لــيـک: فـيـروزخـان صادق
خداې بخښلی ډاکــټـرکــبـيـرســتـوری د پښتون قام او ژبې په دنيا کښې يو داسې قدآور او معتبر نوم دی چې د شخصيت فکر او فن اوازې او انګازې ئې په هر لور خورې ورې دى او د هر چا په زړه کې ئې ځان ته ځاې جوړ کړی دی د هغه سپين سپيځلی شخصيت روڼ روښانه تــندی خوږه او پسته لهجه په خبرو کې د پوهې ا و علميت نښې مهذب او مودب انداز د هر چا احترام او هر چا سره مينه د خپل قا م او ژبې د خوشحالۍ او سوکالۍ د پاره هر وخت هلې ځلې د تعليم د اهميت او افاديت نه خپل قام خبرول د نوموړى د ژوند تر ټولو لوئې مرام ؤ.
ارواښاد د لوړو زده کړو نه پس د جرمنى په هيواد کې د ډاکــټــرۍ پيشه خپله کړې وه چې غوښتل ئې له هم دې لارې څخه د انسانيت خدمت وکړى او که چیرې مونږ د ډاکــټــرســـتـورى په ژوند نظر واچوؤ نو هغه پخپل دغه نيک مقصد کې تر ډيره حده پورې بريالى توب تر لاسه کړی ؤ. هغه يو مستقـل مزاجه انسان ؤ ځکه نو په سفر او حضر داخل او خارج شپه او ورځ غرض دا چې هر وخت د خپل مقصد حيات د پاره متحرک ؤ او هغه د انسانيت د خدمت ترڅنګ د خپلې ژبې ادب او خپل قام د پرمختګ او ښيرازۍ فلسفه وه چې نوموړى ددې غرض دپاره خپل ټول خوبونه ارائشونه او سهولتونه قربان کړى وو هغه د پښتون قام د يو والى تعليم ترقۍ او خوشحالۍ ډير ارمانى اوداعى ؤ. او هم له دې مقصد د پاره ئې د ليک لوست موثره او معتبره لاره خپله کړې وه او بيا ئې د خپل قام د اسانۍ د پاره د ادب دواړه څانګې نظم او نثر خپل کړى ا و غوره کړى وو په ذهنى توګه هغه يو انقلابى او بالغ نظر شاعر اديب ؤ په جسمانى توګه هغه نسبتاً کمزوری ؤ خو خوئى ئې دروند او خصلت ئې مضبوط. طبعاً هغه يو چست او چابک سړی ؤ مزاج ئې نرم او نفيس ؤ خبرې ئې خوږې هم وې او درنې هم بلکې ټولې خبرې ئې د کار وې بنيادى طور يو بې ا زاره او بې ضرره ؤ او د هر چا سره ئې تعلق او تړون بيخى بې غرضه او بې لالچه ؤ پخپله ئې تعلق د پښتنو د يوسفزو قبيلې سره ؤ خو په مجموعى توګه هر پښتون ئې د سترګو تور اود زړۀ ټکور ګڼلو.
هم دغه وجه ده چې خپل ټول ژوند ئې د پښتو او پښتنو دپاره بخښلی ؤ. او که هغه هر څو د جرمنى غوندې کاروبارى ملک او مادى ماحول کښې اوسيدو بلکې هغه په بنيادى توګه د دوؤ پيسو ګټلو په خاطر د مسافرۍ دغه اذيت ناک او کربناک ژوند ته غاړه ايښې وه خو سره ددې ئې خپل قام او خپله ژبه يو ساعت هم له خياله نۀ ده ويستې او دجرمنى څخه ئې هم د پښتو مطبوعاتو پښتنو شاعرانو، اديبانو، صحافيانو او نورو اړو ندو کسانو سره برابر تماس نيولی دی بلکې په ديار غير کښې ئې دپښتنو د ترقۍ شناخت او پرمختګ په خاطر د پښتون سوشل ډيموکريټک پارټى جوړه کړې وه چې د خپل قام او ژبې د خدمت په اړوند ئې ډير فعال او يادګار رول لوبولی دی هم په دې دوران کښې به چې هر کله په افغانستان، پاکستان يا بل کوم هيواد کښې کومه غونډه جوړه شوه نو ډاکټر کبير ستورى به ارو مرو ځان ور رسولو او دخپل قام او ژبې د نمائندګۍ حق به ئې ادا
کولو.
په تيره بيا کله به چې پيښور ته راغلو نو دلته به ئې خامخا په ادبى او ثقافتى غونډو کښې هم ګډون کولو او ددې ځاې د شاعرانو، اديبانو، هنرمندانو او صحافيانو نه علاوه به قام پرستو سياستمدارانو سره هم ئې ليدل کتل کول او د دوى سره به ئې دپښتو ژبې او پښتون قام په موجوده حالاتو اوږدۀ اوږدۀ علمى بحثونه کول. او هم دغه ادبى او ثقافتى تعلق او تړون ؤ چې د ستورى فکر او فن ته ئې لانوره ښکلا او ځلا ورکړې وه. او هم دغه Coommitment ؤ چې ستوری ئې پخپل مقصد کښې د برياليتوب تر مقامه رسولی ؤ. او د هغۀ په فکر او پوهې کښې د پوخوالى او پرخوالى سبب ګرځيدلی ؤ. د ارواښاد د خبرو اکثر موضوع به دپښتون قام ماضى، حال او مستقبل ؤ. هم په دې موضوع به ستورى د هر چا سره بحثونه کول د هر چا وړانديزونه او دليلونه به ئې په ډيره توجو او رغبت سره اوريدل. او بيا به ئې ترې د ضرورت په وخت استفاده هم کوله.
هر کله چې د پښتنو په لوئې کور افغانستان روسى يرغلګرو تيری وکړو او سمسور افغانستان ئې د بارودو په شنو لوخړو کښې لولپه کړو نو د يو افغان په حيث ډاکټر کبير ستوری هم په دغو لوخړو کښې در په ديکه شو او د حالاتو دغه طوفان ډير وخوځولو او وې ځنګولو خو د حالاتو مقابله ئې ډيره په جرات او استقامت سره وکړه. په قول د رحمان بابا(رح) چې:
لکه ونه مستقيم پخپل مقام يم
کۀ خزان راباندې راشى کۀ بهار
او بيا هر کله چې د جهاد په مقدسه فريضه ترسره کولو افغانانو خپل دښمن ته ماتې ورکړه نو لکه د نورو افغانانو کــبــيـر ستوری هم خوشحال شو په دې هيله چې زمونږ هيواد به يو ځل بيا سمسور شى خو متاسفانه چې د روسى تيرى نه پس افغانستان کې خپل منځى جنګونه شروع شول او بيا افغانستان داسې لوټې لوټې شو چې په کنډواله ياد شو خو ســـتـورى بيا هم همت ونۀ بائيللو او په قـول د خوشحال خان خټک چې:
کۀ اسمان دې د زمرى په خلۀ کښې ورکړه
د زمــرى په خــــلۀ کښې مۀ پـريـږده همت
هم دا وه چې افغانستان د دريؤ لسيزو د غرغــنډو او بـربـاديـدو نه پس يو ځل بيا د ابادۍ او سوکالۍ په طرف روان شوی د ی. او تس نس افغانان د هجرت نه پس اوس خپل وطن ته په ډير عزت او درناوى را ستنيږى. ا و هيله کيږى چې ډير زر به ټول افغانان خپل هيواد ته راشى او د خپل وطن د بيا ودانۍ په کارونو کې به خپله برخه واخلى او د ډاکټر کبير ستورى مرحوم روح ته به سکون او راحـت ورسوى. او د يــو ډاکــټـر کـبـيـر ســتورى روح ته نۀ بلکې د ټولو شهيدانو روحونه به خوشحاله او خندان شى.
د ډاکــټـر کبـير سـتـورى شخصيت ګڼ اړخونه او رخونه لرى ځکه نو د هغوى په شخصيت نور هم ډير څه وئيلی او ليکلی شى خو د ليک طوالت مې د لارې خــنـډ جوړيږى ځکه نو د شخصيت او فکر متعلق ئې په ذکر شوؤ خبرو اکتفا کؤم ا و بيا د فن يوه اجمالى خاکه ئې دلته د مثال په ډول ذکر کؤم ارواښاد ډاکــټـر کـبـيـر ســتـوری لکه چې مخکې وئيل شوى دى چې د يو ښه انسان سره سره يو ښه شاعر او اديــب هم ؤ او بيا د نظم او نــثـر دواړو په حواله ئـې خـپـل يـو نوم لرلو او تر دې وخت پورې ئـې د نظم او نــثـر تقريباً څه يو درځن کتابونه ليکلى دى چې پکې زياتره چاپ شوى هم دى او دا وخت ئې شعرى مجموعه ســنـدريــز پــيــغــام زما مخې ته پرته ده چې رنګينه سر پاڼه معــيارى کاغـذ 144 مخونه لرى چې په کال 2002 ع کې د پښتونـخـوا د پوهــنـې ديــره پيښور لخوا په دانش کتابتون کې چاپ شوې ده تړون ئې د پښتو د نوموړى شاعر او اديب ښاغلى لائق زاده لائق په نوم شوی دی او سريزه پرې پروفيسر اباسين يوسـفــزى ليکلې ده چې پکې ئې د ښاغلى کـبــير ستورى د فکر او فن ښه کوټلې جائزه اخستې ده.
هر کله چې مونږ د ارواښاد کــبـيـر ستورى ددې شعرى مجموعې مطالعه کوؤ نو را ته ددۀ د فن ګڼ رنګونه او قسمونه په نظر راځى چې پکې مينه، محبت، ميړانه، جرات، پښتونولى ، وطن دوستى، لــوظ ، حسن او جمال ، غم د جانان او غم د دروان ، لنډه دا چې د ژوند په هر اړخ پکې شعرونه په نظر راځى چې يو طرف ته د شاعر په فهم او فراست دلالت کوى او بل طرف ته زمونږ د ټکورونو کار کوى.
د کتاب وړومبی شــعـــر ئــــې دا دی :
ګناه د بل چا نۀ ده دا زمونږ خپله ګناه ده
پښتو پښتونولۍ ته اړولې چې مو شا ده
ددې شعر نه دا اندازه په اسانۍ سره لګيدی شى چې ښاغلی شاعر پخپل قام او خپله ژبه څومره مئين دی ځکه چې صرف دا يو شعر نۀ بلکې پوره غزل ئې د هم دې موضوع نه ځار کړی دی هم دغسې ئې په ټول کتاب کښې زيات تر کلام په پښتو ا و پښتونولۍ مشتمل دی لکه چې يو بل ځاې کښې وائى:
بې پښتو نۀ شى په پښتو باندې پښتو به کوې
د مينې ستورې ته د خپلې پښتو رنګ ورکړه
او يا دا چې:
چا چـې ده لــيدلې په ستائيـلـو ئې مـړيـږى نه
يو خوا ئې ښائست دے بل صفت د پښتو کوى
که څه هم د ستورى د شاعرۍ مرکز او محور پښتو او پښتونولى ده خو ددې تر څنګ هغه په هره موضوع قلم پورته کړی دی چې د نمونې څو شعرونه ئې داسې دى:
د عــشـق کار کښې دهـر چـا ده بيله بــرخـه
د چا ســتـوری دی تــيـارۀ د چــا ځـلـيــږى
د ګل ښائست نه چې په بــڼ کښې بلبلان ځاريـــږى
پور دې ورکړی دی کۀ ګل د ښائست غلا کړې ده
کلى نــه وځـى خــوله اولـســه وتــل نـــۀ مــنــى
تل په ټولنيز ژوند کښې انصاف او عدالت غواړى
چې د بخت ستوری مې دعشق اسمان کښې وځليدو
خــدائــيـګــو د کـلــى لــويــو وړو راته دعـا کړې ده
ددې شعرونو په اساس مونږ دا خبره په ډانګ پيللې کولی شو ارواښاد ډاکټر کبير ستوری د ژوند شاعر دی او د ژوند شاعر کله هم نه مرى. بلکې چې ترڅو ژوند وى نو تر هغې به د هغۀ فن هم ژوندی وى او هر پښتون به د خپل دغه اتل شخصيت په کاراو زيار وياړ کوى او ددۀ خدمتونو ته به د ستائنې او ډاډګيرنې اميلونه په غاړه کوى.
ما وې چــې زه به د جانان ښکلی تصوير جــوړؤم
زه اعتراف د عجز ؤ فن کړم ما تصوير جوړ نه کړو
ډاکـټـر کبـيـرسـتوری او سندريز پـيغـام
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode