فقیرجان ماما د سر دار له کلي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)

زه د شپږو کلنو اوم او لا د ښونځی د شامیلیدو قانونی سن اوسال می نه وه پوره کړی ، مګر دلیک او لوست سره می ډیر زیات علاقه اودلچسپی لرل، زه لا ډیر وړوکی اوم چی په جومات کی می د مولانا صیب نه سیپاره او وروسته بیا قران مجید لوستل او زده کول می ، اوهر سبایی وختی کله چی می پلار لمونځ کولو دپاره جومات ته تلل زه هم همغه وخت له خوبه پاڅیدم خپل قران شریف می اخیستل اوجومات ته تلم او وروسته له اوداسه او لمونځ کولو څخه د نورو شاګردانو سره چی زمونږ د کلی هلکان وه په وار سره مو دمولانا صیب نه قران شریف زده کول ، لمونځ او داوادسه قواعد ماته می پلار لار ښونه کړی وه اوپه عملی بڼه سره په کور کی راته ښودلی وه ، په هر صورت پس له هغه چی له جوماته کورته راتلم سبا ناری می کول اوبیا می خپل دخط دړه ، مشواڼی ، نیی قلم د سرخط کتابچه په یوه جزدان یا د ټکرو په خلطه کی اچول ، هغه می پرشا اچول او برکلی ته چی دسردار دکلی سره ډیر نژدی او پلوان شریکه کلی وه د خط کولو دپاره تلم ،د خط کولو د پاره هلکان او شاګردان له نورو کلو او بانډو څخه هم راتلل ،مونږ په نیی قلم سره د خط پر دړه باندی د څو اولو میاشتو په موده کی الف و ب ، ت ..... د ورځی څوڅو ځلی لیکل او مشق موکول تر څو چی زمونږ خط په اصطلاح سره پخه شی ، وروسته بیا مولانا صیب مونږ ته زمونږ د سر خط په کتابچه کی دیوی هفتی دپاره سرخط لیکل ، هیڅ می نه هیریږی چی ځما اولنی سرخط دنمونی په ډول داسی وه : دوعا وسلام وتعظیمات بی پایان ،مثل ریګ بیبان وبرګ سبز درختان ازینطرف حقیر وفقیر وبنده ای الهی محمد اجان برای برادر سربازم محمد یونس درساعت نیک ارسال وتقدیم میدارم ..(هغه وخت په پشتو ژبه باندی سرخطونه نه لیکیل کیدل ، ځکه چی دهیواد په ټولو دفترونو کی مامورین په دری ژبه مکتوبونه لیکل.)...ما داسی سرخطونه دمشق په دړه کی تر یوی اونی پوری هره ورځ مشق کول ، دلته باید زیات کړم چی هرشاګرد دوه اوتر دری دخط تختی در لودل چی په وار سره مو هغه پس له لیکو پریمنځل اوپه تخته ګل باندی مو تخته له سره لیکلو دپاره تیارول ، نو په همدی ترتیب هره میاشت څلورونه تر پنځه سر خطونه می پخول ، اود سرخطونو په څنګ کی می د مولنا صیب نه ریاضی لکه جمع ، تفریق ، ضرب ، تقسیم ، نوطرحه ، جذ ر او په اخرو کی کسر می هم زده کړ ، نو په دی ډول سره اوه کلن شم اودمکتب دشامیلیدو قانونی سن می تر لاسه کړ ، اما له هغه ځایه چی ښونځی زمونږ دکلی څخه ډیر لری وه نو ځما پلار ماته وویل چی ته دی خپل لیک او لوست تر یو کال پوری په همدی جومات کی بیاهم دوام ورکه تر څو چی اته کلنی ته ورسیږی ، بیا دی مکتب ته اوړم د لمړی ټولګی امتحان ورکه او په دوهم ټولګی کی د نورو شاګردانو سره کښینه ، اودا په دی چی اوس ته وړه یی اودمکتب په لاره کی سټړی کیږی ، ما هم دخپل پلار خبره ومنل اوبل کال مکتب ته لاړم داول ټولګی ازموینه می ورکړا و بریالی شم او د خپل همصنفیانو سره په دوهم ټولګی کیناستم ، په ټول در سونو باندی پوهیدم اودا ځکه چی می په جومات کی لیک او لوست کړی وه ما تل د خپل مشرانو او غټانو عزت ساتل او هغو ته می تل احترام او تعظیم کول هغوی هم پر ما د مهربانی لاس را کشول ، په کلی کی خلک یو دبل سره تل کمک او همدردی کول په مړی اوژوندی کی یو بل ته ځان رسول ، هیڅ نه می هیریږی یوه ورځ چی د نورو هلکانو سره یو ځای د مولانا صیب نه مو زده کړه کول ، دسردار په کلی کی خلک راټول شوی وه او فقیر جان ماما په ډیر لوړ آواز سره ژړل او په چیغو چیغو ویل چی لویه خدایه پس له دی نه به څنګه خپل اولاد او ښځی ته خواړه اوروزی برابر کړم یو خره می درلود چی د هغه په کمک سره می خپل غریبی کول ، هغه هم را نه لیوان وخوړل مینه او کورنی می تباه اونهار شو ،فقیر جان ماما هره ورځ پر خپل خر ه باندی ګند نی ، ګنی ، لټری ، ګنګړی ، او فصلی میوی اودانی بارول اوپه کلو او بانډو ګرځیدل او خپل متاع پرخلکو باند ی جنس په جنس خرڅول اویا تبدیلول او هر مازدیګری چی بیرته کور ته راتلل نو د ځان سره خپل کورته دخوړلو شیان هم راوړل اوپه دی ډول خپل روزګار چلول ، نو په دی بنیاد باندی هغه ژړل او دهغه خره تیر ماښام چی د کلی څخه په يو څه واټن لری تللی وه او د فقیر جان ماما له سترګو یی ځان پناه کړی وه وداړل شو،په دی وخت کی د کلی یو باعزته سړی چی اغا صیب نومیده او ډیر باعاطفی سړی وه اود کلی د ټولو خلکو د احترام وړ سړی وه ، پر فقیر جان ما ما باندی د مهربانی لاس کش کړ او له خپل غوجل څخه یو ه خره ورته وبخل او ما ما سره کمک اومرسته وکړ ، فقیر جان ما ما د کلی د ټولو خلکو په مخه خپل دواړه لاسونه پورته کړ او اغا صیب ته د زړه د کومی دوعا وکړ اوبیرته د ما ما روزګار ښه شو او بیا خپل ورځنی کارته دوام ورکړ او تل اغا صیب ته دوعا ګانی کول .ما ته له همغی ورځی نه وروسته دا اندیښنه پیدا شو چی سړی باید تل دبی وزلو خلکو سره د مصیبت په وخت کی مرسته وکړی ، ځکه چی د خلکو سره مرسته کول د مسلمانی یو رکن دی ، او هم د پښتونولی یو اساسی ټکی ګڼل کیږی .اود سړی روح او روان تازه کیږی په درناوی