دهگل له ليدتوگې دهنر فلسفه :

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اكبر كرگر

له كانت نه وروسته دهنر په باب دهگل نظريات دفلسفې په تاريخ كې ډير كره اوپه زړه پوري دي ٠ هگل دهنر په اړونددهنر دمضمون په اړوند پوښتنه مطرح كوي ليكي :
له دې امله داسى پوښتنه مطرح كيږي چې دهنر مضمون څه شى دى ٠؟ اوولې بايد داسې مضمون مجسم شي ؟ په دې برخه كې داسې ځواب سره مخامخ كيږو چې زموږ په ذهن كې ديو متداول او معمول نظر په توگه لا له مخه موجود دى ٠ خو په دې اساس دهنر دنده اوموخه داده چې موږ له پاره يا دانسان مافى الضمير ته اوزموږ حواسو اواحساس ته څه راوړي اوموږ په څه ډول په احساساتو راولي ٠ هنر بايد ددغه مشهور كلام مصداق وي چې وايي : (( زه گمان نه كوم چې دهيڅ انساني پديدې په وړاندې بيگانه اوسم ٠ ))

په دې اساس دهگل له نظره دهنر غايه اوهدف دادى چې هر ډول ويده احساس اوتمايلات اواشتياق رابيدار كړي .اوهر څه د متكاملو او بې ودې يا ساده انسانانو ته داحساس اومنلو وړ وگرځوى ٠ : هنر كولاى شې هغه څه چې دانسان ددرك اوحواسو په ډيرو ټيټو اوپټو زواياو كې پټ دي تجربه اوهغه وروزي ٠ هغه څه چې دانسان دجسمي اورواني ابعادو په بيلابيلو برخو اوانساني عناصرو اوبيلابيلو اوبې شميره امكاناتو اوژورو كې ځاى لري په حركت راولي اوهغه څه چې روح پر دې سربيره په تفكر اوفكرت كې راټول كړيدي اوذاتي اوعالي دي –لكه شكايت ٬نجابت ٬ابديت ٬اوحقيقت ــ داحساس اومشاهدې له پاره دهيلو اواميدونو وړ وگرځوي ٠

په همدې ترتيب بدمرغي ٬فقر اوهمدارنگه بدې اوفريب اوچل وټه دپوهيدنې وړ وگرځوي ٠ اوهر هغه څه چې ډاروونكي اووحشت انگيزه دي را وپيژني ٬يا دپيژندنې وړ كړي ٠ اودانسان په طينت اونهاد كې هر ډول لذت اوسعادت راوپيژني اوبالاخره ددې امكان برابر كړي چې تخيل په ازادو لوبو كې خپل مهار خلاقه قدرتونو ته وسپاري ٠ په دې ترڅ كې دليدنودتير ايستونكو (اغوا كوونكو) جاذبې او اوزړه وړونكو احساساتو څخه خوند واخلي ٠ له يوې خوا بايد هنر دمضون غنا ولري چې له خارجي موجوديت څخه زموږ طبيعي خوند اخيستنه بشپړه كړي اوله بلې خوا داسې شور اووجد را پورته كړي چې دژوند تجربې دگټې اخيستنې وړ وگرځوي ٠ همدارنگه موږ دې ته اړ كړي چې له ټولو پديدو سره چې موږ ورته ليوال يو دمنلو وړ شو. البته هگل ٠ په دې باور دى چې د دې ډول شور اوهيجان دراپارول او را پاڅول دهنر په قلمرو كې دواقعي تجربي په مرسته نه ترسره كيږي بلكې يوازې دتجربې نما يا څرگندونه ده چې هنر ته ددې امكان وركوي چې خپل توليدات په ناسمه توگه دواقعيت پر ځاى كيږدي ٠ ددې ډول غلطيو امكان چې هنر يې دنما يا ظاهري بڼې په مرسته را برسيره كوي په دې كې ده چې انسان هر واقعيت چې دشهود اوتصور په مرسته مومي ٬نو واقعيت عاطفې اوارادې ته لاره پيدا كوي.

هگل وايي په دې اړوند اړه نشته چې انسان بې واسطه خارجي واقعيت دداسې هنري لاري ترلاسه كړي اويا له بلې لارې يعنې دتصوير ترسيم اوتصوراتو له لارې چې دواقعيت لرونكى اوهغه مجسم كوي ورته ورسيږي . انسان كولي شي داسې شيان چې واقعيت نه لري داسې تصور كړي چې گويا واقعيت دي ٠ په نتيجه كې دانسان له نظره دا توپير نه لري چې دا يو خارجي واقعيت دى اويا دا چې يوازې دا يوه څرگندونه ( نما) يا ظاهر دى ٠ چې ددې سبب كيږي چې يو حالت يو مناسبت اواصولا داسې يو ډول مضمون دژوند موږ ته القا كړي پرته له دې چې دانسان عاطفې ته فرق ولري كولاى شي دداسې محتوى په اساس انسان تير باسي ٬ خوشاله كړي ٬ را وهڅوي ٬ ټكان وركړي احساسات اوشور اووجد چې دقهر ٬ غصې او همدردئ ٬ويرې ٬وحشت ٬مينې درناوي اواحترام افتخار اوشهرت نه سرچينه اخلي پر موږ كې په حركت راولي .

دانساني احساساتو دغه بيداري ٬دژوندانه دمضمون دغه يو ځاى والى دانسان دعاطفې سره ٬ دانسان ددروني ټول خوځښت ا وجوش ته واقعيت وربخښل يوازې خارجي ناسم موجوده حالت دمرستې سره –څه چې يكي يو دي نو ديو ممتاز قدرت په توگه په هنر كې رامنځ ته كړي ٠

خو كله چې هنر داسې موظف دى يا هغه څه چې نيك وبد دي اودانسان په عاطفه اوتصور كې ځاى كړي اوډير شريفانه پړاو ته يې راوړي اوپه عين حال كې هغه دډيرو حسي اوخودي احساساتو دخوند نه جلا كړي نو په دې حالت كې بايد وويل شي چې هنر تراوسه داسي دنده لري چې په مجموع كې صوري دي اود ټاكل شوي هدف ته په نه پاملرنې سره هر ډول محتوى اومضمون په تش ډول افاده كړي ٠ )) مقدمه بر زيبا شناسي ٠گيورگ ويلهلم فرديش هگل ٬فارسي ترجمه محمود عباديان



٠ ا۹ او۹۲ مخونه ٠
George Wilhelm Friedrich Hegel
Asthetik Band : 1
Aufbau Verlag Berlinu . Weimar 1976