ليک: عبدالهادي حيران
لومړۍ برخه
په کراچۍ کې يؤ ځل د خوشحال خان خټک په ياد کې ادبي دستوره وه چې يؤ شمېر د اردو ژبې ليکوالو هم پکې ګډون درلود. په غونډه کې چې ګڼ شمېر پښتنو اؤ سندهيانو پکې ګډون کړى و يوې اردو ژبي پېغلې ته هم د وېنا کولو بلنه ورکړاى شوه چې هغې په خورا ادا او ناز سره وېنا پېل کړه او بيا يې په جذباتي انداز کې وويل: "ما د چانه اوريدلي وه چې د پښتو ستر شاعر خوشحال خان خټک د پاکستان خلاف و. تېره شپه مې د دې لپاره د خوشحال خان خټک د ټول ديوان اردو ژباړه کرښه په کرښه ولوستله خو د پاکستان خلاف مې يؤ ټکى هم پکې پيدا نکړ. دا خلک څومره درواغ وايي او پروپاګنډ کوي؟ په داسې خلکو افسوس او ماتم راځي ......... "
له ناستو کسانو څخه يؤ ورباندې غږ وکړ: "بي بي! کۀ د خوشحال خان خټک د ټول ديوان د لوستلو په ځاى دې د خوشحال خان خټک د زېږون نېټه او د پاکستان د ايجاد نېټه لوستلې واى نو په بل چا د ماتم کولو په ځاى به دې په خپل ځان ماتم کړاى وى!!!!"
د پېغمبر (ص) د پلار نوم
ما چې يؤ وخت په يؤ دفتر کې کار کاوه نو د هغه دفتر د مشر نوم ګل زاده و او د هغۀ يوه پنځه کلنه لور وه چې چې ليلا نومېده . هغه به هر وخت او هر ځاى کې د پلار سره ګرځېدله . د ګل زاده دا عادت و چې ليلا ته به يې نوې نوې خبرې يادولې او بيا به يې د دفتر د ټولو مامورينو په وړاندې ورځنې پوښتنه کوله تر څو مامورينو ته دا وښائي چې لور يې څومره ذهينه او پوهه ده. يوه ورځ يې همدغسې د خپل عادت ترمخه پوښتنه ترېنه وکړه چې: "بچئ زمونږ د خوږ پېغمبر څۀ نوم دى؟"
"محمد صلى الله عليه وسلم" هغې ځواب ورکړو.
پلار يې يو ځل ټولو مامورينو ته يؤ په يؤ په ډېر فخر سره وکتل اؤ بيا يې ترې بله پوښتنه وکړه "ډېر ښه بچئ، او د پلار يې څۀ نوم دى؟"
"ګل زاده" وړې ليلا په ډېر معصومانه انداز کې د خپل پلار د نوم په ويلو ځواب ورکړ او په دفتر کې د خندا يؤ بړق شو.
ذالک الکتاب.......
صاحب شاه صابر د پښتو يؤ ډېر ښۀ شاعر او ليکوال دى. هغه چې خپله شعري ټولګه چاپ کړه نو يوه کاپي يې چې څۀ وخت سليم راز صيب ته ورکوله ورته وې ويل ( راز صيب! دا زما د شاعرۍ انتخاب دى او په ډېره خوارۍ مې راټوله کړې او چاپ کړې ده او هيڅ ډول کمى زياتى پکې نشته تاسو پرې داسې تبصره وليکئ چې همدا خبره پکې جوته شي"
سليم راز په همهغه وخت ورباندې دپاسه وليکل " ذالک الکتاب لاريب فيه"
چېغه
په کراچۍ کې يؤ ملګري ډېر په دُوب دباب سره اعلان وکړ چې د "چيغه" په نوم به ډېر ژر يوه مياشتنۍ مجله چاپ کړي. خو له درې مياشتو تېرېدو وروسته هم مجله چاپ نۀ شوه نو بيا به هر وخت خلکو ورځنې پوښتنه کوله چې "هلکه هغه چېغه دې څنګه شوه، هلکه هغه چېغه به کله راوځي".
يوه ورځ چې هغه لدې پوښتنو تر پوزې راغلى و، بيا چا ورځنې وپوښتل "هلکه هغه چېغه به دې کله راوځي؟".
هغۀ ورته له خولې يوه اوږده چيغه راوويستله او ورته وې ويل ( هن، دا ده چېغه مې درته راوويستله".
(د يادونې وړ ده چې دغه مجله بيا چاپ شوه او د پنځو ګڼو له چاپ کېدو وروسته بيا بنده شوه).
د پښتو اخبار
په هغو ورځو کې چې ما په ورځپاڼه "وحدت" کې کار کولو، يوه ورځ د پېښور پريس کلب ته په څۀ کار پسې لاړم نو بيا هلته د اخبارونو په خونه کې ناست ووم اخبارونه مې لوستل چې هلته ناست يؤ د اردو اخبار "ژوَر نالوست " رانه پوښتنه وکړه "وروره! تۀ څۀ کار کوې؟"
ما ورته وويل "وحدت کې يم"
هغه وويل "ښه، ښه، ما ويل که چېرته اخبار کې کار کوې"
تاڼېوال او تاڼېدار
په کراچۍ کې زمونږ يؤ ملګرى چې ناياب تاڼېوال نومېدۀ د يؤ بل ملګري فيصل فاران کور ته ورغلى و خو هغه په کور کې نۀ و. پلار يې ورته ويلي وو چې ستا څۀ نوم دى؟ هغه ورته ويلي وو "چې فيصل راشي ورته ووايه چې تاڼېوال راغلى و".
فيصل چې ماښام کور ته تللى و نو پلار يې ورته ويلي وو "هلکه! تا څۀ چل کړى دى چې دلته درپسې يؤ تاڼېدار راغلى و؟".
(د يادونې وړ ده چې د ملاکنډ سره نژدې د "تاڼې" په نوم يؤ کلى دى چې د دغه کلي شاعران اؤ ليکوال د خپل نوم سره "تاڼېوال" په همدغه نسبت ليکي. د پښتو ژبې يؤ ښۀ شاعر اؤ سندرغاړى امجد شهزاد هم د دغه کلي دى چې پخوا يې د ليکنو لپاره ادبي نوم "عقاب تاڼېوال" کاروۀ.
د وادۀ نېټه
د کال ١٩٩٨ء د مئ په يويشتمه نېټه زما وادۀ ؤ. ورور مې د وادۀ کارتونه چاپ کړي وه خو چې را يې وړل نو کال يې ورباندې غلط يعنې د ١٩٩٨ په ځاى ١٩٨٩ ليکلى و. پلار مې ويل چې دا غلطي بايد له کارت نه وويستل شي نو کارت مو بيا له سره وليکلو او چاپ کړو خو د نوي کارت په ليدلو په ټولو سرونه وګرځېدل ځکه چې بيا پکې نېټه د ٢١ په ځاى ١٢ چاپ شوې وه .
خوشحال خان خټک د پاکستان خلاف نۀ و
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode