اختر بیا رانه غی! ؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پو هنيار ظفر خان « اهتمام »

د شمشاد د غره ختیځ سیوري ته جسیم او غښتلي ځوانان پړي ترملاتم و، د لوی سړک په لور دتورخم په لیکه د تیرېدونکوکسانو د پښوښکالوته غوږ په څک وو او د هغوی د تګ لوری یې د سترګو په کونجونو څاره . کله به چې خلک له مزي تیر شول دوی به خواشینې شول او په خبرو به اخته ښکاريدل دې وزګارۍ دغه شیبې به یې په کیسو او ترخو موسکاوو تېروولې . دې! ډلې ته اختر ټوکې او کیسې کولې، دی خپلومساپرو انډیوالانو ته د ډاډ څلی و، پیړه سینه، سره ویښتان، او تک سور ټیکلی ټکی ټکی مخ یې لره کله به چې کار او بار نه و نو خپل انډیوالان به یې له خفګان څخه په ټوکوټکالو بوخت ساتل . زموږ ډله هم نوې د کار لپاره راغلې وه او انډیوالان مو لټول تر څو د کار چلونه او ځای راوښیي، هو! رښتېا ما سره نور ملګري د ښونځیوتنکي شاګردان او ځینې یې هم مامورین و او آسانه کار پسي ګرځېدو چې د اختر سترګې په موږ ولګیدې . ده! او ملګرویې له موږ سره ستړي مه شي وکړه او خپل کسان یې راوپیژندل ... بیا موږ د کار په هکله ترې وپوښتل په پراخه ټنډه یې وویل : چې اوس ډیر کار نشته له جیبه یې خورو، خو کله کله د شینوارو د کلي بارونه پیداکېږي په کږو لارو هماغه د شمشاد څوکوته وړل کېږي او بیا بیرته مخ په ځوړي کوز یږي،پیسې یې ښې دي کليوال هم ښه خلک دي چای اویایې پیسې راکوي خولاره ډيره خرابه اوخطري ده په داسې حال کې چې ګوته یې دشمشاد څوکې ته نیولې وه : ها سپین کمر ګورې هلته سړی په څلورې تېرېږي او که ؤلویږي په هوا کې ساه ورکوي او مړی یې نه پېژندل کېږي . پروسږ کال هم دوه تنه ترې راؤلویدل ... ده زیاته کړه : د تاسو له پاره د علي مسجد بټۍ (سرایونه) ښه دي . هلته لارې أسانه دي که څه هم په پاس لار اپریدي زلمیان لاروي او مساپر د سپیو په غپا،د غولکو او مچلغوزو په ګاټو د سلام او ستړي مه شي په ځاي بد رګه کوي،خو د پولیسو وېره نشته . د سره کمره او ځنګل تربټۍ لار هم ښه ده ملیشه یوازې پنځه کلدارې اخلي او مال والا پیسې نغد په نغده ورکوي . داسې ښکاریده له کومې ورځې چې اختر له دندې ګوښه (تنقیص) شوی ؤ،ډیر وخت یي دلته کارونه کړي و،ماته د ده خبرې ټولې رښتینې ښکاریدې، خو زما ماما چې د ده په شان ښکاري و او نیم عمر یې په غرونو کې د هوسیو او زرینو مرغانو په ښکار اوله روسانو سره په جهاد کې تیر کړی و،د ده په خبرو یې شک درلود ما ته یې وویل : خورینه ته څه فکر کوي ؟ زه خو وایم ده په موږ رخه و کړه او لورینه یې نه وه او موږ یې تېراېستلو ؟ دا څنګه کیداي شي چې زه او ته په هغې لارې نه شو تلاي په کومې چې انسان ځي . ما نه د هندوکش څوکې او ډډې یوه هم نه دی پاتې،پاتې یې لادا ؟! چې د سنګر د غرونو ښکاري معلم اختر محمد تلاي شی او موږ نه ...،ما ورته کړه : ماما ! ته رښتیا وایې خو موږ سره داسې کسان دي چې د بار سره د سر خطر لا څه ؟ ان خالي هم په دې لاره نه شې تللی ته یې منې او که نه ؟؟ ده راسره ومنله وې ویل بالکـُل او رهي شوو ...
٭ ٭ ٭
نن کوچني اختر ته درې ورځې پاتې وې،د شمشاد په ډډو،د پړي والو (جوالیانو) ډلې مخ په بره روانې وې،چا ټپې کولې،چا له درندو بارونو لاندې زګیروي او ځینو هم خپل ذهن کې څه غزونې ... داسې ښکارېده چې څوک د شمشاد په پرتمینو څوکو له افغانانو د غرور او تېرو اتلولیو پوره پوره کسات اخلي!؟ اختر هم پدې ډلو کې سر لاری ؤ او نن چوپ ښکارېده ؟ ... داسې مالومیده چې د لاس ته راغلو پیسو څخه په ذهن کې د اولادونو له پاره د اختر د کالیو درانیولو سوچ کوي ... هو! ده!! خپل کوچنیان سپېره او لوڅ یو په بل پسې په ذهن کې څرګندول،او د هر یو غوښتنه یې پوره په یاد وه خو کوچنۍ لور یې شیبه په شیبه تر سترګو،سترګو کېده کومې چې ده ته! د روژې په لسمه د راتګ په ورځ د مرۍدارکمیس د راوړلو ټینګار کړی ؤ،ده اوس فقط پوره درې زره روپۍ کړې وې چې هغه ایله ، د غلې او دوکاندارانو د پور دورکړې کیدلې،او دی! د اختر د سودا او مرۍدارکمیس سوچونو په سر اخیستی و،چې یوناڅاپه یې پښه و خوئیده،او له بار سره والوته ...، په هوا کې پرله پسې چیغو د غره د څوکو چوپتیا ماته کړه په غره کې ځغلیدلې انګازې ډیرې کاري وې ځکه د ده په حال یې خلک را خبر کړل او که نه مړی به یې د مرغانو خوراک شوی ؤ،ده سره هم دساه ورکولو په شېبه کې همدا وېره وه ...
٭ ٭ ٭
د اختر نه،درې ورځې مخکې اختر دغم په بورۍ کې د اختر د سودا په ځای دغم لړلي کور په غولي کې ایښی ؤ کور د غم اوویر ساندو کې ډوب وو، ... اختر بیا رانه غی .
پای
( الینګار- د ۱۳۷۸ کال د جدي میاشت )
یادوونه : دا رښتینې کیسه د « داستانونه » مجلې په پرله پسې اتمه نهمه ګڼه کې خپره شوېده.