ايا هايکو دپښتو لنډيو ځاى نيولى شي ؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اكبركرگر

نن سبا دا خبره ډيره كيږي چې هايکو اوپښتو لنډۍ سره نږدې دي .يا کېداى شي هايکو په پښتو ادب کې زياتې شي اويا داچې دپښتو لنډيو تنده په هايکو ماته شي ؟ داسې ډېرې پوښتنې شته ۔ له دې انگيرنو داسې جوتيږي چې ددواړ و په اړوند يعنې هم دپښتو لنډيو اوهم دهايکو په اړوند زموږ مالومات نيمگړى دى ۔ دې کې شک نشته چې موږ د هايکو له رسالت اودندې خبر نه يو ۔ خو دلنډيو په هکله هم زموږ مالومات دومره ژور اوپاخه نه دى ۔


دپښتو لنډيو په اړوند يو سطحي چلند له دې امله و ، چې دليک لوست اومطبوعاتو په خپريدو سره زياترو کسانو اويا ليکوالو ، دلنډيو عمق اوژوروالي ته پام نه کاوه ۔ زياتره داسې مقالي کښل کيدلې چې سرليكونه به يي و(( سترگې په لنډيو كې ))،(( شونډې په لنډيو يا زلفي په لنډيوكې )) اوداسې نورو ډولونو به يې ستاينه كيدله . ۔
زموږ هنرمندان اوسندرغاړي دې هم خير يوسي ۔ که په کتابونو اواخبارونو کې دملالى دميوند ټپه کليشه شوي وه نو هنرمندانو هم دا محدودې لنډۍ په هر اهنگ کې زمزمه کولې ، چې :
جانان زما زه دجانان يم که په بازار مې خرڅوي ورسره ځمه ۔
يا: يا رمې هندو زه مسلمان يم ديار دپاره درمسال جارو کومه ۔
په دې لنډيو كې په بازار دجانان پلورنه بيخې زياته شوه ۔ اومسلمان يار ددرمسال له جارو كولو خلاص نه شو ۔
دا ډول لنډې په اهنگونو کې په سندرو کې اوپه سروکو کې مسخره شوي ۔ اودغه درانه فلکلوري اوژورفرهنگي ميراث هيڅ چا په سمه توگه ونه څيړه ۔
په پنځوسمو کلونو کې خداى بخښلي استادپوهاند مجروح په يوه سيمينار کې دپښتو لنډيو په اړوند يوه درنه او له نوښت ډكه مقاله وويله ۔ په دې مقاله کې ، څو ټکو ته داعماقو دسايکالوژۍ اوفلسفې په رڼا کې پاملرنه شوې وه ۔ دلنډيو دمنځ پانگې له مخې دهغو اصلي ويونکي مشخص شوي و۔ دبې سواده اوباسوادو كسانو له خوا ويل شويو لنډ يو توپير ته اشاره شوې وه ۔ دلنډيو داصلي ويونکو يعنې ښځو دمحروميت اودهغو دتحت الشعور د اواز په توگه څيړل شوې وې ۔ په هماغه کلونو کې نوميالي شاعر سليمان لايق صيب دپښتو ټولنې دزيرې په جريده کې دپښتو لنډيو په باب يوه لړۍ پيل کړې وه چې دسبک اوتحليل له مخې يې زيات نويوالى درلود۔دغه مقالې بيا دپښتنې سندرو په نوې چاپ کې دسريزې په توگه ځاى شوې . اوس دا اوازې هم شته چې لايق صيب په دې اړوند نور کار هم کړى دى خو لا چاپي بڼه يې نه ده خپله کړې ۔
خداى بخښلې استاد مجروح هم په دې اړوند خپل کار ته انکشاف ورکړ چې وروسته په فرانسوي ژبه چاپ اوبيا په انگريزې ژبه د Song of love and war تر نامه لاندې چاپ شوى كتابگوټى دى ۔
په هر صورت دواړه کارونه غنيمت اونوې جوړوونكي کارونه دي. په پيښور کې ((سلما شاهين)) هم پښتو ټپې په نوم اثر چاپ کړې چې يوه ساده سريزه لري اوزيات شمير لنډى لري ، په هغه اثر کې نور تحليلي څه نشته ۔ مرحوم استاد بينوا دلومړي وار له پاره يو غور چاڼ ترتيب او بيا يې له فارسي اواونگريزې ترجمې سره چاپ کړ ۔ چې ميناتوري انځورونه هم لري ۔ خو په دې بحث كې لومړى دهايكو درسالت اوپيغام په باب يوڅه وايو اوبيا بيرته لنډيو ته راځو :
خو:



هايكو :
اوس هايکو ته راځو ۔ هايکو يو جاپاني شعر دى چې کله ناکله داسې يادونې هم شته چى دا شعر پښتو ټپې ته نږدې دى اوجاپانيان هم دپښتو ټپې په څير يوه داسې فرهنگي شته مني لري ۔ نن سبا په پيښور يا پښتونخوا کې زيات پښتو هايکو هستول کيږي اوچاپيږي ۔
موږ په ناسم ډول هايكو ( HAIKO )تلفظ كوو ٬ بلكې جاپاني سم وينگ يې هايكوو Haikuدى ځكه جاپاني كانچې توري پنځه حركته لري ٬ دبيلگې په توگه د(ك) دتوري حركتونه چې دهايكوو په وروستي توري كې هم سته اوزموږ مراد هم هغه دى چې په دې ډول دى : كا٬ كي ٬كوو٬كې ٬كو۔ اوهايكو په دريم حركت ليكل كيږي ۔ اوويل كيږي ۔
دويمه خبره يې شكل يا فورم دى ۔ هايكو و دجاپاني شعر تر ټولو لنډ قالب دى خو دمانا له مخې بشپړ چې قافيه نه لري اودرې نيم بيته ( مصراع ) وي چې سيلابوتونيك ( syllabus-tonic ) دى چې هر نيم بيت يې په ترتيب سره ۵ -۷- او۵ هجاوى لري ۔
همدارنگه دمحتواى له مخې هايكو ډير ځله دطبعيت اوفصلونو په اړوند تنكى احساس اوپسته عاطفه وي چې په هغه كې ډير ذهني انځور ( ذهني تصوير ) ځاى لري ۔ دانځوريز هنر پلويان چې دشعر اصلي جوهر په تمركز كې گڼې ٬ ازرا پاوند ( Ezra(loomis)Pound ) امريكايي شاعر چې له (۱۸۸۵ څخه يې تر ۱۹۷۲ ميلادي كال پورې ژوند كاوه ) څخه په الهام اخيستلو سره هڅه وكړه چې پر ذهني تصوير باندې دتمركز يا ځير تيا له لاري دهايكو قالب ته لاس رسى پيدا كړي ۔ اودانسان دروني حالت اوافكار اوانديښنې دشعر په ژبه انځور كړي ۔ دا ځكه چې جاپاني هايكوو اوټانكا ( tanka ) دخپل وخت دشاعرانو دادبي مكتب لارښود وگاڼه خو هيڅكله يې دبڼې اوشكل تقليد ونه كړ۔
لږ څه به ددې دواړو ډولونو شعرونو په توپيرونو تم شو ۔
دجاپان مشهور هايكوو ويوونكي چې دهغو هايكوو ثبت شوې اوتراوسه كومه بله هايكو تر هغه مخكې نه دي ليدل شوي ۔ جاپاني فوجي وارا نوبوزنه ( Fuji Wara Nobuzne ) دى چې له ۱۱۷۶م څخه يې تر ۱۲۶۵ كال پورې ژوند كاوه ۔
بل باشو Basho چې له ۱۶۴۴ م څخه يې تر ۱۶۹۴ كال پورې ژوند كاوه ۔
بوسن Buson چې له ۱۷۱۵ څخه يې تر ۱۷۸۳ م كال پورې ژوند كاوه ۔
شيكي Shiki چې له ۱۸۶۶ نه تر ۱۹۰۲ م كال پورې يې ژوند كاوه ۔
يوه كوچنۍ بيلگه يې داده : مرغان ژاړي اودكبانو تر سترگو اوښكې څاڅي
دغه مخه ښه مني ته مانا وركوي ۔ (( باشو))
هايکو د((ذن)) فلسفي تفکرچې هماغه ((مهايانا)) ده ۔ خو ذن په واقعيت کې دتفکر يوه ځانگړې تگ لاره ده ، چې ددروني هستۍ راز راسپړي ۔ ذن هڅه کوي چې ز موږ دروني تجربه راوسپړي چې په جاپاني کې ورته(( ستوورى ))اوچينايي کې ورته(( وو)) وايي ۔ اوداشراقي برښنا په څير هماغه د ذن معيار دى ۔(( ستوورى)) دمفاهيمو سره هيڅ رابطه نه لري. داسې مفاهيم چې موږ ته حقيقت راڅرگند کړي اصلا کار نه لري ۔ په مفاهيمو پوهيدنه کېداى شي زموږ پوهه زياته کړي خو دا هغه مړه مفاهيم دي چې موږ ته حقيقت نه راښۍ هيڅ ډول هستونه په کې نشته چې له دې امله ديوه شرقي روح انعکاس بللى شي ۔
((دژوندانه رازونه دهر هنري اثر په تل کې ځاى لري ۔ له دې امله هر هغه هنر چې رازونه په ژوره اوخلاق ډول بيانوي موږ دهستۍ ژورو ته بيايي ، په داسې وخت کې هنري کار يو خدايي کار گڼلى شي ۔ ډير ستر هنري اثار چې دټولنې په هر ټولگې پورې چې اړه ولري داسې ځانگړنې لري ۔ يعنې داسې څه لري چې خدايي کار ته نږدې کيږي ۔ )) (۱ ) ۱۰مخ
لکه څنگه چې دجاپانې فرهنگ په باور سره د((ذن يا دستووري)) تجربه په معمول رسم اوروش سره نه ترلاسه کيږي۔ او په جاپاني فرهنگ كې په دې باور موجود دى چې ژوند له رازوونو اواسرارو ډک دى اوهر چيرې چې اسرار اميزه احساس وي کولې شو ووايو چې د((ذن )) ماناهمدا ده ۔ ددغه ارزښتونو له ليدلو پرته استاد او هنرمند کېدل ناشوني دي ۔ هر هنر يو راز لري معنوي ريتم لري اوپه جاپاني ژبه يو(( ميوٍي )) لري ۔ نو له دې امله ذن دهنرټولو برخو اوڅانگو ته نږدى دى ۔
((په جاپاني ادبياتو کې ټول ستر هنري اثار په خپل وجود کې يوگن يا ((ميوي)) يا ((گم ميو)) لري ۔ اوديوگن له لارې کولى شو چې هميشه دبدلون په حال کې نړۍ دځينو ابدې شيانو ته يو نيمه يا سرسرې نظر وکړو يعنې د((يوگن ))له لارې کولې شو دواقعيت رازونو ته وگورو ۔ هلته چې ستوري ځليږي .دخلاقه قدرت څرگندونه كيږي اوهر چيرته چې خلاقه قدرت احساس شي نو هلته دميو او((يوگن)) د هنراصلي روح دى ۔ )) ( ۲) ۱۱مخ
په دې ډول د((يو)) او((گن)) له مانا داسې جوتيږي چې موږ په رازونو نه پوهيږو . يا دنفوذ كول ناشونې كار ښۍ ۔ يعنې هر څه تورتم دي اود پيژندلو وړ نه دي ۔ اودا دعقل څخه ليرې يو حالت دى ۔ له تجربو څخه بهر يو حالت دى ۔ ۔ ((يوگن ))دذن په کيت يا طريقت کې ((دابدې ارامى د اواز مانالري ۔ ))چې دا هاغه نامحدودو شيانو اودهغو بنيادونو ته اشاره ده ۔ له کومه ځايه چې يوگن داسرارو اورازونو بيان دى نو بيا ويل يې مشکل دي خو دهايکو شاعران دروني اودانسان دروني رازونه اودخلقت دښكلا رازونه په يوه خاصه شيوه اومتود بيانوي ۔
دجاپاني ادب پوهانو په باور سره هايکو دبودايي تجربو سره اړيکي لري ۔ ۔ بودا په سباوون کې دسبا ستوري ته کتل اوپه هغه کې يې رڼا وليدله ۔ هغه څو کاله رڼا ته متوجه و ۔ دهغه عقلي څيړنو هغه ته خوشحالي ورنه کړه۔ هغه ديو بل څه په کشف مصروف و ۔ چې دامکان په صورت کې دهغه دشخصيت په ژورو کې يې ځاى درلود ۔ ((ستوري)) ته دهغه کتلو اودهغه مشاهده كولو نوموړې ته اگاهي ورکړه هغه څه چې دهغه په دننه کې و ۔ اوبيا وروسته هغه دبودا ( بيدار اوروښانه ) په لټه کې شو ۔ )) (۳) ۱۵مخ
له پورتنيو ويناوو اوروايتونو څخه پوهيږو چې هايکو دخاص اوځانگړي فکري روش يو بستر دى ۔ تر زياته حده دانسان ددروني ښکلا ځلا ده اودانسان له درون اورواني اوانفسي دونيا سره سروکار لري ۔ هايكو طبيعيت هم ددغه افکارو له پاره بستر گرځوي ۔
هايکو دبودايي روښانتيا او((نيروانا)) سره هم تړاو لري او دجاپاني فرهنگ اصلي جوهر په دغه سمندر كې څپې وهي :
هويي نينگ شپږم پير وايي :
(( په دې شيبه کې داسې څه نشته چې هستى ته رادننه شي . په دې شيبه کې څه نشته چې له هستۍ بهر شي ۔ اوس نو زيږد(تولد ) اومرگ نشته چې پاى ومومي ۔ پس دا شيبه دادمطلقې ارامۍ حالت دى (نيروانا ) ده ۔ داشيبه سره له دې چې په دې شيبه کې ده ، خو حد نه لري ۔ اودلته خوښي ابدي ده ۔ )) هايکو – احمد شاملو ۔ع پاشايي ۔
له پورتنيو يادښتونو او تحليل څخه موږ دهايکو شعر يو بستر اومحتوا اوجوړښت ليداى شو ۔ له بلې خوا هايکو داسې شعر دى چې شاعر يې مالوم دى ۔ ويونکى يې مالوم دى ۔ اودسيلابونو شمير يې په جاپاني ژبه کې اولسو ته رسيږي ۔ خو لنډ ۍ . :خو كله چې پښتو ته راځو اوپه پښتو كې دهايكو په نوم كوم نوى معاصر شعر گورو ۔نودوه پوښتنې مطرح كيږي چې ايا دا لنډۍ هايكو ته ورته دي اوكه دپښتو ژبې داستعداد سره په موازاتو كې دشعر يو فورم دى ۔ ؟ زما په نظر په دې خبره غور كول په كار دي ۔
دهايكو په نوم دپښتو شعر څو نموني دلته راوړو :
يو ليوني بل ليوني ته اووي –
ياره راځه چې له دې ښاره ووځو-
-ماته دا خلك ليوني ښكاري
---
زموږ دكلي اومحلت جينكۍ
اوس په كجلو سترگې نه توروي
ځكه سپين سترگې اوكلك سترگې شولي
------
دهايكو په دغو درې مصرعو كې
ستا بې پاياوه حسن نه ځاييږي
په تا به بيا چيرته غزل وليكم
------
ځوي يې بوډا شو دواده په ارمان
پنځه تولي كالي كولى نه شي
لور په پنځوس تولي كالي وركوي
------
زما په تور رنگ پسې مه ځه اشنا
زما مثال دى دبونير دغرونو


زړه دمرمرو په شان سپين لرمه

دغه اجړه پيغله څومره ښه ده
څوك خپل بچي غيږه كې نه اخلي اوس
دادبيزو بچى په غيږه كې وړي ۔
------
منم چې ستا كوټه به جوړه شي خو
ته چې دادنگه ونه پرې كړې نو بيا
دخارو گانو جالي ورانې به شي
اونور داسې زياتي (ددې شعرونو ويوونكى دى (عطاولله جان مينه سوات درې مياشتنى دريمه گڼه ۲۰۰۴ كال ۔ )

لنډۍ يا ټپه :

دلنډيو په باب مورفولوجيک اوژبپوهنيز بحث ته اړتيا نشته ۔ ټپه لنډۍ اومسرۍ دافغان پښتون پختن اوپټان په څير ديو شعر نومونه دي ۔ دا اولسي شعري فورم دې دفولك هنر پوري اړه لري ۔بده به نه وي چې لږڅه په تيوريك لحاظ دفولك هنر بنيادونو ته پام واچوو۔
اولسي هنر دطبعيت اودانسان دسالميت له مفاهيمو ډك دې ۔ په ټولو اولسې افسانو اوترانو كې دطبيعت ستاينه دبوټو گياوو،شين شوبو ،اوبو اوپارچاوونو اودښكلو منظرو زړه راكښوونكى منظر پروت وي ۔
۱- اولس چې تل په عملي ژوند كې ښكيل اودطبيعت سره لاس وگريوان دي ۔ زده كوي چې څرنگه دطبيعت په قهر برى ومومي اوهغه تر خپل كنترول لاندې راولي ۔ په دې اساس ده چې واقعيت پالنه دفولكلور په اساسي محور بدليږي ۔ عاميانه سرودونه ددې له پاره ايجاديږي چې دژونديو اوفعالو خلكو له خوا زمزمه شي ۔ په دې ډول ټپه چې د اولسي هنر يوه عمده برخه ده دعملي ژوندانه له شور نه ډكه ده ۔
۲-دفولك هنر دانسان له هيلو اواميدونو څخه ډك دى ۔ددغه هنر قهرمانان دفداكارۍ اوايثار له لارې هدف ته رسيږي ۔ دكوډو اوجادو اثار چې دزړې اوسنتي ټولني بوده تنسته ده په اولسي هنر كې ځای شويده ۔ كه انسان خپل منزل مقصود ته ونه رسيږي له يوې بلي لارې خپل جريان پر مخ بيايي ۔ دفولكلور خيال او اوتخييل سره له دې چې واقعيت نه لري اويا له واقعيت نه واټن لري ۔ خو دپيښيدو امكان يې شته ۔ داسمه ده چې ځينې اساطير اوداستانونه دهر دواران دخلكو دغوښتنو نماينده گي كوي ۔ اوداسې غير واقعي اوخيالي انگيرل كيږي ۔ خو دا دخلكو داختراع په توگه دعيني واقعيت سره تحقق مومي ۔
۳- دطبعيت تسخير اوايل كول اودتمدن ايجاد دفولك هنر اصلي موضوع ده دفولك قهرمانان داسې سرشاره موجودات دي چې دزيات تلاش او تحمل په ترڅ كې بري ته رسيږي په يو ناني اساطيرو كې پرومته دانساني خلاق قدرت يو ممثل دى ۔ دطبعيت دپاسدارانو مخالفت چې زيوس يې نماينده دى انسان ته اور وركوي اودهغه ژوند بدلوي ۔
۴-دنويو اقتصادي اوټولنيزو پرمختگونو سره سره داسې انگيرل كيږي چى گواكې دفولكلور بنسټ كمزوري كيږي خو له كومه ځايه چې په طبيعت باندې بشپړ برى حاصل شوى نه وي فولكلور به زيږيږي۔
۵-دغه هنر ټولنيز خصلت لري يوازې ديوه فرد مولود نه دى بلكې داولسونو دپراخو پرگنو دمحصول په توگه وړاندې كيږي اودوام كوي اوداولسونو دناپايه اوڅپانده سمندر څپو ته لوييږي ۔
۶- بدوي انسان په هر څه كې ځان دطبيعت پوري تړلی بولي اوله دې امله ده چې طبعيت پالونكی وي دطبعيت سره ډيري افسانې اواسطوري ايجادې شوي دي چې د((اركي تايپونو ))په توگه اوس هم په فولكلور كې شته اودڅيړني اوتحقيق له پاره ناپايه سرچينه اومخزن دى ۔
په اولسي هنركې -حيواناتو ته ارزښت وركول - لمر اوسپوږمۍ ته ارزښت وركول - اور ته ارزښت وركول مرگ اوژوند ته ارزښت وركول هغه څه دي چې زيات دعملي ژوندانه سره تړاو لري ۔ اودبدوي انسان اودلومړيو ټولنو دعكس العمل ډگر دی ۔
اريانپور ليكي :
((په لرغونو كتابونو كې دمسيحيانو دسپيڅلو اوبو اودتورتمونو په څاه كې دحيات اوبو ٬ دهند سپيڅلو اوبو ٬دچين سپيڅلې اوبو يادونه كيږي په پخوانو لرغونو كتابونو كې دژوند اوحيات نږديوالي ته اشاره شويده ۔ دداراب په قول دهرمز يادونه شويده ٬ چې دزردشت ميرمن دخپل ميړه سره له يو ځاې كيدو وروسته په كوهستان كې داوبو چينې ته ولاړه ٬ اوځان يې پرې منځلو اودزردشت تخمونه يې چينې ته وركړل چي دهرې زريزې په سر كې چې كله پيغلې هلته ځانونه پريمنځي نو تخمونه هغوته وركړې اودزردشت نه بارداره شي اودرې گونه زردشت زامن دنړۍ داداري له پاره وزيږوي ۔
همدارنگه په بل ځای كې دانجيل له مخې ليكي :
((انجيل يوحنا ليكي : له هغه اوبو چي انسان ملايكوتو ته ننباسي اوهغه ته ابدي ژوند وركوي ٬ خبري كوي ۔ په لرغونوټولنو كې اوبه دالوهيت جنبه لري ۔ اوارباب الانواع داوبود عبادت كيدلو ٬ په لرغوني اريانا كې داوبو دالهي اواناهيتا له پاره قرباني كېدله ٬ اوپه هندوچين اوكامبوديا كې دوه تنه داوبو پادشاه و اوداور پادشاه سپيڅلي اوپرستش يې كيدلو اودا مقام دهغو په كور كې ميراثي وو)) امير حسين اريانپور ۔ جامعه شناسي هنر ۔ ۱۰۴مخ
●●●●●●●
۔ لنډۍ داسې شعر ې فورم نه دى چې په نورو ژبو کې وميندل شي ۔ دا يوازې دپښتو ځانگړنه ده ۔ لکه چې په ټوله نړۍ کې داسې لږ اولسونه شته چې ژبه يې هم ژبه وي اوژبه يې هم دژوند قانون وي .خو پښتو دوه گونې مانا لري چې هم دژوند قانون دى اوهم دژبې نوم دى اودې ځانگړنې پښتو ته يوامتياز وركړى . ۔ دغه راز لنډۍ يې بله ځانگړنه ده چې پښتواو پښتانه له غيرو جلا كوي ۔
(( دهر ډول موډل پرته چې سيالي ورسره وشي ، اودهر ډول شعرې صلاحيت پرته چې درناوى يې وشي په پښتو ژبه کې ددغه عام ادب ويونکو دغه هستونه له هر ډول کتابونو څخه ډيره ليرې ايجاد کړې ده ۔په عمومي توگه هغه کسان چې له ښوونځي اويا پوهنتون څخه محروم و ، هغوى دغه ترکيب. له هر ډول بهرنې نفوذ څخه ليرې ساتلى دى۔ اوپه بې اختياره ډول يې دغه کار ته دځانگړنو داسې قوت ورکړى دى چې انعکاس يې ټول خلک اوريدلاى شي ۔ )) (۴)سندره اومينه مجروح
((سره له دې چې دا داسې په زړه پورې حاضر جو ابه ترکيب دى اوانکشاف يې کړى دى چې دخاصو شعري فورمونو سره زياته تنوع اواختلاف لري ،خاص قواعد لري ۔ له سندرو جلا دا ډول شعرونه دامانا نه لري چې له ياده وويل شي ۔ دا ځكه چې ددې ريم اوريتم ميلوديک ارزښت لري ۔ )) (۵) ايكس پيج
لنډۍ په څرگنده توگه دمحتوى له پلوه دفارسې درې اونورو ژبوله شعر سره توپير لري . په لنډيو كې عارفانه عشق اوج نه نيسي .
له بلې خوا ځينې ساده اوډير ابتدايي اساسي شيان په دوامداره توگه شته .دا سندرې دځمكني عشق اودبشري مينې اغيز دى .انديښنې ٬ خوندونه٬ لذتونه په يوه داسې سندره كې چې دطبعيت ستاينه كوي ٬ غرونه درې ځنگلونه دريابونه سهار اوماښام ٬شپه اوراكښوونكي فضا ستايي ٬داسې سندره چې له جنگ اوغيرت ٬له شرم اومينې دژوند اومړينې څخه تغذيه كيږي ٠
په هر حال په دې اصلي اوستر اوډير محبوب شعر كې دښځو فعال حضور موجود دى ٬ كه په بل هر ځاى كې وي هغه دنارينه اشعارو ته الهام وركوي ٠ هغه دمضمون دبې شميره سندرو دليكوال په توگه په دې ځاى كې هم خپل موجوديت له ټولو مخلوقاتو اوچت بولي ٠ له دې امله يو شكل هر وخت دهغه دگډون كوونكي غوښتنه كوي ٠ اودا لنډۍ دي چې په تحت الفظي مانا (لنډ ) مانا وركوي ٠ په حقيقت كې دا يو ډير لنډشعر دى چې له دوه مصرعو جوړ شوى دى ٠ له نهو اوديارلسو سيلبونو څخه ٠ خوښيو اوخوشاليو دزيارت ته له تللو ٬ په ټال كې دزنگلو ٬ دگودر د غاړو ٬دمړو له جنازو له سره ان دجمعي حافظي سمندر ته لاره كوي اوهلته خوندي كيږي ٠ لنډۍ په واقعيت كې دپښتانه دژوند بهير دى ٠
لايق صيب ليكي :(( دلنډيو مست اوله شوره ډك سيند تل ديوې څپې ځاى بلې ته اودبلې لا بلې ته ورسپاري ٠ اوپه دې توگه دلنډيو رنگين گلستان اودهغوۍ دغاړو ( اهنگونو ) مهيجه اونڅوونكې سنفوني له مطلق خزانيدو اووچيدو اوغلې كيدو څخه ساتي ٠)) ( ۶) درويشت مخ
سر په كږه څنگله كيږده مخ مې راستون كړه ښكلوه شينكي خالونه
زما دزړه صدف دې مات كړ څكه مې وينې په سينه وهي موجونه
اشنا مې وږى را نه لاړو ددسترخوان خواته ورځم ژړا راځينه
څو دوطن ياران خبريږي دغم سيلاب به په دكن ويشتلى وومه ٠
--------------------------------------



ياددښتونه :
۱-هايكو ٠ ع٬پاشايي اواحمد شاملو
۲-هايكو
۳-هايكو
4- Songs of love and war x.page
Songs and love and war .... - 5
۶- لنډۍ دسليمان لايق سريزه دعلومو اداديمي چاپ
۷- امير حسين اريانپور ٬ جامعه شناسي هنر ۔
۸۔ دگران ملگري داكتر طارق رشاد نه په مننې سره چې په ځينو برخو كې يې مرسته وكړه ۔