د
H. C. Andersen
ليکنه
ژباړه د عبدالملک پرهيزهلته يو سرتیری دښار په لاره روان ؤ یو، دوه، مارش. دهغه ترشا يوه کڅوړه وه او توره يې هم تر ملاتړیې وه. هغه تازه له جګړې ستون شوی ؤ او د خپل کور په لور روان ؤ. د لارې په اوږدو کې د يو ې کوډګرې (جادوګرې) سره مخامخ شو. هغې ډيره کرغيړنه څيره لرله د هغې کوزنۍ شونډه دومره پلنه وه چې د هغې پر ټټر پرته وه.هغې وويل:« شپه په خير سرتيريه!»
ته ډيره ښه توره او لويه کڅوړه لرې. ته يو ريښتنی سرتيری يې! اوس ته کولی شې زياتې پيسې وګټۍ!
سرتيري وويل:« مننه زړې ګوډګرې!»
کوډګرې وويل: « دغه لويه ونه وينې؟» او يوې ونې ته يې ګوته ونيوله چې دوې ته نژدې د لارې په سر ولاړه وه.« هلته پاس په ونه کې يو غټ سوری دی! ته بايد ونې ته پورته شې او هلته پورته د ونې په سر کې به يو سوری ووينې. ته بايد هغه سوري ته ښکته شي اوپه سوري کې ډير ښکته لاړ شي. زه به ستا ملا په یوه پړي وتړم او کله چې ته پر ما غږ وکړې نو زه به تا بيرته پورته را کش کړم!»
سرتيري وويل: «هلته ښکته د ونې په منځ کې زه څه وکړم؟ »
کوډګرې وويل: «پيسې به را وباسې» « کله چې ته ډير ښکته او بيخي د ونې بيخ ته ورسيږې نو هلته به يو لوې دالان ته ورسيږې چې ډير روښانه دی، دا ځکه هلته له سلو زياتې ډيوې بلې دي. بیا به هلته ته درې ورونه ووينې، ته کولی شي ورونه پرانيزې. کلي ګانې هلته په ور کې موندلی شي. کله چې ته لومړۍ خونې ته ور ننوزې، هلته د خونې په منځ کې پر مځکه يو لوې صندوق ايښی دی، د صندوق دپاسه يو سپی ناست دی. هغه لکه د پيالو په څير غټې سترګې لري، خو ته بايد ونه ډار شې! زه تا ته خپل څادر درکوم او ته دغه څادر پرمځکه غوړوې ، او نيغ په نيغه د سپي په لور ورځې او سپی را اخلې او پر دغه څادر يې کينوې چې ما در کړی. صندوق خلاص کړه او څومره چې دې وس رسي دومره سکې ترې واخله. په دغه صندوق کې نقره ده خو که ته غواړې چې د سپينو زرو پيسې واخلې نو دويمې خونې ته ورشه. هلته هم د صندوق دپاسه يو سپی ناست دی چې لکه د ژرندې د پل شان غټې سترګې لري خو ته بايد ونه ډار شې، سپی زما په څادر کينوه او څومره پيسې چې دې خوښه وي واخله. که غواړې چې سره زر واخلې نو دا هم تر لاسه کولی شې څومره چې د زړه غواړي نو دریمې خونې ته ورشه، کوم سپی چې هلته پر صندوق ناست دی، ډيرې غټې سترګې لري بيخي لکه د برج په شان! دا يو ريښتنی سپی دی خو ته بايد ونه ډارشي، سپی زما پر څادر کينوه هغه تاته هيڅ زيان نه رسوي، له صندوق نه څومره چې دې زړه غواړي سره زر واخله.»
«دا خو دومره بد کار نه دی!» سرتيري داسې وويل « خو زړې کوټګرې! تاته څه درکړم؟ کيدی شي ته به هم کوم څه غواړې چې زه باید په هکله يې فکر وکړم!»
« نه! زه ان يوه پيسه هم نه غواړم، ته بايد ماته يوازې يو زوړ اورلګيد (لايتر) راوړې، کوم چې زما نيا (انا) هلته ايښی ؤ کله چې د وروستي ځل دپاره هغه هلته کوزه شوې ؤه!» کوټګرې دا خبرې وکړې.
« ښه نو داسې! راځه چې اوس پړی په خپلې ملا پورې وتړم» سرتيري داخبره وکړه.
« پړی دلته دی او زما څادر هم دلته دی» کوټګرې دا خبره وکړه.
سرتيری ونې ته پورته شو، د سوري څخه د ونې په ډډ کې ښکته شو او اوس په هغه دالان کې ولاړ ؤ کوم چې کوټګرې د هغې په هکله ويلي وه، چيرته چې په سل ګونو ډيوې بلې وې.
اوس هغه لومړی ور پرانيست، اوه! هلته يو سپی د صندوق دپاسه ناست ؤ لکه د پيالې غټې سترګې يې لرلي او ده ته يې کتل.« ته عجب حيوان يې!» سرتیری داسې وویل او سپی يې په څادر کينولو او له صندوق څخه يې زياتې د نقرې پيسې واخيستلې دومره زياتې چې نور يې په جيبونو کې نه ځاييدل. صندوق يې وتړلو او سپی يې بيرته د صندوق دپاسه کينولو. او بلې خونې ته ولاړ. او هې! هلته د صندوق دپاسه يوسپی ؤ چې لکه د ژرندې د پل داسې غټې سترګې يې لرلې.
«دومره مه ګوره!» سرتيري وويل « په سترګو کې به دې خوږ پيدا شي!» او سپی يې د کوټګرې په څادر کينولو هلته په صندوق کې بې شميره د سپينو زرو پيسې وې. هغه د نقرې ټولې سکې وغورځولې او خپل جيبونه يې د سپينو زرو له سکو ډکې کړې او بيا دريمې خونې ته ولاړ ! ـ اوه ډير بوږنونکی سپی دی ! په ريښتيا هم ددغه خونې سپي لکه د برج په څير لویې سترګې درلودې او د سپي په سر کې لکه د لويو ارابو په څير ښکاره کيدې!!
«شپه په خير» سرتيري وويل او بیا يې کڅوړه را واخيستله او له ځانه سره يې وويل چې داسې سپی خو ما پخوا په ژوند کې هډو نه ؤ ليدلی په داسې حال کې چې سپی ته يې کتل له ځانه سره يې فکر وکړ، چې وبه کړی شم دغه سپی له ځايه جګ کړم او پرځمکه د څادر دپاسه يې کښينوم؟ نه خدای دې خير کړي! هلته ډير سره زر وه او په دغه پيسو ده کولی شو ټول کوپنهاکن او د نړۍ ترټولو ښه آسونه راونيسي او نور هرڅه چې يې زړه غواړي پر دغه پيسو رانيولی شي. هو هلته بيخي زياته پانګه او پيسې وې اوس يې له خپل جيبونو او د عسکرۍ کڅوړې څخه د سينو ټولې سکې وغورځولې او د سرو زرو له سکو یې ډکې کړې. هو ټول جيبونه، کڅوړه، خولۍ او نور هر څه یې له سرو زرو ډک کړل. اوس نو هغه کولی شو چې لاړ شي! اوس يې زياتې پيسې لرلې! نو سپې یې بيرته د صندوق د پاسه کينولو. ور یې وتړلو او د ونې له منځه يې غږ کړ:
« راکش مه کړه زړې کوټګرې!»
« اورلګيد دې له ځانه سره اخيستې او که نه؟» زړې کوټګرې دا خبره وکړه!
« هو ريښتيا !» سرتيري داسې وویل.« ما بيخي هير کړې وه چې اورلګيد را واخلم !» سرتيری لاړ او اورلګيد يې را واخيست، کوټګرې هغه پورته کش کړ، اوس نوهغه بيا د ښار په لاره ولاړ ؤ، چې جيبونه، خولۍ ، موزې اوکڅوړه یې له سره زرو ډک وه.
« په دغه اورلګيد باندې څه کوي؟ » سرتيري له کوټګرې پوښتنه وکړه.
« دا نو په تا پورې اړه نه لري!» داخبره کوټګرې وکړه. « تا خپلې پيسې واخيستلې! ما ته يوازې اورلګيد راکړه!»
«ښه نو داسې! » سرتيري وويل، « ژر شه ما ته ووايه په دغه اورلګيد څه کوي؟ که نه نو توره به را واخلم او سر به دي له بدنه جلا کړم!»
« نه نه!» کوټګرې دا خبره وکړه!
نو سرتيري د هغې سر غوڅ کړ. سرتيري ټولې پيسې د کوټګرې په څادرکې غوټه کړې او يو لوي پنډ يې په شا کړ او اورلګيد يې په خپل جيب کې کيښود او د ښار په لور روان شو.
دا يو ښکلی ښار ؤ او نوموړی دښار تر ټولو ښه ملمستون (هوټل ) ته لاړ او يوه ډیره ښکلي کوټه يې ونيوله او د ډيرو ښو اوخوندوره خوړو کوم چې دده زيات خوښيده، غوښتنه وکړه ځکه اوس دی خورا شتمن سړی ؤ.
هغه خدمتګارانو چې دده موزې به يې پاکولې، ليدل چې دغه شتمن سړی ډيرې زړي او پخوانۍ موزې لري. دا ځکه ده لا تر اوسه نوي جامي او کالي نه وه اخيستي. بله ورځ يې موزی او ډيرې ښکلي جامي واخيستلې. او جامي يې واغوستلې. اوس نو سرتيری يو دروند او شتمن سړي ته پاتې کيده. اوس نو ټولو ده ته د ښار په هکله، د پاچا په هکله، د شازادګۍ په هکله يانې داچې پاچا څومره ښکلې لور لري کيسې او خبرې کولې.
«څنګه سړی کولی شي هغه وویني؟» سرتیري داسۍ پوښتنه کړي وه.
« د هغې ليدل څه آسانه کار نه دی!» ټولو په یو غږ دا خبره وکړه. « هغه د سپينو زرو په يوه لويه ماڼۍ کې ژوند کوي او زيات ديوالونه او برجونه ترې تاو راتاو دي! پرته له شاه نه هيڅ څوک دا زړه نشي کولی هلته دننه او بهر شي اوهلته تګ او راتګ وکړي، ځکه د هغې په هکله داسې ګونګيسې دي چې هغه به د يو ساده سرتيري سره واده وکړي، دا هغه څه دي چې د شاه نه خوښيږي!»
« زه باید هغه ووينم!» سرتيري داسې له ځانه سره فکر وکړ، خو هغه په هيڅ ډول دا اجازه تر لاسه نه کړي څو هغه وويني!
خو هغه يو ډير ښه کار و کړ هغه د شاه محلې ته لاړ او هلته يې بې وزلو خلکو ته خورا زياتې پيسې وويشلې، دا يو ډیر ښه کار ؤ چې ده وکړ! هغه له ډير پخوا پوهيده چې دلته خلک دومره بې وزلي وه چې ان يوه پيسه یې هم نه لرله! اوس دی ډير شتمن ؤ او ډيرې ښکلې جامې يې په غاړه وې، هغه ډير زيات دوستان پيدا کړي وه چې ټولو به يې صفت کولو،چا به ويل هغه ډير مهربانه سړی دی، چا به ويل ډيرځوان سړی دی، او داسې خبرې د سرتيري ډيرې خوښيدې! نو څرنګه چې هغه به هره ورځ پيسې ويشلې او هيڅ نوې پيسې يې نه ګټلې، نو په پاې کې داسې وخت راغی چې يوازې دوه پيسې ورته پاتې شوې، او دې ته اړ شو چې له هغه ښکلې کوټې څخه چې دی په کې اوسيده، ووځي او په پورتنۍ پوړ کې د چت لاندې یوې ډيرې کوچنۍ کوټې ته په ګډه شي. اوس نو ده به په خپله خپل بوټونه پاکول او په خپله به يې ګنډل، د هغه له ملګرو څخه هيڅ يو هم دده ليدو ته نه راتلل، ځکه هغه په پورتني پوړ کې اوسيده او سړی بايد له زياتو زينو پورته تللی وای.
دا يوه ډيره تپه تياره شپه وه، خو هغه ددې وس نه درلود چې يوه ډيوه ځانته را ونيسي. خو ژر ورپه ياد شو چې په هغه اور لګيد (لايتر) کې چې د کوټګرې په مرسته يې د وني له سوري څخه را ايستلی ؤ، یوه کوچنۍ پلته وه. اورلګيد يې را واخيست او اورلګيد يې خپلې مخې ته ونيوه اوهمدا چې اورلګید يې ولګوه او د پلتې څخه يوه لمبه پورته شوه او د کوټي ور خلاص شو او هغه سپی چې لکه د پيالې غټې سترګې يې لرلې خونې ته ور ننوت، دا هغه سپی ؤ چې ده د ونې د ډډ په منځ کې په لومړۍ خونه کې ليدلی ؤ، او اوس دده مخې ته ولاړ ؤ او ويې وويل:«باداره څه امر او خدمت لري!»
«څه دې وویل!» سرتیري داسې وویل « دا يوه په زړه پورې اورلګيد دی، هر څه چې وغواړم غوښتی شم! ماته پيسې راوړه!» نوموړي سپي ته دا خبره وکړه، اوسپی د سترګو په يو رپ کې ورک شو او د سترګو په بل رپ کې بيرته را پيداشو او د پيسو ډکه یوه بوجې يې په خوله کې له ځانه سره راوړله.
اوس سرتيری پوه شوه چې دا څنګه يو اورلګيد دی! یوځل يې اورلګيد وواهه نوهماغه سپی چې د نقرې په صندوق ناست ؤ راغي، دوه ځله يې وواهه نو هغه سپی چې د سپينو زرو په صندوق ناست ؤ راغی ، درې ځله يې وواهه نو هغه سپی چې د سره زرو په صندوق ناست ؤ ، راغی.ـ سرتيری بیرته هغه پخوانۍ ښکلې خونې ته راغی او بيايې ښکلې جامې واغوستلې، د هغه ټول دوستان بيا را پيداشول او اوس نو نوموړی بیا لکه د پخوا پر هغوې ګران ؤ.
او بيا ورته دغه فکر پيدا شو چې داخو نو سمه نه ده چې شازادګۍ و نه ويني! ټولو په يو غږ وويل هغه به ډيره ښکلې انجلۍ وي! خو دوې څه مرسته کولی شي. هغه تل د سپينو زرو په لويه ماڼۍ کې ناسته ده چې زيات برجونه او ديوالونه ترې تاو دي. ګنې زه به هيڅکله هغه ليدلی ونه شم؟ـ چير ته دی زما اورلګيد! او اورلګيد يې ولګوله، په دې کې يو سپی چې د پيالې په شان سترګې لرلي خونې ته ننوت.
«اوس نيمه شپه ده» سرتيري دا خبره وکړه « زړه مې زیات غواړم چې شازادګۍ که يوه شيبه هم وي ووينم!»
سپی په چټکۍ سره له خونې ووت او لا سرتيري غوښتل چې لږ فکرکولو ته ځان جوړ کړي چې سپی بيرته له شازادګۍ سره راستون شو، هغه په داسې حال کې چې د سپي پر شا سپره وه او لا هم ويده وه. هغه دومره ښکلې وه چې له ورايه څرګنده وه چې شازادګۍ ده. سرتيري نه شو کولی د هغې له ښکلولو ډډه و کړي، ځکه چې هغه يو ريښتنی سرتيری ؤ.
سپی ډير ژر بيرته له شازادګۍ سره ستون شو، کله چې سهار شو او پاچا او ملکه د سهار ناري ته ناست وه، شازادګۍ وويل چې تيره شپه يې يو عجيبه شان خوب لیدلې ؤ يو سرتيري او سپي يې په خوب کې ليدلی ؤ چې سرتيري هغه ښکل کړې وه.
« دا په زړه پورې داستان دی» ملکې داخبره وکړه.
راتلونکې شپه بايد يوه وينځه د شازادګۍ د تخت تر خوا پيره وکړي، څو وويني چې دا په ريښتيا هم يو خوب ؤ او که څه نور.
سرتیری بله شپه بيا ډیر بيقراره ؤ څو شازادګۍ بيا وويني، نو کله چې شپه شوه سپی بيا راغی او شازادګۍ يې را واخيسته او په زياتې چټکۍ سره يې سرتيري ته راوستله، خو زړې وينځې بوټونه په پښو کړه او په سپي پسې يې منډه کړه او کله چې يې وليده چې سپی په يوه لوې کور ننوت، نو له ځانه سره يې فکر وکړ، اوس زه پوهيږم چې دوې چيرته دي او په يو تباشير يې د کور په ور یوه لويه نښه و ايستله، او پخپله بیرته کور ته را ستنه شوه او بيغمه په خپل ځاې کې پريوتله، سپي هم شازادګۍ بيرته راوستله، کله چې سپي وليده چې د سرتيري د اوسيدو د کور پر ور د تباشیر نښه ايستل شوې ده نو تباشير يې واخيست او د ښارد ټولو کورونو په ورونو يې هماغه شان نښه و ايستله. دا يو ډير سم اوهوښياره کار ؤ چې سپي وکړ اوس نو وينځه نه پوهيده چې ده په کومه دروازه نښه اپستلې وه.
سهار پاچا ، ملکه ، وينځه او جنرالان راغلل څو وويني چې شازادګۍ په کوم کور کې وه!
« دا دی هغه کور!» کله چې د شاه سترګې په لومړنۍ ور ولګيدې په کوم باندې چې نښه لګيدلې وه .
« نه ګرانه هغه نه دغه ور دی!» د پاچا ميرمن دا خبره وکړه کله چې سترګې يې په دويم ور ولګيدلي.
« دا دی دلته يوه نښه ده، دا دی دلته يوه نښه ده!» ټولو په يوه غږ دغه خبره وکړه کله چې دوې د ورونو(دروازو) دپاسه نښې وليدلې. نو دوې په دې پوه شول چې دا کار بې ګټه دی او هغه څه پيداکولی نه شي چې دوې يې په لټه کې دي. خو ملکه ډيره هوښياره ښځه وه، هغې لا نور ډير څه کولی شو.
هغې د سرو زرو خپله لويه بياتي (قيچي) را واخيستله او د خپل ورېيښمين کميس نه يې يوه لويه ټوټه بياتي (قيچي) کړه، او يوه کوچنۍ کڅوړه يې ترې جوړه کړه ، بيا يې کڅوړه له کوچنيو غميو څخه ډکه کړه او کڅوړه يې د شازادګۍ پر کميس د ولو شاته و ګنډله او په کڅوړه کې يې يو کوچنی سوری جوړ کړ چې غمي ترې د لارې په اوږدو کې لويدلی شوه.
کله چې شپه شوه نو سپی بيا راغی اوشازادګۍ يې په شا کړه او په منډه منډه شازادګۍ يې سرتيري ته راوستله چې زيات یې په شازادګۍ زړه بايللی ؤ. خو د شازادګۍ سره يوازې شازاده واده کولی شي.
دا ځل د سپي دې ته پام نه ؤ شوی چې کوچني غمي د پاچا له ماڼۍ څخه د سرتيري تر کوره په ټوله لاره کې خواره شوي وه، په هغه لاره چې شازادګۍ یې د سرتیري کور ته وړې وه. کله چې سهار شو نو پاچا او ملکه پوه شول چې ددوې لور بيګاه شپه چيرته وه. نو د پاچا سرتيریو هغه سرتيری ونيوه او په جيل کې يې واچوه.
په هغه ځاې کې چې دی بندي ؤ، هلته ډيره تياره وه او يو ډير زړه تنګونکې ځای ؤ، هغه ته يې ويلي وه چې سبا به په دار و ځړول شي. دا ډيره بوږنونکې خبره وه چې ده ته يې کړې وه.هغه خپل اورلګيد په هغه هوټل کې چيرې چې دی اوسيده، هير کړۍ ؤ. سبا ته ده کولې شو د کوچنۍ کړکۍ د اوسپنيزه ميلو له شا نه هغه خلک وويني چې په چټکۍ سره ښار ته د راتګ په حال کې وه څو پر دار باندې ددغه سرتيري ځړول وويني. ده عسکري موزيک او د سرتيريو د مارش غږونه آوريدل. هلته يو هلک چې موچې وه هم ليدل کيده، نوموړې ډير بوخت ؤ او څپلۍ يې جوړولې چې يوه څپلۍ ترې والوته او مخامخ د هغه کړکۍ مخې ته ولويده چيرې چې سرتيري له هغه کړکۍ څخه بهر ته کتل.
« ای موچي هلکه! ته په دې کار دومره څه نه تر لاسه کوې! سرتيري هلک ته دا خبره وکړه» زما له وتلو دمخه به هيڅ و نه شي، ځه لاړ شه له هغه ځايه چې زه په کې اوسيدم زما اورلګيد راوړه، او ته به په بدل کې څلور سکي تر لاسه کړي! خو ته بايد دا کار ډير په چټکۍ سره وکړې.» د هلک زړه زيات غوښتل هغه څلور سکۍ تر لاسه کړي، نو په چټکۍ سره يې اورلګيد راوړ او سر تيري ته يې ورکړ. هو ـ اوس نو بايد موږ واورو چې څه وشول. هلته له ښاره بهر بې شمیره سرتيري ولاړ وه او په زرګونه خلک راټول شوي وه. پاچا او ملکه هلته په يو لوړ ځاې د تخت د پاسه د قاضي او خلکو مخې ته ناست وه.
سرتیرې د دار سر ته راوستل شوی ؤ او کله چې غوښتل يې ددار غړوندی د هغه په غاړه کې واچوي، هغه وويل : کله چې سړی ته د مړينې سزا ور کول کيږي نو مخکې له هغې چې ووژل شي د هغه وروستۍ غوښتنه هم پوره کيږي. نو دی غواړي په خپل ژوندانه کې د وروستي ځل دپاره د تنباکو پيپ دود کړي، دا به په دې دنيا کې د تنباکو وروستی پيب وي چې دی به يې څکي.
پاچا نه شو کولی دغه غوښتنه ونه مني، نو سرتيري خپل اورلګيد را واخيست او يو، دوه او درې ځله يې روښانه کړ. اوس نو هلته درې سپي ولاړ وه، چې لکه د پيالې، د ژرندې د پل، او د برج په شان يې لویې سترګې لرلې!
«له ما سره مرسته وکړۍ چې ما اعدام نه کړي!» سرتيري دا خبره وکړه. نو سپو په قاضيانو ، پوځيانو او سرتيريو بريد وکړ او داسې يو حال يې ګډ کړ چې چا سر له پښو نه پيژانده هر څه يې دړې وړې او ګډوډ کړه.
« زه نه پوهيږم!» پاچا دا خبره وکړه، خو هغه لوې سپي پاچا او ملکه چې عسکرو يې ټينګ امنيت نيولی ؤ له ځايه اوچت کړه او ليرې يې ګوزار کړه. سرتيري ډير ييريدلي وه او خلکو نارې وهلې چې :« دغه کوچنی سرتيری زموږ پاچا دی!».
هغوې سرتيری د پاچايې پر تخت کښينولو او دري واړه سپي ددوې مخې ته په نڅيدو شوه او د « هورا!» غږونه يې ايستل.د هلکانو خوښی کوله او سرتيريو پريټ کاوه. شازادګې د سپينو زرو له ماڼۍ نه را وتله . هغه ملکه وټاکل شوه، هغه هم خوشحاله وه. ددوې واده اته ورځې اوشپې ؤ، سپي هم د ميز شاته ناست وه او په غټو سترګو يې کتل.
اورلګيد
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode