پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)
له ورځنی مزدوری نه ستړی ستومان کورته راغلم ، خپل کالی می بدل کړ ، مخ او لاس می په اوبو تازه کړ ، په پخلنځی کی می ځانته یوه پیاله شین چای تیار کړ ، دچایو د پیالی سره سالون ته راغلم اود خپل ناستی په ځای کی می دمه وکړ ، دیوی لنډی مودی دپاره په چرت کی لاړم ، اود وطن په یاد کی ولویدم ، کلی ، دکلی همزولی ، ښونځی ، همصنفیان ، دکلی خلک او د ځوانی ټول تیر شوی خاطری یوبل پسی په ځغلنده می په یاد راغی ، په سترګو کی می اوښکی ډنډ شو ، پر خپل حال او د وطن دخلکو په لالهاند ژوند اوورځنی ستونزو باندی می ژړا راغی او یو پنجه په چیغو چیغو وژړیدم او خپل زړه می یخ کړ ، له ځان سره می فکر کاوه چی په وطن کی می څه ښه روزګار درلود ، ښونځی می په شوق ولوستل ، له فاکولتی څخه فارغ شم ، دیوداکتر په صفت دخپل خلکو په خدمت کی اوم ، دطب
په پوهنځیو کی شاګردانو او د طب محصلینو ته می درس ورکاوه ، دعزت او اعتبار وړ سړی اوم ، په وطن کی قراره قراری وه ، خلک په ورځنی کارونو کی بخت وه ، د سپین ږیرو هرچا احترام ساتل په غم او ښادی کی یو او بل ته رسیدل ، نه جنګ وه نه جګړه ، ورانی او ځانځانی مینځ ته راغی ،له مجبوریته وطن می پریښود ، مسافرشم ، دلته په پردی وطن کی لالهاند ، ناهیلی ښکته پورته کیږم ،څوک نه پیژنم ، په ژبه نه پوهیږم ، عمر می له پنځوسه اغوښتی ، او پخپل مسلک کی کار ماته په لاس نشو ، ناچارشم چی د خپل کورنی دنفقی د پیداکولو دپاره په یو کار بخت شم ، تر پنځه کاله پوری د کار کولو حق می نه درلود ، په مسافر خانه کی بیکاره پروت اود خیراتی ډوډی په طمع د مسافرخانی دپخلنځی په دروازه کی ولاړ ترڅو چی یومړی ډوډی خپل کورنی ته ترلاسه کړم ، وروسته له پنځو کالو د کار کولو اسناد می تر لاسه کړ ، او د لوښو پریمنځلو په ماشین کی می دلوښو په پریمینځلو پیل وکړ چی په همدی کار کی لا تر اوسه بخت یم ،ورځی او شپی يو بل پسی په پیړه تیریږی ،داهغه خاطری وه چی له ځان سره می لکه بانګسار سړی خبری کول ، دهمدی خبرو په لړ کی می نظر
په ریمانت کنترول باندی چی دسالون د خونی دچایو دمیز په مخ پروت وه ولګید ، ریمانت کنترول می دمیز له سر را پورته کړ او تلویزون می سوچ کړ ، او یو المانی کانال می
کتل چی دفعتاً یو بوږنونکی تصویر دتلویزون په هندار کی
می په سترګو شو ،اوهغه داچی دکابل په غازی ستدیوم کی
چی یو وخت هلته سپورتی لوبی کیدل او دخپلواکی دلاسته راوړلو په جشن کی دمعارف رسم او ګذشت تر سره کیدل
طالبانو دا د امریکی او دپاکستان ملیشی سره را ټول شوی
چی یوه افغانی ښځه چی خاکی رنګه ، خیرن او شکیدلی چادری یی پر سر وه ، دستدیوم دمیدان په مینځ کی څو ږیره وروطالبانو هغه کیښناوه، اویوبل ږیره ور طالب چی ممکن دهغو په اصطلاح سره قاضی یا مشر وه ،مكروفون شاته
ودرید او په چیغه سره وویل چی ای مسلمانانو ای دشریعت نبوی پلویانو ، ای خدای پرستو بندګانو ، تاسو ته مونږ وایو
چی مونږ دلته په دی وطن کی انصاف او عدالت چلو او هر
ناروا او د شریعت نبوی خلاف کړنه او اعمال غندو ، وګوری دغه ښځه چی یوه بد کاره ښځه دی او په ناجایزو کاروسره خپل ژوند چلوی ځمونږ دمجاهدینو وروڼوپه لاس راغلی اودلته مو راوستی چی دټولو خلکو په مخ کی هغه ته
سزا ورکړو تر څو چی دنورو دعبرت سبب وګرځی ،مونږ پریکړه وکړ چی دغه ښځه باید مردار کړو ، هماغه وه چی ما پخپلو سترګو ولیدل چی یو طالب په یوه غټه تیګه د هغه ښځی پر سر ګذار کړ اوپه یووار سره هغه بیچاره ګی مړه کړ اووروسته نور طالبان دهغه پر ولودلی او مړه جسد باندی په کرشنکوف سره مسلسل ګذارونه وکړل اود خاوری سره یی خاوره کړل .
ددی صحنی په لیدو سره هک او پک شم اوله ډیر ژړلوڅخه
سترګی می سری واغوښت او تن می په لرزه شو او د ځان سره وګړیدم چی په دی یوویشتم پیړی کی دومره وحشت او بربریت ، دا دڅه دپاره دسعودی دچلتارپوشو وهابی عیاشو زانیانو د زړه د خوشحالولو د پاره یا د پنجابی دال خوروانګریزی برکټو د هیلود سرته رسولو دپاره دڅه دپاره
تو لعنت په دی کرغیړنو ، نامسلمانو ، خدای ناترسو وحشی
انسان نمایانو شی چی د انسانیت هیڅ نښی اونښانی په هغو کی نه لیدل کیږی ، دا په کوم قانون کی شته چی یو مشکوک مجرم بی له محکمی په دی ډول ووژل شی،تلویزون می مړ
کړاوبیا په چرتونو کی غرق شم ، اسمان لری او ځمکه سره
خلک وږی ، تږی ، بی روزګار، ناروغ ، بی کور اواور اما د اسلام دا غټ کونی پاکستانی تالی څټی چی د اسلام ددین ساتونکی ځان بولی او په عیش او عشرت سره په واکداری او امریکی او دوبی ته په تګ او راتګ دی او دخپلو کورنیو دلیدو او خبر اخیستلو په نیت سره دهیروینو
او دچرسو کڅوړی تر خپلوږیرولاندی پټ او دقاچافو په کولوسره ډالر ترلاسه کوی اود بین المللی غلو سره لاس یوکړی اوسرلوړی افغانستان یی پر خوارو او بی وزلو دوزخ ګرځولی اخر به څه وشی .
په همدی چرتونوکی می ورځ بیګاه شو ، دشپی ډوډی ته می زړه ونشو بستر ته لاړم ، خوب می نه وه تر سهاره
پوری په دی او په هغه اړخ اوړیدم ، سهار شو کالی می
په تن کړ او بیا دکار خواته روان شم اوتر ډیرو مودی پوری هغه بیچاره ښځه می په یاد راتله ،ګوندی که خلک
راویښ شی اوددی ظالمانو کمپلی ټول کړی .
پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)
جرمنی ۱۴-۷-۲۰۰۸
ویرژلی خاطره
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode