله پخوا دغه نظر وړاندې کړی و اوهغه هم دشعر اوادب په باره کی و ځکه نودی دعباسی دوری دادبي ذهنیت اوحرکت یو نامتو غړی بلل کیږي .
دوه انګریزی فیلسوفان ناقدان او تکړه سوسیالستان ، جانرسکین اوویلیم موریس ،هنر په اجتماعی نظم اوترتیب پوری په ساینسی لحاظ نه بلکی په اخلاقی اوتربیتي لحاظ محدود بولی . دوی وایي په هره ټولنه کې هنر باید داجتماعی اخلاقو اوکلتوري څرنګوالی له مخې مطالعه شی رسکین په ډیر شدت زیاتون چې : هنر له هنر منده پر خلکو باندې دهنر له تاثیر ه اودهنری پارچې تر شا له روحی کیفیتونو روحی انکیزو څخه جلا کول اوپه مجرد ډول یې مطالعه کول ، هم په نظر اوهم په عمل کې لویه اشتباه او ستره غلطی ده . دده په نظر : دهرملت خیرو شر دهغه ملت په هنر کې مطالعه کولی شو .
ویلیم موریس د رسکین تیوری نوره هم پسی وڅیړله اودده په نظر هنر په کار اوتولید کې دانسان دخوشحالي او خوشبختي څرګند ونه ده .
دلیون تولستوی په نظر هنر هغه فعالیت دی چې دیو ټاکلی مقصد لپاره ډیر لوړ او بهترین احساسات نورو ته انتقالوی .
نیچر الستان په دی عقیده دی چې هنر دطبیعت رښتیانی انځوراو صادقانه تقلید دی ،باک نلري که دا انځور اوتقلید ښکلي وي اوکه بدرنګه خو باید خپله دنده تر سره کړي .
دبار بیزون دمکتب ریالست نقاشان دنقاشي دهنر په باب وايی دنقاشی هنر د طبیعی څیرو اومنظرو رښتیانی انځور دي .
د ۱۹۲۰ م کال دریالستانو په نظر هنر دطبیعی څیرو تر واقعیت نه زیات واقعی انځور دي ددوی په نظر هنر دخوب اوخیال نړۍ ده اوترواقعیت نه باید زیات څه ولری یعنی باید دوخت اجتماعی اوسیاسی څیرو اوټولنیزو موسساتو دظواهرو تر شا حقیقی کیفیتونه حسنات او مفسدات بیان کړي .
داکسپر شینزم دمکتب په عقیده هنر دطبیعی څیرو په انځور اوکښلو کې داخلاقي اړونی داسی استعمال دي چې دهنر مند دهنری پارچې په باب دده نظر یا احساس بیان کړي .
دفنکشنلیزم دمکتب پیروان په دی عقیده دی چې واقعی هنر هغه دی چې په هغه کې دیوې طبیعی څیری په انځور کې دهغې دشکل اووظیفي ترمنځ هماهنګي موجوده وي .
هنر هم دژوند غوندې حقیقي اوواقعی دي یوه هنري پارچه باید دژوند یو تجربو په چوکاټ کې ارزیابي شي لومړي باید دماضی اوحال ترمنځ رابطې له مخې په هنری پارچې باندې حکم اوقضاوت وشي .
ډیره پخواني اومشهوره تیوری هنر دطبیعت تقلید بولي مګر ددی نیچریالیستی تیوری نیمګړتیاداده چې نیچر الستان دهنرمند په واسطه دیوې طبیعی منظری دتقلید علت او ددی تر شا روحی کیفیتونه به پام کې نه نیسی .
او اصلاا همدغه شیان دی چې انسانې تجربي ،دهنرمند ایډیالوژی او هنری مهارت تری څرګند یدلی شي .
ویکتور هوګو وایي : هنر باید طبیعت هنداره وي اوداهنداره باید داسی رښتونی وی چې طبیعت په صحیح توګه په کې معلوم شي او له یوې پلوشې څخه لویه رڼا اوله رڼا څخه لمبي جوړی شي ډیوید هیوم وایي : په هنرکې ښایست په خپله دهنري شیانو طبیعی او ماهیتي ښایست نه دی ،بلکه ښایست په هغه خلاق او مبتکر فکر دی چې هنری پارچه یې بشپړه کړي ده .
لیسید ییوس دهنر په ادبي څانګه کې دډرامې په باب وایي چې ډرامه دانسانې طبیعت صحیح اوژوندې انځور دي چې بشری ذوقونه ظرافتونه اودانسانې تقدیر اوسرنوشت بدلونونه دبشر دخوشحالۍ اوهدایت دپاره تمثیلوي .
سیدنی پرشعر باندی دپیورینانانو دحملو په مقابل کې يوځوابیه اثر ولیکه چې په څو ځلي خپور شوې دی نوموړی په دی اثر کې لیکي چې شعر دانساني معلوماتو اوپوهي لرغونې منبع اوداخلاقو او هوښیاری سر چینه ده نو ځکه ترفلسفې اوتاریخ غوره دی دی زیاتوي کوم معلومات اوپوهه چې له شعر څخه اخیستی شو، نه یوازی دتفکر غذا ده بلکه دبشری تنظیم دپاره لارښوونکي هم ده اوشعر انسان ته د ژوند ایدیالونه اودنیک عمل نمونې ورکوي چې دادانسان عالی هدف هم دي .
له تاریخ سره دشعر دپر تلی په باره کې دسیدنی نظر اصلا هماغه دارسطو نظر دی چې ویل به یې شعر دپوهي او معلوماتو منبع ده اوله تاریخ څخه ځکه زیات لوړ اوفلسفي دي چې جهانی معیاری اونموني یی حقایق په کې وی ، حال داچې دتاریخ حقایق یوازی په واقع شویو پیښو پوری تړلی وي .
پروفیسر اډوین بیون دسکا ټلنډ په ایډنبره کې یو لړ کنفرانسونه ورکړي دي چې په ۱۹۳۸کال کې دسمبولیزم اوعقاید تر عنوان لاندې دیو کتاب په بڼه خپاره شول په دی کتاب کې له ۲۴۴)څخه تر ۲۶۳مخ پوری د
Symbols without conceptual meaning
تر عنوان لاند ې یو فصل موجود دي . چې دهنر په باره کې ځینی په زړه پوری ټکي لري نوموړی شریعت پوه مورخ اوفیلسوف په دی فصل کې دهغو هنری انځور ونو په باب ِغږیږي چې له ځانه پرته له یو بل حقیقت څخه نمایندګي کوي یعنی دهنری اړخ په څنګ کې هغه خوږی صحنی رایادوی چې نن یوازې خوږې خاطري دی اوله نوموړو انځورونو سره دهغوخوږو صحنو یو ځایوالي ددی انځور ونو دښکلا اوارزښت معیار دي غواړم په دی فصل کې زموږ په موضوع پورې تړلی ،مهم ټکي دمرغلرو په شان راټول او دلته یې سره تنسته کړم . دی وایي موږ په ژوند کې ډیر شیان چې له خپله ځانه پرته ،له یوبل ستر اوپراخ حقیقت څخه نمایندګې کوي او موږ دغه حالت له هغه احساس اوهیجان څخه معلوموو چې دهغه شي لیدل اوزموږله تیرو تجربو سره پیوند په موږ کې راپیداکوی . هغه احساس اوهیجان دی چې نه یې موږ پخپله تحلیلولي شواو نه یې هغه چاته بیانولی شو چې هیڅ یې تجر به کړی نه وی ځکه که ورته بیان یې کړو هغه یې په کیفیت او ډیرو طبیعی پدیدی لکه لمر لویدو منظره په مازیګرکې ددوبي شین چمن یا یوه بله وښیاڼه ، یو ښایسته حیوان ،یوه ښه رنګی انساني څیره اوداسی نور شیان په موږ کې ځکه دښلا احساس راپاروي چې هر یویې ښکلی دي مګر که دنقاشي په یوه تابلو کې انڅور شی ،په موږ کې زیات احساس اوهیجان راویښوي ، اوهمدغه د هنر ځانګړی مقصود او هدف هم دي . نو ډیر ځله یې چې په هنری تابلو کې ووینو ،داحساسو چې څه وینو ،له ځانه پرته نور څه رایادو ي .
یوازی دتابلو په حیث چندان ارزښت نلري ، بلکه ارزښت یې په هغه څه کې دی چې موږ ته یې رایادوي اوداله تابلو څخه پرته نوري پیښې دی ، دنقاشي تابلو هغه وخت ښکلی اوارزښتناک وي اوپه موږ کې احساس اوهیجان راپارولي شي چې دماضي د تیرو خوږو خاطرو یو ارګانیزم وي ، نه فقط یو محض تصویر ، په زیاترو پر مخ تللیو او صنعتي هیوادوکې خلک له مغلق اوستومانوونکي ښاري ژوند څخه دښاردپیڅو سیموته ځی او هلته یادایمی هستوګنه غوره کوي اویایوازی درخصتي موده تیروي .
داسی خلک چې دیولرغونی اطرافي کور ، باغ ، ګودر او کروندې تابلو ووینی ، له خوشحالي څخه ډیر ډیر احساساتي او هیجاني کیږي . که څه هم ښاری کورو نه په هنری لحاظ ډیر ښکلي وي ،خوداطرافی کور او ورسره صحنی په تابلو کې ځکه خوند وینی چې هلته شور ماشور نه وي ،ساده وی هو سایي نسبتآزیاته وی ، دغواوو ،پسونو ،چرګانو او کښتونو محصولات طبیعی وي اودماشیني مصنوعیت جبریې نه وی لیدلی اواو سیدونکې یې دیو جبری ژوند او بین الانساني رقابت له قیدو بست څخه آزاد وي نودیو لرغوني اطرافی کور او احاطی په تابلو کې اصلا همدغه شیان وینی وریادوی ،اوهمدغه مفاهیم دي چې اصلا دهنری تابلو ارزښت ټاکي اوښکلا ورکوي ،که داسی خلکو ته ددوی دښاري کور انځور وکښل ښي ، ځکه چندان خوند نه ورکوي چې دوی بالفعل ددی کور اجزادی پکې اوسی خوږی صحنې اوخاطرې نه وریادوی ،یوه ایډیالي نړۍ نه ورته انځوروي ،داسی څه په کې نه وینی چې له اوس سره توپیر ولري هماغه نیمه مصنوعي خوراکونه ،دټولنیز رقابت ستوماني ،دکاونډیانو تر منځ ست اوبې مینی ،تشریفات اومنافقت آمیز اړیکی، بې خوبی ،چورت خرابوونکې اودفکر سلسله شکوونکی شور اوځوږ اوپه رومانتکو اتموسفیرونوکې رنګارنګ بی ځایه مداخلي، کثیفه ښاري هوا او ټولنیز لوړ اوځوږ ټول په کې وینی اودوی په خپله په همدې جریان کې واقع وي . دیو اطرافي کور اوورسره چاپیریال دتابلو غوندې دښاپیریوهیواد اویاکلاسیک خیالي اوایډیالي جنت نه ورته بریښي.
نوپه هره هنری تابلوکې موږ دوه خواوی په نظر کې نیسو : یوه داچې تیری خوږی صحنی اوتجربي رایادې کړی اویا ژوند ،لکه څنګه چې باید وي ، هغسې ښیی اودوهمه داچې په هنری تابلوکې دهغو خوږو صحنو اوتجربو اوژوند دانڅور ګرې اوانعکاس مهارت اوکرامت کره کوو لومړی خوایې (روح)اودوهمه خوایې کالبوت ده .
که روح له کالبوت سره یو څای اویاپه کې دننه نه وي نوهنر ی تابلو مبهمه ده اوفقط دیو واحد تصویر معنی لری نه په موږ کې احساس اوهیجان راپارولي شي اونه یې ښکلی بللی شو. دښکلا پوهنې تیوری هم اساسات په یوهنری کارکې ددی دروح او کالبوت په جوخت موافقت اومطابقت باندې ولاړه ده همدغه په ښکلی کالبوت کې دښکلی روح دننویستنی خاص طرز مهارت اوکرامت دهنری ښکلااساس تشکیلوي .
لنډه داچې په هره هنری تابلو کې موږ همدغه ښه پرنسیپ لیدلی شو له یوې خوا هنری تابلو له خپله ځانه پرته له بل شی څخه نمایندګي کوي اوداهغه تیری خوږي پیښي دي چې یوډول ذاتی اوطبیعی ښکلا لري داپیښي په هغه خیالی جنت ،هغې دنیا او ااتموسفیر پورې اړه لري چې په هغه کې دانسان اساسي طبیعی میلانونه ، عقیدې اوحرکات له سانسور اودقید وبست له چوکاټه آزادوو. داهغه نړۍ ده چې دانسان په خیال اوتصورکې یوه آیډیا موجودیت ولري .اوزموږ په هیرو شویوخوبونو کې موجوده ده له بلی خوا دخاموطبیعی موادو ماهرانه انتخاب ،منطقي ترکیت اوشعوري ترتیب هنري تابلو راښیی . په انځورګری کې اساسی ټکي دادی چې هنري فاصله یا دپدیدی اودهغی دانځور تر منځ فاصله یې باید بیخې لنډه وی . میکلانجیلو چې دحضرت موسی (ع) مجسمه جوړه کړه ،په پښه یی په چیټک وټکوله او ورته یې وویل موسی مبارکه ! خبرې وکړه هنري فاصله یې دومره لنډه وه چې یوازې ژوند اوشعوریې نه درلود ، نور تیار موسی و .
یوښه شاعر اوهنرمند هغه دی چې دخاصوغږنو ،کلمو یا شکلونویا رنګونو په مقابل کې دده عکس العمل دهمدغو شیانو په مقابل کې په عمومې توګه دخلکو اویاپه خصوصی توګه دیوې ځانګړی ادبي اوهنري ټولني له عکس العمل ، دهمدغه شیانو په مقابل کې په عمومی توګه دخلکو اویا په خصوصی توګه دیوې ځانګړی ادبي اوهنری ټولنی له عکس العمل سره یو شوی وای اوددی غږونو ،کلمو یا شکلونو یا رنګونو کوم ترتیب چې دی انتخابوي او پخپله په ده کې احساس اوهیجان راویښوې ،دنورو خلکو هم خوښ شي اواحساس و هیجان په کې راویښ کړي یعنی غږونه ،کلمې یاشکلونه اورنګونه اودهغیو ترتیب دخلکو دزړونو له تل څخه راوباسی دعلماو نظریاتو
ماته دخپل تیر ژوند څوپیښې را یادی کړي ، غواړم دده دنظریاتو دنوضیح لپاره دمثال په توګه راوړم :
زما یو دوست ته به په لویدیځې موسیقي کې یوې حاصې نغمې ډیر خوند ورکاوه ،مګر دموسیقي دنورو لویدیځو نغمو په اوریدو سره به هغو مره نه هیجانې کیده کله به چې نوموړی نغمه پیل شوه ، ده به سر په زنګنو ګیښود او کرار کرار
به ورسره زنګیده دا نغمه دانسان اوژوند تر عنوان لاندې دسر ریچاردواګنر دیو شعر کمپوز و ، اومشهور سندرغاړی (ډان مکلینز ) کمپوز کړی و . ماله دی نغمی سره دده دمینی پوښتنه تری وکړه ده زما په ځواب کې یوه اوږده کیسه ډیره په زور اوزیر سره بیان کړه . وپوهندم چې ده په یواروپایي کلوپ کې دلومړی ځل لپاره همدغې نغمې ته له یوې نجلۍ سره (کلوزډانس ) کړي و ، اوبیایې وروسته ډیره ښه ملګرې شوې وه . نودغې نغمې دی هغو خوږو صحنو او رومانتیکو خاطرو اوږد بهیر ورپه یاداوه .،یعنی زما دوست ته نوموړی نغمی دیوې نغمی په توګه هغومره اهمیت نه درلود ،بلکه هغه ورسره تړلي صحني اوخا طری به یې په خیال اوتصویر کې تکرار یدلی اودده نظریې همدغې نغمې ته خاص ارزښت اوښکلا ، خوند ورکړي و ځکه نو په هغه کسیټ ړوند شواوراڅخه یې ویوړ. یوبل انډیوال مې دوه کاله پخوا یوفوټوراسره ولید دافوټوپه زرمت کې یو کلی ته څیرمه دیوباغ دکونج اوددی کونج خواته دګودر فوټوو . ده راته وویل : هر څومره ارزښتناک شی چې غواړی دربه یې کړم ، خو ستا دی قسم وی چې داعکس ماته راکړه !
ماچې له دی فوټو سره دده دعلا قي په باب پوښتنه ترې وکړه ، پوه شوم چې دی کلونه پخوا پر یوې انجلۍ مین و، اوله نوموړې پیغلې سره به یې ماښام همدغه ګودر ته نژدی دباغ له کونج سره عاشقانه راز اونیاز کاوه نو دغه فوټو هماغه خوږې صحنې اوراز نیاز ور په یاداوه په دغه عکس کې یې له هغې نجلۍ سره هماغه دزړه خواله لیده چې په خیال اوتصور کې یې تکرار یدای شي ،خوپه واقعیت کې بیرته هیڅ نه راګرځی . له دی ټکیو څخه زما منظور دادی چې یوه هنری پارچه موږ په دوه سببه هیجانې اوپه مثبته توګه احساساتي کوی لومړی داچې په یوې هنری پارچه مثلا دنقاشی تابلوکې د نقاش په واسطه دعینی شواهدو او واقعیتونو دانځور اومنعکسولو مهارت او هنری کرامت وینو ،اودمفاهیمو ددغه ارګانیزم په واسطه له موږ سره اغیزناکه مفاهمه کوي دوهم داچې نوموړی تابلو یا یوه بله هنری پارچه، موږ ته له ځانه پرته یوبل شي رایادوی ،چې هغه زیاتره دماضی یوه ښکلی صحنه اوخوږه خاطره چې بیا نه راګرځي اوموږ یې ارمان کوو هماغه چې پرون یوه ښکلی شیبه وه خونن یوه خوږه خاطره ده . یوازی هنر کولی شی چې مړې پدیدی او یاله سترګو حالونه ، واقعیتونه ژوندې اوحاضر وساتي .
استاد حبيب الله جاج پښتو زوی
هنر
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode