پښتو لندۍ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

راټولونه

عبدالملک پرهیز

 

پښتو لندۍ

په ستورو ښايسته دى اسمان

لكه د پېغلې انجلۍ غاړه په خالونه

اسمان په ستورو ښايسته ښكاري

د ځمكى سر په ښكلو ښكلو خوند كوينه

اسمان په ستورو ښايسته ښكاري

لكه لېلا چې په مخ ووهي خالونه

اشنا په ټوكو نه پوهېږي

ما په خورو زلفو وهه مرور شونه

اشنا په خوله كې ژبه غواړي

په خوند يې نه دى خپل قلنګ جاري كوينه

اشنا چې هسې مخ ښكاره كړي

د بېلتانه په تيارو لمر وخېژوينه

اشنا چې هسې مخ ښكاره كړي

د بېلتانه په تيارو لمر وخېژوينه

اشنا مې سر په وطن كېښود

په تار د زلفو كفن ورته ګنډمه

اوس به دې يو موټې ايرې كړم

كه خماري سترګې درواړم مينه

اول به پښې د جانان ښكل كړم

بيا به ژړا كې ورته ووايم حالونه

اول دې لوبې راسره كړې

اوس د جستو په څوكو ځې چې پېغله يمه

اول دې وې چې را مئين شه

اوس راته وايې زړګى صبر كړه مئينه

اوښكو ګرېوان زما لوند نه كړ

وجود مې اور دى همېشه يې وچوينه

اوښكو مې لارې پر مخ وكړې

ژاړم كه نه ژاړم هجران مې ژړوينه

اوښكو زما غمازي وكړه

حال مې پر مخ باندې ليكي رسوايې كړمه

اوښكو مې رنګ د مخ بدل كړ

ځكه په ژېړ زبېښلي مخ يار ته ورځمه

اوښكو مې نور د سترګو يوړ

ځكه په سپينه ورځ ګمان د شپې كومه

اوښكې به ولې نه توېږي

چې قتل شوي څوك په تورو سترګو وينه

اوښكې د سترګو مې خوناب دي

په اور د هجر زړه كباب مدام لرمه

بارانه ورو ورو پرې ورېږه

وړې وړې جينكۍ غره ته تللي دينه

باڼه اغزي شونډې دې پاڼې اشنا

رو رو يې خوزوه زخمي دې كړمه

باڼه دې مړه دي ښكته ګوري

لكه چې مور دې نوره كور كې بندوينه

باڼه مې ستن تار دى د زلفو

د زړه پرهر مې پرې ګنډه چې ګور ته ځمه

باور مې نه شته چې به جوړ شم

زه د كاږه وربل شمال وهلى يمه

بخت به مې هله رابېدار شي

چې يار له خوبه راته سترګې پورته كړينه

بلبلان ټول په ژړا ژاړي

بورا په توره خولګۍ وخوړل ګلونه

بنګړو دې نيمه شپه كې شرنګ كړو

زه دې بهر تمبو ته لاس په نامه شومه

بوټي راټول كړئ اور پرې بل كړئ

زموږ دستور دى په رڼا خوله وركونه

بېګا دې نيمه خولګۍ راكړه

ژبه مې سوځي غاښ مې ټول ورژېدنه

بېګا زما په سينه پروت وې

تاته به څنګه بې ما خوب درځي مينه

بېګا مې ته په خوب ليدلې

چې دې پراته دي په زلفانو تور ګردونه

بېګا مې مړ په خوب ليدلې

سبا مې سرو شونډو پتري نيولي وونه

بېلتانه اور راباندې بل كړ

بدن مې سرو لمبو كې ګير شو وريت يې كړمه

بېلتون مې خوږ جانان جدا كړ

د سترګو اوښكې به جرګه ورله لېږمه

بېلتونه خداى دې اباد مه كړه

په موږ دې بند كړل د ښايسته يار ديدنونه

تر ګل ګلاب ښايسته زه يم

ماته د ګلو ګېډۍ مه راوړه ميئنه

 

تن مې د سرې نكريزې پاڼه

ظاهره تازه دننه رنګ په وينو يمه

ته بختور يې سوداګره

چې مرغلرې خرڅوې شمارې خالونه

ته به د كوم مجلس ډېوه يې

زه د بېلتون په توره شپه كې ناسته يمه

 

ټكرې د ځان پسې راكاږي

خاونده خدايه مېلمنه به د چا وينه

ټوټې ټوټې درباندې زه شوم

په بخملي سينه دې نور كوي خوبونه

ټوپك ويشتلى به خداى جوړ كړي

په زړه ويشتلى به كړېږي مړ به شينه

پاس د اسمان ستورو ته ګوره

په تا مې دومره دي د سپينې خولې پورونه

پر مخ مې مه وهه ظالمه

د اوښكو ډكې سترګې چاته واړومه

پورې لېلا ګوره چې لمونځ كا

قبول يې مه كړئ تور اوربل په خاورو ږدينه

په تهمت مه شرمېږه ياره

په ښو ځوانانو پسې تل وي تهمتونه

په جال د زلفو دې بندي كړم

مستې نا ترسې طوطيان چا بند كړي دينه

زما په دې وطن کي څوک دې

د جانان ديدن ته شپي سبا کومه

يو ه اخر مصره دې دا وي

خدايه د هر عاشق پوره کړي ارمانونه

مين زړگي ته مي سلام دي

چي تمامي عمر په صبر تيرومه

سر ﻻ ندي غټه تيگه کيږده

پري دي وطن دي پکي نشته بالختونه

زړګيه صبر شه مه ژاړه

تل به اشنا په سفر نه وي رابه شينه

زه چي سهار د خوبه پا څم

د کلمي سر دي سمه يادومه

ارمان به هلته زما درشي

چي مي زوزان په قبر وسپړي گلونه

که ليوني دي زما خوښ دي

خلک ياري د ليونو سره کوينه

چاته مي بد رسولي ندي

په ما دي خپلي ځواني اور و لږونه

خاونده دا به دي رضا وي

چي د ځواني عمر په غم کې تيرومه

جانان مي ستوري د اسمان دی

نه ورختي شم نه مي زړه صبر کوينه

يار مي په شنو سترگو مين دي

زه به دا توري سترگي چيرته بدلومه

مبارکي راکړئ عالمه

چې پري مين وم تري چاپير مي کړه لاسونه

په خولې توبې توبې وباسم

په تا مين زړګى توبې نه قبلوينه

په خولې دې غږ راته ونه كړ

په تېغ د سترګو دې زخمي كړمه مئينه

په ژوند كې خړ مه شې پښتونه

پړ دې غليم شه چې ټيټ سترګى ژوند كوينه

په سور سالو كې ګناه نه شته

ګناه نجلۍ كې ده چې ړنګه بنګه ځينه

په غټو سترګو دې مين شوم

ځكه غټې غټې اوښكې په مخ ځينه

په كوڅه تېر شوم ګناهكار شوم

شړنګار خېږي زولنې راته راوړينه

په ګودر سور سالو ښكاره شو

ما ويل دا سپينو اوبو اور واخيست مينه

په لاره تلې كږه وږه شوې

د ډېره خاله دې ژېړ ګل وشرماونه

په ما دې ځان د انځر ګل كړ

بوى دې راځي ګل دې په سترګو نه وينمه

په مخ دې څاڅكى د باران دى

ما خو ګومان د ملغلرو پرې كونه

په مرګ خپه نه يم دلبره

راكړه يو ځل د تورو ستركو ديدنونه

پېزوانه بخت دې مبارك شه

د ناز مېرمن دې سور په شونډو ګرځوينه

پېزوانه خانده هوسېږه

سبا اختر دى تا به پاس په شونډو وړينه

پېغله خو يې خوښه مې نه يې

د خمارو سترګو دې نور كوي سېلونه

جانان په جنګ كې په شا راغى

پر پرونۍ وركړې خوله پښېمانه شومه

جانانه ښه دى چې ټپي شوې

زه به دا خپله غاړه هسكه ګرځومه

جانان چې ځي په مخ دې ښه شي

زړه يې زما په زلفو بند دى را به شينه

جانان مې ګل دلاسه نه اخلي

زه به اوربل كې د چا نښې ګرځومه

جلۍ د خداى روي مې دروړى

چې په مخ راغلې مخ ته مه نيسه لاسونه

خال يې په غونډه زنه كېده

بيا ما ورپرېده چې پرې څه نخرې كومه

خاونده ما د ګودر ګل كړې

چې جينكۍ مې شوكوي سر كې مې ږدينه

خدايه د مور يې ورته پام كړې

چې په لنډۍ زنه يې ووهي خالونه

خدايه ما ګل د ګلاب كړې

چې د يار په غېږ كې پاڼې پاڼې شمه

خداې به دې زلفې په لاس راكړي

ماته د كلي ماشومان دعا كوينه

خداى دې په تنګه كوڅه راكړه

چې د سينې روپۍ دې ګډې وډې كړمه

خداى دې په واورو كې ايسار كړه

چې د تودې غېږې مې درشي ارمانونه

خلك به وايي چې وړه ده

وړې زما په زړه چړې منډلي دينه

خمارو سترګو دې زخمي كړم

د خداى د پاره ماته مه ګوره مئينه

خندا په روغو زړونو كېږي

داغلى زړه به د چا څه خوشاله شينه

خوله به د خداى په رضا دركړم

منګى مې ولې ښوروې لنده دې كړمه

خوله دې شربت كړه ماته يې راكړه

د بېلتانه په سفر ځم تږى به شمه

خوله مې غوښته ژبه يې راكړه

خدايه سخي نجلۍ ته وركړې جنتونه

خولې ته مې سوړ اسوېلى راغلو

زړګيه بيا به دې جانان ياد شوى وينه

چنار به ولې سر لوړ نه كا

چې جنكۍ ورلاندې سترګې توروينه

چې زه كور نه يم ته را مه شې

تا له به كور په باڼو څوك جارو كوينه

چې كليواله مې ګڼلې

ځكه مې سوال د سپينې خولې درته كاونه

ړم ځان به د يار په غېږ كې مړ ك

چې ميراثه مې بېلتانه ته پاتې شينه

څنګه نرۍ يې لكه لښته

مور دې ړنده شه چې په تا اوبه راوړينه

دا پېغلتوب مې د غم دود كړې

خيالي ځوانان راپسې مري خونكاره شومه

دا نازولې لور د چا ده

چې هر سبا توروي سترګې ږدي خالونه

د بېلتا ظالم د لاسه

نه تكې سرې اوښكې مې له تورو سترګو ځينه

د تورو سترګو اشارې دي

زما تك سپين زړګى به تور په مينه شين

د زلفو تار مې اوبو دروړو

په غم شريكه اشنا نيسه ګودرونه

د چا به شنې سترګې خوښېږي

څوك به په تورو سترګو ځان قربانوينه

د سترګو تور د زړه مرحمه

د جانان غمه په خندا دې تېرومه

د سترګو تور د زړه مرحمه

ګومان مې نه وو چې له تا به جدا شمه

د ګلو ډك اوربل پرې ټيټ كړه

كه شېرين يار په زنكدن وي روغ به شينه

د محبت په رنځ رنځور يم

شېرينې راكړه د سركو شونډو سرونه

د وفا تمه ترېنه مه كړه

بې وفايي خو د هر ښكلي عادت وينه

راشه زما د سينې ګل شه

چې هر سهار دې په خندا تازه كومه

رب دې په مخ ږيره ښكاره كړه

چې د غرور كنډول دې دړې وړې شينه

رب دې زما په حال خبر كړه

چې د شېرينۍ خندا نه پاتې شې مئينه

زړګي ته ډېرې پلمې وكړم

د يار سرې شونډې په پلمو نه هېروينه

زړه مې له سترګو ګيله من

چې ديدن نه كړې زه عبث غم تېرومه

زلفې مې تاوكړې كږې نه شوې

د مسافر اشنا په سر دې خير وينه

زما پرې هسې نوم بدنام شو

د لېلا سرې شونډې پېزوان خوړلي دينه

زما په تشه خندا مسته

كه خوله مې دركړه لېونى به شې مينه

زما په زړه دې باڼه ښخ دي

سترګې په وار پورته كوه نامردې مرمه

زما په سترګو كې دې ګل شي

چې زه به يې ستا په مينه بل ته واړومه

زما خولګۍ د هغه چا ده

چې غلامۍ ته يې طلاق وركړى وينه

زما د زړه صدف دې مات كړ

ځكه د سترګو مرغلرې تويومه

زه د پسرلي تر ګل تازه وم

ستا په بېلتون كې لكه پاڼه ژېړه شومه

زه د يورپ جينكۍ څه كړم

چې خړه پړه پښتنه لېلا لرمه

زه دې دا خپله ځواني وخورم

چې به دا ستا مينه پر بل باندې كومه

زه لېونو سره خوشال يم

زما يې خوښ دي دا شلېدلي ګرېوانونه

زه هماغه مسته لېلا يم

كه رنګ مې ژېړ دى له اشنا نه بېله يمه

ستا خو په يو تهمت رنګ ژېړ شو

زه د تهمت رسۍ په غاړه ګرځومه

ستا د ګيلاس په شان غړۍ ده

زما شړۍ ده ستا به كله خوښه شينه

ستا لوپټه زما په تن شه

چې تور لحد راباندې ژېړ ګلونه شينه

سترګو له واره ځواب راكړ

چې ميئن ته يې اوښكې زه بيا تويومه

سترګو مې غم زړګي ته پېښ كړ

نور يې د باز په شان ګنډلى ګرځومه

 

سترګې به هر چا تورولې

په دې دله مالت كې زه په ګوته شومه

سترګې دا ستا سترګې زما دي

ما تا ته كله د يارۍ ويلي دينه

سترګې دې بيا د ګل غوټۍ كړې

باڼه دې پورته كړه چې وسپړي ګلونه

 

سترګې مې مه پټوئ خلكو

روح مې معطل دى بې وفا جانان راځينه

سترګې مې زړه ته په ژړا شوې

مئين خو ته يې اوښكې مونګه تويونه

سپرلى به بيا په وطن راشي

جونه به كېږدي په اوربل كې سره ګلونه

سپينې سپوږمۍ ته شه خوله واخله

چې تور پېكى په تندي كوږ نه كړې ميئنه

شونډې دې دواړه داسې سرې كړې

لكه د وينو څاڅكې واورو باندې وينه

ښه ده چې سترګې دې وړې دي

كه چېرې غټې واى خوړلې به دې ومه

طالبه خداى كه به ملا شې

په كتاب پروت يې يادوې شينكي خالونه

عاشق د رنګه نه پټېږي

رنګ يې تك ژېړ وي سترګې تورې ګرځوينه

غم دې زما د زړه چارپېر دى

په تورو زلفو دې بل څوك وهلي دينه

قبر سورې كړه حال مې ګوره

په خمارو سترګو مې پرېوتل ګردونه

قبر مې لوڅ كړه حال مې ګوره

په خمارو سترګو مې پرېوتل ګردونه

كچكول په سترګو مې نيولى

خېرات د حسن راكوه چې درنه ځمه

كه ټول جهان جانان شي

د غنم رنګي جانان نه شته مثالونه

كه زړه ته سل تسلي وركړم

سترګو ليدلى جانان كله هېروينه

كه زه خبر واى چې بېلتون دى

ما به د يار سترګو ته ډېر كتلي وونه

كه مې ته روغ لېونى نه كړې

نور مې د بنګو پياله مه بوله ميئنه

لا دې يو كال ژړلي نه دي

داسې اسانه به خوله ولې دركومه

ما تر كوچنوټي رويباره ځار كړې

د يار يوه خبره دوه واري راته كوينه

ما ته د لېرې په خندا شه

چې خطرې مې د زړه لېرې شي مئينه

ما د اسمان سپينه سپوږمۍ كړې

چې د جانان په كېږدۍ تل ولاړه يمه

ما د ګودر په غاړه ښخ كړئ

چې جينكۍ مې مات بنګړي په قبر ږدينه

ما يې د ورور د سترګو جار كړې

دا د ورور سترګې يې د خور په شانته دينه

ما يې د ورور د سترګو ځار كړې

ده به د خور سترګو ته ډېر كتلي وينه

مخ دې ګلاب سترګې دې شمعې

نه پرې پوهېږم چې بورا كه پتنګ شم

 

مخ په مړوند كله پټېږي

نادانه ياره سلامي ولاړه يمه

 

مړاوې ګل په لار كې پروت وم

اشنا په سرو منګلو جګ كړم تازه شومه

مسافري دې روزي مه شه

زه دې په سپينه خوله بيده پرېيښې يمه

مورې كوچيانو ته مې وركړه

چې تور پېكى مې د هېلبند شمال وهينه

 

مور يې د كلي شومړې غواړي

لور يې په سپينه روپۍ خوله نه وركوينه

 

ميئنه يم منكره نه يم

كه شينكى خال مې د چړو په څوكو ځينه

نا مرادې يو وار خولګۍ راكړه

تل خو به نه وي ستا ځواني زما خواستونه

نجلۍ كه ټوكى د بخمل دى

يار يې نېستمن دى په ژړا له ملكه ځينه

 

نجلۍ وړه د يارۍ نه ده

كم عقله مور يې ورته سترګې توروينه

 

نښې دې ډېرې ما سره دي

نښې دې څه كړم چې دې سترګې نه وينمه

نن مې د زړه ارمان پوره شو

ځګه په خوله د خوشالۍ نغمې راځينه

 

وربل يې پوړې پوړې راغى

بخت د هغه دى چې يې پولې ورانوينه

هسې په رنګ باندې تازه يم

په زړه زخمي د بېلتانه د لاسه يمه

 

يا به دا ستا سترګې ښايسته وي

يا به زما په نظر ښې راغلي وينه

 

يار د ډمبرو مچو سوى دى

لا د پېړمخو يارانې سړى سېځينه

 

يار مې په شنو سترګو ميئن دى

زه به دا تورې سترګې چېرته بدلوم

يار مې په سرو سترګو ميـئن دى

زه به توورې سترګې چېرته بدلومه

يار مې په ګلو كې ويده دى

د سپينې خولې شبنم به زه پرې غوړومه

 

ياري د دنګې نجلۍ خوند كړي

د پلو لاندې سړى غلى تېروينه

يو خو دې غونډه منډه خوله ده

بل دې خبرې په كنډه تللي دينه

 

مينه د مينې پيدا کيږي

په مينه مينه دې کتل مين دې کړمه

مين زړګي ته مې سلام دی

چې تمامي عمر په صبر تېرومه

 

جانان په هيڅ نه رضا کيږي

د دروغجن ملا دې ورک شي تعويذونه

 

څنګه د ورايه په خندا شوې

لکه ځې غم دې د زړه ټول هېر کړی وينه

 

الله دې تا په چا مين کړي

چې په تن روغ يې زړه دې پټ کوي دردونه

ستا د ګيلاس پشان غړۍ ده

زما شړۍ ده ستا به کله خوښه شينه

 

په خولې توبې توبې اوباسم

په تا مين زړګی توبې نه قبلوينه

 

جانانه غم دې دومره خوږ دی

چې د دنيا خواږه يې خاورې ايرې کړنه

 

زه په عاشق سړي پوهېږم

د دروازې په ځنځير ځان مشغولوينه

 

 

عاشق سړی له رنګه تور وي

سوی په اور وي معشوقې رټلی وينه

 

جانانه فکر پکې وکړه

مينه سور اور دی وارخطا نشې مينه

 

ټکرې د ځان پسې راکاږې

خاونده خدايه مېلمنه به د چا وينه

 

څنګه نرۍ يې لکه لښته

مور دې ړنده شه چې په تا اوبه راوړينه

 

چې کلي واله مې ګڼلې

ځکه مې سوال د سپينې خولې درته کاونه

 

چنار به ولې سر لوړ نه کا

چې جنکۍ ورلاندې سترګې توروينه

يار مې هندو زه مسلمان يم

د يار لپاره درمسال جارو کومه

 

رب دې په مخ ږيره ښکاره کړه

چې د غرور کنډول دې دړې وړې شينه

 

زه چې سهر له خوبه پاڅم

اول سلام د کبرجن اشنا کومه

 

زه چې سهر د خوبه پاڅم

د کليمې سره دې سمه يادومه

 

مخ په قبله مې د يار کور دی

لمونځ مې بانه کړ د اشنا ديدن کومه

 

فقيره کبر پکې مکړه

چې ليلا خاورې درکوي تړه پنډونه

 

پاس په کمره ولاړه ګله

نصيب د چا يې اوبه زه درخېژومه

زه به شړۍ له ځانه تاو کړم

دا ستا جوړه به له بخملو جوړومه

 

مبارکي راکړئ عالمه

چې پرې مين وم ترې چاپېر مې کړل لاسونه

 

بابا ته لاړې سوال دې وکړو

په زړه دې زه وم که دې نور کول سوالونه

 

آواز يې اورم کتی نشم

په ښاپېرو مې سر و کار دی وبه مرمه

 

باد د جنت پکې لګيږي

د غرمې خوب د شاليلا دېرې ته وړمه

 

بله ډيوه شه راته کېنه

زه دې پتنګ ستا د ديدن راغلی يمه

 

سپوږمۍ سلام به درته وکړم

جانان مې مه رسوا کوه ماته راځينه

د ګلاب مينځ کې ګل وچيږي

چېرته عاشق سړي به لاس وروړی وينه

بارانه ورو، وروپرې ورېږه

وړې، وړې جنکۍ غره ته تللي دينه

 

بنګړو دې نيمه شپه کې شرنګ کړو

زه دې بهر تمبو ته لاس په نامه شومه

 

که زړه ته سل تسلي ورکړم

سترګو ليدلی جانان کله هېروينه

کور يې په کلي کې معلوم دی

د بام په سر يې کشمالي کرلي دينه

 

ياري د زور خبره نه ده

که زړه دې نه وي بيا دې نه مجبورومه

 

خدای دې په تنګه کوڅه راکړه

چې د سينې روپۍ دې ګډې وډې کړمه

 

جانان مې لاړو اسماني شو

اسمان چې ځمکې ته راځي قيامت به وينه

 

د ګودر غاړه ورته نيسه

د نجلۍ خوی د مرغاوۍ دی رابه شينه

 

په ګودر سور سالو ښکاره شو

ما وېل دا سپينو اوبو اور واخيست مينه

 

په سور سالو کې ګناه نشته

ګناه نجلۍ کې ده چې ړنګه بنګه ځينه

 

خدايه د مور يې ورته پام کړې

چې په لنډۍ زنه يې ووهي خالونه

په لاره تلې کږه وږه شوې

د ډېره خاله دې زېړ ګل وشرماونه

 

مازديګر لمونځ دې قبول مشه

ديدن دې پرېښود د ايمان کوې سوالونه